هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دعلم فضيلت
omari
دعلم فضيلت

—————–

۱ دعلم حاصلول په هر مسلمان نر او ښځه باندي فرض دي

۱ دعلم په طلب كي د وتلو والا په حقيقت كښي دالله په لاره كښي وتلئ دئ

۳ علم صرف دالله دپاره حاصلول دالله نه دويري په حكم كښي راځي

۴ دعلم په طلب كښي هر چيرته تلل عبادت دئ

۵ دعلم په تحقيقاتو كي بحث كول جهاد دئ

۶ دعلم يادول تسبيح ده

۷ دعلم لوستل صدقه ده

۸ علم دجايز او ناجايز دپيژندلو علامت دئ

۹ علم دجنت دلاري نخښه ده

۱۰ علم دسفر ملګرئ دئ

۱۱ علم په خوشحالۍ او په غم كي ملګرئ دئ

۱۲ علم ددښمنانو دپاره وسله ده

۱۳ علم دزړونو رڼا ده

۱۴ علم دسترګو نور دئ

۱۵ دعلم په وجه سړئ دامت وبهترينو ***انو ته رسيدلاي شي

او په آځرت كي او چتي مرتبي حاصيلولاي شي

۱۶ دعلم مطالعه له روژو سره په ثواب كي برابره ده

۱۷ دعلم يادول له صلواة تهجد سره برابر ده

۱۸ په علم سره رښتي جوړيږي

۱۹ په علم سره دحلالو او حرامو فرق كيږي

۲۰ دعلم طلب ***كئ دالله درحمت طلب ***كئ دئ

 

محمدعلي عمري

جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ بهمن ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۲۵:۳۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ښي خبري
omari
ښي خبري

————

۱ داستاد وهل ټكول دمور او پلار تر ميني هم بهتر دي

۲ عقل مند هغه څوك دئ چي نور خلګ بي وقوف او بي عقل نه ګڼي

۳ هر هغه سړئ پهلوان او طاقتور دئ چي هغه خپله غصه په كنټرول كي وساتي

۳ ددولتمند سړي پر زړه او دماغ هروخت توره تياره وي او دا تور تم دهغه له دماغ ځخه علم لري كولاي شي

۴ ادب بهترين كمال دئ او خيرات افضل عبادت دئ

۵ دانسان حسن دده په ژبه كي دئ

۶ خاموشي دغصي بهترين علاج دئ

۷ څوك چي زياتي ټوكي كوي حقير ګڼل كيږي

۸ چي زياتي خبري كوي هغه ذليل ګڼل كيږي

۹ په ګناهونو باندي پښيماني كول ګناهونه ختموي او په نيكيو باندي غرور كول نيكي بربادوي

۱۰ غصه په حماقت باندي شروع كيږي او په ندامت باندي ختميږي

۱۱ نيك عمل هغه دئ چي دخلګو له توقع ځخه بي نيازه وكړل شي

۱۲ نيكي يوه داسي شمعه ده چي ددوست او دښمن دواړو كور روښانه كوي

۱۳ دبي كاره خلګو په زړه كي شيطان ناست دئ

محمدعلي
عمري
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ بهمن ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۲۲:۲۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


