هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

رنـــــــــجــــلـــونــې ( لنډه كيسه
رنـــــــــجــــلـــونــې ( لنډه كيسه 

ليكوال ٬ محمدحيدروقار٬ مسلم باغ

مورې ماته سترګې راتورې كړه رنجلونې او سلايي مې راوړي دي.
 په داسې حال كې چې بهېدلې او ښكې يې په لستوڼې پاكولې دپزې پورته كشولو سره يې په زوره اسوېلى له سلګۍ سره غبرګ وكيښ. 
او په ماشومانه څهره يې داوښكو لړۍ نور هم زور واخيست او غټه غټه ساه يې اخيسته لكه دژوند مزلونو چې  په سلګو سر كړې وي. 
هو دې ژوند هم له سره شروع كړى وو.  خو دسلګو ژوند ورسره  په ازل كې ملتيا درلوده.
لښتي  غټې تورې سترګې جګه نرۍ پزه درلوده . 
ګردۍ خو له غمو ډكه څهره يې زړه راكښونكې وه  دا دمور يوازينۍ لور وه مور يې هيڅ نه درلودل  . 
چې سهار به شو مور به لښتې ته ناره كړه!
لوركۍ وه لوركۍ !!
رنجلونې او سلايي راوړه چې ستر ګې دي  درتورې كړم .
زما دسترګو توره هغه دتېلو ښيښه هم راواخله لښتې به هم په لوړاواز دمور خبرو ته  د ښه  ده مورې دروړم يې ځواب وركړ او پداسې حال كې چې دپښو خرپي  او د پاوليو شرنګي به يې زوږ  جوړ كړ مور ته به ودرېده او سمدلاسه به يې دلاس په لګولو خپلې مور ته مخ په ماشومانه انداز ورنژدې كړ او دسترګو په رپ، رپ كشولو به يې پيل وكړ . 
خو مور به په مينه ناكه خندا ورته وويل:
لوركۍ !! ولې بېرېږې ؟  او دغاښو په ټينګولو به يې پر تندي مچ كړه تا نو زه خوږوم او سلايي به يې دستر ګو تر كونجانو نوره هم ورتېره كړه او په غټو تورو سترګو به يې لكۍ جوړه كړه. 
ددويم وار لپاره به يې سلايي ژبې ته يووړه او لنده به يې كړه په لندولو سره به يې دلښتې پر تندي درنجو تور خال ور كښېښود. او دخدايه ( ج )  له بدو سترګو يې وساته په ويلو سره به يې دلښتې پر سر ټيكرى ور كش كړ . 
لښته به هم په ماشومانه انداز تر سراي په منډه ووته يو وخت ماښام چې د ډوډۍ تر خوړلو ورسته لښتې مورته دنقل ډېر ټينګار وكړ چې مورې ماته نن شپه يو نقل وكړه زما نقل ته هوا كېږي. 
موركۍ ورته نقل شروع كړ خو چې نقل نيمايي ته نه وو رسيدلى پر لښتې خوب خپل څادر خپور كړي وو .
مور يې  وويل : خدايه!  زه نقل ورته كوم دابيده شوه مه يې كوه نجلۍ ده ستړې شوې به وي تمامه ورځ ځغلي په ويلو نقل پريښود او پر سر يې تلتك را كش كړ.
 دتلتك په كشولو سره ته به وا اجل ورته په تلتك كې غلى وو او يا يې ددې نقل ته غوږ نيولى وو حمله پر وكړه. 
 دې ديوه زورور  آه !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
په ويلو سره لښته يوازې  پرېښوده خو لښته بيا دماشومتوب په نشيځ خوب ويده ده چې سهار شو لښته له خواږه خوبه راپورته شوه خو مور يې ويده وليده . 
لښتې نه غوښتل چې مور راويښه كړي دمخ له  مينځلو وروسته يې ژر ، ژر سلايي او رنجلونې راواخيستل  او دمور سر ته ودرېده.
مورې !!! مورې !!! 
خو مور ورته هيڅ غږ نه كوي ځكه چې دهغې ژبه مرګ تړلې ده .
دې دتلتك په پورته كولو سره دا خبره زمزمه كوله مورې مورې ما رنجلونې او سلايي را اخيستي دي ستر ګې را تورې كړه .
خو مور يې دمرګ په درانه خوب ويده وه .
لښته په چيغو سر شوه مورې ولې غږ نه كوې او په منډه يې دكور څنګلورې راخبر كړل چې راغلل دلښتې مور دمرګ تر كومې وتلې وه .
چغارې شوې.
وۍ دا خو مړه ده هلئ  ژر كوئ كليوال خبر كړئ.
خو لښته چې تر اوسه په مرګ نه پوهېده او نه يې مرګ پېژانده له مور يې دسترګو توريده غوښته .
جنازه هدېرې ته يووړه شوه او مور يې تر شرنګي لاندې شوه خو لښتې داځل هغه ډول په قراره مور نه غوښته داځل يې دسر ټيكرى پر لار په داسې بغاروسره چې ټول كليوال يې وژوړل دمور قبر ته راغله او رنجلونې سلايي يې ټينګه په لاس كې نيولې موركۍ وه 
موركۍ مه ځه ماته ستر ګې را تورې كړه په ويلو قبر ته دېره شوه او هر ګړۍ له موركۍ دسترګو تورېده غواړي.
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۷:۴۷:۴۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دنړۍ دترټولو عظيم سپه سالار
دنړۍ دترټولو عظيم سپه سالار
 حضرت خالدبن وليدرضي الله  تعالي عنه
له كارنامو څخه
٬٬٬
له روميانو سره جنګ
٬٬٬
باهان٬ دمسلمانانو دلښكر په مقابل كښي  دروميانو صفونه برابركړل٬ چي ددوي فوځ ديرموك  له سيندڅخه نيولې  تر٬ جابيه ٬ پورې
 رسيدلئ وو  هغه دفوځ دښي لور مسئوليت ٬ جرجير٬ ته او دچپ  لور مسئوليت يې  قناطير ٬ ته وسپارلو خپله ٬ باهان٬  او ديرجان  دلښكر
په منځنۍ برخه كې ځاي پر ځاي شول دهريو شاته يې داحتياط دپاره بله ډله هم په سنګر كې كښېنولې وه  چي دضرورت په وخت كې له هغوي سره مرسته وكړي
دښي لور فوځ چي شمېريې دېرش زره ته رسېدلو په خپلو منځوكې په ځنځيرونو تړل شوي وو او يوځنځير دلسو  كسانو دپاره وړل شوئ وو
 دې دېرش زره كسانو قسم كړئ وو چي ځانونه به دجنګ په ميدان كې قرباني كوي  او له دې ځنځير تړلو څخه يې هدف داوو چي پخپل عزت باندې به كلك  دريږي
 دوهم هدف يې داوو چي مسلمانان  ددوي دصفونو په ماتولوكې دمشكلاتو سره مخامخ كړي٬

دمجاهدينو صفونه
له دې كبله چي ددواړو لښكرو شمېر ډېر زيات تفاوت درلودو چي له دې كبله يې  دمجاهدينو پر روحيه باندې بده اغېزه درلودله
 حضرت خالد رضي الله تعالي عنه دداسي بدو اغيزو او تاثراتو دختمولو دپاره خپل صفونه  داسي وتړل چي په ليدلو كښي دهغه فوځ هم زيات تر سترګو كېدلو
 هغه خپل لس زره سپاره پر څلورو برخو  اوپياده يې پر شپږدېرش برخو ووېشل  چي دهر دوه نيم زره سپرو او  نهه زره پياده وو  څخه يې يو لښكر جوړ كړو
 ددښمن قوه په دولس ميله فاصله كښې ځاي پر ځاي شوې وه  خالد بن وليد رض هم خپل لښكر په داسي ځاي كې ځاي پر ځاي كړو
 چي په هماغه اندازه طول او عرض يې درلودو دلښكر پر ښي لور يې يزيد اوپر چپه  طرف يې عمروبن العاص رض  وټاكل او دمركزي  برخې
په ښي لور يې عبيده رض اوپه  چپ لوريې شرجيل وټاكل  په شاته برخه كې خالدرض
خپل ګروپ ځاي پر ځاي كړو چي  حضرت ضرار رض يې دخپل نايب په توګه وټاكلو ترڅو دهغه دمصروفيت په وخت كې دګروپ مشري پرغاړه واخلي
 ماشومان اوزنانه يې دفوځ دمركزي برخې  شاته په خيموكې ځاي پرځاي كړل  ابوعبيده رض خېموته نژدې ورغلو او مسلمانو ښځو ته يې لارښوونه وكړه
 ترڅو دجنګ په جريان كې  لرګي اوتيږې اماده وساتي ددې دپاره چي كه كوم مجاهد له ميدان څخه دتېښتې اراده ولري هغه بايد په تيږو او لرګيو بيرته راوګرځوي
 خپل ماشومان اوښځې  دې ورته راحاضر شي او ورته دې ووايي چي آخر داسلام او ناموس پخاطر  دژ،ند تر وروستۍ شيبې پورې وجنګيږي٬٬٬

