هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

موسيقې په اسلام اوساينس كي(دوولسم څپركي)
511204B
موسيقې په اسلام اوساينس كي(دوولسم څپركي)
 
دماشومانونړيوال تكړه ډاكټر پاول كينګ (Paul King) وايي:
موسيقې په مجموع كي ځوان نسل وتشدداوجنسي بې لارۍ ته كشوي، چې په نتيجه كي ځان وژني، ونوروناوړوافعالوته مخه كوي، چې داپخپله وناورين ته ښه راغلاست اووتباهۍ ته ځان غورځول دي۔
(Postgraduate Medicine vol:83, pp295-304)
پاته دي نه وي چې كله موسيقې اورېدل كيږي، اوجنسي هارمونونه په حركت راځي ددي سره اوږدمهاله حافظه اغيزمنه كيږي، په فعاليت اوكاركي ئې بدلون راځي، په طبعي جوړښت اوفعاليت كي ئي انقلاب راځي اوبالاخره حافظه كډه كوي اوكارپرېږدي۔
ديونان مشهوره فليسوف افلاطون (Plato) وايي:
دموسيقۍ اواز، سروزاورقص داټوله په اصل كي دانسان روح وحشي اودرنده طبعه كوي، چې بيادهيڅ شي پروانلري۔
(Alan Bloom (1987) the closing of American Mind New York)
افلاطون پخپل كتاب جمهوريت (Republic) كي وايي:
عوام خلك بايدپه جدي ډول سره دموسيقۍ څخه وژغورل شي داځكه چې دوي ګمراه كوي، ددوي اخلاق بربادوي اوفاسدوي ئې، اووناوړوكارونوته ئې هڅوي۔
مشهورولي الله شيخ فضيل بن عياض رحمة الله عليه وايي:
الغناء رقية الزنا۔
ژباړه: موسيقې دزناپيل دي۔
(عوارف المعارف، شيخ شهاب الدين سهروردي، 1966، بيروت)
لكه څرنګه چې دموسيقۍ اورېدل په ځانګړي ډول سره دټولنې ځوان نسل خوښوي، نوله همدې كبله داځوان نسل دموسيقۍ څخه پوره رنګ اخلي، هغه عملي كوي، اوپه پايله كي بې لارې كيږي؛ الزبت براون اوډاكټروليم هينډي په دې يقيني دي چې نوي ځوانان چې كله موسيقې اوري نودوي دخپل ژوند ټول الهام دموسيقۍ څخه اخلي، اودژوندپه هره برخه كي ئې عملي كوي، اودااغيزې ترډېره مهاله  پوري پاتې كيږي
(Adolescents and their music insights into the health of Adolescents, 1989)
علامه ابن قيم رحمة الله عليه وايي چې دانسان ناروغيانې پردوه ډوله دي:
1: دشبهاتوناروغېانې۔
2: دشهوت ناروغېانې۔
په زړۀ كي دشبهاتوناروغيانې هغه وخت پيداكيږي اووده كوي چې دموسيقۍ له كبله په زړۀ كي منافقت پيداشي چې په دغه وخت كي دانسان اوخداي ترمينځ پوره واټن پيداكيږي؛ اودشهوت پرستۍ په جال كي انسان هغه وخت راګيرشي چې كله دي خپل اصلي مقصدپرېږدي، اودمعياري موخوپرځاي وكښتو، پوچواوبې معناو څيزونو ته مخه كړي۔ چې په دغه وخت كي انسان دانسانيت ددايرې څخه وځي اودحيوانيت وكرغېړن چوكاټ ته داخليږي چې په دغه وخت كي دانسان دنيااواخرت له مينځه ځي داځكه چې په بڼه سره انسان دي، مسئوليت ئې دانسان دي اوبل لورته باطني ژوندئې ديوه حيوان څخه لاهم بدتردي داځكه چې ترمعنوياتوئې وخواهشاتوته ترجيح وركړېده۔
نوربيا۔۔۔
په اسلامي پاكه مينه
ستاسوورورعبدالغفارجُبير
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۰ آذر ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۴۵:۳۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