له ډاكټر رنځورخوښ سره مركه
hv_Ni760252
مركه ***كئ ژوند بيزار

درنو كتونكو له ډيرو زحمتونو وروسته پدې وتوانيدو چې له ښاغلي رنځور خوښ صاحب سره ووينو او ده هم پر ډيرو مصروفيتونو سر بېره وخت راكړ تر څو زموږ دصحت دبرخې سوالونه ځواب كړي په لومړۍ پوښتنه كي مو دځان پيژندنه ځنې وغوښته رنځور خوښ زه خاوري رنځور خوښ درنځورباغ په رنځور ځاي كې استوګن او درنځورانو دپښو خاوري
پوښتنه ؛ رنځور خوښ صاحب له دتعليم او زده كړې په هكله معلومات راكړئ
ځواب ؛  زما تعليم ټول پر تجربه ولاړ ده تا به اوريدلي وي چي وايي ښه اوستاذ تجربه ده خو داسنادو به دا ووايم چي غذب يې اسناد دي خو كار مې كړئ ما هم بيداره بولي دپوهي او پرهيزګاري ليسې مدير مې انډيوال كړئ بس كار مي وشو
او له دولسم ځخه فارغه شوم
پوښتنه ؛ څنګه مو ډاكټري ته مخه كړه ؟
ځواب ؛ وروره ډاكټري خو هرچا ته معلومه ده چي ټوله سره پيسي دي نو دګټې  همدا تر ټولو ښه سوړه ماهم غوره كړه البته په اول كي څه مشكلات وو خو دانقلاب دې كور ودان وي هر څه يې ګډ وډ كړو
پوښتنه ؛ تاسو له كومو درملو كار اخلئ او ګټور كوم دي ؟
ځواب ؛ درمل هغه درمل دي چې درمان شو او ريدلي به دي وي چي ډبري وله وله يوه به لا ولګيږي خو دانډيا ښي ګولۍ دي ګټه يې يو پر دري لمر ښې پخي كړي كار دټولو پر برابر ده يوه يې لا بله ګټه مرض له يو وو ددوئ په بركت دري كيږي نو مريض مجبور ده چي بيا راسي هاها
پو ښتنه ؛ خلګ وايي مرضونه له چټليو پيدا كيږي ستاسو څه نظر دئ ؟
ځواب  ؛ اوس بيا هر يو ډاكټر دئ ډاكټر خو به يو وو لكه زه په چټلي كي واي زه به اوس مړ وم تر ما بل غټ صورت دچادئ په چټليو كي ډيري فايدي دي دصورت كالو لوښو دنه  پاكولو دا فايده ده چي اوبه به نه مصرفيږي او پر صابون به روپۍ نه ځي دكور كوڅې نه پاكولو دا فايده ده چي حيوانان به هر څه پريمانه پيدا كولاي شي او مچان ځني پيدا كيږي مچان خو هم څه برناحقه نه پيداكيږي
 او څه پالتو خوندي داوبو له ډنډو ډيري فايدي حاصليږي څآروي ځان په اوبه كوي خلګ خټي په كوي  او دكورو دماشومانو كالي  پكي پاكيږي دا مي لا هم هغه بله ورځ واوريدو چي مچر ياو غوماسي ځني پيداكيږي سخته ډير مي ورته ورته وخندل او به او غوماسي بس پر موږ يې زده كوي چي پر خوله ورغلو هغه وايي خو موږ هر څوك نه سي خطا كولاي
وروستۍ پوښتنه ؛  ستاسو دتجربې له مخې كه زموږ لوستونكوته څه لارښوونه وكړئ  ؟  ځواب ؛ هوكې ښه دې وويل ما هم غوښتل چي خپله پوهه تر يو چا پورې ورسوم خو دونه وخت نه لرم سي له يو چا سره ووينم او خلګ يي هم غټه وايي خو زما قدر به هلته ورمعلوم شي چي تر تورو خاورو لاندې شم زما تجربې ماته ښوولې او زما دا وصيت ده چي خيرن كالي او غټ ويښتان بايد وساتل سي تر څو صورت ته لمر نه سي داخل ځكه تاسو به ښه وينئ لمر ډبري څنګه توري كړي نوكان غټ ساتل خو ډيري ګټي لري سر او بدن ښه دزړه له اخلاصه په ګيرول كيږي  او خيري ښه په توژل كيږي ازغي ښه په خيژي ځكه موږ غرني يو او نوري راغلم مرضوته يو خو داتبي ډيري دي دهغو ساده علاج تبه كه سړه وه  مريض بايد ښه تود وساتل شي  او كوشش بايد وشي  چي ډير تلتكان پر واچول سي  تر څو ښه خوله سي  او دبدن خرابي اوبه يي ووځي  دئ به هرڅو بغاري كړي  خو تاسي به يي په قول نه كوئ  ځكه دتبې دانسان دماغ كار نه كوي
 دزكام لپاره به كوشش كوئ چي بدن سوړ وساتئ  ځكه زكام له يخ او سړو پيداكيږي  او ريدلي به مو وي چي وايي او سپينه په اوسپينه ماتيږي
 نو همدايې علاج ده متلونه خو بې څه نه دي  دپرهار او خوږ لپاره تر هره پټۍ خاوره اېره او نسوار يم په يكه دواده كه مو سر مات سو اهاك چونه وينه وچوي وينه څاڅكئ به نه ووينۍ  وروره مريضان ډير سو زه به ورسم خو كه زما څوك مني زاړه علاجونه دي نه پريږدي خلګ موږ خطا كوي خو بيداره يو موږ هم بولي هاهاها
په درناوي
محمدحيدر وقار
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ بهمن ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۱۹:۵۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دخوشحال بابا زرين اقوال
hv_Ni728146
دخوشحال بابا زرين اقوال
؛ څوك چي په اصل كي لوي دي هغه دلويي لافي نه وهي
؛ داچي اوس درته حاضر دي ښه په زورورته ګوره ولي چي آخر به ددغو دوستانو په جدايي لاسونه مروړې
؛ زياتره مرګونه په توره او ټوپك نه كيږي لكه زياترخونونه په ژبه كيږي
؛ په بوډا توب كي چي كوم *** بدكاره وي ابليس يې وګڼه
؛ له بي وفا سړي نه وفاداره سپئ څو چنده بهتر دئ
؛ رښتيني ياران پس له مرګه ځخه هم جدا نه وي
؛ په كوم كوركي چي پاك لمنه ښځه وي دهغې دنور له وجې ټوله خونه روښانه وي
؛ كوم خوند چي دزړه په سترګو دديدن دئ هغه خوند په رڼو سترګو ديدن
كي نشته
؛ دچاسره چي دې دزړه له تله دوستي وي كه دهغه له خولې ترخي خبري اوري ښه شيرين ځواب وركوه
 ؛ دهغو خلكو دنيا نابوده ده چي پيسي په كوركي ږدي او ټولوي يي دغه خلګ په شته مال كي هيڅ نه لري
ليږونكئ
غنمرنګ كوچي
دره آدم خيل پيښور

4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ بهمن ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۱۶:۵۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬ خيرمحمدساغر
flowers2
شعر٬ خيرمحمدساغر

غزل

زمــــــوږ سيمې  كې هــــرګل د ه ويني ويني
داقسمت زمــــــــوږه خـــــــپل  ده ويني ويني

ګل دګل په مينه ګله ځـــــــــواني ګل كــــــړه
 نـــه بــــــورا او نـــــــــــه بلبل ده ويني ويني

شيخـــــه مــــــاتــــــه كړه كوزه مسله نغاړه
ټـــــــــول جنت وطن دې كل ده ويني ويني

پـــــــــه خيبـــــــــر ځكه دوينو باران كيږي
ورســـره خــــــــواكې كابل ده ويني ويني

مـــــــنتظر داستـــــــــــا ديـــدن ته يمه ياره
داخود دار ضمير مـــــې تل ده ويني ويني

خيال كښي ستا  قلم دزړه وينو كې ډوب كړي
 ستـــــــا ســـــــاغر هره غزل ده ويني ويني
٬٬٬
په درناوي
خير محمدساغر
جنډولا ټانك
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ بهمن ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۰:۳۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است