هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

غزل . دريا خان حقمل
image-wallpaper-preview-Beautiful-Flowers-Crocus-Cartwrightianus-Flowers-Ni739225
غزل . دريا خان حقمل

ځان لــــــكه د پير بابا ملنګ په خوب كي ووينم
زه چي د جانـــان الوتي رنګ په خوب كي ووينم
شېخه! د دې خوب مانــــا به څه وي راته ووايه
ټوله ورځ ځنګېږمه چي بنګ په خوب كي ووينم 

ګران افغانستان په لـــــه دې وروسته سوله راولې
هر سهار غمجن يمه چي جنګ په خوب كي ووينم 

تا كه په ګودر كي لـــــــه همځولو سره ياد كړمه
ځان به د كلا تر څوكي دنګ په خوب كي ووينم 

كله به زمـــــــــــا د سوي زړه ښېرا قبوله سي
كله به داستاسي كلي ړنګ پــه خوب كي ووينم 

درياخان حخقمل
سهيلي پښتونخوا سنجاوۍ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۱:۴۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ٫ محمدعلي عمري
omari
شعر ٫ محمدعلي عمري

نظم

وايــــه ته څنګه لـــــــه ماسره ملګرئ
چي مانـــه ئې هيڅ وخت ځانته رابللئ

ډېر كلونــــــــه دي تيرشوي راسره ئې
خبر نه يم چي روڼا او كــــــه تياره ئې

خلګ بېل بېل تعريفونـــــــــه كوي تاته
زه ئې وينـــم چي راغلي دي ومـــــاته

ځيني وايي پـــــه دنيا كي چي سړئ وي
دهغه ژوندون بــــــــايد لــــكه غمئ وي

خوشحالي يې بايد هر وختې پر كوروي
دكاله مېرمن يې هــم دسپوږمۍ خوروي

ځيني نـــــــــــور بيا په يو بـله عقيده دي
نه يې ښه راځي لـــــــه تا او نــه خفه دي

هغوي وايي دلتــــــــه شته لــوړې ژورې
دهـــــــــر چا دقسمت خپــــــلي دي وزري

چاتـــــــه دغه دنيـــــــا سر تر پايه اورسي
چاتـه جوړې خوشحالۍ په هر يو لور سي

خوـــــوهان بيـا چي نظر يې دئ په تاكي
ښې څېړلئ يې پـــــــــه دې لويــه دنيا كي

دوئ څېړلئ وزن ستا ترغرونو دروند دئ
وايي زړه ته سي دچـــــــــا ورسي توند دئ

وهدف تــــــــه رسيده ستا تـــــــر شا ويني
ستا په هر پړاؤ كي نــــــــوې بـــريا ويني

دپــــــــــوهانو وروستنۍ خبـــــــــــره داده
اوريدلې لـــــــــه استاذه ځخه چي مـــــاده

استاذ وويل چي زمــــــــــا دسترګو توره
دپوهــــــــانو دا خبــــــر ډكه لـــه زوره

هغوئ تـــــــل پــر لاره ږدي ګامونه سم
چي ملګرئ يــــــې وي ټول عمر كي غم

په مينه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۸:۴۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ درويش دراني
hv_Ni728146
شعر٫ درويش دراني