دجنګ پيل
دهجرت پنځم كال درجب  دمياشتې پنځلسمه نېټه وه چي لمر دخپل عادت سره سم  دشپې تيارې څيري كړلې او داسمان په افق كې راښكاره شو مګر په دې ورځ يې روڼا لږه تته وه  شايد هغه له دې كبله تت شوئ وو  چي درسول الله صلي الله عليه وسلم دپيروانو مادي وقت يې ددښمن دطاقت اوفوځ په مقابل كې لږ احساسولو هغه څوځله داسي حالات ليدلي وو چي دحق پرستو خلګو يوې وړې ډلې  او كمزورې ډلې دداسي دښمن غرور له خاورو سره خاوري كړئ وو چي شمير يې دهغوي په مقابل كښي څو چنده ډېر وو  هغه ليدل چي نن هم دالله ج درضا دلاس ته راوړلو دپاره قرباني وركونكي مجاهدين  چي داسلام په سر لوړۍ باندې ايمان او يقين لري  سرونه يې په لاس كې نيولي  او دجهاد وميدان ته حاضر شوي دي  ځكه نو له پوره اطمينان سره راوختو او خپل نوريې پر دواړو ډلو وځلاوه٬  اسلامي او عيسوي فوځونه يوله بله په يومل فاصله كښي ديرموك په ميدان كښي ولاړوو   درسول الله صلي الله عليه وسلم پياوړي قوماندان حضرت خالد بن وليد رضي الله تعالي عنه خپل  زر عزتمند صحابه كرام دخپل فوځ په مينځ كښي ودرول  ټول ترې شاوخوا راټول شول دخپل قادر خداي ج درګاه ته يې لاسونه  پورته كړل او په ډېره عاجزۍ سره يې دادعا وكړه٬٬  اې دنړۍ پالونكيه  زموږپه مينځ كښي ستا داسي  بندګان ولاړدي چي هغوي ستا له حبيب رض سره ملګرتيا كړې ده اوپه ډيرو سختو حالاتو كښي يې له هغه سره  همكاري كړې ده  ستا درضا پخاطر دوي بيا خپل كورونه پرې ايښي دي اوتردې ځايه پورې راغلي دي  زموږ عزت وساتې او له موږ سره په مرسته كولو سره  خپل دين وساتې اې دبې چاره خلګو جوړونكې موږه دكفارو په لاس ذليل مكړې٬٬٬  ددعاڅخه وروسته  يې  دمجاهدينو لورته  مخ راواړولو دالله ج له ثناء  او صفت  له  ويلو  څخه  وروسته  يې په ډير  فصاحت او بلاغت داسي بيان وكړو چي٬ اې مسلمانانو  نن و رځ دامتحان او ازموينې ورځ ده  نن ورځ نه تاسو ته فخر ګټه رسوي  او نه ريا كول  نن چي څه كوئ خاص يې دالله ج درضا دپاره وكړئ  او پخپلو نيكو اعمالو دالله ج رضا حاصله كړئ  نن يواځينې ورځ ده  كه ځانونه مو قربان كړل  بې له شكه به خپلو ځانونوته دجنت دروازې خلاصي  ومومئ  او كه په ازموينه كښي بريالي شواي نو  غازيان به ياستي٬  آيا نه مو دي اورېدلي چي  زموږ دعزت او قدروړ رسول صلي الله عليه وسلم به ويل چي جنت دتورو تر سيورو لاندي دئ  كه چيري تاسو دالله ج  رضا او جنت غواړئ  اې ملګرو وجنګيږئ  شايد له دې څخه وروسته داسي فرصت  برابر نه شي  ښه داده چي  مخكې له دې نه چي  مرګ په تاسو پسې بسترې ته درشي  دجنګ په ميدان كښي  دالله ج په لاره كښي  خپل روح وركړئ  اوپه وينو لت پت خپل ځانونه   دفن كړئ  ترڅوچي دقيامت په ورځ پردې ګواهي  وركړي چي تاسو دالله ج په لاره كښي قرباني وركړې ده ٬  وروڼو دا هاغه ورځ ده چي الله ج دجنت دروازې ستاسو پر مخ پرانيستي دي  آيا تاسو جنت ته دتلو آرزو نه لرئ؟  دېته پاملرنه وكړئ چي الله ج به  خپل رحمتونه پر تاسو باندي واوروي  اوپخپل كرم به مو كامياب كړي  په پآك او صفا نيت سره  دهغه په لاره كښي كوشش وكړئ  او پّ قين سره پوه شئ  چي دنيا به اوس له تاسي څخه رخصت اخلي  بايد تاسو هريو ځانته ځانته  دخپل سفر دپاره توښه تياره كړئ اې مؤمن ملته  كه تاسي ووژل شئ  او كه كامياب شئ  په هرصورت به هيڅوك  له تاسي څخه الله  ج ته ګران نه وي او كچيري  دجنګ په حال كښي  له  تاسي څخه سستي وشي  پدې پوه شئ  چي دنيا به له تاسو څخه ځان خلاص كړي تاسو به په ډير رسوايۍ دكفارو په لاس ووژل سئ  او دقيامت تر ورځې پورې به دالله ج له رحمت څخه  محروم شئ  بيابه په كوم مخ دالله ج  دهغه درسول صلي الله عليه وسلم او خليفة المسلمين سره مخامخ كيږئ٬ لاړشئ لاړشئ  نن خپل مقصدته ځان ورسوئ دېته پام ولرئ چي دالله دښمنان پرتاسو دحملې قصدلري كچيري هغوئ په كندوكې سرنګون كړئ  څه كيږي بې له دې چي هغوئ به ماتې وخوري  مګر كه خداي مكړه تاسو ته ماتې دركړي قسم په الله چي ستاسو هرشاته  ايښودونكئ پل  په دوزخ كې دپل ايښودو سره برابردئ  مخې ته ولاړشئ چي په هركام كښي مو  په زرګونو نيكۍ نغښتي دي  راځئ هرڅه چي غواړئ نن يې ولټوئ چي سبا به بيانه وي پاتي٬٬

دجنګ لومړۍ ورځ
جنګ پيل شوئ وو اوپيل يې له دې څخه وو چي ددواړو لوريو دقهرمانانو ترمينځ مقابله پيل شوه  له يوطرف څخه به  قهرمان  ميدان ته راكوزشو او دخپل ځان دمعرفي كولو څخه وروسته به يې مقابل لورته دجنګ چېلنج وركړو  دبل لورڅخه به يو بل قهرمان دهغه مقابلې ته  حاضر شو دواړوبه مقابله پيل كړه ترڅو شيبوپورې دوه كسيز جنګ دوام درلودو ددواړو لوريو قهرمانانو به داسي توري وهلي  او داسي غشي به  يې ويشتل چي په بارباربه د واه واه اوازونه زمزمه كېدل  مګر په هره مقابله كښي به نتيجه داوه چي رومي قهرمان به دمسلمان قهرمان په لاس دمرګ ترخولې  پورې رسېدلوحضرت عبدالرحمان بن ابوبكررض  په هغه ورځ دا كارنامه وكړه چي دروم پنځه تنه قهرمانان يې  ديرموك په خاوره كښي دفن كړل٬٬

