هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
ګام پــــه ګام : څوستړي ارمــــا نـو نــــه ګا م پــــه ګام د ر پسي ځـــي هُم ز ړه در پسي ځــــي،او هــــم ارام در پـــسي ځــــي چي لمر غو نـدي نِـــهام شې، تر د ې تو ر و غرو جانانه سرې ا و ښكي مــي له سترګو هر ماښام درپسي ځي پـــه دې چي ، زما د ميني دسو ځلي دښتــي ګل يـې رنــــګونــــه د بـــــها ر ځــــــكه مُــــد ا م د ر پسي ځـــي سپو ږمۍ دڅو رلسم يـــې، د او و م اسمان پـــر غو لي جرګـــــه د سپـينو ســـتو ر وپــــه ســـلام د ر پسي ځـي لـــه خيالـــه يـــې لو يــــدلي د ي ډك جام د جــــنتو نــو زاهــــددخـــلو تــو نو، نـــن بـــــد نــــام د ر پسي ځـــــي غــر و رد زلـــيخـــا چـــي، ستــا دهـــري اد ا ر نـــګ و ي يوسف دزمــانـــــې بـــه خو د غُــــلام درپسي ځــــــــي د ميـــني پــه سِكه د ي ، لا پخـو ا ر ا نــه زړه و ا خيست لګـــيا د ي ،اوس مي ژو ند هم په لــيلام د ر پسي ځي كه دلته دي زه نو م چيري ، په تر نګ د ر با ب ا خــــلم نوهــــلته پـــه لمنځوكـــــــي هم امــــام درپسي ځــــي نــورڅــــه و يلاي نشي مــــلتـــيار ، بــــې له تـــا يــا ر ه هــــم خيال در پسي ځـــي ،او هم كــلام درپسي ځـي ٬٬٬٬٬٬٬٬ عبدالله جان ملتيار پښتونخوا ٬ كوټه
نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ ارديبهشت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۵۳:۳۵ | آرشيو نظرات (0)
الكحل(شراب) په اسلام اوساينس كي (۴) دشرابودحرام كولوفلسفه: ښكاره خبره ده چې وانسان ته دژوندژواك دلاسته راوړلو په دوران كي داولادوتربيت اودمدني سياست په ښه قائم ساتلوكي دعقل ولارښوونې ته ډېره اړتياده، اوكه چيري يو سړي دشرابوعادي وي نوله ده څخه ددې كړونوتوقع ناشونې اوبې معني ده، داځكه چې دنشې په حالت كي له ده څخه ډول ډول فسادونه اوجنګونه كيږي اوځيني خلك نفسي خواهشاتودومره ليونيان كړي وي چې ددې فسادونوهيڅ پروانلري اودشرابوڅخه علاوه په نورونشوهم روږوي ، چې له همدې كبله دده دژونددلوازماتوپه نظام كي ډېره خاليګاه وي. ديوې ټولنې دافريضه ده چې هيڅوك پرې نږدي چې په داسي نشواخته شي، چې په شريعت كي ددې دحرمت اواصليت دافلسفه ده. حجة الله البالغه، ټوك ۱، مخ ۴۳۴ ليكوال: حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله عليه شراب ولي حرام دي؟ شراب دټولوپليتو اوناوړوكړونوموراوريښه ده(اُمُّ الخبائث)، دټولوبدمرغيواونقصانونومورده، چې ضرراوتاوان ئې وروح اوبدن دواړوته رسيږي،دشرابوتراغيزولاندي مال ، دولت اوشتمنې اواولاددواړه راځي، ښه اوبدئې تراغيزولاندي راځي؛ داځكه چې دشرابوپه څيښلوسره عقل دفكر، تدبيراوحكمت څخه خالي كيږي، چې په دغه خت كي عقل دپروړوارزښت نه لري ، برعكس عقل وليونتوب، بغاوت اوبغض ولورته لمن وهي چې دادټولوبدبختيومورګرځي؛ كله داناورين ددوووروڼوترمنځ، كله دپلاراوځوي ترمنځ، كله ددوستانوترمنځ اوكله هم دخوږوملګروترمنځ صورت نيسي، چې دادرحمت پرځاي يولعنت دي. دادشرابوټولنيزاړخ دي، بل په دې شراب حرام دي چې شراب انسان دخداي دذكرڅخه ګوښه كوي اوغافله كوي ئې، دلمانځه څخه ئې ليري كوي، حال داچې لمونځ داسلام ستن هم ده، بل تاوان دشرابودادي چې زړه دالله دذكر، نوراوحكمت څخه خالي كوي داځكه چې شراب دشيطان يوعمل دي، چې دانسان شتمنې اوبدن ټوله فاسدوي اوشرابي دتل لپاره په دې هڅه كي وي چې څوك ووژني، دچاشي غلاكي، زناوكړي اوداسي نور... حكمة التشريع وفلسفه الجزء الاول مخ، ۲۶۹ ليكوال: فضيلة الاستاذ الشيخ علي احمدالجرجاوي رئيس جامعة الازهرالعالميه داسلام دمبارك دين څخه مخكي په عربوكي شراب څيښل ډيرارزښت مندشي ؤ، په هركوركي اوپه هرځاي كي غريبو، مسكينانو، نرو، ښځو، سردارانواوغلامانوټولوڅښل تردې اندازې پوري چې كله به يوسړي مړكېدي نوواولادته به ئې داوصيت كوي چې هره ورځ زماپرقبرباندي يومنګي شراب تويوي؛ خوكله چې الله جل جلاله حرام كړل نوپه مكمل ډول سره دټولوورڅخه داسي نفرت وشوچې بيائې هغه توي كړل، په قرآنكريم كي داشراب په درومرحلوكې بندكړل شول، په احاديثوكي هم ددې دحرمت زښته بيان شوي دي، دبېلګې په ډول سره: وَلاَيَشربُ الخَمر حِينَ يَشربهَا وَهُوَمُؤمِنٌ (بخاري) كله چې شراب خوره شراب څښئ نودي مومن نشي پاته كېداي. يعني په دې حديث شريف كي داجوته شوه چې ايمان اوشراب نشي سره يوځاي كيداي، كه مومن ؤنوشراب نه څښئ اوكه ئې شراب څيښل نومومن نشي كېدلاي، چې لب لباب ئې دادي چې شراب دايمان سرمايه له منځه وړي اوهغه ختموي اودايمان دښكلې ونې ريښې له منځه وړي. وبل لورته دشرابولپاره سزاهم ټاكل شوې ده په حديث شريف كي راځي: اِذاشَربُواالخَمر فَاجلِدُواهُم ثُمّ شَربُوافَاجلِدُوهُم ثُمّ اِن شَربُوافاجلِدُوهُم ثُمّ اِن شَرِبُوافَاقتُلُواهُم. (ابوداؤد) كه چيري خلك شراب څيښئ په دوروباندي ئې وواهي، كه ئې بيا وڅيښل بيائې وواهي، كه ئې بيا وڅيښل بيائې وواهي اوكه ئې بياوڅيښل نووئې وژ ني. دشرابودحرمت په لومړيووختوكي نبي كريم صلي الله عليه وسلم ډېرټينګاركاوي، تردې چې كه ئې شراب نه پرېښودل نه دهغه سزادقتل وه، چې وروسته بيادادشرابوسزا(قتل) منسوخه شوه اواوس ئې سزا(۸۰) دورې دې. دشرابوڅخه ځكه نفرت په كاردي چې داتاوانونه پكښې نغښتي دي: ۱: كله چې يوانسان شراب وڅښئ نووروسته دنشې په حالت كي دي، چې په دغه وخت كي داانسان دحقائقوڅخه ليري وي اودهرڅه څخه په واټن كي شي، ودي نشيي انسان ته هرڅوك په صفركي معلوميږي داځكه چې هرڅوك ورته هيڅ ښكاري له همدي كبله ودې نشيي ته خلك احمق وايي اوله ده څخه نفرت كوي؛ له همدې كبله دي ددښمنۍ اوبغض اصلي محوراوټكي