هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دښآغلي ډاكټر هرات خان ناصر څو شعرونه
image-wallpaper-preview-Beautiful-Flowers-Tulips-of-the-Nikitsky-Botanical-Gardens-Flowers-Ni760797
دښآغلي ډاكټر هرات خان ناصر څو شعرونه

غزل
اوس هره خبره تر تاوانه پوري ورسي
ولاړه سي اوږده سي ترجانانه پوري ورسي

فكركه دهرچاوي پيغام چي نوئ ولري
خورسي لكه باد تر ټول جهانه پوري ورسي

خوري چي دادنيا٫ په غم باچا٫ دسرواوسپينوشي
غم ي ددنيا خوري ترزندانه پوري ورسي

نه ښكاري دسترګوترنظره داميد ساحل
داكښتۍ به بيا تر يوطوفانه پوري ورسي

ځان ګوره ٫ ناصره٫ دمظلوموله فريادڅخه
آه دمظلومانو تر اسمانه پوري ورسي

غزل
سرچي ئي هستۍ ته رسيدلئ وي
پاي به ئې كهۍ ته رسيدلئ وي

ډېر عمر چي ډير خلګ غلط غواړي
زيان به ئي پوهۍ ته رسيدلئ وي

نه بولي غريب په سړي نه بولي
هرڅوك چي خانۍ ته رسيدلئ وي

چا وئيل٫ چي پښتو به وي بكره مدام
ځوان به ئي ځوانۍ ته رسيدلئ وي

ورك به سي ناصره په دغو لارو
څوك چي ځان ځانۍ ته رسيدلئ وي

غزل

زوروكړم پر زړه باندي اكثره زه
وزغمم دزړه په زور خبره زه

ته هم دځوانۍ يادوكي تل راشې
تاباندي ډېريادشومه ګودره زه

زه خوئې ديادڅپو لاهو كړمه
څه پروابه ستا وكړمه سره زه

ته لكه كالي دماشوم رنګ په رنګ
تاته چي خوشحاله وم اختره زه

داسي نه چي غم مي ليونئ نه كړي
څوبه پر زړه زوركوم ناصره زه

غزل

ورك يم شپې اخيستئ يم زه شپې په مخه كړئ يم
ستړئ يم له هجره٫ شوګيرې په مخه كړئ يم

ګرزم زه دخپل زړګي په وركه پسي ګرزمه
څومره ناقرارې تلوسې په مخه كړئ يم

وچي كړي كمزور٫ زړونه غلطي فيصلې پكي
زه دحالات دغې فيصلې په مخه كړئ يم

لمر دئ مخته دښته ده اوتګ په سيرابو پسې
تنده ده٫ ديوه څاڅكي اسرې په مخه كړئ يم

ماپسې غيرت وي ياسيالي وي ياپيغوروي تل
زه دې خپلې هوډي پښتنې په مخه كړئ يم

ازادشعر
زه دخپل فطرت په وجه
هميشه دبل له لاسه
پاڼي پاڼي شم ٫ غورځار شم
څوك مي يوسي دچاپښوته
رېز مرېز ترتلولاندي
څوك مي وسوري په ګوتو
بس دخپل تسكين دپاره
دخودغرضوپه جهان كي
ماته خپل سخاوت اوردئ
هرځاي ګل راته وائي
خوشبوئي راته پيغورده
داسي ډير سپرلي مي تيركړو
ما دخپل فطرت په اوركي
داسپرلئ مي ستا په نوم دي
كه مې خپل اوربل ته ته وړې
كه مې قبرته٫ دمړه وړې
٫٫٫٫٫٫٫
په درناوي
ډاكټر هرات خان ناصر
سهيلي پښتونخوا بورئ

4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۹:۱۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دښاغلي سلطان زخپېل ښكلئ شعر
sultan_zakhpail

دښاغلي سلطان زخپېل ښكلئ شعر

غزل

داغــــزوپه نـــــامـــه لــــــودئ خو ګلونه رېبل كيږي
زموږ اشر ئې باندي كړئ زمــــوږ سرونه رېبل كيږي

