هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۱)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۱)
داډېروخت غواړي چي په مكمله توګه سره، له دې راهب سره زمااړيكې وڅېړم، البته بنسټ ئې زماداليكنې وې:
Is Jesus God?
اياعيسي عليه سلام خداي دي؟
The Trinity
تثلث(ددرې ګوندخدايانونظريه)
The Root of Christianity
دعيسايت ريښه اوبنسټ
Is the Bible God*s Word?
ايابايبل دخداي كتاب دي؟
دې راهب دلومړي ځل لپاره خپل ځان راته دالعربي په نامه سره معارفي كړي وو، خووروسته ئې خپل ځان راته متي العربي عيسايي معارفي كړ، اوراته ئې وويل چي زه دBible College بايبل كالج څخه فارغه شوي راهب يم،خپله كليسا لرم،اوبله دنده مي داده چي دعيسايت مبلغ(Evangelist) هم يم، اوموږپه مصركي 16 ميليونه  كاپټك كريسچن(Coptic Christians)  يعني داسلام څخه مخكي عيسايان يودټبره اوپلارنيكه څخه،  اوغواړم چي يوه مناظره درسره وكړم، ماورته وويل چي زه په هرځاي كي هروخت درته حاضريم،خودمناظري بڼه به څنګه وي؟ ده راته وويل چي دلومړي ځل لپاره زه پوښتني درڅخه كوم اوبيابه ته خپلې پوښتنې راڅخه وكړې؛ همداسي وشول ،ليكنه نه اوږدوم اوپه اصلي مطلب پيل كوم۔
دلومړي ځل لپاره ئې خپل تعارف وماته داسي وكړ:
متي العربي، دمصردپلازمينې قاهرې اوسېدونكي، او39 كلن يم، اواوس مي دنده داده چي په نړۍ كي عيسايت خپوركړم۔ اوپه عربي اوانګليسې ژبوباندي خبرې كولاي شم۔ ماورڅخه مننه وكړه اوخپل تعارف مي هم ورته وكړ۔ اوس دپښتونولړۍ پيل شوه۔
1:متي العربي:ديوه سړي څخه لاره وركه ده، اوروان دي چي ګوري يو سړي پروت دي اوبل سړي ئې وسرته ناست دي داورك سړي به دكوم سړي څخه پوښتنه كوي چي خپله لاره ومومي يعني دناست سړي څخه اوكه دبيده سړي څخه؟
ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلله رب العلمين والصلاة والسلام علي سيدنا وامامناواسوتنا وحبيبناومعلمنا رسوالله وعلي آله وصحبه ومن اتبع هداه ... وبعد:
تاسي دتل په شان بېهوده پوښتنې كوي ، اوكه چيري سړي عام معلومات ونلري ، دمشكلاته سره مخامخ كيږي، خوچي يوڅوك يوكاردالله جل جلاله درضا‌ء لپاره كوي نوضرورالله جل جلاله ورسره پوره مرسته كوي، په تاريخ كي ستاسوسره زموږاكابروعلماءوكراموډېرې مناظرې كړيدي او لله الحمد په هره مقابله كي ئې ماته دركړېده، لكه د(اظهارالحق) ليكوال مرحوم مولانارحمت الله كيرانوي ديوبندي رحمة الله عليه، مرحوم شيخ احمدديدات اومرحوم مولاناصفدراوكاړوي ديوبندي رحمة الله عليه اوشهيدعلامه سيد جمال الدين افغان اوداسي نور۔۔۔ستاسو داسي سوالونه په زرهاووزماترنظرتېرشوې دي، اومالوستي دي، اوزه دې په مطلب پوه شوم چي دبيده څخه دي نبي كريم صلي الله عليه وسلم مراددي، اودناست سړي څخه دي حضرت عيسي عليه سلام مُراددي، نوزه درته وايم  چي زه وبيده ته انتظاركوم اودهغه څخه پوښتنه كوم.
 