څلوريځي٬ رحمت زلمئ
rahmatt
څلوريځي٬ رحمت زلمئ
٬٬٬
څلوريځه
له مقدره اوهـــــم لـــه خدايه
هغه ګيله كړي هسې بې ځايه

چي دتدبيرپرآس سپاره نه شي
منزل ته رسي كله ترپـــــايه
٬٬
څلوريځه
چي دښمنان مو څوك دديارشي
هغه په دام كېې سم ګرفتارشي

تاريخ ګواه دي دماهي غوندې
ښكارته راغلي پخپله ښكارشي
څلوريځه
چي يې تهذيب مري چي يې زبان مري
هغه قامونـــــــــــــه ژراواســـــان مري

تـــل پــــه تاريخ كــــې دهغو خلګو
نوم نښان څه چي لايې داستان مري
څلوريځه
دمځكې تل يې وغوښت كښتۍ كې
هغه اوس ګرځي پاس په سپوږمۍ كې

موږاو دوي لرې زموږ دودې
څراغ مړپروت دي لاپه كيږدۍ كې
څلوريځه
نفرت وباسه دزړه  له منځه
ځان دې ازادكړه له دغه رنځه

تش دي له مينې دزړه جام نه شي
جوړه دي نه شي تندي كې ګونځه
څلوريځه
دځان په لټه په ځان كې ورك يې
په عمرستريې په خيال هلك يې

ځان او جانان هم پېژنداي نه شې
لاخودپوهې په ويښته پك يې
څلوريځه
خودبه نژدې وي وتباهۍ ته 
هوښ يې سپارلي ومدهوشۍ ته

دادوحشت په غيږكې لوي شوي
توروي سترګې تل وبدۍ ته
څلوريځه
په سترګوړوند يې نظردي خام دي
لمردي پرېوتي دژوندتر بام دي

پرخلګونن دي پرتاپرون دي
پردونيا ورځ ده پرتا ماښام دي
څلوريځه
دشونډوجام نه مات موپرهېزكړ
شيخه٬ پيمان موسم رېزمرېزكړ

دنفرت پنددې نورراته مه كړه
موږډك له مينې دزړه كارېزكړ
څلوريځه
ټنډه دي بچ كه په وينو سره شي؟
دووكې دي خوښه كومه يوه شي؟

لاړپه رضاشه زما له خاورې
ګنې دپلاربه دې هم توبه شي
څلوريځه
نيت چي يې پاك وي مرام ريښتيني
پــــه اخلاص اخلي هرګام ريښتيني

پرخپل مقصديې چي پوخ باوروي
هغه قام مـــومـــي مقـــام ريښتيني
څلوريځه
حجره موړنګه پرې ولاړټــــانګ دي
جومات شهيددي زخمي يې بانګ دي

دپنــــاه لارمـــو يـــوه هــــم نشتــــه
مه ته موپاڼ دي شاته موپړانګ دي
څلوريځه
دچاله لاسه چي دونيـــــا ژاړي
هغــــه پخپله نــــــــن سبا ژاړي

نن يې دظلم سيندكې دخپـــل ژوند
كښـــتۍ غرقيږي نـــــــاخداژاړي
څلوريځه
په  انتظاردي مړه كړو ګيلاس ته
غـــوسه موخيژي سركې وپاس ته

ساقي٬ پيــالې كړه ترخولې راډكې
فقيران ګــوري ستا سخي لاس ته
څلوريځه
څوك چي زياروكړي خولې يې توي شي
دژوندګلشن يـــــې ډك له خوشبوي شي

سړې تـــــــودې چــــي چـــــاوي ګاللې
ښادۍ پــه برخه تـــل  دهــــغو ي وي
څلوريځه