دجرجه مسلمانېدل
په هغه ورځ دروم نامتو سردار جرجه ميدان ته حاضر شو او له خالدرض سره يې دملاقات غوښتنه وكړه خالدرض مخكې ورغلو او دومره ورنژدې شو چي آسونه يې غوږ په غوږ سره ودرېدل  او ددواړو ترمينځ داسي خبري اتري   سره وشوې ٬٬ جرجه٬ خالده   زما خبرو ته  ريښتوني ځوابونه راكړه  او له دروغو څخه په بشپړه توګه ځان وساته  ځكه شريف انسان دروغ نه وايي  ماته په چل  ول سره خبره مه كوه  ځكه له شرافت څخه ډك انسان هيڅكله په چل او فريب نه پوهيږي٬ خالد٬ ته څه غواړې  ووايه؟  جرجه ٬ ماته دا ووايه چي آيا الله ج ستاسو پيغمبرته توره نازله كړې وه چي هغه يې بيا تاته دركړې ده او ته دهغې تورې په بركت پر هرځاي چي حمله وكړې خپلو مخالفينو ته ماتې وركوې؟
 خالد٬ نه  هيڅكله نه داخبره دروغ ده٬  جرجه نوبيا تاته ولي سيف الله  يعني دالله ج توره وايي؟  خالدرض  الله ج خپل  پيغمبر ص موږته راوليږلو هغه موږ داسلام دينه ته راوبللو موږ له هغه څخه نفرت وكړو او له هغه څخه مو لرې والۍ غوره كړو زموږ ځينو خلګو دهغه اطاعت قبول كړو زه دهغو خلګو له ډلې څخه وم  چي نبي صلي الله عليه وسلم ته يې ددروغو نسبت كولو الله ج زموږ له حق څخه تښتېدونكي زړونه او تندي خپل لورته راكش كړو او درسول الله صلي الله عليه وسلم په بركت يې موږته لارښوونه وكړه رسول الله صلي الله عليه وسلم وماته  وويل ته دالله ج له توروڅخه يوه توره يې چي دهغې په وسيله به دكفاروسرونه پرې كوې  بيايې ماته دعا وكړه او زما نوم يې سيف الله كېښودو٬اوس زه پر مسلمانانو مهربان او پر كفاروډير سخت او تندخويه يم ٬ جرجه٬ ته كوم شي ته دعوت وركوې؟  خالدرض  زما دعوت دادئ چي ته داګواهي وركړه  چي بې له الله ج څخه  دعبادت لايق نشته او محمدص دالله ج رسول دئ  او هغه څه چي محمدص موږ ته راوړي دي په هغو باندې اقراراو باور وكړه ٬ جرجه  كه څوك ستا دعوت قبول نكړي ؟ خالدرض٬ هغه بايدموږ ته جزيه راكړي٬ جرجه٬ كچيري دجزيې له وركړې انكاروكړي؟  خالدرض ٬ بيابه موږ ورسره دجنګ اعلان كوو او دهغه پرضدبه توره رااخلو٬ جرجه٬ كه څوك له نن ورځې  نه ستاسو دين قبول كړي دهغه به څه موقف وي؟  خالدرض  زموږ ټولو مرتبه او منصب يوشان دئ  په عرف كښي وي او كه په شرافت كښي  عوام وي او كه خواص مخكې وي او كه وروسته يو برابردي٬ جرجه  هغه څوك چي نن اسلام قبول كړي اجر او ثواب يې له تاسو سره برابرېدلاي شي؟  خالدرض  موږ مخكې اسلام قبول كړئ دئ مګر په داسي حالاتواو شرايطوكښي  چي دالله ج روسل ص زموږپه مينځ كښي موجودوو موږپه خپلو سترګو دهغه ښه اخلاق او معجزې  ليدلي دي  اوبيامو دهغه اطآعت كړئ دئ مګر هغه كسان چي اسلام قبلوي  او بې له دلايلو  قدرتونو او معجزاتو دحق دعوت ته لبيك  وايي هغه ترموږ بهتردئ٬ جرجه  په خداي قسم تا هغه خبري وكړې چي ټولي ريښتوني دي  د جرجه چي دخپلو سوالونو دپاره زړه منونكي ځوابونه واورېدل سمدلاسه يې مخ واړولو او خالدرض ته يې وويل ما اسلام ته تابع كړه خالدرض  هغه له خپل ځان سره خيمې ته راووست  دمشك په اوبو  سره جرجه غسل وكړو بيا يې كليمه وويله او دوه ركعته لمونځ يې وكړو په دې ترتيب سره جرجه داسلام  په صف كښي ودرېدو درومي قهرمانانو څخه ډير زيات شمير  له مسلمانانو سره په يو كسيز جنګ كښي ووژل شو چي همدې صدمې  ددښمن په وجود كښي دانتقام حس په موجونو راووست او بله داچي چرچه دجنګ او مقابلې پرځاي مسلمان شو او دمسلمانانو دخيمې پر لوريې مخه كړه له دې كبله هغوي خپل حواس  له لاسه وركړل  او  لكه دليونيو په شان يې  يوځل دعامې حملې امر صادر كړو ددښمن دپياده ګروپ لس مخكيني صفونه لكه دسيلاب په شان دمسلمانانو پرلوري په حركت كښي شو  ديمني غشو ويشتونكو دغشو هدف وګرځيدو لس تنه يې ووژل شو مګر بيايې هم له قربانۍ څخه كار واخيست او مسلمانانو ته رامخكې شو  مجاهدينوپه لوڅو توروپرهغوي حمله وكړه  او يوه خونړي جنګ ادامه درلودله  يوپربل يې توري وچلولي  دهغې ورځې ترماذيګره پوري وينه تويول او وژل روان وو٬  له هغه څخه وروسته په سلګونو تنه روميان او په لس ګونو تنه مسلمانان  ووژل سو دواړه ګروپونه دخپلو قرارګاوو پرلوري ولاړو  جرجه هم له خالدرض سره اوږه پر اوږه وجنګېدو آن تردې چي  جرجه دشهادت جام نوش كړو٬٬٬٬

دجنګ دويمه ورځ
  دروميانو  دلومړۍ ورځې عمليات دډاډ وړنه وو  له دې كبله هغوئ تصميم ونيولو چي سبابه دمعمول خلاف هغه وخت پرمسلمانانو حمله كوي چي دجنګ په ميدان كښي دمقابلې دپاره چمتو او آماده نه وي  له همدې كبله روميانو سبا  هغه وخت  دجنګ ډول وواهو چي مسلمانانو دجنګ دپاره هيڅ امادګي نه درلوده مګر له ښه نصيبه خالدبن وليدرض  دشپې  يو ګروپ احتياطي دجنګ په ميدان كښي درولئ وو دامجاهدين ترهغه وخته پورې له روميانو سره په جنګ مصروف وو  چي مجاهدينو خپل صفونه برابركړل٬ ددې ورځې جنګ دروسي شهزاده٬ قناطير٬  په حمله پيل شو چي دمسلمانانو دفوځ پر ښي لوريې وكړه عمروبن العاص رض ددوي حملې پرشاوتمبولې٬ مګر ددښمن دتازه عسكروپه رارسيدلو سره يې بيا مقاومت پيل كړو چي بيا هم مسلمانانو دوي عقب نشيني ته مجبوركړل  درېيم ځل بيا شهزاده له ډيرو زياتو عسكرو سره پر مسلمانانو حمله پيل كړه  چي داځل دمسلمانانو ښي لور په خپل ځان كښي دمقاومت توان  ونه ليدلو او ورو ورو دقرارګاه پر خواپرشا شول  ددې وضعې په كتلو دمجاهدينو دسورو ګروپ چي په داسي وختونوكښي دمرستې دپاره  چمتو شوئ وو دقيس بن مهره رض تر مشرۍ لاندې يې پردښمن  بريد وكړو مګر روميانو بيا هم دمجاهدينو بريدونه خنثي كړل  كله چي مجاهدين دومره پر شا ولاړل چي دښځو ترخيموپوري ورسېدل ښځو ورپسې تيږي اولرګي را واخيستل  او ورته يې وويل كه تاسي زموږ  ساتنه نه شئ كولاي  موږ ستاسو دشكلونو ليدل نه غواړو  هغوئ چي دښځو له لوري له دومره بې عزتۍ سره مخامخ شول ددوهم ځل دپاره بيا پرجوش راغلل  او دسنګر پرلوريې مخه كړه  مجاهدينو خپل سرونه په لاس كښي ونيول  او دومره تېز جنګ يې پيل كړو چي روميان يې شاتګ ته مجبوره كړل  او ترخپل ځاي پورې يې پرشا وتمبول  په همدې وخت كښي خالدبن وليدرض پر  قناطير باندې حمله وكړه  او دهغه توجه يې خپل ځان ته راواړوله  ددې دپاره چي عمروبن العاص رض خپل  صفونه بيرته ښه برابركړي  هم داقضيه دمسلمانانو پرچپ لورهم تېره شوه هلته هم دجرجير لومړنۍ حملې په كاميابۍ سره پر شا بېول شوي وي  هغه هم په دويم ځل مجاهدين په دوهم ځل قدم په قدم  شاته بېول  كله چي مجاهدينو عقب نشيني وكړه او مخونه يې شاته واړول ابوسفيان ترټولومخكې روان وو  اوښځه يې هنده دټولو ښځو په مخكې  دتښتېدونكودبيرته راګرځولو دپاره لاس په ډانګي ناسته وه  كله چي ابوسفيان راغلو ښځې يې پر هغه باندې په ډانګي سره حمله وكړه  دهغه آس يې پر سر وواهو  اوپه چيغويې ورته وويل ابوسفيانه چرته ځې؟  بيرته ميدان ته وګرځه نن هغه موقع ده چي دالله ج په لاره كښي جهاد وكړې  او دهغو ټولو ګناهونو كفاره اداء كړې  چي درسول الله صلي الله عليه  وسلم په مخالفت كښي دي كړي دي  نورو ښځو هم له خپلو خاوندانو سره همداسي معامله وكړه  كله چي ابوسفيان ددوهم ځل دپاره بيا ميدان ته مخه كړه  نور مجاهدين هم دهغه په  تقليد له ابوسفيان سره يوځاي شول  او دجرجير له لښكر سره يې مقابله وكړه  كله چي هندې دهغه  حماسې لوستل پيل كړه  چي داحد په غزا كښي يې دكفارو له خوا  دمسلمانانو پر خلاف لوستله مجاهدينو نورهم په ښه اطمينان سره خپلو عملياتو ته ادامه وركړه  حضرت خالدبن وليد رض له ښي لوري څخه  فارغه شوئ وو  اوس يې نو له ضرار رض سره يوځاي پر جرجير باندې حمله پيل كړه  كله چي  جرجير هغه ته متوجه شو  مجاهدينو خپل صفونه ښه منظم كړو كله چي ضراررض له دې ځايه څخه اوزګارشو دديرجان لښكر ته يې مخه كړه  په يوګوزار سره يې دهغه سر له تنې څخه بېل كړو  پدې ورځ باندې دكفارو فشار پر مسلمانانو باندې دتيرې ورځې په پرتله ډېر زيات وو مګر بيا هم مسلمانان بريالي شميرل كېدل  ځكه چي دروميانو ډېر زيات شمېر وګړي يې دهلاكت كندې ته واچول

دجنګ درې يمه ورځ
 دجنګ په درېيمه ورځ باهان په خپل لښكر كې څه بدلونونه راوستل  او له دې پلان څخه يې استفاده وكړه چي په دې ورځ يې دښي لور فوځ چپ لورته بدل  كړو اوپه چپ لوركښي يې دمركزي برخې ډير زيات لښكر ځاي پر ځاي كړو  په همدې ورځ بيا دښي لور مجاهدين پر شا ولاړل اوښځو پرې ډير سخت دتيږو باران وكړو په همدې ورځ  بيا جنګ بې نتيجې پاتي شو او لكه دپرون په څېر بې له دې چي  زيات شمېر روميان مردار شوي وي  نورهيڅ په لاس رانه غلو٬ ددرې ورځو جنګ په نتيجه كښي چي څومره تاوانونه روميانوته  رسيدلي وو په هماغه اندازه دمسلمانانو دمدافعت قوې ته هم زيات زيان رسيدلئ وو

