هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
شعر٬ محمدعلي عمري غزل سي پـــه نيمه شپــه پــــــه كارپسې وتلئ داسي ښكاري چي پــه يـــــارپسې وتلئ داښايست به يې څوزړونه راوړي كورته هغــــه بيـــــا دزړونـــــوښكارپسې وتلئ دپښتون پــــــركورسي چاكړئ ګوزاردئ لــــــه خپل كـــــوره پـــه تلوارپسې وتلئ ګمـــــان مـــكړه چي هغه به بريالئ شي لاريـــوه پــــــــــر بلــــه لار پسې وتلئ مورچي مــاشوم قراروي داورته وايي تاته خوږې راوړي ستا پلارپسې وتلئ داماشوم بــــــه عمري دكارسړئ شي سبق وايــــي هــــــرسهارپسې وتلئ په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوامسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۳۵:۰۶ | آرشيو نظرات (0)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۹) 9: سوال: دحضرت عيسي عليه داوينادانه ثابتوي چي دي خداي نه ووبلكې يورسول وو؟ زه پخپله هيڅ نشم كولاي زه فيصله كوم څنګه چي ماته ويلي شوي دي اوزما فيصله هم دانصاف ده ځكه چي زما مقصد زمادمرضې نه دي بلكي دهغه مرضي ده چي زه ئې رالېږلي يم۔ (يوحنا ۵باب ۳۰) بل ځاي حضرت عيسي عليه سلام وايي چي (زماخداي ترمالوي دي)، اوهغه ترټولولوي دي؛ عيسي وويل: آياماتاسوته دانه وه ويلي چې كه تاسوايمان لري نودخداي جلال به وويني،نوهغوي ډبره ليري كړه بياعيسي پورته وكتل اووئې ويل اي ربه! زه ستاشكراداكوم زماخبره دي واورېدل ماته داجوته وه چې ته تل زماخبره اورې، خوماددې حاضروخلكودپاره سوال وكي چې ددوي داباورراشي چې زه تااستولي يم. (يوحنا ۱۱ باب ۴۱- ۴۳) نوعيسي په چيغووويل: كه يوڅوك پرماايمان راوړي نوهغه نه يواځي داچې پرمائې ايمان راوړ بلكې پرهغه چائې هم ايمان راوړچې زه ئې رالېږلي يم. (يوحنا ۱۲ باب ۴۴) چي دي په واضح ډول سره وايي چي زه هيڅ شي نه يم اوهرڅه دخداي په امرسره ترسره كوم، كه چيري دي خداي واي نوده بيادبل چاواجازې اوواك ته اړتيانه درلوداي كه څنګه؟ متي العربي:زه نه وايم چي دي خداي دي، بلكي دي دخداي ځوي دي، خوبيابه هم زه تفصيلي ځواب دركړم۔ 10: سوال:تاسي ولي پرخاتم الانبياصلي الله عليه وسلم ايمان نه راوړي، داځكه چي په بايبل كي راغلي دي: هغه څوك چي زماڅخه وروسته راځي هغه زماڅخه ډېرزوروردي، اوزه دهغه دڅپلودپورته كولوقابل هم نه يم۔ (متي 3باب 11) دعربي بايبل متن دي: لكني اقول لكم الحق انه خيرلكم ان انطلق لانه ان لم انطلق لاتاتيكم المُعزي ولكن ان ذهبت ارسله اليكم (انجيل يوحنا 16: 7) لكن زه وتاسوته روښتياخبره كوم اوداستاسولپاره خيرده، چي زه ځم اوترڅوچي زه نه يم تلل هغه (المعزي) يعني مرسته كوونكي اوتسلي وركوونكي وتاسوته نه راځي اوكله چي زه ولاړشم هغه درته رالېږم۔ خومرسته كوونكي راځي اوهغه به تاسوته هرڅه ښايي اوبيابه درته هغه څه رايادوي چي ماتاسوته ويلي دي۔