هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
![]() ماشوم ته شعر ٬٬٬ شعر تــــه دموروپــــلار خدمت كړه هــــــله هلـــه خپل همـــت كړه ستــــا دمـــــور هــــره خبره ستا دپـــــــاره مـــــــــــلغلره پلار خو سيورئ ستا دسردئ ستــــا دپـــــاره لكه غر دئ تــــــه دنن ورځې ماشوم ئې خـــــو سباته به لوي نوم ئې عبث مــــه ګــرزه كـوڅوكي وبـــه لويږې پـــه تيارو كي سبق وايــــه ښه خواري كړه پدې كار لوي خداي راضي كړه ستا پـــــه لاس كي دي ګلونه كتـــــــابونـــه كتـــابــونــــه عـــلم نـــــور علـــم روڼا ده لويـــه ګټـــــه دعقبـــــــي ده عمـــــــري كــــــړئ بيان دئ هرماشوم ورته ډير ګران دئ ٬٬٬ په پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.zabul@yahoo.com ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۴۲:۰۰ | آرشيو نظرات (0)
![]() دپوهانو ويناوي ژباړه٫ ارواښاد استاد ګل پاچا الفت _____________ په ځان باور هرڅوك چي په ځان باندې اطمينان او باور لري خلګ دهغه ملګري كېږي خلك له قطعي او يقيني مطالبو سره مينه لري٫ نه له دلايلو سره دليل او برهان دوګړيو اندېښنې او پرېشانۍ زياتوي٫ اوس سادګي خوښوي او په ساده خبرو پوهېږي٫ خلكو ته بايد ٫ څنګه ٫ او ٫ څه راز ٫ ونه وايو٫ بلكې هو٫ يا ٫ نه ورته ووايو اوبس ــ اناتول فرانس ـــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ستاسې فكر ستاسې فكر چې هرڅومره وي تاسې هماغه ياست هېڅ امكان نه لري٫ چې څوك له خپل فكره لوي شي يا دخپل فكر له حدودو څخه تجاوز وكړي٫ مترلينګ ــــــــــــــــــــــــــــــ مرګ كه مرګ په دنيا كې نه واي هېچا به دژوندانه بار ته غاړه نه واي اېښې همدغه دمرګ وېره ده٫ چې موږ ژوند كوو او ددغه ډار په وجه تر زړښته پورې دژوندانه پېټي په اوږو وړو ٫٫٫ مترلينګ ٫٫٫ ـــــــــــــــــــــــــــــــ لوړه پايه په دغه جهان كې دهرچا دلوړېدو له پاره يوه پله او پايه په كار ده ٫ چې هغه درد او الم دي اناتول فرانس ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پآرلمان پارلمان ددولت زړه دي او دحكومت مثال لري چې په ټولو غړو يې فرمان چلېږي٫ كه دماغ له كاره ولوېږي سړي ژوند كولاي شي٫ لكه ليونيان او احمقان چې ژوندي دي ٫ مګر كه د زړه كار ونكړي شي٫ ژوند ختميږي ٫٫٫ روسو ٫٫٫ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ انساني سلوك انسان بايد هغه مينه٫ چې له نورو سره يې كوي له ډېره لوړ ځايه واخلي او په ډېر لوړ همت له نورو سره وچلېږي٫ ترحو چې ممكنه ده چې خلكو ته دعشق په نظر وګوري٫ نه ښايي چې دخپل ترحم او شفقت سيوري په چا باندې وغورځوي ترڅو چې دعدالت له مخې چاته څه وركولاي شي٫ نه ښايي چې داحسان له مخې چاته څه وبښي٫ ترڅو چې دچا احترام كولاي شې نه ښايي چې دهغه دلجويي او دلداري وكړې ٫٫ مترلينګ ٫٫ ـــــــــــــــــــــ دوستانه مناسبات سړي دځوانۍ په وخت دافكر كوي ٫ چي دانسانانو مناسبات په يوه ښه اساس او په حقيقي اصولو ولاړ دي٫ مګر كله چي دژوندانه يو څه مراحل طي كړي ٫ نوبيا پوه شي٫ چې بشري مناسبات بې له شخصي ګټې په بل