2: متي العربي: ولي دناست اوويښ سړي څخه پوښتنه نه كوي؟ اوعقل هم داوايي چې بايددناست سړي څخه هدايت واخيستل شي اوبيده هم هغسي بيده دي كه څنګه؟
ځواب: دناست سړي څخه خپله لاره وركه ده، دبيده په انتظارناست دي، نودي به وماته څنګه لارراوښووې.؟ نوځكه وبيده ته انتظاركوم ترڅومااوهغه بل ته چې له وخته ئې انتظاركړيدي ودواړوته لارښوونه وكړي ترڅولاره ومومو.
3: متي العربي:اياتاسي په قرانكريم ايمان لري؟كه ئې لري په قرانكريم كي خوهم انجيل ، تورات اوزبورراغلي دي نوتاسي ولي پردي كتابوايمان نلري؟
ځواب:په قرانكريم چي دانجيل نوم راغلي دي هغه انجيل دعيسي عليه سلام وو، پرهغه زموږدټول امت مسلمه ايمان دي، دزبورنوم راغلي دي، هغه زبوردداودعليه سلام ووچي زموږپرې ايمان دي، اوچي دتورات نوم راغلي دي هغه تورات دحضرت موسي عليه سلام وو، چي پردې ټولوزموږايمان دي، چي داالهي كتابونه وه، خواوس چي تاسي كوم انجيلونه لري داخودمتي، دلوقا، ديوحنا اودمراقس انجيلونه دي هغه انجيل عيسي چيري دي؟ موږيواځي پرهغه انجيل عيسي ايمان لرو۔
اوبل لورته داكتابونه پخپله په دې باندي ګواه دي چې دوي نه دالله كلام دي ، نه دپېغمبرانوليكنه اوويناده اونه هم دهغوحواريينوكتابونه دي چې تاسوورته منسوب كړيدي دبيلګې په ډول سره:
موسي عليه السلام دخداي مطابق هلته دمواب په ملك كي وفات شو، اوهغه ئې هلته دمواب په يوه دره كي يعني بيت فغورته مخامخ ښخ كړي، چې تراوسه  ئې وهيچاته دقبرمعلومات نشته اوموسي دوفات پرمهال د(۱۲۰) كالوووچې نه ئې سترګې كمزورې شوې اونه ئې طبعي قوت له مينځه تللي ؤ. (استثناء ۲۴: ۵-۸)
چې دائې يوه بيلګه ده چې زه ئې درته ذكركوم، اوس نوكه ودې بيلګې ته څه دعقل په سترګووكتل شي، نودادريم سړي دي چې دموسي عليه السلام په هكله خبرې كوي؛ چې په واقعيت كي نه دادالله كلام دي اونه هم دموسي عليه السلام خبرې دې بلكې ديوه نوم وركي  سړي خبرې دې چې په موسي عليه السلام پوري تړل شوي دي
دغه كوم اوسني تورات چې دبايبل لومړني پنځه كتابونه دي(پيدايښت، خروج،احبار،عدد، استثناء) چې تاسي ورته اسفارخمسه ياتورات واياست اوتاسي ئې وحضرت موسي عليه السلام ته منسوبوي ، په دې پنځوكتابوكي (۷۰۰) ځلي دموسي عليه السلام نوم په غايبه صيغه راغلي دي اووايي چې موسي وخداي ته وويل اوخداي وموسي ته وويل، او۷۰۰ ځلي دااوسني تورات پخپله په دې ګواهې وركوي چې  دادخداي كلام نه دي اونه هم دموسي عليه سلام ويناده. كه چيري دادموسي عليه سلام كلام واي نوموسي عليه سلام به خپل ځانته دمتكلم صيغه كارولې واي؛
