هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر٬ عبدالقادر مفتون
hv_Ni728469
شعر٬ عبدالقادر مفتون

غزل
ستړئ ژونــــــد دي دم په دم سهارماښام شي
بـــــل څـــه نشته ستا په غم سهار ماښام شي

دنيا ټولـــــــه كش مكش پــــــر سر اخيستې
په هر لوري  پيچ وخم ســــــهارمــاښام شي

دخالق دا څومره ښكلئ  ښـــــــــه نظام دئ
هم پر ګل هم پرشبنم سهار مـــــــــاښام شي

دوطــــن داذادۍ نـــــــــاوې بـــــــه راشي
داولس كـــــه موپه زغم  سهار ماښام شي

دخوشحال ليكدود بـــــــه پوخ نكړې مفتونه
دحميد كه دې پــــــــــه چم سهار ماښآم شي
****
عبدالقادر مفتون
كو ټــــــــــــــه
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۵ فروردين ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۵۲:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


نظم٬ درويش درانئ
نظم٬ درويش درانئ

زماشپېلۍ

يـــــــوه پېــــغله نـــــــاخــــــبره له جهانه
واوبــــــوتــــــه دچينې وه را روانــــــــه

پروږه باندي يې پروت خـــــــالي منګئ ؤ
په سپين لاس كي يې  صفا سپين كټورئ ؤ

زه په خپلـــــه ليــــــــونۍ ځواني غره وم
له چينې سره  نـــــــــزدې ولاړښكاره وم

ماويــــــل دابې نيازي به يې كړم وركـــه
داكه هرڅوځان تـــــــــه وايي مـــــلايكه

خـــو رااړوي بــــــه ماته سترګي توري
پــــــــه نــــظر دسوداګر به راته ګوري

په غورځنګ به يې راځي دزړګي وينه
ژربه پوه شي چي څه شئ ده مسته وينه

مــــــګر مــــاچي څه ويل هغسي نه وه
پـــــه څرګنده كه هغه ټوله زړه زړه وه

پــــه مـزاج كي دمرمر دبت په شان وه 
نـــــه خبره په  زاړه او نه په ځوان وه

پــــه  واړه ګام شوه ترما اوبو ته تېره
لــــه هــــرڅه نه بې پروا اوبوته تېره

خپل منګئ يې داوبــــو پرغاړه كښېښود
كټورئ يې داوبـــــــوپرغــاړه كښېښود

هغــــه پېغله چي تــــرماشوه داسي تېره
درڼې چينې پـــــه خوا شوه داسي  تېره

نو ورو وروشوله لګيا چي منګئ ډك كړي
خــــوما نه غوښتله داچي منګئ ډك كړي

شوم لــګيا چي دا اوبــــه كړم ترې نه پاته
پــــــام راواړوم ددې  دځـــــان وخـــواته

خــــــله مي كښېښوده پرخپله شپېلۍ باندي
چي نغمې يې شوې روانې وروسته وړاندي

ورته ونيو غوږ هـــــم بوټو اوهـــــــم كاڼو
ګـــډا پېل كـــــړه  ورته هري خواته  پاڼو

خـــــوپـــــردې باندي يې هيڅ اثر ونه  شو
پــــــــه داهسي حال كي بل هم يو كار وشو

يـــــــو سپين آس پــرلاره باندي راروان ؤ
پردې آس باندي سپورتورغوندي يوځوان ؤ

ددې ځـــــــوان ؤ ښايسته توپـــك په غاړه
دې چي وليــــــد نـــــــوپه بېړه شوه  ولاړه

منګئ پاتــــــــه شو چينه يې شولــــه هېره
په دې ځوان پسې يې نيغ كتل تـــــــرډېره

وه چي څنګه اوس  هغسي پــــــاته نه شوه
دمـــــرمرونجيلۍ نرمه شوه زړه زړه شوه

هغــــــــه پېغله دچينې پــــــردغــــه غاړه
وه تـــــــــرډېــــــره پوري دغسي  ولاړه

چي منګئ او كټـــورئ يـــــــې وو راوړي
وو هغــــــــه يې هم زما په شان هېركړي

داولاړه دتــــــــور ځــــــوان په ننداره وه
پــــــه خپل خيال كي دهغه ترشا سپره وه

مـــــــابـــه وكتل شپېلۍ تـــــه اوبيا دې ته
پــــــه حيرت كي ومه ډوب دې نندارې ته

محسوس كړئ مي په داوخت كي يولاس ؤ
چي يــــــــوچاايښئ زمـــــــا پروږه پاس ؤ

چي مــــي واړولې سترګي كلـــــــــه شاته
وه نـــــــزدې يـــوه بوډۍ ولاړه مــــــاته

