هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
شعر٬ خالد ريحان غز ل په لمبو كشي ر ا ا يســـــا ر ه لـــــكه شمعه د ر سته شپه يمـــــــه بيد ا ر ه لكـــــه شمعه په ز ګېر و و با ند ي مي شو نډ ي لو لپه شو ې تا و مي خيږ ي له پر هــــــا ر ه لـــــكه شمعه څا څكي څا څكي لــه لېمو ر ا څڅېد مـــــــه تر سپېد و له ا نتظــــــا ر ه لــــــكه شمـــــعه چي د ميني له خو ا ږ ه تا و ه خبر شې د پتنګ په شا ن مي څا ر ه لكه شمعه په ز يا ر ت كي د شهيد و جو د ريحا نه ز ړ ه مي بل و ي تر سها ر ه لكه شمعه ٬٬ خالدريحان سعودي عرب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ فروردين ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۵۴:۰۷ | آرشيو نظرات (0)
زمامناظره ديوه عيسايي راهب سره (۱۲) ګرانوخوږو لوستونكو! دايواځي د۱۲ سوال ځواب دي چې مخكي دانټرنيټ دكرښې دڅه ستونځوله كبله نه وه خپره شوې. ۱۱: پروفيسرايچ اې آر ګب (H.A.R Gibb) وايي: اسلام هغه يواځني دين دي چې باداراوغلام ئې وروڼه كړل اووټوله انسانيت ته ئې دبشريت ستراصولي قوانين اوضوابط وروښودل. ۱۲: پروفيسركېنن ټېلر(Canon Taylor) وايي: دنړۍ په ټولودوولسوامپراطوريوكي يوه روحي اوباطني امپراطورې وه چې هغه دمحمدصلي الله عليه وسلم وه ، چې په دې امپراطورۍ كې دبشريت اوانسانيت ټولې ښېګڼې اومعيارونه نغښتي وه، اوزه كولاي شم چې وپوښتم چې ايادبشريت په تاريخ كي ترده لوړشخص شته؟ ۱۳:ډاكټرپروفيسر لامارټين (Lamartine) وايي: كه داوس ددكتاتورانوپرځاي محمدصلي الله عليه وسلم ژوندي واي نودي به يواځني شخص واي چې امن، صلح اوخوشحالي به يي په ټوله نړۍ كې راوستې واي. ۱۴: جوړډبرنارډشا (George Bernard Shaw) وايي: اسلام يواځني هغه دين دي چې صحرايي اووحشي مشركان يي سره وروڼه كړل اوهغوي ئې ودې ته وهڅول چې ايمان راوړي، اوداسلام بله ښېګڼه داده چې رنګ پكښې ځاي نلري. مادده مطالعه ډيره وكړل اوزه ودې ته ورسېدم چې دي زړه وړونكي شخص دي، اودي دحضرت عيسي عليه السلام مخالف نه دي اوزماپه عقيده دي هغه څوك دي چې وټوله بشريت ته نجات وركولاي شي. ۱۵: ډاكټر ټي وي اين پرسود (Dr. T.V.N Persaud) چې داناتومي مشراوسرپرست داناتومي دشعبې دي اوهمدارنګه دماشومانودروغتياپروفيسردي ددكاناډاپه يوه پوهنتون كي (University of Manitoba Winnipeg) تر۲۵ زيات كتابونه ئې چاپ شوي اوتر۱۸۱ زياتې ساينسي پاڼې ئې خپرې شوي داسي وايي: ماته دامعلومه شوه چې محمدصلي الله عليه وسلم يوعادي سړي ووچې نه ئې څه لوستلاي شواي اونه ئې هم څه ليكلاي شواي؛ چې په حقيقت كي هغه بي تعليمه ؤ داچې ده څه ويلي اوهغه ټول په ساينسي توګه سره ريښتني دي نوزه هم لكه ډاكټركيت