پرسپين رخساردي اوښكې بهاندې
سردي بيا ايښي پرځنګون باندې

ګلـــې٬ منم ستا قاتلان خپل دي
خپـــــــلووژلې ستا هيلې تاندې
څلوريځه
ددونيــــــا داسې يو بخيل در دي
چــــــي قارون هم لاپكې نهردي

پردونيا باندې هيڅوك موړنه شو
مړپه ارمان كې  هرڅوك دزر دي
څلوريځه
چي افراط نه كړي په نرمۍ اوسي
وخت ورتــــه تل په سلامۍ اوسي

دنېــــكوخلـــــــګو دقسمت ستوري
همېش په څنګ كې دسپوږمۍ اوسي
څلوريځه

ياران چي دوه وي اويويې رازوي
دژوندپه رازچي سره همـــرازوي

ژونديې مثال شي نـــورې دونيا ته
تاريخ كې ياد پـــه محمود ايازوي
څلوريځه
چي په سوال ژوندكړي چي سپي سړي وي
هغـــــه والله كــــــــــه بيـــــخي سړي وي

ننګ هغه ژغـــــــــوري دسرپـــــــــه بيه
سم پـــــــــه رښتيا چـــي سړي سړي وي
څلوريځه
مــــــــله دشيطان دي داځيني خلــــــــګ
بېخي نـــــــادان دي داځيني خلـــــــــګ

دځـــــــــان پــــــــه پوهه ناپوه مغروردي
مين پــــــرځــــــــان دي  داځيني خلــګ

څلوريځه
دعشق له جنګ او دعشق له نيه
ځان دي بــــلد كــــړه اې ليونيه

عشق دفرهاداو دمجنون كاردي
عشق ميړني كړي اې مېېړنيه
څلوريځه
دزړه پركورمي جوړڅه ناورين دي
چي وران  دهيلـــومي فلسطين دي

هريوارمان مـــي شهيد شهيددي
عشقه همدادې انصاف آيين دي؟
څلوريځه
نظردي لوړكړه فـــــكردي لوي كړه
ځان پهريښتيا دخوشحالخان زوي كړه

وطن يــــــــوځل بيا قرباني غواړي
پكې بيــــا وينــې اوخولې توي كړه
څلوريځه
چي په غېږراشي ماته يې خوله شي
دوښمن په خــــــپلو وينو اوبه شي

افغان وطنـــه افـــغان بچي يـــــم
راباندې كښته به دي سرنـــه شي
ـــــــــــ
رحمت زلمي٬ مندوخيل
سهيلي پښتونخوا ٬ ژوب
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۰ آذر ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۴۰:۱۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


كفر دنفرت قابل دي نه كافر
كفر دنفرت قابل دي نه  كافر
٬٬٬
ليكنه٬مفتي    تقي عثماني رح
٬٬٬٬
تردې پورې چي كه يو شخص كافروي نو دهغه له كفرڅخه نفرت وكړه ٬ دهغه له ذات څخه نفرت مه كوه٬ بلكه دهغه په حق كښي دعا وكړه  چي الله تعالي  ته هغه ته هدايت وكړه ٬ آمين٬ ګوري  نبي اكرم صلي الله عليه وسلم ته كفارو څومره  ډېر تكليفونه رسولي دي  پر هغه مبارك ص يې غشي اورولي دي  پر هغه صلي الله عليه  وسلم باندې  يې ډبري اورولي دهغه دجسم مبارك ځيني حصې يې په وينو ورلړلي وې  له دې دومره تكليفونو سره سره دهغه صلي الله عليه وسلم پر  ژبه مباركه  به ورته دا كلمات راتلو چي٬٬٬