پرزړوچـــــاودلو شونـــــډو يې موسكاوه
پوهيدلې پــــــه خبرو بـــــــــــاندي داوه

راته ويې ويل ځــــــــــوانه ځان خبركړه
ددې دنګو غروله شانــــــه ځان خبركړه

دلته بـــــاز دخلګو خوښ بلبل يې هېردئ
تــــــرشپېلۍ دتورتوپك راكښون ډېردئ

كه دا غواړې چي دي پېغلي درته خاندي
نـــــــوبيا وركړه داشپېلۍ پرتوپك باندي
*****
عبيدالله درويش درانئ
كو ټــــــه
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ فروردين ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۰۶:۵۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


د دوو كتابونو دمخكتنې په اړوند سيمينار او خوندوره مشاعره
د دوو كتابونو دمخكتنې په اړوند سيمينار او خوندوره مشاعره وشوه
٬٬٬٬

نن په سهيلي پښتونخوا٬ سيف الله كلا كښي هيواد ادبي ټولنې له لوري څخه
چي ورته  له سهيلي پښتونخوا ٬ بيلابيلو سيمو څخه ورته ليكوالان او شاعران راغلي وو
دغه سيمينار دورځې پر لس ۱۰ بجې   ٬ خپله دراقم الحروف له لوري دقران كريم په مباركو آيتونو پيل شو
ددې سيمينار دروند ميلمه ٬ له بوري سيمې څخه راغلئ  ٬  سترمحقق او پياوړئ شاعر استاذ خيرمحمدعارف صاحب وو٬په دې سيمينار كښي له مسلم باغ څخه ٬ دپښتوادبي قنديل ټولنې شاعران٬ له چمن څخه دپښتو ادبي تړون چمن شاعران٬ او له كوټې څخه  دپښتو ادبي غورځنګ ګوټې٬ له لوري څخه  ليكوالان او شاعران ٬ او همدارنګه له ٬ دكۍ٬ خانوزۍ٬ سوړزيارت٬ سنجاوۍ٬ ژوب٬ مرغه فقيرزۍ٬ پښين٬ هرنايي٬ اوبوري٬ سيمو څخه  په ډير زيات  تعداد سره  ليكوالان او شاعران همدې  يوه ورځني سيمينار او مشاعرې ته راغلي وو چي شميريې  دوه سوه تنو ته رسيدو٬  په دې سيمينار كښي پر دوو كتابونو٬ چي يو ناول او بل  دشعرونو يوه  ټولګه وه مخكتنه وشوه٬دناول نوم وو ٬ لويه لارده څوك به راشي٬   او دكتاب وو ٬ دسپوږمۍ واهي٬  لويه لار ده څوك به راشي٬ ناول دښاغلي   عبدالقادر مجرم له لوري ليكل شوئ  او كمپوز يې هم ده خپله كړئ دئ  جالبه لادا چي دخپل ناول كمپوز يې دلاس نه بلكه دپښتو په ګوتو  كړئ٬ يعني ليكلئ دئ٬ ځكه ښآغلي مجرم ډير پخوا خپل دواړه لاسونه په يوه پېښه كې له لاسه وركړي ٬ ښآغلئ  عبدالقادر مجرم دري نور كتابونه هم لري چي دوه  شعري ټولګي دي او يو دلنډو كيسو ټولګه ده او څلورم يې همدغه يادشوئ ناول دئ٬ اود٬ سپوږمۍ واهي٬ په نامه شعري ټولګه  دبوري دسيمې ديوه  تكړه شاعر هرات خان ناصر ده  چي  دمخكتنې دپاره په سيمينار كښي وړاندې شو٬ البته ٬ دسپوږمۍ واهي ٬ كتاب٬ دښآغلي  ډاكټر هرات خان ناصر لومړنۍ شعري ټولګه ده٬ پرهمدې  دوو كتابونو باندې مقالې وويل شوې دغه مقالې چي دورځې له لسو بجو  څخه پيل اوماپښين  تر  دريو۳ بجوپوري يې دوام درلودو وروسته پر درې  بجو  دتفريح ږغ وشو چي  له دې وروسته  لمونځونه  اداء شو چي له دې وروسته  راغلو ميلمنو ته د ډوډۍ يو په زړه پورې بندوبست وشو چي پرڅلور بجې بيا   سيمينار پيل شو چي پكښي پر يادو شويو كتابونو دمقالو ويلو دوام درلود آن تر لمر لوېدو پوري   ماذيګر پر ۶ بجې   دسيمينار دمقالو برخه  بشپړه شوه  له دې وروسته راغلو ميلمنو ته تفريح  وركړل شوه ٬ دماښام له لمانځه وروسته دمشاعرې برخه پيل شوه٬ دمشاعرې دصدارت دپاره  له  ژوب څخه راغلئ ميلمه٬ دروند شاعر٬ ډاكټر اورنګ زيب احساس ته بلنه وركړل  شوه٬ هغه دصدارت څوكۍ سنبال كړه٬ او مشاعره دقرآن كريم په تلاوت سره پيل شوه٬ له تلاوت څخه وروسته ٬  دسيف الله كلا شاعرانو او ورپسې  ميلمنو شاعرانو خپل شعرونه  په مشاعره كښي وړاندې كړل دغه مشاعره په ډيره ښه طريقه  روانه وه او په دې مشاعره كښي شاوخوا ۳۰ شعرونه دشاعرانو له لوري څخه په ترنم كښي وړاندې شول٬ او دغه مشاعره آن  تر څلورو بجو پورې دوام درلود٬ پرڅلور بجې  پاي ته ورسېده
٬٬٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ فروردين ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۱۷:۱۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬منان الكوزئ
شعر٬منان الكوزئ