شي نه دي ولاړ٫ هرڅوك چې ډېر مال لري او دلوړ مقام خاوند دي هغه په خلكو كي محبوب او محترم دي ٫ هغه بل چې دښه نيت او ښو احساساتوخاوند دي ٫ مګر په دوستۍ كې يې څه ګټه نشته ٫ څوك ورسره مينه نه لري هغه دوستي او هغه مينه چې شخصي ګټه او پټ مقاصد په كې نه وي ٫ دله ډېره لږه ده او له لږو خلګو سره ده ٫٫ شوپنهاور ٫٫ ـــــــــــــــــــ ګل وويل ګل بورا ته وويل٫ زه او ته تقدير يو تر بله بېل كړي يو ٫ زه دلته پاتې كېږم٫ مګر ته هرې خواته الوزې او هر لوري ته تلي شې ٫ سره له دې٫ ما او تا يو په بل پورې زړه تړلي او له خلكو نه لرې خوا په خوا ژوند كوو زه او ته دومره يو بل ته ورته يو چې كله ٫ كله دواړو ته ګل ويل كيږي٫ افسوس دي چې ته له نسيم سره پروازكوې ٫ او زه په ځمكه كې زنداني يم ٫ ما څومره آرزو لرله چې له تاسره والوځم او ستا په مخكې خپله خوشبويي خپره كړم ٫ مګر ته دومره لرې ځې چې زه درسره ملګرتيا نه شم كولاي٫ ته همېشه په ګلونو كي پرواز كوې ٫ زه يوازې دخپل سيوري ننداره كوم چې دلمر له ګرځيدو سره زما شا وخوا ګرځي٫ ته ځې او بيا راځې بيا بيرته ځې او دبل ځاي قصد كوې ٫ مګر ماوينې چې هر سحر پخپل ځاي ټينګ ولاړيم او اوښكي تويوم ٫ بورا ګله ٫ ددې له پاره چې زما او ستا يارانه ټينګه پاتې شي يا ته ما غوندې خپلې نيلې په ځمكه كې خښې كړه يا ماته بڼې او وزرونه راكړه چې تا غوندې والوځم اوله تاسې سره پرواز وكړم ٫٫ هوګو ٫٫ ____________ څه غواړم؟ دډېرو خلكو له پټو رازونو خبر شوم ٫ مګر له ځانه لا خبر نه يم ٫ زما سترګې ماته دومره نېژدې دي چې ما نه شي ليداي٫ زما زړه غواړي چې له ځانه څه قدر لرې شم او خپله څېره ووينم ٫ مګر دومره لرې نه لكه چې له غليم نه لرې يم ٫ اوس زما ډېر نېژدې دوستان هم له مانه ډېر لرې دي ٫ زه غواړم ددوست او دښةن تر منځ يوه فاصله ولرم ترڅو چې هغه څه په ځان كې وليداي شم ٫ چې په ماكې شته ٫ اوس پوه شوې ٫ چي زما زړه څه غواړي ؟ ٫٫ نيچې ٫٫ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ له هرچا نه لرې رټل او رټل كېده يو هم ښه نه ګڼم او له دواړو نه كركه لرم٫ دچا اطاعت نه شم كولاي او له چانه اطاعت هم نه غواړم ٫ هغه چې له ځا نه نه وېرېږي بل هم نه وېروي ٫ په نورو باندې هماغه څوك حكومت كولاي شي ٫ چې نور وېروي ٫ زه به څنګه دغه كار ته زړه ښه كړم ٫ چې دخپل ژوند په اداره هم نه يم خوښ ٫ زه غواړم چې دځنګله يا دسيند حېواناتو غوندې يوه شېبه ځان هېر كړم چېرته يوازې كېنم ٫ له خپلو لرې اوږدو روياوو سره مشغول شم ٫ خپل ځان له ډېر لرې ځايه دلته راوبولم ٫ له ځانه زړه وشكوم او بې له ځانه له بل چا سره څه مشغولا ونلرم ٫٫ نيچي ٫٫ ــــــــــــــــــــــــ تسلي دژوند پاڼه زېړه ده ٫ اوس تا تورو خاورو ته سپاري اي دخاورو اولاده ٫ مګر غم مه كوه ٫ ستا له خاورو نه به يو داسي نيالګي زرغون شي چې هر كال به نوي ګلونه نيسي او هر پسرلي به ستا په يادو عطرافشاني كوي ٫٫ روكرت ٫٫ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دشاعر خوشبختي دكلي رونق اوښتي دي ٫ دخزان سيلۍ ټوله ښكلا له ځان سره وړې ده ٫ مګر شاعر دتېرو په ياد خپل غم سپكوي دي فكر كوي ٫ چې له داسې بدايعو نه يوه ښكلې تابلو جوړه كړي ٫ چې هيڅ خارجي وجود نه لري دي رښتيا ډېر خوشبخت دي چې برباد شوي ښايست دخپل خيال په دام كي نيولي او ساتلي شي ٫٫ ايشندرف ٫٫ ــــــــــــــــــــــــــ راټولونكي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۸:۵۹:۴۹ | آرشيو نظرات (0)