ګرځي. ۲: لكه څرنګه چې الله جل جلاله وانسان ته ترټولونعمتونوغوره نعمت عقل وركړيدي ، اوداعقل دي چې انسان ئې دلوړواخلاقوڅښتن ګرځولي دي اووبل لورته ئې عقل همداانسان دټولورذيلواخلاقوڅخه ئې پرڅنډه كړيدي اوحال داچې دنشې په حالت كي داښكلي نعمت (عقل) خپله جنازه پورته كوي اوانسان دعزت څخه وذلت ته ځئ اودجنت اوښوكړونوڅخه وناوړوافعالو اودجهنم وكندي ته ځان لاهوكوي؛ داځكه چې كله داشرابي عقل دلاسه وركړي نودي ظلم كوي، ګناه كوي، تيري كوي، غلاكوي، زناكوي اوداسي نور.... نوهمداوجه وه چې دجاهليت په دوره كې عقلمندوخلكوشراب نه څيښل لكه دعباس بن مرداس كيسه. ۳: وانسان ته دشرابوبل لوي نقصان اوزيان دادي چې شراب دانسان واخلاقو، عزت اووقارته زيان رسوي، پرعزت ئې تورداغ ايږدي، دانسان دشرافت كميس ورڅيري كوي؛ داځكه چې موږشرابيان وينوچې په كوڅوكې لالهانده ګرځي اوياكوم چې معززه دي وهغوټولوته خلك دلاندوسپوپه سترګه هم نه ګورئ، له دوي څخه نفرت اوكركه خپل طبعي عكس العمل بولي، اوبل لورته دوي داسي كارونه كوي چې هغه په ټولنه كې كرغيړن دي يووړوكې بېلګې ئې داده لكه خپل ځان ځړول اوياهم بل څوك وژل چې دانو(خسرالدنياوالاخرة) يعني دنيا اوآخرت ئې دواړه خراب شول. ۴:دطب له نګاه څخه دشرابوناروغيانې اوتكليفونه له شماره وتلي دي لكه سرطان، اعصابي كړاوونه، بدهضمې، دمعدې التهاب، لېونتوب،فلج(ګوزڼ)، استرخاء، صرع، دحافظې كمزورې، دحافظې زوال، دسترګودديدزوال، اوږدمهاله نزله، اوداسي نورې لاعلاجه ناروغيانې.... ددې ټولوبدبختيوپه درلودلوسره الله جل جلاله شراب حرام كړل. اسلامي حدوداوران كافلسفه (شراب نوشي) مرتب: سيدمحمدمتين هاشمي سابق ډايريكټرديال سنګهـ ټرسټ لائبريري لاهور نوربيا... په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۸ ارديبهشت ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۵:۰۱ | آرشيو نظرات (0)
الكحل(شراب) په اسلام اوساينس كي (۳) دشرابودحكم اودصحابه كرامورضي الله عنهم اجمعين جذبه: دلومړي حكم سره سم هغوصحابه كراموچې شراب ئې دخپلوځانولپاره ايښي وه، هغه ئې دخاوروسره خاورې كړل، دحضرت عبدالله بن عمررضي الله عنه بيان دي چې كله نبي كريم صلي الله عليه وسلم اعلان وكړ چې شراب حرام دي دچاپه لاسوكي چې دشرابولوښي وه هغه ئې ټول وغورځول، دشرابومنګيان اوخُمان ئې ټوله دكوروڅخه دباندي مات كړل؛ حضرت انس رضي الله عنه په يوه مجلس كي ساقي ؤ، ابوطلحه، ابوعبيده بن جراح، ابي بن كعب اوسهيل رضي الله عنهم اجمعين هم هلته موجودوه كله چې ئې دشرابودحرمت اعلان واورېدي نوټول خُمان اومنګيان ئې مات كړل اوټول شراب ئې توي كړل. په ځينورواياتوكي راځي چې په دغه مهال دشرابوجامونه دخلكووشونډانوته رسېدلي هم وه، چې ټول ئې وغورځول، په هغه ورځ دمدينې منورې په كوڅوكې شراب دباران اوبوپه شان