(يوحنا 16: 26) اوزه دخداي څخه غوښتنه كوم چي وتاسوته دوهم مرسته كوونكي درولېږي چي ستاسوپوري ترادبده پوري وي۔(يوحنا 16: 14) دحضرت عيسي عليه سلام نه وروسته څوك راغي؟ فخرالموجودات صلي الله عليه وسلم ولي ئې نه مني؟ اوهمداسي تقريباتردېرش ځايه زيات په بايبل كي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په هكله وړاندوينې راغلي دي ولي ئې نه مني؟ كه بايبل تاسي دخداي كتاب بولي نوپرخاتم الانبياء صلي الله عليه واسلم ايمان راوړي اوستاسوڅخه مي داغوښته ده چې مسلمان شه كه څنګه؟ متي العربي:داهغه اياتونه دي چي دكشيشانودتل لپاره پكښې اختلاف دي، اوتراوسه ددې اياتوپه مفهوم څوك نه پوهيږي، دبايبل دوه مفسرين په يوه لاره نه دي؛ اوكه بالفرض دادمحمدصلي الله عليه وسلم په هكله وي نوولي ئې نوم نه دي ذكرشوي؟ ځواب: په عربي كي د(المعزي) په يوناني كي ورته د(فارقليط) نوم راغلي دي چي معني ئې (احمد، محمد، مهربانه، مرسته كوونكي، تسلي راستونكي) ولي تاسي سترګې ورباندي پټوي؟ كله چې متي العربي ددي پښتونودځوابولوڅخه بې ځوابه شواو په اخركي ده راڅخه غوښتنه وكړه چي نورې پوښتنې مه راڅخه كوه، اووماته وخت راكه چي ستادسوالوځوابونه پيداكړم، ماورڅخه وپوښتل چي څومره وخت غواړي؟ ده راته وويل چي يوه اونۍ، اوس ديوې اونۍ څخه پنځه مياشتې تېره شوې اوهرڅه چې برېښناليكونه ورلېږم هيڅ ځواب نشم موندلاي، اوهغه دتليفون شماره چي ئې وماته راكړيده، هغه هم كارنكوي؛ اوده خپل دوه انځورونه ئې هم رالېږلې دي خودواړه سره مخالف دي اوډېرتوپيرلري، دده انځورونه ځكه نه خپروم چي زه شكمن يم چي دده به وي اوكه يا؟ ماخپل اخري برېښناليك ورولېږ اوورته مي وليكل چي وخت مه ضايع كوه، ددې سوالوځوابونه دنړۍ په سطحه كشيشان نشي راكولاي اوته خولاديوې. كليساواكمن ئې۔ نوګرانولوستونكوتاسو قضاوت وكي ، دوي دتل په شان پرمسلمانانوداسي سوالونه كوي چي هغه حيران كړي، اوكه علميت اوڅه دخداي جل جلاله سره اخلاص وي نوبياالله جل جلاله درسره مل دي اووداسي بېهوده پوښتنوته زموږمخكنيوعالمانوغاښ ماتوونكي ځوابونه وركړيدي، يواځي شهيدعلامه سيدجمال الدين افغان په مصركي ددوي سره 24 مناظري كړيدي اوپه هرمناظره كي ئې ودوي ته ماتي وركړي اوپه هرغونډه كي ئې ډېرعيسايان مسلمانان كړيدي، چي تاريخ ګواه دي۔ يادونه: كه چيري تاسي غواړي چي دعيسايت په هكله مكمل معلومات پيداكړي اودقرآن دحقانيت په اړوندڅه ولولي نوتاسي كولاي شي چي زمادا كتابونه ضروروګوري: ۱: ماولي اسلام قبول كړ؟