موردا ويلاي شم چې دابل څه نه دي بلكې الهي وحي دي. ۱۶: جولي سمپسن (Joe Geigh Simpson) چې دامريكا دمتحده ايالاتودشيكاګودپوهنتون(North Western Universiy) دولادي اونسايي څانګې پروفيسردي داسي وايي: دانسانانوتكثراومذهب علاوه له دې څخه چې ټكرنلري بلكې قرآنكريم دساينس تائيدكوي، اوبل داچې قرآني ويناوي دساينس په پرمختګ كي ډيري ستونځې ليري كړي چې موږويلاي شو قرآنكريم الهي وحي دي اوبل څه نه دي. ۱۷: پروفيسرپالمر(Professor Palmer) چې دامريكايوساينس پوه دي داسي وايي: وموږته اړينه ده چې دمنځني ختيځ په هكله پلټنې وكړواوموږ ددې تاريخي حقايقولپاره يوڅه زباني ياداښتونه لرو، كه وهغوته كومه پاملرنه ونشي نوپردې زموږباوردي چې هم دومره معلومات اوحقايق بس دي چي پرمحمدصلي الله عليه وسلم باندي نازل شوي دي، موږومخته ځواوپردې څيړنې كووچې قران كريم دجيولوجي دعلم په هكله څه ويلي دي، ډيره مننه. ۱۸: ويليم ايم سي نيل (William McNeill) وايي: كه دبشرپه تاريخ كي تاسي ومخكښوكسانوته وګوري نوزمااندازې، پوهې اوعقل مطابق محمدصلي الله عليه وسلم، عيسي عليه السلام... دادنړۍ ترټولوړاوسترپيغمبران وه. ۱۹: جيمزګاوين (James Gavin) وايي: دنړۍ هغه كسان چې دانسانيت په تاريخ كي ئې پرذهنونوډيرې ښه اغيزې درلودي هغه زماپه اندمحمدصلي الله عليه وسلم، عيسي عليه السلام او.... وه. ۲۰: جيمزمازرمن (James Masserman) چې دشيكاګوپوهنتون يوپروفيسرووداسي ويي: محمدصلي الله عليه وسلم ترټولودښواولوړواخلاقوخاونداواتل ووچې په دوهم لړكښې حضرت موسي عليه السلام راځي. ۲۱: جان ويليم ډراپر(John William Draper) وايي: دبشريت په تاريخ كي ترمحمدصلي الله عليه وسلم اغيزمن شخص نه دي پيداشوي، اودي هغه څوك دي چې پربني نوع انسان باندي ئې اغيزې جوتې، ښكاره اوتل پاتې دي. ۲۲: كيرن ارمسټرانګ (Karen Armstrong) چې ۷ كاله پوره دكاتوليك عيسايي مذهب ننه وه، اوپوره چوپړئې ورته كاوه، اواوس هغه د(مسلم سوشل ساينسزايسوسي ايشن) غړي ده هغې اوس داسلام دچوپړلپاره ډيركتابونه ليكلي دي چې يويي (داسلام دپيغمبرصلي الله عليه وسلم مضبوط اومستنددژوندسوانح، چې په دې كتاب هغه څه ليكلي دي چې سړي ورته حيرانيږي. ۲۳: لارډبرټرينډرسل چې دشلمې پېړۍ لوي صحافي، مفكراورياضي پوه دي، ده يوكتاب ليكلي دي چې دهغه نوم دي: Why I am not a Christian? زه ولي عيسايي نه يم؟ دي په كتاب كي دعيسايت نيمګرتياوې په ګوته كوي اوددې دلايل ذكركوي چې دي ولي عيسايي نه دي. داهغه څوكرښې وې چې مادخاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم په هكله دنړيوالوپيژندل شوعيسايي اوغيرعيسايي شخصيتونو دنمونې په ډول سره درته بيان كړې چې دابه كتابونه كتابونه شي چې زه دهرساينس پوه، مفكر، تاريخ پوه اوستروانسانانوټولې ليكنې يوځاي راټولې كړم چې داوټولې نړۍ اوهم وتاسوته جوته اوترلمرښكاره ده. كه تاسي ددې په هكله پوره معلومات غواړي نوتاسي كولاي شي چې لاندني نړيوال كتابونه وګوري چې ليكوالان ئې غيرمسلمانان دي اوزيات پكښې عيسايان دي: په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير پاي. ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ فروردين ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۷:۵۲ | آرشيو نظرات (0)
شعر٬ درمان بېټنئ غزل دګلونوپه مسكا كــــې مــــوسيقي ده دفطرت ټولې ښكلاكې مـــوسيقي ده ترنم دې دسپوږمۍ له وړانګوڅاڅي ستادستوروپه ځلاكې مــــوسيقي ده داسيندونـه ابشارونـــه سنــــدريزدي دلته ګــوره پـــه هواكې موسيقي ده ماپه ښكلي تصورګوره تصويركړه ددې ژوندپه هره ساكې موسيقي ده داذهنونه او فكرونه به خودشل وي چي حرامه پښتونخواكې موسيقي ده زه درمان به خودفنكاره غزل ليكم چي داستا هـــرې اداكې موسيقي ده ـــــــــ درمان بېټنئ كراچۍ٬
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ فروردين ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۱:۱۲ | آرشيو نظرات (0)
زمامناظره ديوه عيسايي راهب سره (۱۱) ګرانوخوږو لوستونكو! دايواځي د۱۲ سوال ځواب دي چې مخكي دانټرنيټ دكرښې دڅه ستونځوله كبله نه وه خپره شوې. ۵:پرفيسر دُرجاراو(Professor Durja Rao) پروفيسردُرجاراوچي په شاه عبدالعزيرپوهنتون كي دسمندردمځكې پوهنې استادوو، اوشيخ عبدالمجيدزنداني دقراني اياتودحقانيت په هكله ورڅخه وپوښتل: تاسي په قرانكريم كي دساينسي معلوماتوپه هكله څه واياست؟ اوحال داچي امام الانبياء صلي الله عليه وسلم 1400 كاله مخكي په دې پوهيدي تاسي دقرانكريم پرتله دنوي ساينس سره څنګه كوي؟ دادهرشي په هكله چي په قرانكريم كي معلومات وركول شوي دي په پوره تفصيل سره، ودې ته هرڅوك حيران شي، اوداكېداي شي چي په هغه وخت كي انسانانوپه څه شيانوكي څه محدودعلم درلودي، اوقرانكريم هرڅه داسي په تفصيل سره بيان كړيدي چي دادانساني عقل اوپوهې څخه لوړدي، اوزه دامنم چي قرانكريم دمافوق الفطرت ديوې سرچيني څخه راغلي دي۔ دامعلومات داسي ديوه ساده انسان په شان نده دي، بلكې داهرڅه چې په قرآن كي ذكرشوي دي داپه پوره تفصيل سره دي، اوزه داويلاي شم چې محمدصلي الله عليه وسلم ترټولوانسانانولوړ اواغيزمن شخص وو، دنړۍ په تاريخ كي ترده لوړه هستې نه وينم اودي هغه څوك دي چې هم په مذهبي اوهم په دنيوي اموروكي بري مندشو. ۶: پروفيسرسياويدا(Professor Siaveda) پروفيسرسياويدادجاپان دسمندردځمكپوهنې(جيولوجي) تجربه كاره اونامتو پروفيسردي۔ شيخ زنداني په يوه ځانګړي ملاقات كي ورڅخه ډېرې پوښتني دقرانكريم دحقانيت په هكله وكړي، چي دغرو، سمندرو، دغرودجوړښت اودمځكې پرمضبوطوالي باندي مشتملې وې، اويوه پوښتنه ئې داورڅخه وكړل: دكايناتوهغه پټ رازچي اوس ساينس پوهانوپيداكړي دي، اوهغه 1400 كاله مخكي په قرانكريم اوسنت نبوي صلي الله عليه وسلم كي موجودوو تاسي ورته په څه نظرګوري؟ زه په دې باوريم چي داهرڅه دپټورازونه نه ډك اودپوره يقين وړدي، تاسي چي هرڅه واياست هغه ټول يقيني اوحق دي، اوداكتاب (قرانكريم) له ټولوكتابوڅخه امتيازلري، اوزه درسره موافق يم۔ ۷: پروفيسر تيجاتا تيجاسن(Professor Tegata Tegasone) پروفيسرتيجاتت تيجاسن دتايلينډپه شيانګ مائي(Shiang Mai University) پوهنتون كي دتشريح الاعضاء(اناتومي) پروفيسردي۔ پروفيسرتيجاسن دقرانكريم اوجنين پوهنې دمختلفومقالو مطالعه وكړل، ده څلورورځې دمسلمانانواوغيرمسلمانانوسره په دې هكله خبرې وكړي، دسعودي عربستا ن په رياض كي ئې په اتم سعودي ميډيكل كانفرنس كي داسي وويل: دتيرودرې لسيزوراهيسي زماليوالتيادقران سره زياته شويده، كومي مطالعې چي ماكړيدي دادرته ويلاي شم چي 1400 كاله مخكي چي قرانكريم دكوم شي بيان كړيدي هغه ټول حق دي؛ اودقران هره خبره دساينس يوبنسټ دي چي ددې حقيقت څخه هيڅوك سترګې نشي پټولاي، محمدصلي الله عليه وسلم كه څه هم په ليك اولوست نه پوهيده خوبياهم ئې دداسي پوره هستۍ داسي ښكلي پېغامونه ئې وخلكوته ورسول چي هغه ددې ټوله كايناتوپيداكوونكي دي، چي هغه ته خداي ياالله وايي۔ زمالپاره دااړينه ده چي كلمه د(لااله الاالله محمدرسول الله) ووايم۔ پروفيسرتيجاسن داكلمه وويله اومسلمان شو، اوده په پاي كي زياته كړل چي ودې كانفرنس ته تركلمي ويلوڅخه ماسوابل قيمتي شي مانه دي راړي۔ ۸:پروفيسر يوشيدي كوسن Kusan) (ProfessorYushudi پروفيسريوشيدي كوسن دجاپان درصدګاه (Tokyo Observatory)مشردي۔ شيخ عبدالمجيد اې زنداني دپروفيسرڅخه داسمانودپيدايښت، دځمكې اواسمانوترمينځ تعلق، اودداسي نورومعلوماتو په هكله ډېرقراني اياتونه ورته وړاندي كړل؛ چي وروسته پروفيسريوشيدي كوسن ورته په دې حيران شوچي قرانكريم داسمانواوكايناتوپه هكله داسي معلومات وركړيدي، چي هغه دده دمشاهداتوسره پوره سمون خوري؛ اودقرانكريم هرڅه ډېرواضح اوروښانه دي۔ موږچي كله دفلكياتوپه هكله معلومات وځانته حاصلوو، هغه ډېرمحدوداونيمګړي دي، داځكه چي داپراخه كهكشان اوفضاء ليدل په دوربين كي هيڅ امكان نلري، اوموږئې پريوه ډېره وړه برخه باندي پلټنې كوواوبس، اودقرانكريم معلومات داسمانواونورلوړوكا ئيناتوپه اړه باندي ډېرپه تفصيل سره دي، چي په راتلونكي كي به دقرانكريم دااياتونه زموږلپاره پوره لاره پرانيځي۔ ۹: پروفيسرايلفريډكرونر(Professor Alfred Kroner) پروفيسرايلفريډكرونردجرمني(المان) دمينز(Mainz) دپوهنتون دجيولوجي دعلم يونامتواووتلي پروفيسردي۔ پروفيسركرونرپه نړيواله سطحه سره يومنلي استاذدي، دي دساينس په نړۍ كي په دې باندي ډېرشهرت لري چي يوئې عملي كارډېركړيدي اوبل داچي پرنوروباندي تنقيدونه ډېركوي، كله چي دزنداني سره مخامخ شونوهغه ورته ډېراياتونه اواحاديث ورته وړاندي كړل اووروسته ئې داسي وويل: زه دمحمدصلي الله عليه وسلم په دې معلوماتودرلودلوسره ډېرحيران يم چي يوڅوپېړۍ مخكي ساينس پوهانودعصري تجهيزاتوپه درلودلوسره وتوانيدل چي څه ناڅه په پوه شي اودي صلي الله عليه وسلم 1400 كاله مخكي په خبروو۔ دپوره توجه خبره خولاداده چي دي په هغه وخت په هستوي علم (نيوكليرفزيكس) باندي هم خبروو، چي په هغه وخت كي پرځمكه باندي هيڅوك ورباندي نه پوهيدي اودقرانكريم سرچينه ضرورداسمانوڅخه ده۔ كه چيري دقرانكريم اياتونه اودساينس حقايق دمځكي دپيدايښت په اړه سره پرتله كړو، نودابه وويل شي چي دواړه يوشانته دي، اوددوي اصطلاحات سره موافق دي۔ اوكه په ساده ژبه سره ووايم نوقرانكريم دساينس يوپوره مكمل كتاب دي ، چي په راتلونكي كي به دهغه هرايات نوي ساينس ثابت كړي۔ زه ترټولوودې ته حيران يم چې څه وخت مخكي ساينس پوهان په دې وتوانيدل چې دكايناتودپيدايښت په هكله ئې دپرمختللي تخنيك په كارولو سره معلومات وموندل اوحال داچې محمدصلي الله عليه وسلم ډيرمخكي ددې په هكله تفصيلات وركړي وه. ۱۰: پروفيسرجيرالډسي جيوئرنګر (Professor Gerald C Goeringer) پروفيسرجيرالډسي دامريكادواشنګټن ډي سي دجارج پوهنتون دژونكودژوندپوهنې(Cell Biology)، دجنين پوهنې دطب (Medical Embryology) پروفيسر اومرستيال(Coordinator) دي۔ كله چي شيخ زنداني ورسره وليدل نوورڅخه ئې وپوښتل چي دجنين پوهني په علم كي تاسي څه نښانې لري؟ ايادحضرت محمدصلي الله عليه وسلم په وخت كي هم دجنين پوهنې څه متن شتون درلوي؟ شيخ داهم ورته وويل چي دجنين چي كومي مرحلې دي هغه په دې ډول ۔۔۔۔ سره په قرانكريم كي شتون لري۔ دډېروبحثوڅخه وروسته هغه دسعودي په اتم طبي كانفرنس كي داسي وويل: په قرانكريم كي چي كومه تشريح دنراوښځې دجوړه كېدوڅخه وروسته دجنين پيدايښت دي، اودهغه ټولې دورې اومرحلې په پوره تفصيل سره بيان شويدي، له دې څخه اضافه تشريح ناشونې ده، اودقرانكريم ټول اصطلاحات داسي په تفصيل سره دي چي څه موده مخكي هيڅوك ورباندي نه پوهيدل۔ په قرانكريم چي څومره تفصيل شويدي ددې تفصيل پوره معلومات به په راتلونكوڅوپېړيو كي وشي، داساينس پوهان لاهم دقرانكريم په ډېرپټورازونونه پوهېږي۔ په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير نوربيا...