اې  زما الله زما وقوم ته هدايت وكړې ٬ ځكه دوي ته دحقيقت پته نه ده لګېدلې٬
داګورئ چي دهغوي    دمعصيت كفر شرك ظلم اوزيادتي باوجود
 يې له هغوي څخه  دنفرت اظهارنه كولو بلكه دشفقت اظهاربه يې ورسره كولو اودابه يې فرمايل٬ چي ياالله دې داخلګ له حقيقت څخه بې خبره دي  دوي ته دحقيقت هيڅ پته نشته ځكه له ماسره داسي بدچلندكوي٬ اې الله دوي ته هدايت وكړه٬ له همدې كبله كه يوڅوك په يو ګناه كښي ووينو پرهغو باندې بايد وويريږو او دهغه دپاره بايد دعا وكړو او هڅه او كوشش وكړو چي هغه له ګناه څخه بچ شي٬
هغه  ته بايد دعوت او تبليغ وكړوهغه ته بايد په حقارت اوسپك نظر ونه ګورو
څه معلومه ده الله تعالي به هغه ته دتوبې توفيق وركړي
بيا به هغه ترموږ په عبادت كښې زيات وي
٬٬٬
ژباړه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۰ آذر ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۳۳:۳۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


چاچي امام حسين رضي الله تعالي عنه شهيد كړو
omari
چاچي امام حسين رضي الله تعالي عنه شهيد كړو
٬٬٬
هغه څوك  چي درسول الله صلي الله عليه وسلم لمسئ
امام حسين رضي الله تعالي عنه يې په شهادت ورساوه ٬
په كوم دليل به دقيامت په ورځ ورته بخښنه وشي٬
چاچي دكربلاپر ميدان امام حسين رضي الله تعالي عنه په شهادت ورساوو
آيا هغه به هم ددې اميد لري چي دامام حسين رضي الله تعالي عنه مبارك نيكه٬  حضرت محمدمصطفي صلي الله عليه وسلم به دهغه شفاعت وكړي
هغه بدبخته زړه چي امام حسين رضي الله تعالي عنه يې په ډېر ظالمانه ډول
شهيد كړو آيا په هغه زړه كښي به لا هم دا اميد او هيله وي
چي جنت ته به ولاړشي٬ يقيني خبره ده چاچي 
د اهل رسول ص له خاندان ځخه يو ځلانده ستورئ
په شهادت ورساوه٬ هغه بدبخت به ددوزخ اورلړونئ وي
خو امام حسين رضي الله تعالي عنه دخداي درسول صلي الله عليه وسلم هغه
قهرمان لمسئ وو٬ چي دالله  او دالله درسول ص ددښمنانو يزيد ملعون  او ديزيد دملګرو په وړاندې يې دصدق اواز پورته كړو٬ اويزيد ملعون ته يې په ډاګه وويل٬ چي ته ظالم يې دالله او دالله درسول ص دښمن يې زه ستا حكم منلوته تيار نه يم
آن كه مې سرهم ولاړشي٬
ځكه نو داهل رسول دوفادارانو ځخه دامام حسين رض ډول هستي او دده ملګري 
دكربلا پر ميدان په شهادت ورسيدو ٬ او ټوله كربلا يې په وينو ګلګونه كړله ٬ او كفري نړۍ ته يې دا ثابته كړه چي مسلمان پراسلام  باندې داډول قرباني وركوي٬
 رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي چي  حسن او حسين رض به په جنت كښي دجنت دځوانانو سرداران وي٬
درسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته بلال رضي الله تعالي عنه  داقسم وكړو چي والله بالله كه زه له دې وروسته اذان وكړم٬ 
ځكه درسول الله صلي الله عليه وسلم وسلم له وفات څخه وروسته
بلال رضي الله تعالي عنه اذان  وكړو كله چي په اذان كښي و اشهدان محمدرسول الله ٬ ته ورسيدو نو ٬ درسول الله صلي الله عليه وسلم فراق زور وركړو٬ ډېر نا آرامه شو ويې ژړل  او لوړه يې وكړه چي زه به له دې وروسته په هيڅ صورت
اذان نه كوم ځكه  په اذان كښي خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ياديږي
او ده ددې برداشت نه درلودو چي اذان وكړي ځكه يې ډير ټينګ قسم وكړو٬ اوبيا درسول الله صلي الله عليه وسلم  فراق دومره زور باندې وكړو چي مدينه يې پريښودله او شام ته ولاړو٬ هلته په شام كښي څوورځي  وروسته يوه شپه ويده وو٬ دچي دشپې يې رسو ل الله صلي الله عليه وسلم  په خوب وليدو٬ رسول الله صلي الله عليه وسلم په خوب كښي ورته وويل چي اې بلاله ته چيرته ولاړې  چي زه دې يواځې پرېښودلم٬ كله چي له خوبه راپورته شو٬ فورا دمدينې پرلوري راروان شو٬ فقط به يې دخوراك او حاجت دپاره پرلارې باندې درنګ كولو٬ په منډه منډه يې مدينې ته بيرته ځان ورسولو او درسول الله صلي الله عليه وسلم قبر ته ورغلو او پر قبر مبارك يې پرېووت او ويې ژړل  او دايې وويل چي يارسول الله صلي الله عليه وسلم بلال خو داده درته راغلو خوته چيرته يې ته دلته نه يې