(چاپ) ۲: اسلام اونوې ساينسي څېړنې (لومړي ټوك)چاپ ۳: ايابايبل دخداي كتاب دي(ناچاپ) ۴: دعيسايت حقيقت(ناچاپ) ۵: سوال ځواب(ناچاپ) په سوال ځواب كي دغيرمسلمانانودډېروسوالوځوابونه په معقول ډول سره وركول شوي دي، په ځانګړي ډول سره دعيسايانو، يهودواومشركينو،چې دوي په مختلفووختوكي پراسلام اومسلمانانوكړيدي. په دې كتابوكي تاسي په بايبل كي تحريفات، غلطيانې، نيمګړتياوې، دعيسايت بنسټ، اوحقيقت ډېرښه موندلاي شي. داوس لپاره (ايابايبل دخداي كتاب دي؟) كارپرشروع دي اوډېرژربه چاپ كړل شي. پاي په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير چهار شنبه، 11/01/2012 ښاغلواواغلومينه والو! سلامونه اوګلونه! لوي څښتن دي وكړي چې جوړاوروغ ياست. لكه وتاسوته چې جوته ده چې مناظره وپاي ته ورسيدل نواوس زموږټولنه تكل لري چي چاپ يي كړي لطفاموغوښتنه داده چې ددې مناظرې په هكله خپل ښكلي نظر,ونه په لاندني بريښناليك راوليږي، اوموږغواړوچې دانظرونه دكتاب سره چا پ كړوچې دادهيوادوالوغوښتنه ده. محمدمزمل M_muzzammel@yahoo.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۵۷:۲۴ | آرشيو نظرات (0)
![]() نظم٬ محمدحيدر زابلي وقار قاتله ډېوه ډېوې بس ده نوره مړه شه دبدن لمبې سړې كړه ددې غټوغټو څاڅكو اوښكوبندې سلسلې كړه ستاپرسرچي اوربليږي دالمبه دبل دسرده يادځوانو هيلودوګ ده يادځوان پتنګ ځيګرده يادموردسترګو نورځي ياد ناوې دسرلمرده يادزړه دتل ټوټه وړې يادهيلوپيغامبرده بس ده بس ده ډېوې بس ده بندې ساندې غلبلې كړه ستا روڼا زموږه نه ده ستا روڼا دبل دكورده ستا ورغوئ ستا خپل نه ده ترتا لاندې دبل شورده زما اميدچي راته وژني دهغه دسكه ورورده چي پرتاباندې څوك سوځي ځاي يې تور دېوال تورګورده نو ډېوې خداي ومنه بس ده ماتې پښوكي زولنې كړه ٬٬٬ په احترام محمدحيدر زابلي وقار سهيلي پښتونخوامسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۳۱:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
![]() شعر٬محمدحيدر وقار غزل دزړه لــــــه كوره مې غمونــــه ستازړګئ وباسي پـــــــه ماپسې وي لــــه وجوده مې داشئ وباسي زه چي دښكلي مـــــــخ نظرته لپه ډكـــه دروړم لمبه يې مړه كړي بادظالم ترې سپېلنئ وباسي خوب وي كه پرېشاني يوڅوك وحشي ګونډه ووهي زمـــــوږلـــــه كلي دولي غوندي سړئ وبــــــاسي دازه يواځې يـــــم كـــــه ټوله په غــــم زړه سړوي زه خـــــوفقط لــــــكه له زخمه چي ازغئ وباسي خــــاطرمي داسي دوجـــــــــــــــودولې راولړزوي لكه ځنګله كې چي پريادزخمي زمرئ وبـــــــاسي دلته چي وخت پرچاتيريږي لېونتوب شروع كوي وقاره تابه هم يووخـــــت څوك لېونئ وبـــــاسي ٬٬٬ په درناوي محمدحيدروقار٬ پښتونخوا٬ مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۲۷:۲۳ | آرشيو نظرات (0)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۷) بل ځاي په قرآنكريم كي د(كن) دكلمې په هكله فرمايي: إِنَّمآ إَمرُهُ إِذآ إَرادَشيئًا إَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ(سورت ياسين ۸۲) بېشكه همداخبره ده چې امرحكم دالله هركله چې اراده وفرمايي (دپيداكولو) ديوه شي دادي چې وفرمايي هغه ته چې (جوړ) شه نوهغه (جوړ) شي. زه به دبايبل حواله دركړم چې ولي وهغه چاته چې نه پلارلري اونه هم مورلري اونه هم مرګ لري خداي نه واياست؟ (نعوذباالله) ملك صدق نه پلارلري نه موراونه هم دپلارنيكه اوهم دهغه پيدايښت اونه هم دمرګ معلومات شته. (عبرانيان ۷: ۳-۴) همداسي حضرت آدم عليه السلام ته ولي دخداي زوي نه بولي چې نه ئې موروه اونه ئې پلاروو؟ همداسي په قرآنكريم كي دروح توري دحضرت آدم عليه السلام لپاره هم استعمال شوي دي نوپه دې سره حضرت آدم عليه السلام دخداي ځوي شو؟؟؟؟ العياذ باالله، قرآنكريم دحضرت آدم عليه السلام دروح په هكله وايي: فاذاسويته ونفخت فيه من روحي فقعواله سجدين الحجر(۲۹) ژباړه: اوكله چې برابرمي كړدغه(بشر) اوپومي كړ په ده كښې له روح خپل(اودي پرې ژوندي شو)نوپرېوځي تاسي ده ته په دې حال كښې چې سجده كوونكي ئې. قرآنكريم دحضرت عيسي عليه السلام په هكله فرمايي: تِلكَ الرُّسُلُ فَضَّلنَا بَعضَهُم عَلَي بَعضٍ مِّنهُم مَّن كلَمَ اللهُ وَرَفَعَ بَعضَهُم دَرَجاتٍ وَءَاتَينَا عيسي ابنَ مَريَمَ البَيِّنتِ وأَيَّدنهُ بِرُوحِ القُدُسِ وَلَوشآءاللهُ ماَاقتَتَل الَّذينَ مِن بَعدِمَاجآءتهُمُ البَيِّنتِ ولكنِ اختَلَفُوفَمِنهُم مَّن امَنَ وَ مِنهُم مَّن كَفَرَ وَلَوشآءاللهُ مَااقتَتَلُواولكنَّ اللهَ يَفعَلُ مَايُرِيدُ (البقره ۲۵۳) ژباړه:داټول رسولان (چې له آدم ترمحمده پوري يادشول)فضيلت وركړي دي موږځيني ددوي ته پرځينونوروځيني له دوي څخه هغه دي چې كلام كړي دي الله (له دوي سره چې آدم ، موسي اومحمد دي) اوپورته كړي ئې دي ځينوددوي ته درجې (لكه محمد)اوموږوركړي دي عيسي ځوي دمريمې ته ښكاره معجزې اومرسته موكړېده دده په روح القدس(جبرائيل) سره. دحضرت موسي عليه السلام سره د(كليم الله) تور ي راځي يعني هغه پېغمبرچې دخداي سره ئې خبرې كولې نوددې مطلب دانه چې بل پېغمبرنودالله سره خبرې نه دي كړي، يالكه دحضرت ابراهيم عليه السلام سره چې د(خليل الله )توري راځي چې معني ئې داده چې دالله دوست دي نوددې معني دانه ده چې نعوذباالله دانورپېغمبران ئې دښمنان وه؛ بلكې دادهرپېغمرلپاره بېل توري اوكلمات دي. الله جل جلاله دحضرت عيسي عليه السلام اودبي بي مريمې رضي الله عنهادالوهيت دردپه هكله وايي: ماالمَسِيحُ ابنُ مَريَمَ إِلارَسُولٌ قَدخَلَت مِن قَبلِهِ الُّرسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقةٌ كَانَايَأ كُلَانِ الطَّعَامَ اُنظُركَيفَ نُبَيَّنُ لَهُم لأَيتِ ثُمَّ انظُر أَنَّي يُؤفَكُونَ (المائدة (۷۵) ژباړه:نه دي مسيح زوي دمريمې مګريورسول دي په تحقيق