اوس راځم وڅلوروانجيلوته چې انجيل متي ئې لومړي اوترټولومعتبردي، ددې يوه بيلګه وړاندي كوم چې داهم دمتي كتاب نه دي لكه په بايبل كي چې راغلي دي                         :
څنګه چې عيسي له دې ځاي څخه وړاندي تيرشونومتي نومي يوسړي دمحصول په چوكۍ ناست وليدي اوهغه ته ئې وويل چې ماپسې راځه، متي پاڅيده اوپه هغه پسې روان شو. (متي ۹:۹)
دلته بيامتي په غايبه صيغه باندي راغلي دي، چې داترلمرښكاره ده چې دادمتي خبرې نه دي، دادعيسي عليه السلام ويناه نه ده اونه هم دخداي كلام دي؛ كه چيري دادمتي كلام واي نوبايد داسي ليكلي واي:
څنګه چې عيسي له دې ځاي څخه وړاندي تېرشو نو زه ئې په چوكۍ ناست وليدم او راته ئې وويل چې په ماپسې راځه زه پاڅېدم اوورپسې روان شوم ...
نوزه په يوه ټكي كي درته وايم چې دابايبل نه دخداي كلام دي، نه داتورات دموسي كلام دي ، نه انجيل دعيسي كلام دي، نه انجيل متي دمتي كلام دي، نه انجيل لوقادلوقاليكنه ده، نه انجيل يوحناديوحنادي اونه هم انجيل مرقس دمرقس كتاب اوليكنه ده بلكې دادنوم وركوخلكوليكنې دي چې وموسي عليه السلام اوعيسي عليه السلام اونوروته مومنسوبې كړيدې ترڅوماهيان ونيسي اوبس.
په بايبل كه ټكرونه، غلطيانې، خرافات، تحريفونه، فحاشات، ساينسي غلطيانې اونيمګړتياوې دومرې ډېرې دي چې دبايبل دمطالعې څخه وروسته به هرعاقل داووايي چې دادخداي كتاب نه دي، تر(۱۰۰) زيات ټكرونه پكښې دي اوكه درته معلوم نه وي نودحوالوسره به ئې درولېږم، ددې څخه علاوه ستاسوپه يوه اخبار كي چې اوېك(Awake) نوميږي چې د۱۹۵۷ميلادي كال دسيپټمبرد۸  نېټې په ګڼه كي داسي ليكي:
عيسايي نړۍ مني چې په اوسني بايبل كي (۵۰۰۰۰) پنځوس زره غلطياني دي؛ پاته دي نه وي چې دااخبارماپرون دبرېښناليك له لارې دروليږي، ښه ئې درسره وګوره. دبايبل هره پاڼه چې يوعاقل انسان ګوري دابه ضرورووايي چې دادخداي كتاب نه دي.  
ددې څخه علاوه ډاكټرمل چې كله دبايبل پرنوې عهدنامې باندي څېړنه وكړل نووئې ويل چې په دې كتاب كي(۳۰۰۰۰)دېرش زره اختلافات شته اوهمدارنګه ډاكټرګريس بيك دبايبل د۳۵۵ نسخومطالعه وكړل اووروسته ئې وويل چې په دې نسخوكې (۵۰۰۰۰۰۰) پنځوس لكه اختلافات شته. اوكه چيري دبايبل ۲۴۰۰۰ نسخې سره يوځاي شي نوڅومره اختلافات اوغلطيانې به پكښې وي؟ چې ترشماروځي اوكېداي سي چې رياضي دان انسټاين كه ژوندي واي نوددې خرافاتو،تحريفاتو،ټكرونواوغلطيانو شمېرلوبه ستړي اوستومانه كړي واي؛ اوداهيڅوك نشي منلاي چې دادي دخداي كتاب شي.
نوربيا...
 په خورااسلامي پاكه مينه ستاسوورور
عبدالغفارجُبير
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۱:۰۴:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