دجنګ څلورمه ورځ يا يوم النفور
ددرې ورځو جنګ كولو څخه وروسته  دشرايطو او حالاتو غوښتنه داوه چي بايد څلورمه ورځ دجنګ پرېكړييزه ورځ وي  له دې كبله ددې ورځي جنګ ډير زيات اهميت درلودو ددې خبرې په نظر كې نيولو سره چي عمروبن العاص رض په ټولو قوماندانانو كښي دجنګ په تكتيك ډېر ښه پوهېدو روميانو غوښتو چي نن ورځ ترټولو له مخه دهغه فوځ له پښووغورځوي ځكه يې پر هغه ډېر ه سخته حمله وكړه عمروبن العاص له سلو مشكلاتو سره دهغوئ مقابله وكړه  بالاخرة يې هغوي ناكام كړل  مګر روميان پردې كامياب شول چي دشرجيل په فوځ كښي څه درز پيدا كړي  خالدرض ددې وضعې په ليدلو سره ابو عبيده او يزيد رض ته امر وكړو چي پر روميانو شديده حمله وكړي  او دهغوئ توجه ځان ته راواړوي  دې تدبير كار وكړو شرجيل وكړاي شو چي خپل فوځ بيرته ښه منظم كړي  اوس نو خالدرض دفوځ چپ لور ته امر وكړو ترڅو پر دښمن حمله وكړي  كله چي دالښكر له روميانو سره ونښتو خالدرض هم له خپل فوځ سره په جګړه كښي ګډون وكړو روميان يې ورو ورو پر شاتګ ته مجبوره كړل  په داسي وختونوكښي دښمن ماهر غشي ويشتونكي  دمرستې دپاره مؤظف كړي وو  دوي په يوځل هغه مجاهدين چي قدم په قدم پر مخ تلل دغشو تر باران لاندې ونيول  ددې غشو له كبله مجاهدينو بله هيڅ چاره نه درلودله بې له دې چي خپلې قرارګاه ته ولاړشي  نتيجه داشوه چي ددښمن له غشو ويشتلو څخه اوه سوه مجاهدين ټپيان شول  اوډيرو زياتو يې سترګي له لاسه وركړي وې  چي له همدې كبله  دجنګ څلورمه ورځ ديوم النفور يعني دزخمي سترګو دورځې په نامه سره مشهوره شوه  روميانو وروسته له دې چي دا ورځ دجنګ وروستۍ ورځ وښيي  پرمسلمانانو يې ډيره سخته حمله پيل كړه  دمجاهدينو صفونه تيت او خپاره شوي وو دوي ورو ورو شاته قدم اخيستو  په داسي حساس وخت كښي چي روميان نوردكاميابۍ وسرحدته ورنژدې سوي وو  اوبيا دمسلمانانو منظم كېدل او ترتيبول نه ترسترګو كېدل  ديوتن نرتوب او استقامت ډير زيات كاروكړو  عكرمه بن  ابي جهل  چي ډير  ښه جنګ يې كولو خپل تره حارث بن هشام ته يې وويل  ډير دافسوس ځاي دئ  چي تا ټول عمر درسول الله صلي الله عليه وسلم پرضد مبارزه كوله  مګر نن ورځ دالله ج ددښمنانوپه مقابل  كې پرشا روان يې  بيا عكرمه اواز وكړو چي من يبايع الموت يعني څوكح دا تعهد كوي چي دژوند تر وروستۍ شيبې  او يا كاميابۍ پورې له دښمنانو سره مقابله وكړي  حارث بن هشام او ضراررض سره له څلورسوه  مجاهدينو له  عكرمه سره عهد وكړو دالله اكبر اوازونه يې اوچت كړل  او لكه دغشو په څېر ددښمن په مينځ كښي ورننوتل  له دې مجاهدينو څخه يې زيات شمير په شهادت ورسېدل  بې له څو تنو نورټول ګوډ او مات شول  يواځې الله ج كولاي شي چي ددې قربانۍ اجر وركړي  ددوي دقربانۍ له كبله دروميانو دكاميابۍ واګې ونيول شوې  په هغه وخت كښي چي دابوعبيده اويزيد فوځيانو پرشا حركت كولو مؤمنوښځو ددې وضعې په كتلوسره  دخپل  عزت او ابرو پخاطر  له تورو سره پردښمن حمله وكړه  دښځو داعمل دمجاهدينو دپاره داسي يوچيلنج وو  چي دهغوئ دشجاعت كاسې يې ډكي كړې  او هغوي يې دېته برابركړل  چي بيا ددښمن لورته مخه كړي  او له مرګ سره په لوبو كولو جنګ پيل كړي  دواړه لوري داسي سره ونښتل چي دوينې تر وروستي څاڅكي پوري يې له ميدان څخه پښه ونه ښ،رېده  كه افسر وو كه عسكر هريوه دخپلې قبيلې د شجاعت او غيرت دڅرګندولو دپاره وينه تويوله٬  خالدرض په همدې ورځ دشجاعت او غيرت يوه نمونه جوړه شوې وه  تاريخ پوهان ليكي چي خالدرض په يوآخې  ځان داسي جنګ كولو چي ليدونكي داسي فكر كولو  چي له هغه سره په  سلګونو كسان په خواكښي ولاړدي  دخپل مهارت او شجاعت په څرګندولو يې دروميانو صفونه داسي ځپلي وو  او له داسي حالت سره يې مخامخ كړي وو  چي په چيغو به يې چيلنج وركولو سي څوك شته چي مقابلې ته راووزي  هيڅوك نه وو چي دهغه ومقابلې ته راووځي٬ دروميانو په زرګونو غښو ويشتونكو دغشو دباران له امله مجاهدين له داسي وضعې سره مخامخ كړي وو چي هماغه دعكرمه نه هېرېدونكې قرباني  دښځوبې نمونې زړورتيا او دخالدرض كوشش او زياروو  چي بالاخرة يې دجنګ نقشه بدله كړه  او دهمدې ورځې ترماذيګره يې روميانو٬ روسانو٬  اروپايانو او نامسلمانو عربو ته  يولوي تاريخي فوځ چي دكاميابۍ سرحدته نژدې وو پرشا وتمبولو په ورځ دجنګ ختمېدلو څخه وروسته ديادولو وړپېښه داوه چي دجبهي په يو كونج كښي  ابوعبيده رض دخالدرض له زنګنونو څخه بالښت جوړكړئ وو پر يوزنګون يې عكرمه سر ايښئ وو اوپر بل ځنګون يې دهغه زوي عمرو٬ پلار او زوي دواړو خپل سرونه دتاريخ دلوي سپه سالارپرزنګنو ايښئ وو  او دخپل ژوند وروستۍ شيبې يې تېرولې خالدرض دخپلو ګوتوپه څوكو دهغوي په  خوله كښي  داوبو څاڅكي تويول  دجنت حورې يې شاوخوا كړۍ ناستې وې او دهغوئ سره يې دغيږو  وركولو دپآره  وروستۍ سلګۍ شمېرلې٬  او دا آيتونه يې تلاوت كول چي

ولاتقولوا لمن يقتل في سبيل لله امواتا بل احياء ولاكن لا تشعرون
دابايد په ياد ولرئ  چي كله انسان خپل ځان دخپل خالق  دپاره قرباني كړي  انسان له داسي همېشني  ژوند سره مخامخ كيږي  چي تردې ژوند په څو ځله بهتره دئ  دجنګ په څلورمه ورځ باهان له ډيرې سختې  نا اميدۍ سره مخامخ وو  اوپه زړه كښي يې دا تېرېدله  چي په هيڅ صورت نه شي كولاي  چي مسلمانان له   ماتې سره مخامخ كړي  له همدې كبله يې خپل موجوده  قوت كمزورئ وګڼلو اوپه دې فكر كښي شو چي يوڅو ورځې نور صبر وكړي  او دروم له قيصر څخه زياته مرسته وغواړي  ددې فكر پر اساس يې مسلمانانو ته دجنګ دمعطلۍ وړاندېز وركړو٬  ابوعبيده رض په دې فكر كښي وو  چي مجاهدينوته زور  ختمېدونكي تكليفونه رسيدلي دي  له دې كبله جنګ مناسب نه دئ  مګر خالدرض په دې نظر وو  چي بايد دښمن ته موقع ورنه كړل شي  چي خپل قوت نورهم زيات كړي  دباهان وړانديز يې رد كړو  درومي افسرانو دې سوال اوځواب په پنځةّ ورځ ډير زيات  وخت ونيولو له دې كبله په هغه ورځ جنګ پاتي شو٬