دژوندون هره لمحه تربلـــه سخته او تــــرخــــه سوه
له ذهـــنومـــو دمـــــاضي خواږه يادونه رېبل كيــږي

بې ګـــودره موږ پـــــه هــــــرګل له پېزاره سره ګډسو
زموږ دځان فيصلې نسته زمـــوږ فكرونه رېبل كيږي

چاچي دلته تاج محل غوندي دمينې شــــاهكار جوړكړو
له هغو نــــــه دانعام پــــر ځاي لاسونــــه رېبل كيږي

دارې غــــــوندي زيــږه بـــاڼه يه يوتــــــربله خيزي
هلته مه ورځه سلطانــــه هلتــــــه زړونه رېبل كيږي
٫٫٫
سلطان زخپېل
سهيلي پښتونخوا بورئ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۵:۳۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬ رحمت الله رحمت
rahmat ullah rahmat
شعر٬ رحمت الله رحمت

غزل ۱۹اګست ۲۰۱۰م

شعر
ستاپه سترګوكي ځان وينم
ځان خو څه يوجهان وينم
چي خفه سي رامعلوميږي
شاوخوا سوراسمان وينم
هغه ورځ زه بختور يم
چي ختلي ارمان وينم
چي رويبارراسي په مينه
هره خوازه جانان وينم
زه رحمت ليوني نه نيم
يودميني طوفان وينم

په درنښت
رحمت الله رحمت ٫٫٫ چمن
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۳:۳۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دښآغلي تواب شعر
turabi
دښآغلي تواب شعر

سېلاب دَ وينو 

سكون دَ ژوند چې لاهو كړلو دَ مخې سره زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو

دنګ محلونه هم واړۀ كورونه ئې پرې نۀ ښودل ځائے دَ ادراك چې ؤ هغه سكولونه ئې پرې نه ښودل ډك دَ سرو زرو چې ؤ لوړ لوړ غرونه ئې پرې نۀ ښودل رنګ رنګ مېوې پكښې كېدې باغونه ئې پرې نۀ ښودل شاړ چمنونه شو ښائسته ګلونه ئې پرې نۀ ښودل

دَ نۀ كېدو چې وي هغه كارونه څۀ له كوي زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو

ډېر دې حالاتو لېوني كړل در په در ګرځي اوس لوئے او واړۀ پكښې دَ كور كلي بهر ګرځي اوس ترس په چا كښې نشته خېر كۀ څوك نهر ګرځي اوس روغ جوړ لا څۀ چې بيماران كډه په سر ګرځي اوس خلقو نۀ واروپار خطا دي په خطر ګرځي اوس

دا سوچ ئې نۀ وي چې ښېرې دَ چا دَ زړۀ به اوځي زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو

دا به څۀ كېږي دلته نۀ دي چې ځانونه محفوظ ګران عبادت شوهر ځائے نۀ دي جماتونه محفوظ دا تباهي ده دَ هېچا نۀ دي كارونه محفوظ دَ بې ګناه كسانو هم نۀ دي سرونه محفوظ څنګ داسې حال كښې دَ وطن شي بيادونه محفوظ

حېران يم څوك ورته وئ دا دي دَ ثواب كارونه زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو

وخت هاغه نۀ دے پښتانۀ وروڼه دي شر نۀ كوي هغوي شړل غواړي چې څوك دَ مينې كر نۀ كوي چې وي بدنيته نو خبرې ئې اثر نۀ كوي دومره ظلمونه په بشر باندې بشر نۀ كوي دا مونږ چې څۀ كړو خوشحالۍ به پرې كافر نۀ كوي؟

لږ پښتنو له هم په دې خبره څوك پكاردے زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو

دا چې ظلمونه ئې دَ ظلمونو انتها ته رسي دا سوچ ئې نۀ وي چې فائده به دَ دې چاته رسي دروغو كلي وي وران كړي چې رشتيا ته رسي داسې كارونو باندې ټول دَ غم صحرا ته رسي مونږ په غارونو كښې اوسېږو نور خلا ته رسي

توابه پاتې يو دَ چا سيالي كولے نۀ شو زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو
٭===============٭
2009/3/13___ خپل كلے 
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۰:۲۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬ تواب ترابي
turabi

تپوس
دَ سوات او دير دَ يښو سيمو خلق
پۀ سرو غرمو باندې لتاړ لتاړ شو
چې بۀ ئې نور منعې كول دَ سوال نۀ
هغوي اوس نورو ته دي لاس نيولي
تل ئې نفرت دَ دې څيزونو كړے
چا ورله هر قسمه وسله راوړله ؟
ژوند چې دَ چا به پۀ سكون تېريدو
چا دَ هغو ژوند پۀ تكليف كښې كړلو
ښائسته كورونه اوس دَ دغې سيمې
لكه تصوير وي دَ زړو كنډرو
كاروبارونه دَ اربونو روپو
اوس به څۀ كيږي شول دَ نشت برابر
هاغه دَ علم پۀ رڼا منور
څله تيارو له ئې دَ جهل بيائ
پۀ هاغه ښكلي او ښائسته سيمه كښې
دَ ګل پۀ ځائے كر دَ بارودو كيږي
دا دَ غمونو ډكې څو واقعې
چې واورېدلې ما دَ دغو خلقو
ډېر شوم خفه چې بۀ تركومې پښتون
دَ غېرغمازو پۀ ولقه كښې راځي

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

كله چې ما پۀ ژړا اولېدله
خواله ئې لاړم ما وے ولې موري
هغې وے يه بچيه ! جنګ وو ځكه
مونږه كور كلے پرېښود دلته راغلو
مونږ چې دَ سوات نۀ تر بټ خېلې راتلو
لار كښې ناجوړه زوي مې ساه وركړله
زۀ پۀ ژړا او پۀ سلګو ووم ورته
يو څو ځوانانو رانه واخست هغه
وے موري بس دے حوصله ساته ته
ماشوم بۀ خښ كړو پۀ بټ خېله كښې مونږ
ټوټه ئې ويوړه دَ ځيګر زمانه
زۀ پۀ ژړا دغه شان پاتې شومه
بيا دَ بټ خېلې نۀ مردان تۀ لاړم
هلته بېخي مې زړګے نۀ لږېدو
زۀ ښپالبې ښپې او سرتور سر روانه
شومه پياده بيا دَ بټ خېلې پۀ لور
كله بۀ ګادې ته هم وختمه
چې زۀ بټ خېلې ته راورسېدم
پۀ اديرو راپره شوي يم اوس
چرته كښې ګورمه ټوكړه دَ ځيګر

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

ډوډۍ دَ مور او بچو مخكښې پرته
بچي لګيا وو ښه زر زر ئې خوړه
مور ئې پۀ خوا كښې وه سلګو نيولي
ما ترې تپوس اوكړلو ولې موري
ته هم يو څو نوړۍ خو واخله كنه
هغې وے يه بچيه ! وږي خو يم
دَ يوې ورځې نۀ څلورو ورځو
خو مې نوړۍ دَ حلق نه نۀ تېريږي
ځكه چې زۀ راتلم دَ كور كلي نه
دَ هر طرف نه ورېدلې ګولۍ
ما ټول بچې كړل راروان ځان سره
معزوره لور مې يوه پاتې شوله
ځكه هغه مونږه راوړلے نۀ شوه
اوبۀ مې كېښودے بالټي كښې ورته
هم مې ډوډۍ ورته سړې پرېښودے
ور مې رابند كړو ورپسې دَ كوټې
بيا پۀ سلګو سلګو ئې اووئېل چې
اوس بۀ وي مړۀ كۀ نۀ ژوندۍ بۀ وي لا
حالات كۀ ښۀ شي او مونږ كور ته لاړ شو
زۀ بۀ پۀ كوم حال خپله لور اووينم