موسيقې په اسلام اوساينس
511204B
موسيقې په اسلام اوساينس كي(پنځلسم څپركي)
دموسېقې له بركته تامس سوليوان (Thomas Sullivan) خپله مورووژله، اوټوله كورئې وسوځاوه اوځان ئې وواژه:
تامس سوليوان چې دامريكادنيوجرسي دايالت اوسېدونكي وو په 9، دجنوري، 1988 كال كي ئې خپله مورپه زېرزمنۍ كي ووژله، اووټول كورته ئې اورواچاوه، چې خپله موراويووروروسوځوي اودي خپله وتښتيدي، اوخپلې غاړې ئې هم پرې كړې، اوځان ئې وواژه، دتامس پلاروژغورل شو، دتامس جسدپه يوه بڼ كي وموندل شو؛ وروسته جوته شوه چې تامس يوډېرلايق اوذهنيه زده كوونكي وو، ښه لوبغاړي وو، خودراك موزيك سره ئې  ډېره مينه وه اودده پلاروويل چې ده يوه اونۍ په مسلسل ډول سره داغزل واورېدل،چې د(وينواودمور دوژلوپه هكله وه۔۔۔)
                                                                                                                  "About blood and killing your mothers"
(Ankenberg , Frank and Weldon, John (1992), the Facts on Rock Music. Eugene, Oregon, Harvest House Publishers)
يوې 14 كلنې انجلۍ خپله مورپه چاړه ووهله اووئې وژل:
په همدې ډول سره په اكتوبر، 28، 1985 ميلادي كال كي يوه 14 كلنې انجلۍ خپله مورپه چاقوووژله، دې پاپ موزيك ډېراورېدي، اوموزيك ددې ذهن دومري ترفشارلاندي راوستي وو، چې دې وروسته وويل چې دې هرڅه كړيدي اوداهيڅ نه ده  پوه شوي۔
زه يواځي موسيقۍ دهېرويونومعتاده كړم:
زمادموسيقۍ سره ډېره مينه وه ، اوډېره مي اورېدله چې (چرسي لالي) راته ديوه رُستم په شان راته ښكارېده، اوهمدې غزلې په مينه كي مي چرس پيل كړل، ديوه كال دچرسوڅخه وروسته ددې سره عادي شوم، اوداهېڅ نشه نه راته ښكارېده، داځكه چې زه اوس دنشې غلام جوړشوي يم، هيروين اوكرسټال مي شروع كړل چې اوس مي ژوندديوه لانده سپي څخه لابدتردي، داځكه چې نه مي ورورپرېږدي، نه مي يوقريب پرېږدي اونه هم څوك ځان راته نژدې كوي، هرڅوك راڅخه نفرت كوي، زماڅخه هرڅه پاته دي، عبادت نشته، اودس اولمونځ نشته، روژه نشته اويواځي نشه راته جنت ښكاري، چې داڅومره لعنت دي لعنت لعنت دي۔۔۔۔
(دعابدپښتون معتاده كيسه، چې له نيټ څخه رااخيستل شوي، اوپه اُردوژبه خپره شوي ده)
دامريكاپه 49 ايالتونوكي پلټنې اوڅېړنې شويدي، اودائې ثابته كړېده چې دځان وژلوپه سلوكي 90 پېښې دموسيقۍ له كبله دي، چې په موسيقۍ كي ناكامه مينه، غولول، پريوې انجلۍ باندي دڅوكسانوشخړه اوپه پايله كي وژل دي، چې داهرڅه ځوان نسل منعكسوي، پرماغزواوذهنو ئۍ اغيزې كوي، اوعملي كوي ئې، اوپه لويديځ كي ځان وژنه هر ورځني عادي پېښه ده۔
(The Effects of Country Music on Suicide)
نانسي دخپل كشرورورغوښې وخوړلي:
نانسي يوكشرورورچې 8 كلن وو، درلودي، داورورپردې باندي زښته ګران وو، اوهره ورځ به دوي مكتب ته يوځاي تلل، دنانسي دموسيقۍ سره هم زښته علاقه وه اوداغزل ئې ډېره اورېدله:
She is as so sweet
As my brothers Blood and meat
ژباړه: دادومرې خوږه ده لكه زمادوروروغوښې اووينه۔
له دې څخه ئې وروسته خپل ورورپه چاقوپه ډېره بې رحمۍ سره حلال كړ، اوبيائې غوښې وخوړلې، چې ديوه لاس دخوړل كېدوڅخه وروسته ئې موراوپلارپه خبرشول، اودپوليسو په لاس ئې وركړ۔
(موسيقې اوځان وژنه) پرنيټ باندي مكمل يوكتاب دي په انګلېسې ژبه سره دي، دنوروكيسو دويلولپاره ئې لوستونكي ويلاي شي۔
پاي
په اسلامي پاكه مينه
ستاسوورورعبدالغفارجُبير
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۳ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۷:۵۹:۲۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


