هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
![]() شعر٫سراج كليوال بيابه ژاړي كـــــه مي بند شي ديدنــونـــــه بيابـــــه ژاړي چي به نه درځي خــوبــونـــــه بيابــــــــه ژاړي ستادزړه هيله بــــه نــــن زه در پـــوره كـــــړم درنـــــه اخلــــم رخصــتونـــــه بــــيابــــه ژاړي ګـــوره زماپـه شان هيڅوك به په كي نه وي چــي دي وران شي محفلونــــه بيابــــه ژاړي دازماآرمان بـــــه درشي وخــــت بـــه تـيروي چي مي نــــګوري شعـــرونـــــه بيابــــه ژاړي سراج الدين كليوال ـ م كال ١ – ٦ – ٢٠١٠ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۴۵:۳۶ | آرشيو نظرات (0)
![]() شعر٫ لعل ضمير وزير بيا يى په مينه كى جنبش راغلى؛ لكه سپرلى په مراكش راغلى؛ زاخم په زړه كوي تيره تيره دي؛ باڼه د غشو ډك تركش راغلى؛ تور لونګين يى په كمڅيو زانګي؛ ته واۍ پړانګ له شادي مش راغلى؛ زلفى يى تورى په مخ ړانګى راغلى؛ كه د مغلوآراتش راغلى؛ ليله وايل سترګى په تورى نه كړم؛ كه مى لالۍ له قطر تش راغلى؛ په نيمه لار كى وار خطاولاړ دى؛ په چا د مينى لوۍ تورش راغلى؛ ضميره پا مكوه په سيند لا هو شوى؛ بيا يى نازونو كى ګردش راغلى؛ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۴۲:۲۸ | آرشيو نظرات (0)
![]() مورنه لرم ٫٫٫ اوس چي خاموشه يمه شور نلرم خدايه تياره ده كوركي مور نه لرم دمــــوردعـــابه وه لښكر راسره دښمنه پړيمــــه نـــور زورنه لرم دكلي هر ديـــوال تـــه ســاه شړمه بې مورې څه مزه كړي كور نه لرم دژوند له خونده به مې څه وپوښتئ ساړه نغري ته ناست يم اور نه لرم سعيده زه شوم دپښتون پـــــه شاني څوك به دعا راكړي غمخور نه لرم سعدالله سعيد زابلئ سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۳۹:۳۸ | آرشيو نظرات (0)
![]() نظم ٫ محمدعلي عمري پيشو پر مـــا ګرانه ده زمــوږ دكور پيشو وي پـــرتـه مدام په خوله كې دغارو ډېــره تېزه پــه نيـــولـــو ګړندۍ ده ماليدلې تل ددې خوله كې مرغۍ ده ګورئ ګورئ مرغۍ ځي پاس په هوا خبرنـــه يــم چي يې څنـــګه نيسي دا په نصيب چي يې دئ دومره تېز رفتار وايـــه څنګه بــه پــه امــن سي يو غار راته ګرځي په ډاډه زړګي په كوركې تېز نظر يې وي ساتلئ په هر لوركې زمـــوږ كـــوركې دموږك نشته درك هرڅه روغ دي كه بالښت وي كه تلتك چي دې كـــوركې عمري ګرځي پيشو وي محفوظ بــه كــور لــه شره دغارو په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۳۵:۳۵ | آرشيو نظرات (0)
![]() غزل محموداياز له خنداډكه زندګي راباندي ودرېـــــــــــــــــــــــــده بېخي راټپه سوه،بېخي را باندي ودرېـــــــــــــده اوس به يوازي له دې وخته جنګ ګټمه څنــــګه مرسته دهريوه سړي راباندي ودرېــــــــــــــــــــــده خزانه! ستاسپېروسپېروګرځوپه مخه كړمــــــه هره عطاچي دسپرلي راباندي ودرېــــــــــــــــــــده پرون باچاوم دوې روپۍ به مي ماښام راوړلـې نن ددوولاسومزدوري راباندي ودرېــــــــــــــــده بې وخته پرېښودم بدبخته بخت په نيــــمه لاره بې وخته داښكلې ځواني راباندي ودرېـــــــــده ليږونكئ رفيع الله مندوخيل سهيلي پښتونخوا ژوب ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۳۲:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|