هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۴) 8: متي العربي:تاسي دعيسي عليه سلام كتاب (بايبل) نه مني نوتاسي اوستاسوقران دعيسي عليه سلام اودهغه دموردوښمنان ياست؟ ځواب: په قرانكريم كي دحضرت عيسي عليه سلام نوم (25) ځله راغلي دي، اوحال داچي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نوم پنځه ځلي راغلي دي، نوموږئې څنګه دوښمنان يو؟، دبي بي مريمې رضي الله عنهانوم په قرانكريم 34 ځلي راغلي دي اوحال داچي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم دمورنوم يوځلي هم نه دي راغلي، نوموږئې څنګه دوښمنان يو؟ په قرانكريم كي 19 سورت دحضرت عيسي عليه سلام دموردبې بي مريمې په نامه سره دي(سورت مريم)، اوحال داچي په ټول بايبل كي دمريمې په نامه سره كتاب ياسورت نشته؛ اوبله داچي الله جل جلاله وموږته دبي بي مريمې په هكله وايي چي: وَإِذقَالَتِ المَلئِكَةُ يمَريَمُ إِنَّ اللهَ اصطَفَكِ وَطَهَّرَكِ واصطَفَكِ عَليَ نِسآءِ العلمِينَ(ال عمران 42) ژباړه: اوهغه وخت يادكړه چي پرښتووويل: اي مريمې، بې شكه چي ته الله غوره كړي ئې اوته ئې پاكه كړې ئې اودټول عالم پرښځوئې غوره كړې ئې۔ په هغه وخت كي بي بي مريمه رضي الله عنهاالله جل جلاله دټولې نړۍ پرښځوغوره كړې وه، دازموږدقران ويناده، نوقضاوت اوس ته وكه چي قرانكريم اوامت مسلمه دحضرت عيسي عليه سلام اودبي بي مريمې رضي الله عنها دوستان دي اوكه دوښمنان؟؟ قرآنكريم دبې بې مريمې رضي الله عنهادپيدايښت اوودې ته دبې موسمه ميوواوددې نورې ښې ګڼې داسي بيانوي: إِذقَالَتِ امرَأَتُ عِمرانَ ربِّ إِِّنَِي نّذَرتُ لَكَ مَافِي بَطنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّل مِنِّي إِنَّك أَنتَ السَّمِيعُ العَلِيمُ(۳۵) فَلَمَّا وَضَعَتهَا قَالَت رَبِّ إِنِّي وَضَعتُهاأُنثَي واللهُ أَعلَمُ بِمَاوَضَعَت وَلَيسَ الذَّكَرُ كَا لأُنثي وَإِنِّي سَمَّيتُهَا مَريَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَابِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَيطن ِالرَّجِيمِ (۳۶) فَتَقَبَّلهَا رَبُّها بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَانَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيهَا زَكَرِيَّا المِحرَاب وَجَدَعِندَهَارِزقًا قَالَ يمَريَمُ أَنّي لَكِ هَذَا قَالَت هُوَمِن عِنداللهِ إِنَّ اللهَ يَرزُقُ مَن يشآءُبِغَيرِحِسَابٍ آل عمران (۳۵ـ ۳۷) ژباړه: (يادكړه اي محمده!) هغه وخت چې وويل (حني) ښځې دعمران چې اي ربه زمابېشكه زما، نذركړي مي دي تاته هغه شي چې په ګيډه زماكښې دي، حال داچې هغه به آزادوي (له نورومشاغلو دبيت المقدس خدمت ته) پس قبول كړه ته (اي ربه! دانذر) له