هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
څلوريځي٫محمدعلي عمري څلوريځه سړئ سم دم وړي وبل جهان تـــه څلوريځه داستا ځواني هم نن سره غوټۍ ده په درنښت
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۱:۲۲ | آرشيو نظرات (0)
![]() څلوريځه دابليس په كوركي جوړ شي يـــــــو لوي غم سَــــــړولو ته ئې نـــــــــــــه جوړيږي چــم دغه غم ئې نور دوستان هم ځپي هــــــــــله چي څوك وركړي دماشوم لاس كــــــي قلم څلوريځه كه څوك يادكړي دزړه كـــــــوركي يا الله دا بــــــــهتره تر دنيـــــــــــــــــا او ما فيها څښتن هرڅه اوري هر څومره چي پټ وي سليخ لاړ دتسپـــــو نه لري معنــــــــــــــي په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۸:۲۰ | آرشيو نظرات (0)
![]() شعر٫ محمدعلي عمري غزل داژونـــدون ټوله ورتـــــه دارشي آخر بېل سي له چا خپل شيرين يار شي آخر دغم پر سرغم چي راتيـــركړي سړئ له هغه پس نـــــو بيا هوښيارشي آخر دخداي نظام ګورئ دكار سړئ وي ژر دسپيرو خـــاورو پكار شي آخر چي نيك عمل يې نه وي څه فائده كا جوړكه پر قــــــــبر يې مزار شي آخر وي په كوم كلي كښې چي امن وروري ډېرپه لنډوخت كې ترې جوړښارشي آخر څومره به خوندوكړي چي زموږ پر وطن ورك دبـــارودو تـــورغبــــارشي آخـــر عمــــــــري ستاكورتــــه راغلئ غاصب خداي خودې وكــــــړي شرمسارشي آخر په پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۲:۱۳ | آرشيو نظرات (0)
![]() يو سر په يوه غمي ماشوم زُوي دهغې كونډي چي ځلمے شو ددې وړ شو چي دپلار ميراث خوندي كړي نو دې مور هغه پېسې په كوتو وركړې چي له پلاره ئې په مرګ وې پاته شوي پردې كونډي كه هر څو خوارۍ او لوږي وې راغلي دكونډتون په دغو شپو كي دې وروړے دې پېسو لره لاس نه ؤ وې له ځانه ئې لاهم پټي ساتلي چي وخت راغےنو يتيم زُوي ئې خبر كړ دمړه پلار دا امانت ئې په لاس وركړ ٫٫٫ امانت چي مړه پلار دغه ځلمي ته په لاس ورغلے٫ داوخت نو هغه وخت ؤ چي چنګيز او دهغه درنو لښكرو وطنونه ؤ په مخه را اخيستي اوبَول ئې په سرو وينو اولسونه دا مهال ئې ددُوي خاوره وه په وړاندي دداهسي لُوي لښكر يَوه دسته شوه يوه ورځ ددُوي په سيمه هم ورګډه او لګيا شوه په لوټلو٫ په وژلو په لږ وخت كي ئې سپېرې كړې ډېري مېني چي هر څه په لاس ورتلل هغه ددُوي وو ډېر مالونه ئې را غونډ كړل لور له لوره خو له چا سره چي نغدي څه پېسې وې هغو ټولو ددې كونډي دزُوي رنګه له دښمنه كړله پټه دغه پنګه ٫٫٫ چي له چا څخه دا پنګه دُوي كړه پته دا دهغه لُوي لښكر يوه دسته وه چي ددُوي هېواد ئې ټول ؤ لاندي كړے ؤ باچا ئې هم له تخته ګرځولے دلته هلته هغه ځغاست په تېښته تېښته دوه زامن ددې باچا په دا ناورين كي ددُوي سيمي ته راورسېدل داسي چي دپلار دخزانې ډېر زيات غمي ئې هم له ځانه سره راوړل مګر دلته دواړه ورغلو په لاس ديرغلګرو هغو تېره كړه چاړه ددُوي پر غاړه ترې قبضه ئې كړأ دا ښكلي غمي واړه ٫٫٫ دې دښمن لره چي ورغلل په ګوتو دغه هومره ښه غمي ٫ نو هغو وكړ دا اعلان چي دُوي له دې ځايه روان دي خو تر تګ وړاندې يو كار لري په نيت كي هغه دا چي دغه ښكلي غمي خرڅ كړي دا غمي كه وو هر څو دګرانې بيي دُوي ورولګول