غزل

زما غزل غزل جانانه ستاپه يادمې ترټي ولې 
اي دسروګلوبوستانه ستاپه يادمې ترټي ولې   



زه خومست يم ستا په مينه مستي نه غواړم دميو 
زما دسو ي زړه ارمانه ستاپه يادمې ترټي ولې 
زه ليكم دزړه په وينو سوي ساندې دخوارانو 
له ېي سوځي قدردانه ستاپه يادمې ترټي ولې 
حق ويل وحق غوشتل به دې خوله ماته څلورځاي 
زما پشتون پشتون جانانه ستاپه ياد مې ترټي ولې 
زموږ جنت جنت وطن كې دسرو وينو دي ډنډونه 
سوي ساندې نن افغانه ستا په يا مې ترټي ولې 
دبلبلوخولې پټې دي عاقيلانوسترګې خلاصې 
اوس بي څوك كوي پرسانه ستاپه يادمې ترټي ولې 
اقتدارليونوبيانن لاس تړلي په لاس وركړي 
اي  سور    لعل دبدخشانه ستاپه يادمې ترټي ولې 
دټپوشاپيرۍ څه سوې چز بيا مست كړو اتڼونه 
پشتنونوم ونشانه په ياد مې ترټي ولې 
توره شپه به سهارګڼي په دي شاركې كه اوسيږي 
اي سپيڅلي قهرمانه ستا په يادمې ترټي ولې 
ازادي توري دي كفر به دې شار ېي نا پرسان كې 
پاڅه پاڅه پشتون ځوانه ستاپه يادمې ترټي ولې 
بياكړمستې ترانې دپشتونخوا  الكوزيه 
زموږ ګران پشتونستانه ستاپه يادمې ترټي ولې
٬٬٬٬
منان الكوزئ٬  كو ټـــــــــــــه 
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ فروردين ۱۳۹۰ ساعت ۰۸:۳۰:۴۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر تواب ترابي
turabi
شعر تواب ترابي

تواب ترابي
يار تۀ كوڅه كښې هـــــــــــر وخـت ويـر ښـۀ نـۀ دي
         چــــانــــــه ګـيـلـــــــه زمـــــــــــــــــا تـقـديـر ښـــــــــۀ نـۀ دي

ډېــرو ســرونــه پـــۀ كـښــې كـــړل چــې قــربــان
                څـــــــــــــــــــوك وئ ښائست چــــــــــې دَ كشميـر ښـۀ نــــــۀ دي

بـدلـــون او دومـــره لـــږ سـعـت كـښــې اشـنــــا
                دَ بـيـمــانـــــۍ نــــــــــــــــــــــۀ ډك ضـمـيــر ښـۀ نــۀ دي

پــــــــــــــــــــۀ خـپـلــــــه هـيــڅ بـــۀ هــم ليـكلـي نـــۀ شــي
                  بــــل تــــۀ بــــۀ وائ سـتـــا تـحـريــر ښــــــــــــۀ نـۀ دي   

هـســې فـضــول پـــــرې خـلــــق مــــه تـنــګــــــوه
                    پــۀ قـــلار كـيــنــــه ستـــا تــقــريــرښــۀ نـــــــــــــــــــــــــــــــــۀ دي 

دَ ديـــدن تـنـــده بـــۀ مـــې څـــۀ مــــاتــــــه شـــي
                      چــــې رالـېـــــږلــي تــــــا تـصـويـــر ښــۀ نـــــــــــــــــــــــــۀ دي   

چې دَ ښائست ثــانــي ئـې  نـشـتــه بــل ځــائـي
          تـــوابـــه څـــوك وائ چــې ديــر ښــۀ نـــــــــۀ دي 
                          ♦♦♦♦♦♦♦♦ 
                            2004/4/7 __ الرياض 
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ فروردين ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۲۵:۲۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است