![]() دغوټۍ زندګي ډيري شپي ورځي تيري شوي موسمونه واوښته راواوښته دسمندر دغاړي بادونو وريځي دځانه سره راوړي وريځو ددغه ځاي په حالت وژړل او اوښكي يې توي كړي داوښكو خوړونه شو او بيا ويالي شوي او وروسته دګل په ښاخ كي وچليدي٫ خداي ذده څومره علل او اسباب سره يو ځاي شواو څومره شرايط وجودته راغلل چي په دغه باندې دغوټۍ ټوله زندګي مرتبه شوه دسحرندي شمال په دي غوټۍ ورو ورو دشفقت لاس تيرولو دشپي پرخي ورباندي خپله دُر افشاني كوله چي څو دشمال په ډيره دلاسا ينه غوټۍ خپل شين داروڼ له مخه لري كړ دچمن طراوت دمرغانو نغمو داسمان دشين فضا لا انتهائيت دلمر زرينو پلوشو دسپوږمۍ مرنجو بيت دستورو مرمزو اشارو او دكائناتو نظام ته ئې وكاته او په نيمه خوله ئې وخندل چي څو بيا دې خوله خندا ته جوړوله لمر دماپښين ځاي ته راغلئ وو غوټۍ دده خواته مخ واړاوه او سر ئې ټيټ كړ كوم وخت چي لمر پرېواته كه لمر طلايې پلوشو سره دنسيم په لګېدو دغوټۍ نازكي پاڼي رپيدې دې دئ په داسي اواز چي ايله دشاعر دزړه غوږونو اوريدئ شو ويل چي پاكي ده تالره اې خالقه اې دكائناتو صانعه ستا عالم څومره ښايسته دئ څومره ګلالئ او څومره وسيع مګر اې خاونده زما دزندګۍ وار همدا وو٫ پس له لږ سكوته٫ باداره پاكي ده تالره راضي يم چي ستا دبې انتها ملك يو ډيره جزي برخه بر ما ښايسته شوه ستا دمخلوقاتو دسترګو طراوت وګرځېدم بلبلان راباندي وچوڼېدل بوراګان راباندي والوتل دسبا وږمې زما خوشبويي يووړه او خفه زړونه ئې خوشحاله كړل ديره ثنا ده تالره چي زه ګل يم او اغزئ نه يم په درناوي فضل الله عمري پيښور٫ آف ضلع مانسهره اچهړيا كيمپ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۸:۴۶:۱۲ | آرشيو نظرات (0)
![]() وخت هرڅوك دامني چي وخت سره زر دي او وخت هغه څه دئ چي انسان ديو ستر هدف وغيږې ته رسوي وخت نه يواځي دانسان تر ژوند پورې محدود دئ بالكه وخت دانسان تر ابدي ژوند پورې هم تړاؤ لري ديو دانا قول دئ چي وخت هغه هوښيار مرغه دئ چي كه ئې دمخ له لوري څخه دنيولو هڅه وكړې نو شونې ده چي وئې نيسې خو كه دشا له لوري ئې دنيولو هڅه كوې نه ئې شې نيولاي او هغه هوښيار مرغه درڅخه الوزي رابه شو ديته چي موږ څومره دوخت قدر كړئ يو استاذ چي ماشوم ته سبق وايي نو دده دپاره لومړئ فرض دا جوړيږي چي دغه استاذ بايد لومړئ دغه ماشوم دوخت په قدر و قيمت پوه كړي څو دماشوم زړه دا ومني چي له وخت په استيفاده كې خو زما ددنيا او آخيرت برياليتوب نغښتئ دئ داوخت نه يواځې دهغه چا دپاره ضروري دئ چي هغه ليك او لوست كوي بالكه ديو چوپان دپاره هم وخت ډير زيات ارځښت لري وخت چوپان ته دا وايي چي ته به سهار وختي له كلي څخه رمه باسې او مازديګر به يې كلي ته راولې دا وخت دئ چي بزګر ئې ديته مجبوره كړئ چي ته به پر خپل وخت