دجنګ شپږمه ورځ
دجنګ په شپږمه ورځ  بيا هم  دواړه لوريو  ديوبل په مقابل كښي  صفونه جوړكړل دځنځير لرونكي فوځ مشر٬ جرجير رامخې ته شو دمسلمانانو  دلښكر اميرته يې دزور ازمويلو چېلنج وركړو جرجير دغول پيكر پهلوان په نامه سره مشهوره وو  مسلمانانو غوښتل چي دهغه ومقابلې ته خالدرض ورمخكې شي مګر ابوعبيده رض له دې كبله ورمخكې شو چي ويې ويل ماته هم دزور ازمويلو دپاره موقع راكړئ  حضرت ابوعبيده رض هم ډير ښه توره وهونكئ وو ددواړو قوماندانانو توره وهلو ټول خلګ په تعجب كښي واچول  لږه شېبه وروسته جرجير احساس وكړو چي په اسانۍ سره كولاي شي خپل حريف ختم كړي  ددې دپاره چي پر هغه برلاسئ شي  داسي پلان يې وسنجولو چي خپل آس يې خپلې قرارګاه ته وځغلولو او ابوعبيده رض دشا له خوا ورپسې شو مجاهدينو داسي فكر وكړو چي رومي قهرمان له ميدان څخه وتښتېدو ځكه نو ټولو دتكبير اوازونه اوچت كړل مګر ابوعبيده رض پوه شو چي دادهغه يو جنګي پلان دئ  جرجير خپل  آس لږ ورو كړو ددې دپاره چي كه  حريف يې نژدې ورشي په داسي وخت كښي به ګوزار وركړي  چي هغه به يې هيڅ سوچ هم  نه كوي 
مګر ابوعبيده رض چي په ډيرو جنګونو كښي يۍ ګډون كړئ وو دنژدې كېدلو سره سم يې پر هغه  باندې داسي ګوزار وكړو چي  درومي پهلوان سر يې له تنې  څخه بېل كړو باهان دخپل قهرمان قوماندان غول پيكر دمردارېدو له امله ډېر سخت په غصه شو پخپله دجنګ ميدان ته راكوزشو مګر دجرجير يو خپلوان دجرجس په نامه غوښتل چي له مسلمانانو څخه غچ واخلي ځكه نو هغه ميدان ته راكوزشو او دمقابلې چېلنج يې وركړو  مالك بن اشتردهغه مقابلې ته وركوزشو  كله چي جرجس  ميدان ته ورداخل شو سم دلاسه مالك بن اشتر حمله پرې وكړه دجرجس آس يې په نېزه وواهو او خپله جرجس يې هم په توره سره دوه ځايه كړو باهان اوس نورهم په غصه شو او ميدان ته يې ورودانګل او مالك ته يې وويل  چي نن مې غوښتل چي له خالد سره زور وازمويم مګر اول به ستا كار دروكړم  مالك ورته وويل تشويش مه كوه له خالد سره به دزور ازمويلو موقع  په لاس درنه شي اوزما له لاسه به په سزا ورسيږې٬  باهان ددې خبرې په اورېدو سره سم   په خپل ګرز دهغه پرسر ګوزار وكړو سره له دې چي مالك په خپل سپر دهغه ګوزار دفعه كړو  دمګر دباهان ګوزاردومره سخت وو چي دمالك دسترګې  پاس هډوكئ راووتلو مالك په همدې وخت كښي پر هغه باندې دتورې ګوزار وكړو په همدې ګوزار سره باهان پر اوږه باندې زخمي شو باهان له هماغه زخم سره  دخپلې  قرارګاه پر لوري مخه كړه ٬ خالد دنن ورځې دپآره يو بل جنګي پلان برابر كړئ وو دجرجير او جرجس وژل كيدلو او دباهان دزخمي كېدلو دعامې حملې زمينه  مساعده كړې وه چي دې كار هم دخالدرض  دپلان سره سمون جوړولو هماغه وو چي خالدرض مجاهدينو ته دعامې ړحملې امر وركړو او دخپل پروګرام سره سم يې  چپ لور او مركزي برخې ته  لارښوونه  كړې وه  چي دروميانو سره جنګ وكړي  مګر پر هغوي ډېر زيات فشار رانه وړي  هغه فوځيان چي له خالدرض سره  وو  دهغوي څخه يې يوه برخه پردې وګمارله  چي دروميانوپرچپ لور باندې  دشا له لوري حمله وكړي  چي پردې ځاي  مخكې عمروبن العاص رض حمله كړې وه  روميانو له مرګ سره لوبې پيل كړې  وې  كله چي يې داحتياطي ګروپ مرستې ته اړتيا پيدا كړه  هغوي يې مرستې ته راونه رسېدل  ځكه يې نو ددواړو طرفو  حملو سره دجنګ توان ونه  درلودو  او دخپل فوځ مركزي برځې لورته يې عقب نشيني وكړه  ددوي دشاتګ له كبله  دمركزي برخې دصفونو نظم  او ترتيب د چي ارمنيان  په كې  پراته وو  ټوټي ټوټي شو مسلمانانوته ډيره ښه موقع په لاس ورغله  ترڅو دښمن سرنګون كړي  خالدرض چي دفوځ شاته دهغوي پر احتياطي ګروپ باندې حمله وكړه  ځان يې له هغه ځايه هم را اوزګار كړو  او ددښمن مركزي برخې ته يې ځان ورساوو له همدې كبله دښمن دمقاومت توان نه درلودو او دشمال پر لوريې تېښته وكړه  اوس نو خالدرض دخپل  لومړي پلان په عملي كولو كښي كامياب شو  او دفوځ يوه برخه يې له صحنې څخه بهركړه باهان دهغه ومقابلې ته بله ډله ودروله  مګر مخكې له دې  چي هغوي څه اقدام وكړي  دسپرو مجاهدينو يوې ډلې پر هغوي باندې حمله وكړه  سره له دې دروميانو شمېر ډير زيات وو  مګر دهغوي دهلاكت سبب وګرځېدو  مجاهدينو له هرلوري  نه پرهغوي داسي حملې كولې  چي هغوي خپل عقل او حواس وبايلو سره له دې چي باهان په ډيرو چيغو هغوي سره برابرول  چي مقابله وكړي  مګر دمجاهدينو دزياتو حملو له كبله  دښمن پر تېښته  كولو مجبورشو داډله هم دشمال پر لور وتښتېدله  او باهان يې هم له ځانه سره بوتلو اوس نو خالدرض ددښمن دواړه لوري سرنګون كړي وو  دفوځ په مركزي برخه كښي ارمنيان دعمروبن العاص او شرجيل سره ډېر  سخت نښتي وو  او له بل لوري ابوعبيده رض او يزيد دلارښوونې سره سم  په دفاعي حملوكښي مصروف وو  ارمنيان چي له دواړو طرفونو څخه دعمروبن العاص رض او شرجيل تر حملو لاندې راګېر وو  داحتياطي ګروپ په انتظار وو  چي په يوځل دخالدرض او دهغه دفوځ تر حملو لاندې راغلو
 دوي نورنه شو كولاي چي په دكلكه سره مقاومت وكړي٬ او دتېښتې لاره هم يواځې  لوېديځ لوري ته وه  مسلمانانو هم غوښتل چي دوي لوېديځ لوري ته وتښتي  هماغسي وشول  بالاخرة دفوځ ټول مشران وتښتېدل  ددښمن پاتي فوځ هم وتښتېدو  او مجاهدينو هم موقع وركړه ترڅودلويديځ لوري ته وتښتيږي  كله چي دجنګ ميدان ددښمن له افرادو څخه خلاص شو  دمجاهدينو يوه ډله دشمال پر لور ولاړه  او غوښتل يې چي  دهغوي دتېښتې لاره بنده كړي  مګر دهغوي دكوشش سره سره هم  ددښمن  زيات شمېر كسان پر تېښته بريالي شول٬٬٬
دجنګ پاي
پاملرنه
په همدې جنګ كښي څلورزره  مجاهدين په شهادت ورسېدل  او ددښمن دافرادو په وژلو كښي اختلاف دئ مګر تاريخ پوهان ټول پر دې اتفاق كوي  چي كم تركمه څلوېښت او يا پڼځوس فيصده روميان په هلاكت رسيدلي وو داتيا زره كسانو په شمير په تيښته بريالي شوي وو  داخطر ناك او تاريخي جنګ د۶۳۶ م كال داګست په مياشت كښي  دپنځلسم هجري كال  درجب له مياشتې سره سمون خوري پېښ شو٬ كله چي روميان په همدې جنګ كښي مات شول او درسول الله صلي الله عليه وسلم  دپياوړي قوماندان  سيف الله يعني خالدبن وليد رض مهارت  او سرښندنه يې وليده په ټوله جزيره عرب كښي داسلام سپين بيرغ ورپېدو 
ــــــــــــــ
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۸:۰۴:۴۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


موسيقې په اسلام اوساينس
511204B
موسيقې په اسلام اوساينس كي(څوارلسم څپركي)
 