مانه بېشكه ته چې ئې هم داته ئې ښه اورېدونكي (دګردو(ټولو) اقوالو) ښه عالم (په ټولواحوالو، پس كله چې وئې زېږاوه هغه (نذر) نو وويل (حني) چې اي ربه زما بېشكه زه چې يم ومي زېږاوه هغه (نذر) حال داچې ښځه(انجلۍ) ده، اوالله ښه پوه دي په هغه شي چې زېږولي ؤدې(حني دعمران ښځې)، اونه دي نارينه (چې حني غوښتي ؤ له پاره دخدمت دبيت المقدس) په شان ددې ښځې (انجلۍ). اوبېشكه مانوم كښېښود ددې مريمه اوبېشكه زه پناه وركوم دې ته په تاپوري اواولادددې(مريمې ته) له شيطان مردود(ترټلي شوي) نه، پس قبوله كړه دا(مريمه) رب ددې(دنارينه په ځاي) په قبلولوښوسره او زرغونه ( لويه) ئې كړه په زرغونولو(لويولو) ښوسره او(الله) كفيل وګرځاوه دې لره زكريا عليه السلام؛ هركله به چې ننوت دې ته زكرياپه محراب(عبادت خانه) كښې نوموندله به ئې له دې( مريمې) سره څه روزې (يعني مېوې دژمي په اوړي، اومېوې داوړي په ژمي كښې)، وويل (زكريا) اي مريمې له كومه (راغلې) ده تاته داروزې؟ وويل(مريمې زكرياته) چې دا(روزې) له طرفه دالله ده، بېشكه چې الله روزې وركوي هغه چاته چې اراده ئې وكړي (دروزۍ وركولوئې ډېرپرېمانه) بيحسابه. اوس ته لږدفكراوعقل څخه كارواخله چې اياموږئې دښمنان يواوبرعكس كه دوستان؟؟؟ قسم مي دي په هغه رب وي چې دټولوكائناتوخالق اومالك دي كه ستاسوپه شان يوعيسايي راهب هم دحضرت عيسي عليه السلام اودبې بې مريمې رضي الله عنهاګستاخې وكړي نواسلام يواځني هغه الهي دين اوقانون دي چې ستاسربه له تنه جلاكړي. اوبل داچې يومسلمان مسلمان كېداي نشي ترڅوپرنبوت دعيسي عليه السلام اقرارونكړي اوايمان رانه وړي، اودبې بې مريمې رضي الله عنهاپرعفت اقرارونكړي اوايمان پررانه وړي ؛ دمسلمانانوپردې ايمان دي چې عيسي عليه السلام يولوړپېغمبرؤاودي حق وو،دهغه ټولې معجزې په قرآنكريم كي ذكرشوي دي : وَرَسُولاً إِلَي بَنِي إِسرآءِيلَ إَ نِّي قَدجِئتُكُم بئايَةٍ مّن رَّبِّكُم إَ خلُقُ لَكُم مِّنَ الطِينِ كَهَيئَةِ الطَيرِ فأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيرًابِإِ ذنِ اللهِ وَأَبِريءُ الأَكمَهَ وَالأَبرَصَ وَأُحيِ المَوتَي بإَذنِ اللهِ وَأُنَبِّئُكُم بِمَاتأ كُلُونَ وَمَاتدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُم إنَّ فِي ذالكَ لأَيَةَ لَّكُم إن كُنتُم مُّؤمِنِينَ آل عمران (۴۹) ژباړه: او(لېږلي ئې موږ اي عيسي) رسول طرف دبني اسرائېلوته (چې وايه دوي ته) بېشكه زه په تحقيق راغلي يم تاسي ته په لويه علامه له ربه ستاسي څخه. بېشكه زه جوړوم تاسي ته (اي بني اسرائېلو) ! له خټوڅخه په شان دشكل دمرغه نوپوكوم په دې (شكل) كښې پس كيږي (هغه شكل) مرغه (الوتونكي) په اذن دالله سره، اوروغوم مورزاده (پيدايشي) ړونداوپيس اوژوندي كوم مړي په اذن(حكم) دالله سره. اوخبروم زه تاسي په هغه شي چې تاسي (ئې) خورئ او(خبروم زه تاسي) په هغه شي چې تاسي (ئې) ساتئ په كورونوخپلوكښې، بېشكه په دي (معجزو) كښې هرومرونښانه ده تاسي ته كه ئې تاسي مومنان (يقين لرونكي زماپه نبوت). په اسلام كي دسيدناحضرت عيسي عليه السلام مرتبه ډېره لوړه ده اوقرآنكريم پردې ګواه دي: إِذقَالَتِ المَلئِكَةُ يمَريَمُ إِ نَّ اللهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنهُ اسمُهُ المَسِيحُ عِيسَي ابنُ مَريَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنيَاوَالأَخِرَةَ وَمِنَ المُقَرَّبِينَ(۴۵) وَيُكَلِّمُ النَّاس فِي المَهدِوَكَهلاً وَمِنَ الصلحِينَ آل عمران (۴۵، ۴۶) (يادكړه اي محمده!) هغه وخت چې وويل ملائكې(جبرائېل) اي مريمې بېشكه الله زيري دركوي تاته په يوې كلمې سره چې له طرفه دده نوم دهغه مسيح عيسي ځوي دمريمې دي په دي حال كښې چې مرتبه والادي په دنيا كښې(په اطاعت اونبوت) اوآخرت كښې (په رفعت اوشفاعت) او(دالله) له مقربانوڅخه دي؛ اوخبرې به كوي له خلقوسره په مهد(دمورپه غيږياپه ځانګوياپه طفوليت ) كښې اوپه كهولت (پوره عمر) كښې اوله صالحانوڅخه به وي. اوس تاسي پرېكړه وكي چې موږئې دوستان يواوكه دوښمنان؟؟؟ 9: متي العربي: ستاسي په قران كي 113 ځلي تثلث راغلي دي اوهغه داچي (بسم الله الرحمن الرحيم) الله يو خداي دي، الرحمن بل خداي دي اوالرحيم بل دي، نوتاسي ولي تثلث نه مني؟ ځواب:داته خطاوتلې ئې په قرانكريم كي 99 دخداي نومونه شته لكه: الباري، السلام، المصور، العال، الغفار، القدوس، الستار، المومن، المهيمن ۔۔۔۔۔ بې وقوفه داټول دخداي پاك صفتونه دي، اودخداي لپاره يواځي لفظ د(الله ) راځي، دغه خداي رحيم هم دي ، رحمن هم دي اوقادرهم دي اوداسي نور۔۔۔ ته اوس ديوه ډېرساده مسلمان څخه داپوښتنه وكه چي ستاسوپه قرانكريم كي 99خداي يان سته نودي به څه درته ووايي؟ دا99 ئې صفتونه دي اوهريوبېل بېل خداي نه دي۔ دازه دانسانانوپه ورځني استعمال كي درښيم اوهغه داچې يوه سړي چې تعليم كړي وي نو وهغه ته دبېلګې په ډول سره دده ټول القاب اومشخصات اوتخصص ليكل كيږي لكه: شيخ القرآن والتفسير دوكتورمفتي جامع المعقول والمنقول اشرف علي اوس شيخ القرآن هم اشرف علي دي، شيخ التفسيرهم اشرف علي دي، مفتي هم اشرف علي دي اوداسي نور... په مذاهب عالم كي والله جل جلاله ته ترزرو۱۰۰۰ زيات نومونه شته، نوددې دامطلب نه دي چې العياذ باالله ۱۰۰۰ خدايان شته. نوربيا... په خورااسلامي پاكه مينه ستاسوورور عبدالغفارجُبير ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۵ بهمن ۱۳۹۰ ساعت ۰۷:۲۸:۴۹ | آرشيو نظرات (0)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۳) 5: متي العربي: ستاسوقرانكريم خوهم يوسف علي ئې يوه ژباړه كړې، محمدپكتيال ئې بله ډول ژباړه كړي اومفسرين ئې هم يوشانته نه دي داڅنګه؟ ځواب:يوه ژباړه ده، اوبل ورژن دي،لومړي ژباړه وڅه شي ته وايي؟ ژباړه: د ژباړې مطلب داچي دهرعالم له خپله ځانه يوه توجه ده دهغه دعلم اوفكرمطابق،اويواځي ديوه متن اړول دي وبلې ژبې ته، خودقرانكريم پخپل يوه زبركي هم تغيرنشي راوستلاي، دشرق اوغرب قران يودي اوزه چيلنج دركوم كه دي دنړۍ په ټولوقران شريفوكي ديوه زبرپه اندازه سره بدلون پكښې پيداكي، اويوورژن دي چي د ژباړې څخه ښكاره توپيرلري،ورژن وبېل متن ته ويل كيږي؛ چې ستاسويومكمل كتاب په يوه بايبل كي شته اوپه بل بايبل كي نشته، ستاسوپه يوه بايبل كي دبېلګې په ډول سره (تثليث) شته خوپه بل بايبل كي نشته ودې ته ورژن (بېل متن) وايي۔ دعيسي عليه سلام صعودپه يوه بايبل كي شته اوپه بل بايبل كي نشته چې داورژن(Version) دي. يوبايبل ۷۳ كتابه اوبل۶۶ كتابونه دي چې داورژن دي، په ډېره ساده به دي سردرخلاص كړم، اوهغه داچي پروتستان دكاتوليكوعيسايانو(7) كتابونه پخپل بايبل كي نلري او مني ئې نه چې دادخداي كتابونه دي داولي ؟ داځكه چي دوي وايي چي دا(7) كتابونه الهي كتابونه نه دي اوداكتابونه په ناحقه سره په عيسايت پوري تړل شوي دي۔ لكه ديهوديت كتاب، لومړي مكابين اودوهم مكابين، طوبياه،باروك (باروخ)، اوداسي نور۔۔۔ 6: متي العربي:ستاسوپه قران كي راغلي دي ، چي خداي وايي چي ماعيسي عليه سلام مړكي اوحال داچي تاسي دعيسي عليه سلام صليب نه مني، هغه ايات دادي: وَسَلامٌ عَليَّ يَومَ وُلِدَوَيَومَ يَمُوتُ وَيَومَ يُبعَثُ حَيًّا (مريم 15) داولي نه مني؟ ژباړه: پرمادي سلامتياوي په هغه ورځ چې زه پيداشوم، په هغه ورځ چې زه مړشوم اوپه هغه ورځ چې زه بيرته راپورته شوم. ځواب: شاباس ستاسوپرعربي ژبې اورهبانيت باندي، تانه بخښونكي جرم وكي اوهغه داچې دقرانكريم ژباړه دي غلطه وكړه اوته بايددټوله امت مسلمه څخه بخښنه وغواړې، ددې ژباړه داسي ده: اوسلامتيا دي وي پرده باندي په هغه ورځ چي پيداشو اوپه هغه ورځ چي مري (په راتلونكي كي) اوپه هغه ورځ چي بياژوندي پاڅولې شي۔ دلته به ته زماسره بحث په (ßيَمُوتُ) كي كوې اوتاسي خلك په دې غولوي چي دادماضي(تيرې زمانې) صيغه ده اوحال داچي دادمضارع (راتلونكي ) زمانې صيغه ده، چي مطلب ئې داي چي كله حضرت عيسي عليه سلام (مري) په راتلونكي وخت كي اودده مرګ هغه وخت دي چي كله دي ددوهم ځل لپاره داسمانوڅخه راكښته شي ۔ اوپاته دي نه وي چي قرانكريم دحضرت عيسي عليه سلام ځړول په واضح ډول سره ردوي، چي وايي: وَقَولِهِم إِنَّاقَتلنَاالمَسِيحَ عِيسَي ابنَ مَريَمَ رَسُولَ اللهِ وَماَقَتَلُوهُ وَمَاصَلَبُوهُ وَلكِن شُبِّهَ لَهُم وَإنَّ الَّذِينَ اختَلَفُوافِيهِ لَفِي شكٍّ مِّنهُ مَالَهُم بِهِ مِن عِلمٍ إِلااتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَاقَتَلُوهُ يَقِينَا(النساء 157) ژباړه:اوددوي ددې خبرې (كبله) چي موږئې له شكه دالله رسول دمريمې زوي عيسي وژلي دي، په داسي حال كي چي دوي هغه نه ووژلي اونه ئې هم په دارځړولي دي، بلكي پردوي (دغه پېښه) همشكله (يوشانې) شوي وه، اوبې شكه هغه كسان چي دهغه په اړه ئې اختلاف كړي دي دهغه په اړه شكمن دي چي په دې هكله دګومان له پېروۍ څخه نورهيڅ كوم علم نه لري په رښتياچي دوي عيسي نه ووژلي۔ دقرانكريم څخه علاوه زه دبايبل تر۳۰ زياتوحوالودادرته ثابتوم چې حضرت عيسي عليه السلام نه دي ځړول شوي اوكه درته معلومي نه وي نوزه هرايات درته ښودلاي شم. 7: متي العربي: ستاسوپه قران كي راغلي دي چي خداي وايي چي ماعيسي عليه سلام مړكي اوروح مي پورته كي اوهغه ايت دادي: ياعِيسي إِنِّي مُتَوَفِّيك وَرَافِعُكَ إِلَيَّ (ال عمران 55) اي عيسي ته مي مړكړې اووخپل ځانته مي پورته كړلې. ځواب: ددوهم ځل لپاره دي ستاسوپرعربيت اوپوهې شاباس وي، پورتني كفراو بې عقلي دي بياتكراركړه تاسي خوبس ودې ته ناست ياست چي خلك په لوموكي راګيركي، خوالحمدلله الله جل جلاله زموږسره ملګري دي، دلته تاسي ددې ايات داسي ژباړه كوي چي الله واي چي مادحضرت عيسي عليه سلام روح واخيستي اوروح مي پورته كي، بلكي ددې ژباړه داسي ده: هغه وخت يادكړه چي الله وويل: اي عيسي بې شكه چي زه دې پخپله نېټه اخيستونكي يم( چي كله دي وخت پوره شونوروح دي اخلم په راتلونكي كي) اوخپل لورته دي پورته كوونكي يم۔ كه ددې ايات ومخكي اياتوته وګورونوموضوع به ښه روښانه شي اوهغه داچې كله چې يهودودحضرت عيسي عليه السلام دځړولوتكل وكړنوخداي پاك هم ورته تدبيروكي اوفرمايي: وَمَكَرُواوَمَكَرَاللهُ واللهُ خَيرُالماكِرِين(۵۴)إِذقَالَ اللهُ يَاعِيسي إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهَِرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا اوهغه كافرانو(چې دحضرت عيسي عليه السلام په خلاف) پټ تدبيرنيولي ؤ اوالله هم پټ تدبيرونيوي اوالله ترټولوښه تدبيركوونكي دي، (اودده تدبيرهغه مهال ومخي ته راغي) كله چې الله وويل: چې اي عيسي زه تاصحيح سالم اخلم(پورته كوم) اوخپل لورته دي پورته كوم اودكفارو(دتكليف) څخه دي پاكوم. (توضيح القرآن)ليكوال شيخ الاسلام محمدتقي عثماني ۱۹۸ مخ. تاسو دخپلوشوموموخوته درسېدلولپاره ماضي په مضارع اومضارع په ماضي تفسيروي۔ يوتوري په يوه اړوي اوبل توري په بل اړوي ترڅوخلك دوكه كي، چې داستاسوزړه ناروغې ده ؛ مخكني الهي كتابونه خوموتحريف كړل اواوس غواړي چې داالهي كتاب قرآنكريم هم داسي كړي چې داستاسوپه وس اوتوان كي نه ده ،داستاسوپه لاس ليكل شوي بايبل نه دي چې هرډول موخوښه وي په هغه بڼه سره ئې وليكي، داقرانكريم دي اودادالله جل جلاله كتاب دي، ددې كتاب يوټكي تاسي نشي بدلولاي؛ اوالله ددې كتاب دساتلوذمه اخېستې ده اووايي: إِنَّا نَحنُ نَزَّ لنَا الذِّكرَ وَإِنَّا لَهُ لَحفِظُونَ الحجر(۹) بېشكه مونږپخپله نازل كړي دي ذكر(پندقرآن) اوبېشكه چې مونږ دده خامخاساتونكي يو(له تزئيده تنقيصه اونورو) نوربيا... په خورااسلامي پاكه مينه ستاسوورور عبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۸ بهمن ۱۳۹۰ ساعت ۰۷:۲۰:۲۸ | آرشيو نظرات (0)
![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ بهمن ۱۳۹۰ ساعت ۰۱:۲۶:۵۲ | آرشيو نظرات (0)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۲) 4: متي العربي:ايادنړۍ په ميلياردوعيسايان چي په اوسني بايبل باندي ايمان لري دادخداي كتاب نه دي، اوتاسي ئې نه مني؟ ځواب:تاسي دتل لپاره دخلكوپه سترګوكي خاورې پاشي اوداسي ئې ړندوي چي دتل لپاره ئې دسترګواوزړۀ ديدختم شي،تاسي وخلكوته واياست چي موږيوبايبل لرواوحال داچي ترحساب تيردي، ستاسي كوم بايبل دخداي كتاب دي؟ دDuay (ډووې) بايبل چي دكاتوليكانوبايبل دي او(73) كتابه دي، ايادادخداي كتاب دي ؟ دKing James Version د(كينګ جيمزورژن) بايبل چي د(ډووې) څخه وروسته په 1611 ميلادي كال كي وليكل شواو66 كتابونه دي، ايادادخداي كتاب دي؟ ايادپروتستانوبايبل چي دRevised Standard Version (ريوايزډسټنډرډ ورژن) اصلاح شوي بايبل ايا دادخداي كتاب دي؟ اوپاته دي نه وي چي د(RSV) بايبل په سريزه كي ليكلي دي چي موږځكه دابايبل(اصلاح شوي بايبل) جوړكړچي په (كينګ جيمزورژن) بايبل كي ډېرې ښكاره اوغټې غلطيانې وي۔ داستاسوپخپلولاسونوليكل شوي كتابونه دي اودائې حالت دي اوس په دې بايبلوكي تاسي قضاوت وكي چې كوم يودخداي كتاب دي؟ وبل لورته دبايبل (۲۴۰۰۰) نسخې ۴۰ ليكوالانوليكلي دي اودوې نسخې ئې يوشانته نه دي داڅنګه دخداي كتاب دي؟!! زه به دټكرونويوڅوبيلګې درته وړاندي كړم، اوبياته قضاوت وكه چې ايادادخداي كتاب دي اوكه نه؟ ټكر# 1: داود چاوهڅاوه چي داسرائيلوجنګيالي وشميري؟ ا: خداي داكاروكي۔ (دوهم سمئول،24 باب، 1 ايات) ب: شيطان داكاروكي۔ (لومړي تواريخ، 21 :1) دنړۍ په هيڅ مذهب كي داسي نه ده چې خداي اوشيطان دي سره يوشي. ټكر # ۲: دجنګ لپاره څومره داسرائيلوجنګليالي پيداشول؟ ا: 800000۔ (دوهم سمئويل 24: 9) ب: 1100000۔ (لومړي تواريخ 21: 5) دايواځي دصفرغلطيانه ده اونه ئې داسي څه معمولي توپيرشته بلكې فرق ئې لكه دځمكې اواسمان. ټكر # ۳: په يهوداه كي څوجنګيالي پيداشول؟ ا: 500000۔ (دوهم سموئيل 24: 9) ب: 470000۔ (لومړي تواريخ 21: 5) ټكر# ۴: خداي خپل پېغمبردداوددترټلولپاره پرهغه څوكاله قحطي راوستله؟ ا: 7 كاله۔ (دوهم سموئيل 24: 13) ب: 3 كاله۔ (لومړي تواريخ 21: 12) ټكر# ۵: اخزيادڅوكالوووچي دده سلطنت پربيت المقدس پيل شو؟ ا: د 22 كالووو۔ (دوهم پاچايان 8: 26) ب: د 42 كالووو۔ (دوهم تواريخ 22: 2) ټكر# ۶: يهوياكين دڅوكالوووچي دبيت المقدس پاچاشو؟ ا: د 18 كالووو۔ (دوهم سلاطين 24: 8) ب: د 8 كالووو۔ (دوهم تواريخ 36: 9) كه ته وماته ووايي چې دادكاتب غلطياده اويوتوري ورڅخه پاته شوي اوياهم زيات شوي دي، نوزه درته وايم چې په هغه وخت كي عددپه توروليكل كېدل دي نه لكه(اتلس او اته)، اوپاته دي نه وي چې په هغه وخت كي هندسي عدد نه وو. ټكر# ۷: داود چي خپله نېزه پورته كړله څوخلك ئې مړه كړل؟ ا: 800 خلك ئې مړه كړل۔ (دوهم سموئيل 23: 8) ب: 300 خلك ئې مړه كړل۔ (لومړي تواريخ 11: 11) ټكر# ۸: داود كله دعهد صندوق وبيت المقدس ته راوړي دفلسطينيانوترماتې مخكي كه وروسته؟ ا: وروسته ۔ (دوهم سموئيل 5 او6) ب: مخكي۔ (لومړي تواريخ 13 او 14) ټكر# ۹: څوپاكې جوړې حيوانات حضرت نوح عليه سلام دخداي په امرسره وكښتۍ ته ورواچول؟ ا: 2 جوړې۔ (پيدايښت 6: 19، 20) ب: 7 جوړې۔ (پيدايښت 7: 2) ټكر # ۱۰: عيسي وبيت المقدس ته پرڅوحيواناتوولاړي؟ ا:پريوه ـ بهاڼ۔ (مراقس 11: 7، لوقا 19: 35) نوهغوي عيسي ته بهاڼ راوستي اوخپلې جامې ئې پرې واچولې اوهغه پرسپورشو۔ ب: پردووحيواناتو ـ بهاڼ اوخر۔ (متي 21: 7) دوي وعيسي ته بهاڼ اوخرراوستي اوخپلې قباګانې ئې پركښېښودلې اودي پرسپورشو۔ داخولس ټكرونه دي، اوداسي ترسلوزيات دي، ودې ته ستاسوځواب څه دي؟ اياديوه ښه عقل څښتن به داومني چې دادخداي كتاب دي؟ دبنده په يوه ليكل شوي كتاب كي دومره ټكرونه نشته نودخداي په كتاب خوئې امكان نشته ؛ لهذادادخداي كتاب نه دي. نوربيا... په خورااسلامي پاكه مينه ستاسوورور عبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ دى ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۵۲:۲۸ | آرشيو نظرات (0)
څلوريځي رســــول ويــــلي زمــــــا يارانو ياست لكه ستوري زما اصحابانو په ورځ دحشركه څوك ماغواړي يم به په مېنځ كې دفقيـــــــــرانو څلوريځه هغه ووكــــړي ډېــــرډېرلوظونه ځكه مووركــړوخپل خپل ووټونه دواك تـــرپـــولې مــــوږ رسولئ اوس ورته ناست يو مروړولاسونه په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوامسلم باغ omari.zabul@gmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ دى ۱۳۹۰ ساعت ۰۱:۳۱:۱۹ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|