آخر ستا دمجلس وړ شوم

هيڅ مرام نه ؤ دژوند زما په وړاندي
آواره ومه پر خوشو لارو باندي
په خولو مي وي دتن جامې خيرني
لاس خيرن څهره خيرنه پښې خيرني
په دې حال كي ته راياد شوې خوږه ياره
وليدو ته دي شوم دېر زيات بېقراره
په دې باندي ګوره ته څنګه خبرشوې
په احوال زما دزړه څنګه خبر شوې
درطلب دي كړم دربار ته هغه وخت زه
يوځاي كښېناستم له تاسره پر تخت زه
ستا دربار په خوشبويي او رڼا ډك ؤ
درباريان دي لكه ستوري دفلك ؤ
زه سپېره ددې روښانه ځاي وړ نه وم
زه خيرن ددې ماڼۍ په خداي وړ نه وم
شرمنده په خپل صورت او په خپل رنګ شوم
په محفل كي دي په لږ ساعت كي تنګ شوم
تر احساس دكمترۍ شوم داسي لاندي
لكه پروت چي مي آسمان وي پر سر باندي
په دې حال باندي مي ته هغه دم پوه شوې
په خواري زما دزړه هغه وخت پوه شوې
اجازه دبيرته تګ دې راله راكړه
دروازه دخپل محل دي ماته وا كړه
زه په داسي تلوار ووتم جانانه
لكه خلاص چي څوك بندي شي له زندانه
په ګړځونو باندي ډكه خړه پړه
وه ولاړه يو طرف ته زما جونګړه
پكي ناست ومه ګوښه زه له عالمه
بېګانه هم له ښادۍ وم هم له غمه
په دې حال كي ته راياد شوې خوږه ياره
وليدو ته دې شوم ډېر زيات بېقراره
په دې باندي ګوره ته څنګه خبر شوې
په احوال زما دزړه څنګه خبر شوې
پټ په سپينو پلوشو لكه لمر راغلې
وجونګړې ته زما برابر راغلې
دشودو په ډول سپين ستا پښې او لاس وو
تر هيندارو دي صفا مخ او لباس وو
دازما سپېره جونګړه ستا وړ نه وه
په راتګ سره دي ډېر زيات پرېشان شوم
چرته كښېنومه تا ؟ دې ته حيران شوم
تر احساس دكمترۍ شوم داسي لاندي
لكه پروت چي مي آسمان وي پر سر باندي
په دې حال باندي مي ته هغه دم پوه شوې
په خواري زما دزړه هغه دم پوه شوې
سمدستي دي رخصت واخست او روان شوې
چي له سترګو مي په كوم ساعت پنهان شوې
په هغه ساعت مي ساشوه داسي سمه
لكه څوك چي له بلا خلاص شي صنمه
وو په خيال كي مي جنګ زخم٫ وينه تُوره
مخامخ راته پرته وه سپينه تُوره
په دې حال كي ته راياد شوې خوږه ياره
وليدو ته دي شوم ډېر زيات بېقراره
خو خبر كړمه يو چا په دې خبره
چي وتلے يې سره دخپل لښكره
ته دخپلو دښمنانو په ضد جنګ ته
بس نو ماهم توره واچوله څنګ ته
په تازيله مخ په وړاندي درروان شوم
دمېدان پر طرف باندي درروان شوم
هلته ما له تنه بېل كړل ډېر سرونه
په نېزه باندي مي ګېل كړل ډېر سرونه
خو آخر ددښمن چل راباندي جوړ شو
وږےتېغ يې په سرو وينوزما موړشو
سره زخمونه مي شَوَه شول وسينې ته
ګوره چا دغه وخت دروړم ستا خيمې ته
تاپه خپله غېږ كي ځاي وماته راكړ
ګويا تخت دجهان خداي وماته راكړ
په ورو ورو مي دزړه حال وايه وتاته
هرجواب مي دهر سوال وايه وتاته
په خبرو كي مي ډېر زيات اعتماد وو
په دې فكر مي دذهن دښت آباد وو
چي په وينو ستا دپاره نن ككړ يم
نو ارومرو به ستا دمجلس وړ يم
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۴:۲۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ درياخان حقمل
hv_Ni760252
شعر٫ درياخان حقمل

غزل

سي شپــــــه پخه سي هغه تـــل داسي خوبونه ويني
مولابــــه خير كړي كابـــــــل داسي خوبونه ويني

بيا بــه له اوښكو سره نــــــه ځي له خمارو سترګو
دغره رانجه او تــــــور كجل داسي خوبونه ويني

زمــــــــوږ دكلي دزيارت ملنـــګ درواغ نه وايي
اوربه وي بل ستا پـــه درشل داسي خوبونه ويني

زړګيــــه څو ورځي لانوري هم لـــــږ صبر وكړه
بس دئ راغلئ يې اجل داسي خوبـــــــــــونه ويني

كېداي سي شونډي ستـــــا په شونډو باندي ولګوي
بخت يې ويښ شوئ دئ حقمل داسي خوبونه ويني

درياخان حقمل
سهيلي پښتونخوا سنجاوۍ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۱:۰۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ٫ استاذ حقيار
hh_Ni325605
شعر ٫ استاذ حقيار

غزل
ټـــاټوبئ دزړګي مې كـــــړ خداي ستا دكوركوڅه
شوه ځكه رانه پــــاته دبل چا دكـــــــــــوركوڅه

هرچا پر خپل نوبت دئ نوك وهلئ په ګودركي
هرڅوك غواړي دخپلې محبوبـــــــا دكوركوڅه

دامينه ده چي موږ تـــــــــه دښكلا سبق راښيي
راپيژني په مينــــــــــــــــــه دروڼا دكوركوڅه

دچا چي عقل نه وي ړوند څاري دذوق په سترګو
دعلـــــــــــم او عــــــــرفان او خبرتيا دكوركوڅه

رويبــــــــــاره كــــــه هرځاي پــر نازولو پېښېدلې
ورښيــــــــــه دحقيار عصمت الله دكــــــــوركوڅه

حقيار كوټه
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۲۷:۲۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است