دلعنت مثلث (موسيقې، نشه اوجنسي رجحان)
دلويديځ په تاريخ كي دادرې لعنتي څيزونه سره يوځاي وي اويوځاي دي،  اويودبل سره پيونداواړيكې لري، چې په دې دروكي لومړي مقام موسيقې ده، چې ددوونورو(نشې اوجنس بازې) ته دزينې حيثيت لري چي موسيقې  په سركي راځي، دموسيقۍ څخه وروسته انسان دمختلفونشوپه چرخاب كي راګير كيږي، اوباالاخره دنارواجنسي اړيكوپه درلودلوسره خپل ځان ، ټولنه اوخپل خاندان دهلاكت وكندې ته غورځوي، چې هم ئې دادنيااوهم ئې اخرت ولاړل۔
دشواهدواودلائلوڅخه داپه لاس راځي چې پاپ موزيك اورېدونكي په نشې، جنسي ناروااړيكو اودتشددښكاردي، اوهم داڅپې مخ په وړاندي ځي۔
(Postgraduate Medicine, April 1988, vol. 3)
يوپروفيسرډاكټرار، ايل بيكسټر(R.L. Baxter) پرموسيقۍ باندي دخپلوڅېړنوپه پايلوكي وايي:
په موسيقۍ كي 60 سلنه دجنسي اړيكوجذبات، احساسات اوتمايلات دي، چې په زياته اندازه سره په موسيقۍ كي فحش غزلې، فحش جامې اوحركتونه ديادونې وړدي۔
(Journal of Broadcasting and Electronic Media vol. 29,pp 333-340)
دلويديځ وتلي ساينس پوه پارډون (Pardun) وايي چې دبربنډتوب اوفحاشۍ ټول مواداواسباب په موسيقۍ كي نغښتي دي۔
اواوس دې لعنت وورځپاڼو، مجلو، اونوروپرګراموته سرايت هم كړي اولاره ئې ورته موندلې ده۔
(Pardun (Jetal 2005, Mass Commun. Soc. Vol,8 p 75-91)
دموسيقۍ يوعمده نقصان دادي چې ځوانان ترواده مخكي وجنسي اړيكوته هڅوي اوددوي په مينځ كي دشرم اولعنت تار(دمينې په نامه اړيكې) غځوي، دامينه نه ده بلكې پراورباندي پطرول اچول اوشيندل دي چې په همدې لعنت كي ځان وژنې زښته ډېرې وې، بې اعتبارې واوج ته رسيږي، اوپه دغه وخت كي دټولني يولوي بنسټ چې ښه اخلاق دي هغه له مينځه ځي اوكله چې داخلاقوجنازه وشي اوكډه وكړي نودانسان څخه حيوان جوړيږي، دامريكادشكاګو دپوهنتون يومفكراوساينس پوه اېلن بلوم (Allan Bloom) پخپل يوكتاب (The Closing of the American Mind) كي وايي:
نن سباموسيقې يواځي اويواځي انسان وجنسي خواهشاتواوجذباتوته كشوي، دامينه نه ده بلكې ترتيب شوي فحش، بربنډتوب دجنسي اړيكوخواهش اوېواځني ارزوده۔
دامريكاپه پلازمينه واشنګټن ډي سي كي يوكانفرانس جوړشو په 1987 كال كي، چې موخه ئې داوه چې (موسيقۍ بدې اغيزې پرټولنه اوځوان نسل باندي لري)، بايدداڅنګه كنترول اوودرول شي، دكانفرانس نوم (Raised on Rock*n Rool the sound and the fury)
په دې كانفرنس كي دامريكالوي سرجن جنرل ډاكټرايويريټ Surgeon General Dr. C.Everett Koop) وايي:
موسيقې دفحاشۍ، بربنډتوب سره ډېرې نژدې اړيكې اوورسره مزي لري۔
(83(5): 295-304king, Paul M.D. Postgraduate Medicine April 1988)
دنړيوالوڅېړونكويوه ډله وايي چې په لويديځ كي 20 سلنه خلك دموسيقۍ له كبله په شرابو بوخت شويدي، داځكه چې په غزلواوسندروكي دشرابوبيان ډېرشويدي، اوپه لويديځ كي په عمومي ډول سره 91 سلنه كي دغزلوضروردشرابوپه يونه يوډول سره ستاينه اوبيان شويدي؛ ددې څېړنكو دډلې څخه يوهم پروفيسررابرټ (Professor Robert) دي، چې دده دڅېړنوڅخه داپه لاس راځي چې موسيقې اودتمباكواوشرابواستعمال سره جوخت دي، اوده په (American Journal of Public Health) په 1997 كال كي داسي وليكل:
په غزلواوفلمونوكي دتمباكواوشرابوزښته په زياته اندازه سره صفت اوستاينه شويده، اودتمباكو، وجنسي اړيكوته ميل، دشرابوڅښاك داسي توري زښته زيات تكرارشويدي، چې دټولنې دځوان نسل داخلاقي انحطاط اوپوره زوال سبب ګرځي۔
پاته دي نه چې په اوسني افغاني غزلوكي هم ددې څېزونه ويل دودموندلي دي، اوپخوا به لاد چرسو، بنګو، سګريټو اونسواروبيان پكښې وو، چې ددي څخه علاوه چرسي لاليه، چلم، دشرابوجام، ژړهلك، توره انجلۍ اوداسي نورپه زرهاوودبې حيايۍ بې عفتۍ، فحاشۍ، بربنډتوب، دنشې اونوروناوړوكړنوته دبلنې رنګ زښته پكښې زيات دي، چې ددې نوې ديموكراسۍ سره داڅپې لانورې په زوركي شوې، چې دايومنلي اوكوټلي حقيقت دي چې داسي توكي ټوله ټولنه ترخپلواغيزولاندي راولي په ځوان نسل كي بدلون راولي، اودبې لارۍ اوهلاكت وكندوته ئې غورځوي۔
دموسيقۍ ناوړواغيزوله كبله كله يوانسان داسي هيجاني شي چې هرڅه له لاسه وركوي اوداسي كارونه كوي چې دحيرانتيا اوافسوس وړدي،دبېلګې په ډول سره ځان وژنه، قتلونه، زناكولي، غلاكول، په ناحقه سره ديوچاوينه تويول اوداسي نور۔ چې په داسي پېښوسره پرنيټ باندي زښته ډېرې رېښتنې كيسې اودسترګوليدلې حالت موندل كيږي، زه اوس دبېلګې په ډول سره يوڅونمونې وړاندي كوم۔
نوربيا۔۔۔
په اسلامي پاكه مينه
ستاسوورورعبدالغفارجُبير
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۵:۴۰:۳۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


موسيقې په اسلام اوساينس كي(ديارلسم څپركي)
511204B
موسيقې په اسلام اوساينس كي(ديارلسم څپركي)
زړۀ اوموسيقې
دموسيقۍ داورېدلوپرمهال دانسان زړۀ ډېراغيزمن كيږي، اوداهغه مهال ترسيوري لاندي راځي چې كله احساسات اوجذبات ډېرشي، دموسيقۍ سره زړۀ خپل حركت كله بتي اوكله وروكړي، چې دازړۀ له طبعي حالت څخه باسي، اوپه دغه وخت كي زړۀ يوغيرمتوازن حالت غوره كوي، ياپه بل عبارت د زړۀ ناروغه  اوغيرسالم دي، اوددې سره دزړۀ تكليفونه لانورهم مخ په وده ځي؛ دعامي موسيقۍ ضربان په يوه دقيقه كي 70- 80 پوري دي، اواوس چې دجازموسيقې (Jazz Music) چې ډېرمشهوره دي په يوه دقيقه كي ئې ضربان 70 ځله دي، چې دموسيقې په اورېدلوسره زړۀ هم خپل حركتونه ورسره عياروي، چې داوزړۀ ته دكمزوري كېدو،دزړۀ د(والو) دبندېدو سبب ګرځي، دلويديځ يومشهوره  پروفيسرډاكټر(Leonardreyer) وايي چې دامنواوداحقيقت دي چې موسيقې پرزړۀ ډېرې بدې اغيزې لري، اودزړۀ تكليف لرونكي بايددموسيقۍ سره شناخت ونكړي داځكه چې نتيجې ئې ورته ښې نه دي۔
دموسيقۍ اغيزې پرغوږونواوداورېدلوپرتوان(قوت سامعه) باندي
دموسيقۍ دډېرواورېدلوسره داورېدلوتوان(قوت سامعه) له مينځه ځي، اوياهم ډېره كمزورې كيږي، دامريكادلاس انجلس دغوږونودڅېړنوديوه مركزدروغتون (House Ear Clinic of st. Vincent Medical Center)يوه ساينس پوهه ډاكټره ريكل كروز(Rachel Crouz) وايي:
په 1960 كال كي دپاپ دموزيك داوريدلوله كبله دزياتوعاموامريكايانوداوريدلوتوان ډېركمزوري شو، اواوس زموږمشاهده اوتجربه داده چې هغه انجينران اودموسيقۍ كاركونكي چې دموسيقۍ سره اړيكي اوكاردي، دوي داورېدلودكمزورۍ سره لاس اوګرېوان دي، (Hear is Problem) دمشكلاتوسره مخامخ دي؛ اوداهغه تكليفونه دي چې درملنه ئې ناشونې ده، داځكه چې دسامعې حس يومخ له فعاليته وځي۔
(March 2005"New Hear this' Reader*s Digest.194)
دموسيقۍ دكنترول لپاره ځيني خلك دغوږوګوشۍ (Head Phone) استعمالوي، چې موخه ئې داده چې موسيقې بايديواځي واورېدل شي اوبس، اوبل څوك ئې وانه وري، چې ددې پايلې بياډېرې خطرناكې اودزهرونه ډكې دي، اوداورېدل پوهنې دعلم(Audio logy) له نظره، دځوان نسل داورېدلودحس دخرابوالې اوكمزورۍ يواځني علت اوسبب دغوږوګوشۍ دې، چې ترزهروئې پايلې ډېربدې اوتارېكې دې، دامريكادباسټن دپوهنتون (Boston University) داورېدل پوهنې يوتجربه كاره پروفيسركلارك كاكس (Clark Cox) وايي:
په دې كي شك نشته چې دموسيقۍ لوړاوازاورېدل دانسان داورېدلوحس له مينځه وړې۔
دلوړاوازداورېدلوپه وجه نه يواځي داورېدلوتوان له مينځه ځي، بلكې دزړۀ حركت هم زياتوي، دوينې فشارلوړوي، بې خوابې راولي، تنفسي نظام له طبعي اوعادي حالت څخه باسي، وينه په شريانوكي خرابوي اونورې داسي بدې اغيزې پراعصابواوټول بدن باندي لري چې  بيائې درملنه ناشونې ده۔
(March 2005"New Hear this' Reader*s Digest.194)
دهغه مهال راهيسي چې داورېدلوتخنيك (Audio Technology) پرمختګ كړيدي دهغه وخته راهيسي داورېدلوحس كمزوري شوي، اوشكايتونه ئې دوام لري، چې ځيني خلك ورڅخه محروم شوي هم دي؛ چې دااوس يوه نړيواله پېچلې موضوع اوپرېشاني ده، اوپاته دي نه وي چې په پرمخ تللي هيوادوكي ددې ټولوناخوالويواځني علت اوسبب موسيقې، دموسيقې الات، سپېكران، دكمپيوټرموسيقې اودغوږوګوشۍ دې۔
اوس ددې بدمرغيودكنترولولپاره يوه اداره هم جوړشوي اوتاسيس شويده، چې د (Noise Free America) په نامه سره ياديږي، اودااداره كوښښ اوپوره هلې ځلې كوي چې لوړه موسيقې اولوړاوازونه په قانوني ډول سره بند اوكنترول كړي، اوددې ادارې فعال غړي اوانجينران وايي چې دپاپ، جازاونوره موسيقې چې په لويديځ كي دود ده، دومره تاوان لري لكه 747 بوئينګ طايره چې ديوسړي دسردپاسه ولاړه وي، اوږغ ئې هم پوره لوړوي، چې داڅومره ديوه انسان اعصاب، جسم، داورېدلوتوان اوهرڅه ته زيان رسوي؛ دااوسنۍ موسيقې هم په دې شان نقصان اوبدې اغېزې لري۔
نوربيا۔۔۔
په اسلامي پاكه مينه
ستاسوورورعبدالغفارجُبير
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ آذر ۱۳۹۰ ساعت ۰۶:۵۴:۳۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