خو كله چي داذان وخت شو صحابه  كرامو ورته وويل چي بلاله اذان وكړه ده وويل چي زه اذان نه كوم
ماقسم كړئ دئ  چي زه به اذان نه كوم صحابه كرامو ورته وويل چي دخداي بنده ته خو درسول الله صلي الله عليه وسلم  مؤذن يې ته به اذان كوې ده ورته وويل چي زه په هيڅ صورت اذان نه كوم
په دغو صحابه كراموكښي ډير دلوړې مرتبې صحابه موجود وو دهغو خبره يې هم ونه منله٬ دصحابه كرامو ډيره خوابده شوه چي بلال رضي الله تعالي عنه اذان نه كوي٬ خو يو چا دې صحابه كرامو ته وويل چي پر رسول الله صلي الله عليه وسلم  باندې امام حسن او امام حسين رضي الله تعالي عنهما ډير زيات ګران وو
او درسول الله صلي الله عليه وسلم  له وجې  پربلال رضي الله تعالي   عنه  باندې هم بيحده ګران دي تاسو وامام حسن او حسين رضي الله تعالي عنهما ته وواياست چي دوي  له بلال رضي الله تعالي عنه ځخه غوښتنه وكړئ چي
اذان دې وكړي بيا امام حسن او حسين رض له بلال رض ځخه غوښتنه
وكړه چي  اذان وكړه بلال رض ورته وويل چي ماخو قسم كړئ دئ 
چي زه به له دې وروسته اذان نه كوم
امام حسن او امام حسين رض ورته وويل چي خير زموږ دوو له وجې
اذان  كول بيرته  شروع كړه بلال رض ورته وويل چي تاسو دوه چي ټينګار كوئ نو زه به ستاسو دوو له وجې تر خپل قسم تېر شم٬ بيا حضرت بلال رض دامام حسن او حسين رض له وجې تر خپل قسم تېر شو خپل قسم يې مات كړو٬
اوبيرته مؤذن شو٬٬٬
اندازه ولګوئ درسول الله صلي الله عليه وسلم له رويه ځخه  امام حسن او امام حسين رض  پر صحابه كرامو باندې تر دې اندازې پورې ګران وو چي قسمونه
به يې  دامام حسن او امام حسين رض له وجې ورته ماتول٬ امام حسين رض داسلام هغه ستر قهرمان وو چي دنړۍ تاريخ يې دتل دپاره
پردې  قهرماني شاهدي وركوي٬
او امام حسين رض كفر ته دا وروښودله چي زه دخداي درسول صلي الله عليه وسلم لمسئ يمه تاسو له ماځخه دا تمه مه كوئ چي زه به دغلامۍ پړۍ
خپلې غاړې ته اچوم٬
موږ ته په كارده چي ددې ستر قهرمان له كړو وړو ځخه عبرت واخلو
او دكفر په خاصه توګه دامريكې او اسرائيلو په وړاندې
دحق توره اوچته كړو او ددوي دغلامۍ پړۍ
خپلې غاړې ته وانه چوو٬
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په     درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ آذر ۱۳۹۰ ساعت ۰۷:۰۶:۳۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دسختو بيماريو او ستونزو يقيني علاج
omari
دسختو بيماريو او ستونزو يقيني علاج
٬٬٬
ډېر خلګ په زياتو پريشانيو او مصيبتونوكښي نښتي وي ٬ مثلا سكون يه نه وي پريشان پريشان وي٬ په بلډپرېشر٬ دزړه په بيمارۍ
 او دېته په ورته بيماريو اخته وي
همدا ډول دكاروبار دنه سمېدو له ستونزې سره مخ وي٬ دنكاح  دنه كېدو له مشكل سره  لاس او ګرېوان وي البته هغه كه سړئ وي يا ښځه٬ همدا ډول دقرض له جنجال سره مخامخ وي٬ دغه ډول كاروبار او ليك لوست لره  يې زړه نه ورځي٬ همدا ډول غصه زياته ورځي٬ له مورپلار وروڼو او نورو عزيزانو  څخه يې نفرت كيږي٬ددين ولورته يې مينه نه وي٬ دغلط ماحول په وجه پريشان وي٬ دشيطاني وسوسو څخه پريشان وي٬همدا رنګه زړه يې غواړي چي خودكشي  يعني ځان وژنه وكړي٬ ددې ټَولو پريشانيو او مصيبتونو دحل  او لرې كېدو دپاره
مجربه نسخه
لاَ حَولَ ولاَ قُوَّةَ اِلاَّ بِاالله ٬  
رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي چي لاحول ولاقوة الا باالله ٬ دنهه نوي
آفتونو دپآره علاج ده چي په هغوكښي ترټولو كوچنئ آفت پريشاني ده٬