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

بيا غريو نېولے هلك ما اوليدو
ما ورته اووے خوصله پكار ده
هغه وے څنګه حوصله اوكړمه
زما خو زړۀ دَ دې دُنيا نۀ موړ شو
ځكه چې كلي كښې ګولۍ وريدے
مونږه دَځان دَ بچ كېدو دَ پاره
مونږ چې دَ كوره رابهر شو كله
نو خپل منزل راته معلوم نۀ وو خو
كرفي وه مونږ پۀ ټرك كښې كيناستو ټول
ټرك چې روان شو ميزائيل راغے
ټرك شو تباه خاندان تباه شو زمونږ
ټول خوئندې روڼه او هم موراو پلار مې
پراته پۀ زمكه او هم زۀ زخمي شوم
كرفي وه څوك خواله راتللے نۀ شو
سپي او كارغان مو شو لګيا پۀ غوښو
پۀ ما كښې ساه وه ماله نۀ شو راتلے
زما خاندان شو ټول دَ سپو خواراكه
زۀ ورته ژاړمه او چغې وهم
بيا شوم بې هوشه ځان نه نۀ ووم خبر
اوس هسپتال كښې ستا پۀ خواكښې پروت يم

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

يو سړے ناست وو ډېر خفه پۀ سوچ كښې
ما ورته وے ما ما خفه ولې ئې
هغه وے څنګ بۀ خفه نۀ يم بچے !
يو زوے الله وو نصيب كړے زما
ډېر زيات قابل وو او قرآن ئې ياد كړو
ما وے دَ ستړي ژوند دمه ده زما
يوه ورځ لاړلو سودا له بهر
بازار كښې اوشوه دهماكه ښۀ غټه
نورو سره زما زوے هم ښكار شولو
دَ چا دَ ظلم هېڅ پوي نۀ شومه زۀ
سپينه ټوپۍ پۀ وينو رنګ بنګ راله
پۀ لاس راغلي نور ئې هېڅ هم نۀ دي
حالات دَ كلي ډېر خراب دي ځكه
اوس مونږ پۀ كېمپ كښې ديره شوي يوخو
حالات كۀ ښۀ هم شي زمونږ دَ كلي
هاغه ښائسته بونېر تۀ نۀ ځمه زۀ
ماته بونېر اوس جهنم ښكارېږي
ځكه يوه نخښه دَ زوي هم زما
بې دَ ټوپۍ نۀ پاتې نشوه ماته
دغې ټوپۍ ته بۀ ټول عمر ژاړم

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

يو بل سره ميلاؤ پۀ كيمپ كښې شومه
چې ئې دَ سترګو بهېدلې اوښكې
ما ورته وے الله بۀ خېر كړي خېر دے
آ! وے چې اوس به څنګه خېر شي وروره
زما خو ټول خاندان تباه برباد شو
ژوند وو زما دَ خوشحالو پۀ غېږ كـښې
هم پرې څادر وو دَ سُكون خور شوے
ښائسته زامن او هم ښائسته نوسي مې
لونړه مې هم دَ مور پۀ خوا كښې ناستي
زۀ ووم ډاكټر له هسپتال ته تلے
كله چې كلي ته راستون شومه زۀ
دَ كور پۀ خوا كښې ګڼه ګوڼه مې وه
زما دَ ښپو لاسو نۀ دم اووتو
چا راته اووے حوصله اوساته
كور ستا دَ توپ پۀ ګولۍ اولږېدو
ما وے چې څوك پۀ كښې بچ شوي كنه
راته ئې اووے څۀ امكان نۀ ښكاري
ځكه چې كور دي دړي وړي پروت دے
زۀ تواب ګرځكه كوڅه پۀ كوڅه
دَ پښتنو نۀ دا تپوس كوؤمه

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟
٭٭٭٭٭٭٭
2009/5/15___ هرات
را ولپنډۍ 

4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۲۸:۰۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است