حضرت خالد بن وليدرض له رومي قهرمان٬ كلوس٬
حضرت خالد بن وليدرض له رومي قهرمان٬ كلوس٬ 
سره په مقابله كې
٬٬٬
داسلامي  فوځ مقدمة الجيش ددرې ورځو مزل كولو څخه وروسته  دجابيه٬ له لارې  د٬ قوصه٬ نه د مراج الصغر٬ سيمې ته چي ددمشق څځه  په دولس ۱۲ ميله فاصله كښي پرته ده  ورسېدل دمسلمانانو دورتګ څځه  مخكې هلته  دولس زره عسكرو دكلوس تر مشرۍ لاندې سنګر نيولئ وو دهجرت په ديارلسم كال دجمادي الاخير په نولسمه نېټه  رومي عسكر او مسلمانان په دښته كې سره ونښتل له دې كبله چي دمسلمانانو لومړنئ ګروپ هلته رسېدلئ وو او نورګروپونه لاسيمې ته نه وو  ننوتي حضرت خالد بن وليد رض دجنګي تكتيك نه په استفاده يوكسيز جنګ پيل كړو په دې مقابله كښي ددواړو خواوو قهرمانانو خپل مهارتونه په بشپړه توګه وښودل  مګر دمسلمانانو تله پرې درنده وه مسلمانانو قهرمانانو هريوه خپل حريف په زمكه وويشت خصوصا حضرت ضرار رض په خپل شجاعت نرتوب او بې پروايۍ روميان په حيرانتيا كښي اچولي وو حضرت خالد بن وليد رض هم پخپل وارسره ميدان ته داخل شو او داشعارو په ويلو يې دښةن ته چيلنج وركړو داضروري وه چي دخالدرض ومقابلې ته عزازير او يا ٬ كلوس راووځي٬ عزازير وويل له دې كبله چي كلوس له شهنشاه سره وعده كړې ده چي زه به درته دخالد رض سر راوړم نو پكارده چي كلوس ميدان ته وروړاندې شي٬ ددې برعكس ٬ كلوس ٬ وويل چي دامنيتي چارو مسئوليت د عزازير پر غاړه دئ  نو عزازير بايد دخالد رض مقابلې ته ورشي  خو آخر  خبره وپچې ته ورسېدله تردې چي پچه هم د٬ كلوس٬ په نامه سره  وختله اوس نو بايد كلوس دمرګ په لور يو حتمي ګام واخلي ځكه چي پچه هم د كلوس په نامه سره  راوختله٬ كلوس خپلو ملګروته وويل چي  كه چيري مو زه  په جنګ كښي لاندې ولېدلم نو سمدلاسه زما ومرستې ته ځان رارسوئ ددې بې زړه توب په ښكاره كولو سره  يې له خپلو ملګروڅخه هم  كوم مثبت  ځواب وانه ورېدو بيا يې داخبره تكراروله چي زه دخپل حريف په ژبه  نه پوهېږم نو له همدې امله بايد له ماسره يو ترجمان موجودوي چي وكولاي شم له خپل حريف سره خبرې اترې وكړم٬ هماغه وو چي يو تن د ٬ جرجس٬ ًپه  نامه  چي دډېرو فصيحو اديبانو څځه وو  دهغه سره ولېږل شو٬ كلوس چي هغه جرجس له ځانه سره بېولو پرلارې يې داخبرې اترې سره وكړلي ٬ كلوس پوهېږې چي داعرب  سړئ ډېر زړور او شهسواردئ٬ زه ضروردهغه سره مقابله كومه خو كه تاچيري زه كمزورئ وليدلم زما مرستې ته ځان راورسوه زه به بيا تاته  ډير غټ منصب دركړم٬ جرجس٬ زه جنګي سړئ نه يم  زه صرف دمباحثې په برخه كې له تاسره مرسته كولاي شم ٬ كلوس٬ آيا ته غواړې چي زه دې ديو عرب په لاس ووژل سم ٬ جرجس٬ كه زه چيري له تاسره په مرسته كولو ووژل سم  بيا نو ستا منصب  ماته څه پكاريږي٬٬ كلوس ٬ خير دومره خو وكړه چي زما حريف ته زما دشجاعت او نرتوب څرګندونه وكړه ترڅو هغه له ماڅخه وويريږي او دامعلومه كړه چي دهغه هدف څه دي ٬ جرجس دكلوس  وروستۍ پوښتنه ومنله  خالد بن وليد رض ته ورنژدې سو او ورته يې وويل٬ اې بانډچي زه به تاته دهغه چا قصه وكړم  چي دپسونو رمه يې درلودله او دهغه يوشپون وو چي ډير زيات بې باكه وو هغه به چي كله پسونه دڅرځاي دپاره بېول يو لېوه به هره ورځ دهغه څو پسونه خوړل هغه يو زيات قوي او غټ سړئ  درمې په څرولو وګمارلو كله چي دې سړي رمه دڅردپاره  بوتله هماغه لېوه دخپل عادت سره سم  درمې لورته راغلو شپونكي مخكې له دې چي لېوه پر پسونو حمله وكړي دچالاكۍ څخه يې كار واخيست او دلېوه ژوند ته يې دپاي ټكئ كښېښودو٬ اوس نو ته هم دهغه لېوه په شان يې  چي زموږ پرخاوره دې قدم ايښئ دئ  او زموږ دغفلت څخه په استفاده  دې څه كاميابۍ هم حاصلې كړي دي  او داسي نعمتونه دې هم وليدل چي تا په خوب كښي هم نه وو ليدلي٬
له دې كبله دې حرص هم نورزيات شوئ دئ او اوس داسي سيمې ته رارسيدلئ يې  چي د٬ كلوس٬ په شان نرزمرئ دې مخې ته ولاړدئ٬
چي له پولادې پنجې څخه به يې بچ نه سې٬ له همدې كبله زه درته دملګرتيا مشوره دركوم٬ ته مخكې له دې چي په يو داسي بحر كښي خپل ځان  وغورځوې چي هرچاپكي  لمبلي دي غرق شوي دي  او چاچي ترې ګوټ كړئ حلق يې  ټوټه ټوټه شوئ دئ٬  دې سوال ته ځواب راكړه چي ته څه غواړي؟٬
 حضرت خالد بن وليد رض ورته وويل چي دارښتيا ده چي الله ج موږ ته  داوربشو پر ځاي غنم  او دكجورو پرځاي  خوږې ميوې راكړي دي الله دخپل رسول  ص په واسطه پر هغه چا احسان كړئ چي دحق دين تابعداري كوي او دهغه لورته دعوت وركوي٬ تاخپل ځان دپسه سره مشابه كړو مګر موږ دجنګ په ډګر كښي  تاسي دهغو مرغانو په شان ګڼو چي دښكاري ښه جال كښي راګېر شوي وي  دهغوي شمېر چي څومره زيات وي٬ دښكاري دخوشحالۍ سبب ګرځي٬  پاتې شوه زموږ دهدف خبره موږ ددرې  مسئلو څخه  ديوې غوښتونكي يواو هغه داده چي اسلام ومنئ او يا جزيه قبوله كړئ٬
اويا دجنګ ميدان ته حاضر شئ٬ او هغه څه چي ددې سړي دشجاعت په باره كې چي دې وويل  بايد ووايم چي زما په نظر  هغه هيڅ شخصيت نه لري  هغه صرف ديوبادشاه مزدوردئ زه دټولې نړۍ دپيداكونكي عبادت كونكئ يم٬ او ددې سربېره بايد دومره خپل ځان درته معرفي كړم چي زه خالد بن وليد يم  زه دمسلمانانو دلښكر سپه سالار يم چي ٬ تدمر٬  ارك٬ سخنه٬  او بصري٬ يې  فتح كړي دي٬ جرجس له دې خبرو اورېدلو څخه وروسته كلوس ته مخ ورواړاوه  او ورته يې وويل زه نه پوهېږم چي دا سړئ هماغه شخصيت دئ چي هرلورته مخ كړي هلته ورته خلګ دتسليمۍ سر ټيټوي٬ اوس نو ته له دې نر زمري سره مقابله وكړه٬ دايې وويل او دقرارګاه پرلور روان شو٬ كلوس دمقابلې دپاره په سوچ كې غرق ؤ ٬ چي ناڅاپه پرې سيف الله دنيزې ګوزار وكړو٬ مګر هغه ځان بچ كړو٬ دوهم ګوزار يې وركړو٬  بيا يې هم ځان يوې څنډې ته كړو٬  خالد رض نېزه لرې وغورځوله اوپر هغه يې ورودانګل دګرېوان څخه يې ونيولو اوپه يو ټكان يې تر آس لاندې راوغورځاوه٬ ٬ كلوس دومره ونه شو كړلاي  چي دخپل ځاي نه اوچت شو ناڅاپه دخالد په اشاره دوه مجاهدين راورسيدل٬ او هغه يې يرغمل ونيو٬  كلوس يو څو كليمې  خالد رض ته وويلې  چي ترجمان يې داسي وژباړلې  چي هرڅه غواړې دركوم يې خو زما پښې په ځنځيرانو مه تړه  خالد رض پر روميانو دعامې حملې اراده درلودله  چي ضرار رض ورته وويل ته ډېر زيات ستړئ شوئ يې ماورپرېږده چي زه حمله پرې وكړم٬ ته لږه شېبه استراحت وكړه٬ خالد رض ورته وويل چي دمسلمانانو استراحت او ارامي صرف په آخيرت كې وي٬  په دنيا كښي چي هر څوك دالله ج په لاره كې جهاد وكړي چي بيا په جهادكې څومره تكليفونه اومشقتونه باندې راشي دهغو مشكلاتو په وجه به بيا په آخيرت كې  ورته استراحت ملاويږي٬ دايې وويل او دحملې كولو په اراده يې ودانګل چي ناڅاپه كلوس چيغې كړلې او ويې ويل چي ستادې پخپل دين سره قسم وي چي زما خبره و اوره خالد رض پوه شو چي دا څه خبره كول غواړي هغه وويل چي زما او دعزازير ترمېنځ پرېكړه شوې ده چي له ماڅخه دوروسته به هغه له تاسره مقابله كوي اوس هغه راوغواړه٬ خالد رض ورته وويل چي عزازير څه شئ دئ او څوك ده؟ زه دې ته حاضر يم چي دالله ج له هردښمن سره مقابله وكړم٬