له فوج څخه د خالدبن وليد رضي الله
له فوج څخه د خالدبن وليد رضي الله تعالي عنه
ګوښه كېدل
٬٬٬
حضرت خالدرض يو مرهم جوړكړئ وو  چي ترغسل كولو وروسته به يې ځان پرې مالش كولو دهمدې كارپه كولو سره به يې وجودتازه شو په دې مرهم كښي الكول هم موجودوو خالدرض مخكې تردې چي دمرعش پرلور روان شي  له خپل معمول سره سم يې ترغسل كولو مخكې خپل ځان  په مرهم باندې مالش كړو يو پرهېزګارسړي دده داكار دشريعت خلاف وګڼلو او حضرت عمرض يې پرې خبركړو خالدرض چي له مرعش څخه راوګرځېدو دحضرت عمر فاروق رضي الله تعالي عنه له لوري ورته ليك راغلئ وو په ليك كې عمررض داسي ورته ليكلي وو چي ٬ اورېدلي مي دي چي ته په شرابو خپل ځان مالش كوې ته بايدپه دې پوه شې چي الله ج شراب او دهغه مخلوط پر مسلمان باندې حرام كړي دي لكه څرنګه چي يې ګناه او له ګناه سره خلط كېدل حرام كړي دي شراب لكه څرنګه چي يې څښل حرام دي همدا ډول غسل پرې كول هم حرام دي خپل ځان دشرابو په څېر په پليتي مه ككړوه ٬ خالدرض ددې ليك له مطالعه كولو څخه وروسته ډېر زيات متاثيرشو اګرچي هغه دخداي په لاره كښي له خپل هرڅه تيروو مګر هغه يوفوځي سړئ او يو مجاهدوو  هغه دنوروصحابه كرامو په څېر دديني مسائلوسره علاقه درلوده  اوپوهېدو چي شراب قطعي حرام  دي  مګر دمرهم  اوياشرابو دمخلوط په اړوند دداسي صريحو هداياتوسره نه وو مخامخ شوئ  له همدې دكبله يې دحضرت عمررض دليك په ځواب كښي دتاثر دڅرګندونې  څخه وروسته دمرهم تركيبات واضح كړي وو او ويلي يې وو چي الكول دخلط كولو څخه وروسته دومره  ټكول كيږي چي دهغه ذات بالكل خنثي كيږي٬ عمررض چي ددين په روح ښه پوه وو او دتقوي او فضيلت يوه نمونه وه  له همدې كبله چي اميرالمؤمنين وو مسئوليت يې درلودو ترڅو دشرعي مسائيلو نګراني وكړي هغه دخالدرض له تآويلاتو څخه مطمئن شو نوځكه يې بيا ورته پډې ليكلو مسئله پاي ته ورسوله چي زه ګمان كوم چي دمغيره دخالدرض نيكه كورنۍ په غلطه لاره روانه ده  داسي نه شي چي الله ج تا ددې عمل له كبله بربادكړي دامعامله چپ شوه مګر څو ورځي وروسته داشعث بن قيس دقصيدې لوستلو او دخالدرض هغه ته لس زره درهمه وركولو خبر  وعمررض ته ورسېدو  حضرت عمررض ددې پيښې  له كبله ډېر زيات په غصه شو او يوه بل پياوړي قوماندان ابوعبيده رض ته يې ليك واستاوه هغه ته يې لارښوونه كړې وه  چي كچيري يې داپيسې له خپل جېب څخه وشاعرته  دانعام په توګه وركړي وي  نو اسراف دئ  او كه يې  ودې شاعرته دغنيمت له مال څخه پيسي وركړي وي  نو خيانت دئ  په دې دواړه صورتونوكښي خالدرض دسزا وړدئ  له دې كبله هغه ګوښه كړه او دهغه دنده ته پخپله پرغاړه واخله  حضرت عمر رض درسول الله صلي الله عليه وسلم مؤذن حضرت بلال حبشي رض ته امر وكړو چي حمص ته ولاړشه  هغه حمص ته لاړو  كله چي ابوعبيده رض مطآلعه كړوپه حيرانتيا كښي ډوب شو اوس نو ددې فرمان عملي كول څه معمولي خبره نه وه خالدرض يې له  قنسرين څخه راوغوښتلو كله چي خالدرض خبرشو چي داسلامي فوځ امير غوښتئ دئ له معمول سره سم ډېر زيات خوشحاله شو هغه فكر كولو چي بيابه  مې دكوم تازه جنګ دپاره ليږي داخويې هيڅ په ذهن كښي نه  ګرځېدله  چي اشعس ته دانهام په وركولو به دده په ژوندكې دعكس العمل په توګه داسي افسوس ناك بدلون راځي  خالدرض په حمص كښي دابوعبيده رض وحضورته حاضرشو ابوعبيده رض مجاهدين راټول كړو او بلال رض  دټولو په مخكې له خالدرض څخه پوښتنه وكړه چي هغه ټولې ډالۍ چي تا اشعس ته وركړې وې هغه دې له خپل جيب  څخه وركړې وې او كه دې له غنيمت  څخه وركړې وې؟ خالدرض هيڅكله داسي ګمان نه كولو چي دمجاهدينوپه مېنځ كښي به له هغه څخه پوښتنه كيږي چپ پاتي شو بلال رض دوهم ځل بيا پوښتنه ځيني وكړه  مګر بې له چوپتيايې بل څه ځواب وانه ورېدو  بلال رض وويل چي اوس به دخليفه په فرمان عمل كوم رامخكې شو له عربي رسومو او رواجونو سره سم يې  دهغه له سرڅخه خولۍ ليرې كړه  او دواړه لاسونه يې ترشا وروتړل  اوبيا يې ترې وپوښتل چي داميرالمؤمنين سوال ته ځواب وركوې؟ خالدرض  ورته وويل چي هغه مې له خپل جېب څخه وركړې وې  بلال رض چي داخبره واورېده نو سمدلاسه يې  وويل چي موږ دخپل امير اطاعت كوو دهغه لاسونه يې پرانيستل خولۍ يې ورته بيرته په سر كړه اوله هغه څخه يې معزورت وغوښت حضرت ابوعبيده رض ته امر شوئ وو چي هغه بايد خالدرض ګوښه كړي  يوڅه موده تېره شوه مګر مدينې ته ددې فرمان دعملي كېدو كوم خبر ونه رسيدو  حضرت عمررض فكر وكړو چي ابوعبيده رض په دې باره كښي له سستۍ څخه كار اخيستئ ده له همدې كبله يې خالدرض مستقيما مدينې ته وروغوښت  اوس چي خالد دمدينې پرلور روانيږي  له ابوعبيده رض څخه پوښتنه كوي چي زه په فوځ كښي څه مسئوليت لرم هغه ورته وويل چي ته دخليفه په فرمان ګوښه شوئ يې خالدرض مدينې ته په رسېدو دعمر رض پرلور روان شو دواړه په لاره كښي سره مخامخ شوو  دواړو بې له كوم تكليف نه يودبله په سړه سينه ستړي مشي وكړه  حضرت عمرض سمدلاسه داشعر ولوستلو