باندې پټي ته اوبه وركوې تاسو ګورئ دوخت په ارځښت كې شپه او ورځ څومره ستر رول لوبوي خداي ج زموږ دپاره شپه دآرام او استراحت دپاره پيدا كړې ده يو څوك نه شي كولاي سي له شپې څخه دورځې كار واخلي ځكه چي له هر انسان سره ښادي او غم ملګرئ وي او دښادۍ او غم مراسم خلګ دورځې تر سره كوي نه په شپه كښې كه يو څوك تر نيمې شپې پوري ويښ وي او بيا سهار پر لس يوولس بجې له خوبه راپورته كيږي ښه نه كوي ځكه دا له وخت سره جفا ده تاسو ګورئ په نړۍ كښې تخنيك څومره پر مخ تللئ دئ دنړۍ تخنيك وانسان ته سهولت او آسانتيا برابروي خو موږ غلطه استيفاده ځنې كړې ده ښه پوهيږو چي ګرځنده تليفون ٫ موبائل ٫ ددې دپاره دئ چي سړئ خبري په وكړي په وخت دسفر كښې سړئ دمور او پلار له حاله ځان خبر كړي اوس موږ وينو چي دلس كلن ماشوم په لاس كښې به هم موبائل وي ا و په اصطلاح قمر ګله به پكې اوري داڅومره دوخت ستره ضائعه ده او بل دا چي دانسان په ايجاد كښې تر ټولو حيرانونكئ او دفائدې شئ كمپيوټر دئ چي دانسان دپاره ئې سل په سل كښې آسانتياوي برابري كړي دي له دې دومره لويې نړۍ څخه ئې كلئ جوړ كړئ دئ كه دغه ستره آله چي كمپيوټر دئ وانسان ته په اسانۍ سره دبرياليتوب لار ورښيي دغه راز ئې ډير ياران دبربادۍ وكندې ته هم ورټېل وهلي دي كه يو څوك وكمپيوټر ته دمدرسې او پوهنتون په نظر وګوري نوبيا آفرين ارومرو به هغه څوك بريالئ او سرلوړئ وي ٫ خوكه وكمپيوټر ته ديو سينما او شهواني آلې په نظر وګوري او دنفس پر تقاضا ئې استعمال كړي نو بيا سراسر دانسان دوخت دضايع كيدو ترټولو ستره آله همدا كمپيوټر دئ په هر صورت دوخت په قدر هغه څوك ښه پوهيږي چي وخت ئې له لاسه وتلئ وي ٫ كه موږ هر څومره په ټولنه كښې ټيټ خلګ يو خو كه دوخت قدر له موږ سره وي وخت به ارومرو موږ دبرياليتوب اوج ته رسوي نو راځئ چي تر وخت لاسونه تاؤ كړو او دا څو جملي عملي كړو چي وخت به ارومرو باچا كړي سړئ خو كه دوخت قدر پيدا كړي سړئ وخت به يو تت شاني خوځښت نه ګڼو وخت كله كله ډېر رسوا كړي سړئ ليكنه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۸:۳۵:۰۲ | آرشيو نظرات (0)
![]() ادبي ټوټه زه دژوند په ستړي سفر پر يوه ډېره ستړې لاره روان يم قدرت ماته دكوترې پشان پرواز نه دى راكړى چې دغه ستړې لاره په ډېر لږ وخت كې ختمه كړم . نن دوستانو هم راته شا كړه هغوي زما په دې ستړي ژوند ډير خوشحاله دي زه دغربت له يوه درانه پېټي سره دژوند پر ستړې لاره روان يم. زما دغربت پيټى هر چا ته دګناهونو پيټى ښكاري. همدې پېټي زما او زما ددوستانو تر مينځ ډيره لو فاصله را وستې. زه ډيرو كړولى او ډيرو دردولى يم . خو كله چې مي دغه پيټى پر اوږو كېښود اوس څوك زما په كړولو او دردولو كې فا يده نه ويني. داپېټى مي ورته توره بلا ښكاري ما داپيټى له خپلې شاعرانه حوصلې سره پردې ستړې لاره اخيستى دى. هغه وخت را تلونكى او ډير ژر به را ورسيږي چې داخپل پېټى له خپلې سترې حوصلې سره دخپل خالق په حضور كې كېږدم محمدعلي عمري مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ آذر ۱۳۸۹ ساعت ۰۸:۳۰:۰۱ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|