كلوس له حضرت خالد بن وليد رض څخه غوښتنه وكړه چي عزازير  دمقابلې دپاره راوغواړي هغه بل لورته رومي سردارانو هم له عزازير څخه وغوښتل چي دخالدرض مقابلې ته دې  وروړاندې شي مګر عزازيربه  هغوي ته ويل كه دمسلمانانو رهبر زما په لاس ووژل سي هغوي نور تربيه شوي كسان لري چي دخپل فوځ رهبري  وكړي او كچيري په مقابله كښي زه ووژل سم  ديو معقول رهبر څخه به محروم پاتې شئ  له همدې كبله مناسبه داده چي تريو په يو جنګ تېر شو اوپه يوځل پرمسلمانانو بريد وكړو دكلوس عسكرو ددې خبرو په اورېدلو وويل چي كلوس ترتا زيات شهنشاه ته محترم دئ  له دې امله دخپلې پرېكړې سره سم له كلوس سره ميدان ته  كوزشه او كچيري همداسي ونه كړې نو موږ به دمسلمانانو پر ځاي اول له تاسره جنګيږو٬ عزازير ودوي ته وويل آيا تاسو داسي فكر كوئ چي زه له دې عرب سړي څخه وويريږم دغه دئ ولاړم عزازير له وسلې سره خالد رض ته رامخكې شو او ددواړو ترمېنځ داسي خبرې اترې وشوې٬ عزازير ٬ عربه وروره رانژدې سه او خبروته مې غوږ كېږده  خالدرض ٬ ته دې خواته راشه  او كه زه ستا خواته درنژدې سوم نو وبه دې وژنم عزازير لږ رامخكې شو  ماته دا ووايه چي ته دڅه دپآره  دجنګ ميدان ته حاضر شوئ يې تا دافكر نه دئ كړئ سي كچيري ته ووژل سې ستا فوځ به دبې شپونه رمې غوندي پاتې شي خالدرض تالږ مخكې زما د دوو ملګرو مهارت او نرتوب وليدوچي هغوئ په يو سترګه وهلو ستا بهادر او زړور افراد دمرګ  ترخولې ورسول او كه هغوي ته زما اجازه واي نو هغوئ به اوس ستا فوځ زېر او زبر كړئ واي داخبرې پرېږده اوس دا ووايه چي ته څوك يې؟ عزازير دتعجب څرګندونه وكړه  او ويې ويل ته مانه پېژنې زه دشام قهرمان يم چي ترنن ورځې پورې  ماته هيڅ يو قهرمان ماتې نه ده راكړې زه د ايرانيانو قاتل يم زه دتركانو دصف ماتونكئ يم  زه دمرګ له ملايكې سره يو نوم لرم٬ زه عزرائيل يم ٬ خالدرض ددې خبرې په اورېدو سره خپله خنداټينګه نه شواي كړاي او ويې ويل ګمان كوم نن ستا همنامئ  دېته راغلئ چي تا جهنم ته بوځي عزازير ورته وويل چي تا دكلوس سره څه وكړل خالدرض ورته وويل چي دهغه پښې په ځنځيرونو تړل شوي دي اوپه قرارګاه كې پروت دئ  عزازير ورته وويل چي ته هغه ووژڼه او دهغه سرماته راكړه دهغه په بدل كښي به زه تاته زرديناره  لس په زرو ګنډل شوې جامې اوپنځه آسونه دركړم  خالد رض ورته وويل چي دكلوس دسرقيمت خو دې وويلو خو اوس داراته ووايه چي دخپل سر دژغورلو  دپاره به ماته څه راكړې عزازير ورته وويل چي ووايه څه غواړې؟ خالدرض ورته وويل چي دجزيې په وركولو خپل ځان زموږ تر حفاظت او ساتنې لاندې راوله عزازيرپه دې خبره سره په غصه شو او چيغه يې كړه چي خبردار زه ستا دوژنې دپاره راغلئ يم داجمله يې لانه وه پوره كړې چي خالد رض پرې دبرېښناپه شان بريدوكړو هغه په ډېره چالاكۍ سره دخپل ځان دفاع وكړله خالدرض پرې سرپرسر ګوزارونه كول مګر هغه په پوره مهارت سره خپل ځان بچ كولو تردې چي مجاهدينو واه واه كول ترهمدې وخته پورې خالدرض له داسي تكړه جنګيالي سره ډېر كم مخامخ شوئ وو٬  هغه هم تعجب وكړو او لږ وخت ودرېدوپه دې وخت كې عزازيرپه غرور سره  اواز وكړو چي قسم په مسيح چي په دومره وخت كې به ماته وژلئ وې خو زه غواړم تا يرغمل كړم اوبيابه دې په دې شرايطو خوشي كوم  چي ته زموږ سرداران او شهزادګان راخوشي كړې او دشام له خاورې څخه ووځې 
 حضرت خالدبن وليدرض ورته په ځواب كښي وويل  اې دخداي دښمنه ته بايد زموږ په اړوند دا اميد ونه ساتې  موږ هغه خلګ يو چي دمټ په زورمو ستاسو ځمكې نيولې دي  او خپل ځانونه مو دجنت په مقابل كښي خرڅ كړي دي موږ آخيرت ته پر دنيا باندې ترجيح وركوو٬ او اوس هغه وخت لرې نه دئ چي تاسو ټول مغلوب شئ  خالدرض دعزازير له دې تصميم څخه چي غواړي هغه ژوندئ ونيسي  په همدې سوچ يې پرهغه حمله وكړه  هغه په دې وخت كې له يوبل چل څخه كار واخيست دآس واګې يې كش كړې  او دقرارګاه پرلور يې منډه كړه  خالدرض ورپسې شو هغه څو ځله په ميدان كښي تاؤ راتاؤ شو  تردې چي دخالدرض آس ستړئ شو هغه په خپل چل كې كاميابه شو ودرېدو او خالدرض ته يې وويل ستا آس نه شي كولاي چي زما له لاس سره مقابله وكړي رښتيا هم دهغه آس قوي وو خالدرض له  خپل آس څخه راكوز شو اراده يې درلودله چي پرهغه باندې په توره حمله وكړي اوس نوښه فرصت وو چي سپورپر پياده باندې غالب شي  كله چي خالدرض هغه ته ورنژدې شو هغه دومره سخت ګوزارونه پرخالدرض باندې وكړل  سي هيچا هم داګمان نه كولو چي خالدرض به له همدې ګوزارونو څخه روغ راوځي مګر روغ راووتلو خالدبن وليدرض هغه ته نوره دسوچ موقع  ورنه كړه  په چالاكۍ يې دهغه دآس پښې غوڅې كړلې٬ دآس سپرلۍ  دغره په شان پر زمكه راوغورځېدله  او مخكې له دې چي اوچت شي خالدرض پرزمكه وويشت  هغه نور داوچتېدلو توان نه درلودو خالدرض هغه ترګرېوان ونيو او دقرارګاه پرلوريې بوتلو او هلته يې دكلوس په خواكښې پښې په ځنځير وروتړلې٬ په دې وخت كښې  پاتې اسلامي فوځ هم راورسېدو مجاهدينو سم دلاسه صفونه برابر كړل اوپر روميانو يې سخته حمله وكړله روميانوپه ځان كښي
دمقاومت توان  نه ليدو ددمشق  ديوالونوته يې پناه يووړه
٬٬٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ آذر ۱۳۹۰ ساعت ۰۸:۱۰:۰۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است