صنعت فلم يصنع كصنعك صانع
ومايصنع الاقوام فاالله يصنع
ژباړه
 هغه څه چي تاسرته رسولي دي بل چانه دي كړي  خلګو هيڅ نه دي كړي بلكه ټول الله ج كړي دي ٬ خالدرض دهغه په مطلب پوه شو صرف همدومره يې ورته وويل عمره٬ قسم په  الله ج تاله ماسره ډېره تونده رويه  وكړه بيا حضرت عمررض پوښتنه ځيني وكړه  چي ته داكومي پيسې په بې پروايي مصرفوې داله كوم ځاي څخه دي ؟ خالدرض ورته وويل چي دا زما دغنيمت له خپلې برخې څخه دي او اوس هم كه له ماسره تر شپېته زره درهمه زياتې روپۍ پرتي وي اخيستلاي يې شې٬ كله چي يې دهغه شتمني حساب كړه شل زره درهمه زيات شول حضرت عمررض هغه بيت المال ته وركړو بيايې خالدرض ته وويل خالد قسم په الله ته ماته ډېر ګران يې او زه ستا احترام كوم اوپه آينده كښي به ته له ماڅخه دخپل ځان
په اړوند هيڅ شكايت وانه ورې٬٬٬
٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۳ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۷:۵۱:۵۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دابه دطالبانو عظيمه ګناه وي
دابه دطالبانو عظيمه ګناه وي
٬٬٬
ډيرئ هغه خلګ چي دغرب فكرباندې غالب وي داوايي چي طآلبان بايد سوله وكړئ  سوله   كې ژوند كول  برياليتوب دئ سوله دمينې او محبت ږغ ده او داسي نور٬٬٬
 داخبره ډېره سمه ده  چي سوله ښه كاردئ سوله سړئ دبرياليتوب خواته بيايي٬ سوله دخوشحالۍ او معمارۍ زيرئ دئ خو خبره داده چي سوله بايد له چاسره وشي٬ كه ديو سړي مطلب طالبان وي يعني چي طالبان بايد  دسولې خواته مخه كړي نو دا خبره خو ډېره زياته خندونكې ده ځكه طالبانو ته به په كومه خوله يو څوك ووايي چي سوله وكړئ ځكه  طالبانو خو جنرال دوستم ته دسولې لاس وروغزاوه انجام يې څه شو ؟  په زرهاوو طالبان يې په ظالمانه انداز جيلونو ته واچول او بيا يې يو داسي كار ورسره وكړو چي تراوسه يې لا درك نشته ٬ په هغه وخت كښي دا دبشر ټېكداران چيرته وو ولې يې ږغ نه كاوو او بيا  جنرال مالك طالبانو ته وويل چي راشئ سوله سره وكړو طالبانو ورته ويل چي سمه ده  هغه وو چي طالبانو جنرال مالك ته دسولې لاس وركړو بيا دا ټوله نړۍ شاهده وه آن دښت ليلا  هم شاهده وه  بيا دادبشر ټېكداران چي په سركښي يې امريكا ده ولې چف پاتي وو ولې يې د مالك  همدا  له انسانيت څخه وتلئ كار ونه غاندو٬ يو څوك به په كوموسترګو طالبانو ته ووايي چي تاسو سوله وكړئ  او بله دا٬ كله چي امريكا پر افغانستان باندې ناروا  اوظآلمانه يرغل وكړو په هغه وخت كښي ولې نه امريكا او نه بل دبشر ټېكدار دسولې خبره  كوله  او نه دې دوه مذهبه او چاپلوسو پښتنو تر خوله دسولې ږغ ايست  هيچا  دسولې خبره نه كوله هرچا داويل چي طآلبان بايد ختم او نابود شي طالبان ددې وړ نه دي چي سوله ورسره وشي
خو اوس چي امريكا په ګونډوشوې او دامريكا نورګوډاګيان له يوې شرمونكې ناكامۍ سره لاس او ګرېوان دي اوس نو يوبد حال جوړ شوئ او له هرې خوا څخه نعرې وهل كيږي چي سوله سوله سوله آخرپه لومړي ځل امريكا كولاي شواي چي له طالبانو سره يې سوله كړې واي ځكه په اول سركښي خو امريكا دطالبانو او  عامو ملكي مسلمانانو قاتله نه وه خو اوس چي يوه لسيزه تېره شوه او امريكا دبې ګناه افغانانانو په وينو لاسونه سره كړو اوس دا كارډېر مشكل دئ دابه دطالبانو دپاره يوه عظيمه ګناه وي چي دوي له امريكا سره سوله وكړي  ٬ سوله خو مينه او ورورولي راولي او له كافرسره خو مينه او ورورولي نه شي راتلاي كه څوك په قرآن كريم باندې ايمان لري او دا وايي چي زه مسلمان يم نو بيا خو قرآن كريم يوه ډېره جوته ښكاره او كوټلې فيصله كړې دمسلمانانو او امريكا تر مېنځ 