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱ فروردين ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۲۹:۵۸ | آرشيو نظرات (0)
زمامناظره ديوه عيسايي راهب سره (۱۰) ګرانوخوږو لوستونكو! دايواځي د۱۲ سوال ځواب دي چې مخكي دانټرنيټ دكرښې دڅه ستونځوله كبله نه وه خپره شوې. 12: متي العربي: حضرت عيسي عليه سلام په دې ترحضرت محمدصلي الله عليه وسلم غوره دي چي هغه ډېرې معجزې درلودې، هغه مړې ژوندي كول اومحمدصلي الله عليه وسلم نه دي ژوندي كړي؛ هغه مورزاده ړانده اوپيس ناروغان جوړكړيدي اومحمدصلي الله عليه وسلم نه دې ژوندي كړي چي دعيسي عليه سلام داټولې معجزې قران تصديقوي ته څه وايي؟ ځواب:حضرت يحي عليه سلام په بايبل كي ډېرلوړځاي لري بايبل وايي: يحيي راتلونكي الياس دي، خوكه تاسوئې ومني څوك چي غوږونه لري هغه دي واوري (متي 11 باب، 14، 15) روښتيادرته وايم چي ديحيي نه لوي زوي يوې مورنه دې راوړي (متي 11باب 11) اوداسي نور۔۔۔ اوپه ټوله بايبل كي ئې يوه معجزه راوښايه؟ په بايبل كي راغلي دي(حضرت عيسي عليه سلام وايي : درواغژن نبيان اودرواغژن مسيحان زماپه نامه سره راځي باورمه په كوي، اودوي به عجيبه كارونه اونخښې ښكاره كړي (معجزې به ښكاره كړي) اوكه ممكن وي نوډېربه ګمراه كړي ګوري ماحال دركړي ۔ (متي 24 باب، 23ـ 26) نودبايبل په اندمعجزه هيڅ ارزښت نلري، اودرواغژن مسيحان هم كولاي شي چي معجزې ولري۔ لومړي قرانكريم دمحمدصلي الله عليه وسلم لويه معجزه ده، چي داد1400كالوراهيسي چيلنج دي ، كه تاسي په دې كي شك لري نوددې قرانكريم ديوه ايات په شان يوايات يالس اياتونه جوړكړي خوتاسي نه ياست توانېدلې اونه به هم داتوان پيداكړي، اوبل داچي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم هره وينامعجزه ده، او14 پېړۍ مخكي ئې اُمت مسلمه دشرا بو، خماركولو، زنااونوروفحشاووڅخه منع كړيدي، تراوسه مسلمانان هغه كارونه نه كوي، وګوري په عيسايي نړۍ كي شراب ډېرخوړل كيږي كه په مسلمانه نړۍ كي؟ جرمونه فسادونه، زناوې اوظلمونه په عيسايي نړۍ كي ډېردې اوكه په مسلمانه نړۍ كي؟ چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم دژوندهره شيبه يوه معجزه ده تاسي ولي سترګې ورباندي پټوي؟ چي داستاسوبې انصافي اوكم عقلي ده وبل لورته حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ډيرې معجزې درلودې چې شمېر ئې تر(۳۰۰) زيات دي خوحضرت عيسي عليه سلام نه درلودې ددې معني دانه ده چي حضرت عيسي عليه سلام پېغمبرنه وو، ته وماته څنګه منطقې دلايل وړاندي كوي؟؟!!! په احاديثوكي وګوره خاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم مړي ژوندي كړيدي اوداچې تاسي سترګې ورباندي پټوي داستاسوبې عقلي ده.په ۱۲۴۰۰۰ يولك څلورويشت زره پېغمبرانوكي دخاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم معجزې ډېري دي؛ چې دايوكوټلي حقيقت دي.زه به يووړوكي مثال دركړم، ۱۴۰۰ كاله وړاندي دبشريت سترلارښوداودخداي سپېڅلي استاذي صلي الله عليه واسلم فرمايلي دي چې شي په راسته لاس خوري او۱۴ پېړۍ وروسته هم دده صلي الله عليه واسلم يووړوكي سنت تراوسه ژوندي دي اوامت مسلمة ئې پلي كوي اياتردې ستره معجزه؟؟؟ وبل لورته حضرت محمدمصطفي صلي الله عليه وسلم ستاسوعيسايي نړۍ هم مني چې په ټوله انسانيت كي ترخاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم بل لوړشخصيت نشته اوزه به دلته دمايكل هارټ (Michael H. Hart) وكتاب ته راشم، حال داچې دي عيسايي واوده خپل دعقل اوپوهې مطابق دآدم عليه السلام څخه تراوسه پوره سل لوړشخصيتونه چڼ كړيدي اودي دهريوه لپاره دلايل لري، دده داكتاب چې كله چاپ شونوترډېره وخته يهودواوعيسايي نړۍ نه پرېښودي چا منظرعام شي؛ خوهغه عام شو زه ترټولولومړي مايكل هارټ درپېژنم. دايډلفي پوهنتون څخه ئې دفزيك ماسټري حاصله كړي، دپرنسټن پوهنتون څخه ئې دعلم الفلكيات ماسټري لاسته راوړي، دډېروخت لپاره ئې دامريكاپه فضايي مركزناسا(NASA) كي كاركړي اواومريكا د(System and Appied Sciences Corporation) لوړ ساينس پوه دي، له دې څخه ماسوي دي د(American Astronomical Society) غړي هم دي اوددې څخه علاوه هغه دغيرځمكني مخلوقاتو دادارې مديرهم دي چې ډېركتابونه اوليكنې هم لري. ده پخپل كتاب سل لوړشخصيتونه (The 100: A Ranking of the most Influential Persons of All Time)كي امام الانبياء صلي الله عليه وسلم ترټولولومړي ليكلي دي، اوداهرڅه انتخاب چې ده كړي دي داده دخپلوعقلي اوفكري احساساتو اوپوره پوهې په لمن كي انتخاب كړيدي، چې موږ دده ددې انتخاب ستاينه كوو، اوده يقيناداانتخاب دحقايقوپربنسټ كړيدي چې موږورڅخه مننه كوو، اوهغه څوك چې دي ئې نعوذباالله خداي بولي(حضرت عيسي عليه السلام) اوهغه دخپل ځان ژغورونكي بولي هغه ئې په دريم نمبركي راوستي دي، اوهغه څوك چې داوسني عيسايت خښته ئې ايښې ده اوداوسني بايبل زياته برخه هم ده ليكلي ده (پولس ياساول) هغه ئې شپږم نمبركړيدي، اومايكل هارټ په دي كي ريښتني دي. دي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په هكله وايي: حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ترټولواغيزمن اوحيرانوونكي دي اودي يواځي هغه تاريخي هستې ده چې هم په مذهبي اوهم په دنياوي محاذونوكي كامياب شو.دي په دې كامياب شوچې ډيردښمنان ئې سره يوځاي كړل، ډيرې ټولنې اوتمدنونه ئې سره يومټي كړل چې داكارهيچادتاريخ په پاڼوكې نه وكړي. ده دنبي كريم صلي الله عليه وسلم د لومړي انتخاب په هكله نورډېردلايل هم لري. The 100: A Ranking of the Most Influential Persons of All Time By: Michael H. Hart Published by: Citadel Press, Kensington publishing corp. US. ۲: كيت ايل مور:(Keith L. Moore) ډاكټركيت ايل مورچي دامريكا اوكاناډادتشريح الاعضاء (Anatomy)پخواني مشروو،اودپه جنين پوهنه اواناتومي كي دنړۍ لوي ساينس پوه دي؛ اوپه 1994 كال كي ئې په همدې برخه كي د(جې، سي بي ګرانټ) جايزه هم ترلاسه كړل اوپه همدې برخه كي ئې ډېرخدمتونه هم كړيدي، وايي: زه دډېروخت راهيسي دسعودي عربستان په جده په العزيزپوهنتون كي پرجنين پوهنه (Embroilogy) باندي دسنتوپه رڼاكي كار كاركوم زه ډېرورته حيران شوم چي 1400 كاله مخكي څنګه دجنين پوهنې په اړه خاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم كوم معلومات وركړي وه اواوس هك پك هغه موږڅيړواوحال داچي په هغه وخت كي ددې علم په هكله هيچامعلومات نه درلودل اونه هم تصوركېداي شواي، هغه څه چي زه وايم داډېرښكاره دي،داچي دقرانكريم وړاندويني چي دجنين په هكله ئې كړي دي . ده په مصركي په يوه كانفرنس كي يوه مقاله ولوستل اوداسي ئې پكښې ليكلي وه: زه دقرانكريم معلوماتو دجنين پوهنې په اړوندډېرخوښ كړم چي څومره ښكلي مراحل اوكره معلومات پكښې دي، اوزما لپاره دنورومعلوماتودراټولولولپاره سرچينه شول، اوزه دامنم چي دااحكامات وخاتم الانبياء حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ته دوحي په ډول سره راغلي دي، داځكه چي له ده څخه وروسته ترڅو پېړيوپوري لاساينس پوهان په دې هكله په هيڅ نه پوهېدل۔ دساينس دترقۍ له كبله جنين پوهنه نوره پېچلې شوه، اوپېچلې ده، اوكوم اصطلاحات چي په قرانكريم اوسُنت نبوي صلي الله عليه وسلم كي ذكرشوي دي، هغه ډېرساده، اوجامع دي، چي ددې علم بنسټ ئې جوړكړي هم دي اوزه ددې سره پوره موافق يم۔ دتيروڅلورولسيزوراهيسي ددې علم بنيادښكار شوي دي، اوحال داچي په قرانكريم كي ددې علم بنيادپه 7 عيسوي پېړۍ كي ايښودل شوي وو۔ ۳: پروفيسرارمسټرانګ (Professor Armstrong) پروفيسرارمسټرانګ دامريكاپه خلاي څېړنيزمركز (NASA) كي كاركاوي، اودكنساس په پوهنتون كي دفلكياتواستادهم وو۔ دپروفيسرارمسټرانګ څخه ډېرپوښتني وشوي، چي يوه پوښتنه داوه : همدااوس چي كوم نوي الات اوفضايي بېړۍ تاسي لري اوپكښې تللي ياست اودافلكيات موخپله مشاهده كړيد دي، تاسي څه نظرلري چي كوم اياتونه 1400 كاله مخكي دفلكياتوپه هكله څه ويلي دي داڅنګه پرتله كوي؟ ددې سوال ځواب په داسي لنډوخت كي څه مشكل كاردي، داځكه چي ووخت ته پوره اړتيالري، زه په دې حيران يم چي 1400 كاله مخكي وړاندويني اوزمااوسني مشاهدات څنګه پرتله كړم، خوحقيقت دادي چي داهرڅه سره ورته دي، اوداهم درته وايم چي زه څه وايم هغه ډېرروښانه دي، داچي ساينس به داهرڅه مني دادراتلونكي تجربواووخت خبره ده۔ ۴:پرفيسروليم هې (Professor William Hay) وليم هې دامريكادكلوريډودپوهنتون دسمندرپوهنې (Oceanolgy) پروفيسردي۔ وليم هې دامريكادسمندرپوهنې يومشهوره پروفيسردي، دې بياپه ټولوكي مشوره اودلوړمقام څښتن دي، شيخ عبدالمجيد اې زنداني دهغه څخه دسمندردسطحې، لوړې ژورې، دسمندروپرمينځ واټنو نه، دسمندرځمكه اوداسي نورې پوښتني وكړي چي وليم هې ئې په ځواب كي وويل: وماته داډېره په زړۀ پوري دي چي كوم معلومات په قرانكريم كي شته هغه معلومات زمالپاره دټولونورومعلومات سرچينه شول؛ اودقرانكريم معلومات دسمندرپه هكله ډېرنوي، هېښونكي اوپه زړۀ پوري دي۔ اوزه داتصديق كوم چي قرانكريم يوالهي كتاب دي، داځكه چي په هغه وخت كي دااياتونه په داسي وچ دښت كي نازل شويدي چي هيڅ سمندرهلته نه وه، اوپه دې علم كي ترډېروخته پوري موږواقف نه وو۔ په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير نوربيا... زمامناظره ديوه عيسايي راهب سره (۱۱)
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۰۲:۰۱:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|