( مشكاة شريف  ۲۰۲)

رسول الله صلي الله عليه وسلم  وايي  كله چي بنده  لاحول ولاقوة الا بالله ووايي٬ نو الله تعالي دهغه په ځواب كښي  فرمايي  چي هغه تابعداره جوړ شو
او خپل كاريې والله ج ته وروسپارلو
( مشكاة شريف ۲۰۲)

او رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي ٬ لاحول ولاقوة الابالله دجنت له 
خزانو څخه يوه خزانه ده

(مشكاة شريف ۲۰۱)

عوف ابن مالك اشجعي رضي الله تعالي عنه ورسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغلو او ورته يې وويل چي يارسول الله صلي الله عليه وسلم زه له دوو مصيبتونو سره مخامخ يم يوداچي زما زوي كفارو اغواء كړو او بل داچي درزق له ډيرې زياتې تنګۍ سره مخامخ يمه رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ته ددوو كارونو دعملي كولو حكم وكړو  اشجعي رضي الله تعالي عنه ته يې وويل چي تقوي وكړه يعني خپل ځان تقوي داره جوړ كړه اوبل داچي  لاحول ولاقوة په كثرت سره
۵۰۰ سوه ځله وايه عوف ابن مالك اشجعي رضي الله تعالي عنه  دغه دواړه كارونه شروع كړو اشجعي رضي الله تعالي عنه پخپل كوركښي وو چي
دده زوئ راغلو او  دوه سوه اوښان ورسره وو چي خپل كورته راغلو په همدې ډول سره داشجعي رضي الله تعالي عنه دغه دواړه مصيبتونه ختم شو

( معارف القرآن  صفحه ۴۸۸ جلد  ۸ )
٬٬٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ آبان ۱۳۹۰ ساعت ۰۱:۰۶:۲۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است