الله تعالي ج وايي
يا ايها الذين امنو لاتتخذواليهود والنصاري اولياء
ژباړه
اې هغو كسانو چي تاسو پرالله اوقرآن كريم باندې اېمان راوړئ
له يهودو او نصاري سره ٬دوستي مه كوئ٬٬ يعني له اسرائيلو اوامريكا سره دوستي مه كوئ
اوبل دقرآن كريم آيت دئ چي ژباړه يې داسي ده

كفارترهغه وخته پورې له تاسو سره دوستي نه كوي ترڅو تاسو ددوي دين نه وي ورسره منلئ
نوكه څوك داووايي چي امريكا زموږ دوست ده نوپه همدې خبره سړئ سوچه كافركيږي ځكه له كافرسره دوستي كول كفرده 
البته ټوله انسانان كه كافران دي كه مسلمانان په دې دنيا كښي ګډ ژوند كوي خو مسلمان به له كافرسره يواځې شناخت كوي يواځې به ورسره پيژني په هيڅ صورت به مسلمان وكافرته ددوستۍ لاس نه وركوي كه يې ددوستۍ لاس وركړو نو داكاريې دالله ج دناراضۍ سبب ګرځي او قرآن كريم به پرهغه باندې ترقيامته پورې لعنت وايي اوس چي امريكا جنګ وبايلود اوس نو بيا يوه نوې ډرامه جوړه شوې چي په قطركښي يې طالبانو ته يودفتر جوړكړو او داوايي چي طالبان بايد سوله وكړي زما په آند دغه دقطر دفتر دطالبانو دپاره يو جال ده او كچيري طالبان  درېيم ځل بيا دسولې لاس وغزوي  نو همداقطر به بيا زه يقين لرم چي دطالبانو دپاره يوه نوې دښت ليلا او يا كيوباشي٬ طالبان دوه ځله غوليدلي دي اوله دې وروسته بايد ونه غوليږي يو متل ده فكر كوم دپارسي ژبې به وي چي٬ يك خطا دوخطا سې نو نه خطا٬
دقطر دفتر زه يقين لرم چي ددې دپاره جوړشوئ
چي امريكادطالب مشرانو څرك ولګوي كله چي يې دطالب مشرانو څرك ولګاوو بيابه نوپه ډېره خوشحالۍ ځان ورورسوي اوبيابه څوك داسي پيداشي داسي به څوك وي چي امريكا ته دا ووايي چي تاخو داويل چي له طالبانو سره سوله كوم
داوخت طالبان له يوه ډيرسخت امتحان سره مخامخ دي اولابه مخامخ شي البته مسلمان به پر خداي عقيده   لري اوپه وړاندې چي يې كومي ستونځې  وي هغه به زغمي او صبربه كوي ٬ كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم له دې فاني نړۍ څخه رخصت شو نو دده صحابه كرام  تقريبا يونيم لك ۱۵۰۰۰۰  ٬  وواوبيا يې ټوله ژوند دكفاروپه وړاندې جهادته  وقف كړو خو داوخت دطالبانو شمېرهم تقريبا يونيم لك شاوخوادئ كه موږ دا اوس دطالبانو اوصحابه كرامو ژوند ته څېرشو ډيرسره نژدي دئ زه دانه وايم چي طالبان او صحابه  كرام سره برابردي داټول طالبان ترملامحمدعمرمجاهد پورې درسول الله صلي الله عليه وسلم ديو ادنا صحابي پښو ته لانه شي رسېداي٬ خو خبره داده چي طالبان داوخت كټ مټ درسول الله صلي الله عليه وسلم د دوو وتلو قوماندانو خالدرض او ابوعبيده رض دلښكر په څېردي ژوندبه يې له تكليفونو ډك وي خو خداي به ځيني راضي وي كه څه هم په طالبانو كښي ځيني داسي خلګ ننوتلي دي چي دطالبانو رنګ بدوي دطالب په نامه سره  غلط  كارونه كوي خو دغو خلګوته بايد دطالبانو په سترګه ونه كتل شي بلكه هغوي ته بايد يو منافق وويل شي چي دطالبانو په صف كښي ولاړدئ په هره زمانه كښي دمجاهدينوپه  ټولۍ كښي منافقان او جاسوسان موجودوو٬ آن درسول الله صلي الله عليه وسلم دصحابه كرامو ومينځ ته لا منافقان ننوتي وو ٬ نو دطالبانو په مينځ كښي به  ولې نه وي؟
داوخت طالبانوته سوله هيڅ فايده نه رسوي ځكه مقابل لورئ يې كفردئ په سوله كښي خو وفا ضروري ده او څوك چي له كافرڅخه دوفا تمه كوي هغه  خپله كافردئ
دطالبانو برياليتوب په دې كښي دئ چي  دنړۍ دترټولو عظيم سپه  سالار خالدبن وليدرض داوينا عملي كړي چي وايي
٬٬٬
كه تاسي ووژل سئ او كه بريالي شئ په هرصورت كې به هيڅوك
له تاسي څخه الله جل جلاله ته ګران نه وي٬ اوكه چيري دجنګ
په حال كې له تاسي څخه سستي وشي پدې پوه شئ چي دنيا به  له تاسي څخه ځان خلاص كړي تاسي به په ډېره رسوايۍ دكفارو په لاس ووژل شئ او دقيامت ترورځې  پورې به
دالله ج له رحمت څخه محروم شئ بيا به تاسي په كوم مخ دالله ج او دهغه درسول صلي الله عليه وسلم سلره مخامخ كيږئ لاړشئ لاړشئ نن خپل مقصدته ځان ورسوئ
دېته پام وكړئ چي دالله دښمنان پرتاسي باندي دحملې قصدلري كه چيري هغوئ په كندوكې سرنګون كړئ څه كيږي بې له دې چي هغوئ به ماتې وخوري مګر كه خداي مكړه تاسي ماتې دركړي قسم په الله جل جلاله ٬ چي ستاسي هرشاته ايښودونكئ قدم په دوزخ كې دقدم ايښودلوسره برابردئ مخ ته ولاړشئ چي په هرقدم كښي مو په زرګونونيكۍ نغښتي دي٬ راځئ هرڅه چي غواړئ نن يې ولټوئ چي سبابه بيا نه وي پاتي
ــــــــ
په درناوي
محمدعلي عمري
مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۲ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۸:۵۱:۵۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