سره له مخكي تېرشوي دي نوررسولان اومورئې(بي بي مريمه) ريښتنې(ښځه ) وه، اودوي دواړو(دنوروانسانانوپه شان) خوراك كاوه، وګوره موږڅنګه دتوحيددلايل بيانوواوبياوګوره دوي (څنګه دحقيقت) ګرځول كيږي. په دې ايات شريف كي په څرګنده ډول سره معلوميږي چې دوي خدايان نه وه داځكه چې هرهغه څوك چې خوراك كوي دادخداي ځانګړتيانه ده،لومړي دوي مخلوق وه، دوهم دوي انساني ټول حاجات درلودل دريم داچې الله وايي تاسي ورته وګوري داڅنګه خداي كېدلاي شي، داموڅه پرعقل باندي دجهل اوناپوهۍ پردې لګېدلي دي اوبل داچې دوي په خپل ژوندكي وهيچاته نه دي ويلي چې زموږعبادت وكي اوموږ(العياذباالله) خدايان يو؛ ددې ثبوت دبايبل په هيڅ ورژن كي نشته اوقرآنكريم داسي وايي: وَ إِذقَالَ اللهُ يعيسي ابنَ مَريَمَءَانتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وأُمِّيَ إِلهَين ِ مِن دُونِ اللهِ قَالَ سُبحَنك مَايَكُونُ لِي أِن أَقُولَ مَالَيسَ لِي بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلتُهُ فَقَد عَلِمتَهُ تَعلَمُ مَافِي نَفسِي وَلآأعلَمُ مَافِي نَفسِكَ إِنَّك أَنتَ عَلّم الغُيُوبِ (المائدة ۱۱۶) ژباړه:اوكله چې الله دمريمې زوي عيسي ته وويل: اياتاخلكوته ويلي ووچې له الله پرته مااوزمامورپه معبوديت ونيسي؟ عيسي وويل: ته سپېڅلي ئې ماته نه ښايي چې داسي خبره وكړم چې دويلوحق ئې نه لرم، كه ماداسي ويلي واي نوهرومروبه تاته معلومه واي، تاته هغه څه چې زماپه نفس كي دي معلوم دي اوزه په هغه څه نه پوهېږم چې ستاپه ذات كښې دي بېشكه همداته ئې چې پټ رازونه درته ښه معلوم دي. اوس ته اوټوله عيسايي نړۍ دي قضاوت وكړي چې په كوم ثبوت سره تاسي حضرت عيسي عليه السلام اودده مورخدايان بولي. داچې تاسي عرب ياست اوپه قرآنكريم پوهيږي اوزموږ سره په قرآن دلايل واياست نوځكه مي دقرآنكريم اياتونه درته بيان كړل. زه ودې ته حاضريم چې په لانديوموضوعګانودرسره مناظره وكړم: ۱: اياعيسي عليه السلام خداي دي؟ ۲: ايابايبل دخداي كتاب دي؟ ۳: اياعيسي عليه السلام صليب شو؟ ۴: تثلث تخيل دي كه حقيقت؟ ۵: اياديوه ګناه بل پروږواخيستلاي شي؟ ۶: دګناهونوكفاره اودحقيقت ئې يادونه:دبايبل چې كومې حوالې ماوركړيدي هغه مي دكينګ جيمزبايبل څخه وركړيدي ،دايادونه په دې كوم چې په اوسمهال كي هم دوه بايبله يوشانته نه دي نوځكه دبايبل نوم،دنشرځاي اودچاپ ځاي ئې اړين دي. The Holly Bible, Authorized King James Version Gabriel Publishing, 129 Mobilization Drive Waynesboro, GA 30830 706-554-1594 Printed in England by Glays Ltd, St Ives plc نوربيا... په خورااسلامي پاكه مينه ستاسوورور عبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۰۸:۱۴:۰۵ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|