خلګوته ارزانه خلګو وګڼله دا په خپل خپل فكر چي ليدلي دې تا تارو هيڅ هم نه دي په ارځښت ددې غميو څه پوهيږي دا په نغده پيسه باندي خوشحاليږي كه څوك نغده پيسه دُوي ته په لاس وركړي نو بيا داخبره نه ښكاريږي ګرانه چي دا ټول غمي ترې واخلي په ارزانه ٫٫٫ په ارزانه چي غمي خرڅېدل پيل شول نو دډيرو خلګو زړه ورته نرے شو چي ئې وې خپلي پېسې پټي ساتلي دغميو سوداګرو ته ئې راوړې مخ په مخه ئې سودا ورسره وكړه چي ئې بيه ديوه غمي درلوده هغه واخيست يو غمے او ترې روان شو چي څلور غمي به كوم چا اخيستے شول د هغه به وو څلور غمي په لاس كي په در رنګ دلته خبره وه تروسه چاچي څومره وس درلود په هغه شمېر ئې غمي اخيستو او ووت به له ميدانه پاي دكونډي زُوي هم خپلي پېسې راوړې كوم غمي چي اخيستل دده په وس وو هغه دوه يا څلور نه وو پوره لس وو ٫٫٫ يرغلګرو چي غمي ارزانه وركړل په دې چل ئې هغه خلګ ټول معلوم كړل چي پېسې ئې وې له دُوي پټي ساتلي په دې خيال چي څوك بيا دارنګه ونه كړي يو ځل بيا ددُوي له اړخه اعلان وشو په اعلان كي ئې ويل چي موږ تا تار يو په خپل ژوند كـي مو ليدلي هيڅ هم نه دي په ارځښت بــــاندي دشي سم نه پوهيږو ددې خپلي نـــــــــــاليــــده ورځي له لاسه په ارزانه ټـــــول غمـــي راڅخه ولاړل دا غمي پــــــــــه ګــــرانه بيه بيرته اخـــلو ديوه غمي پـــــــه ځاي كـــــي به هرچاته وركــــوو پرېـــــكړے سر دانسان دلته پــــــــه دې رنګ ئې بيا سودا كړله روانــه چـــي دـــا كره به هر څــــــومره غمي وو پــــه هغه حساب بـــه دُوي دتېغ په څوكه دهمـــــدغه كور دخلـــــكو لــــــــــه بدنه بــــــــــېلولې كـــــكرۍ او بيـــــــــا ئې بيرته دهمـــدغه كور تــــــر ټولـــــو مشر كس ته دغمــــــــيو په بـــــــدل كي وركـــــــــــــولې چي دكونډي كـــــره دا سوداګر راغــــــلل دهـــــــــــغې دزُوي سر يـــو او غمي لس وو سودا ګـــــــرو ويـــــل دا سر داسي سر دے چي قيمت ئـــــې تر يوه غمي ډېر زيات دے په يــــــــــــــوه غمي ئې نــــه وركوو چا ته خــــــــــر څوو ئې پـــــــه پوره لسو غميو بيـــــــا ئې پرې كړ دغــــه سر په تېره توره لس غمي ئې لـــــــه دې كونډي كړل تر لاسه او دزُوي پرېــــكړے سر ئې پـــــه لاس وركړ دهــــــــــــغې تــــــــــــر خلې ختلې سوي چيغي او ويل ئـــــــــې زه يـــــــم څومره بد نصيبه چي پېسې مي وې ټول عمــــــــر خوندي كړي پـــــــــــــه هغو مي نن دخپل بچي سر واخيست پـــــــر وږو مي دوير څومره لُوي غر واخيست ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۲۰:۰۳ | آرشيو نظرات (0)
![]() څلوريځه زړونه جوړول كوو دزړونو پيوستون غواړو موږ دخپلو خلګو پر يوه خبر تړون غواړو دا پراته وګړي به راټول كړو پر يوه ټغر نه منو نفاق داتحاد پر لار سمون غواړو څلوريځه خپلي سترګي خپل زړګئ به دې په نام كړم هر سحر هر مازيګر به دې سلام كړم اې خالقه داسي نه چي ګنهګار شم دخيبر دښكلو خلګو دې امام كړم په درناوي محمدحيدر وقار سهيلي پښتونخوا مسلم باغ افغان كډوال پنډ غالئ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۱۲:۰۱ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|