قلم
omari
قلم

قلم هغه سپيڅلې معجزه ده چي كله يې سړئ پخپل لاس كې ونيسي نو په سړي باندې خپل ځان پېژني په سړي جهان پيژني٬ په سړي يزدان ج پيژني سړي ته دا ورښيي  چي ازادي څه ته وايي  او دازادۍ په غېږه كې دخپلواكۍ ګلونه څومره وده كوي هو داقلم دئ چي خپل څښتن ته دا اجازه نه وركوي چي خپلې غاړې ته دغلامۍ پړئ واچوي بلكه خپل څښتن دازادۍ  هغه ګلبڼ ته بيايي چيرته چي ظلم نه وي چيرته چي كركه نه  وي چيرته چي دحسد ريښي په بېخ كې پرې وي ځكه خو قادر خداي ج لومړئ قلم پيداكړو اوبيايې ورته وويل چي ليكل وكړه٬
هغه هېواد چي  په خپل جېب كښي يې قلم پروت وي هغه تل وياړي هغه بې اختياره دازادۍ نعرې وهي
اوپه خپله غېږه كې پراته وګړي ديته نه پريږدي چي پردي ورباندي خپله بدمعاشي وچلوي
٬٬٬
شعر٬محمدعلي عمري
نظم
 دسهار اته بجي دي
لمرپاشلې پلوشي دي

راوتلئ له خپل كوره
له  وهــلو اوله زوره


ورته ګورم په ژړا ده
لـه ادې يــالــه بابا ده




ګوري ګوري هرځل شاته
دخپل كــور دوره وخواته




ورســره دي كتــابونــــه
په ورو ورواخلي ګامونه





دهـدف خواته روان دئ
داهـدف علم عرفان دئ




عمــري ورته دعاكړي
دادعـا په بسم الله كړي



خدايه ته يې بريالئ كې
داماشوم دكارسړئ كې
٬٬٬
په غرنۍ پښتنه مينه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ دى ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۵۱:۱۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است