بهېدل، اووروسته چې به باران وشونودشرابودرنګ اوخونداحساس هرچاكولاي شواي. دمدينې منورې په ښاركي چې كوم شراب دتجارت لپاره پراته وه دهغوټولودټولېدو حكم نبي كريم صلي الله عليه وسلم وكړ، چې صحابه كراموهغه راټول كړل اوپخپله نبي كريم صلي الله عليه وسلم پخپلومباركولاسونوسره دشرابومنګيان اوخُمان مات كړل اوپاته نوروصحابه كراموله منځه يووړل، يوه صحابي چې دشام څخه ئې دشرابوتجارت كاوه، هغه شراب چې ئې دشام څخه راوړي وه هغه ئې پريوه غونډۍ كښېښودل ، بيائې دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه دشرابودحكم په اړه پوښتنه وكړل، نونبي كريم صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې هغه ټول توي كه!هغه صحابي هم په ډېره مينه سره هغه له منځه يووړل اوټول ئې توي كړل. تفسيرمعارف القرآن، ټوك ۱، پاڼه ۱۹۵ـ ۲۰۵) شراب په احاديثوكي: دشرابوحُرمت لكه څرنګه چې په قرآنكريم كي په سختۍ سره بيان شوي دي په همدې ډول سره په احاديثومباركانوكي هم په شدت سره منعه شويدي اوداسي داحاديثوكتاب به نه وي چې دشرابودحُرمت پوره بحث پكښې نه وي؛ ترپنځوسوپه زياتو احاديثوكي دشرابوحرمت راغلي دي، دبخاري شريف په ۲۸ احاديثو كي ۳۹ ځله شراب راغلي ؛ دمسلم شريف په ۵۳ احاديثو كي ۷۲ ځلي شراب راغلي ، دترمذي په ۲۸ احاديثو كي ۵۰ ځلي شراب راغلي دموطاء امام مالك رحمة الله عليه كي په ۱۰ احاديثو كي ۱۷ ځلي شراب راغلي دي اوداسي نور..يوڅه احاديث ددې ليكنې په مختلفوبرخوكي ذكرشوي دي اوڅه زه اوس غواړم چې ذكرئې كړم. ۱: وعن عايشة قالت سُئل رسول الله صلي الله عليه وسلم عن البتع وهونبيذالعسل فقال كل شراب اسكرفهوحرام (متفق عليه) له عايشې رضي الله عنهاڅخه روايت دي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم څخه د(بتع) په اړوند پوښتنه وشوه اودادعسلونبيذدي نووئې فرمايل چې هرهغه دڅښلوشي چې نشه راولي هغه حرام دي. ۲: وعن ابن عمرقال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم كل مسكرخمروكل مسكرحرام ومن شرب الخمرفي الدنيافمات وهويُدمنهالم يتب لم يشربهافي الاخرة. (رواه مسلم) له ابن عمررضي الله عنه څخه روايت دي چې ويلي ئې دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې هرنشه راوستونكي شي خمر(عقل پټونكي دي) دي، اوهرنشه راوستونكي شي حرام دي اوچاچې په دنياكي شراب وڅيښل اوهغه ئې هميشه څيښل اوتوبه ئې ونه ايستل اومړشو هغه به ئې په آخرت كي نه څيښئ. ۳: وعن جابران رجلاقدم من اليمن فسال النبي صلي الله عليه وسلم عن شراب يشربونه بارضهم من الذرة يقال له المزرفقال النبي صلي الله عليه وسلم اومسكرهوقال نعم قال كل مسكرحرام ان علي الله عهدالمن يشرب المسكران يسقيه من طينة الخبال قالوايارسول الله وماطينة الخبال قال عرق اهل الناراوعصارة اهل النار(رواه مسلم) له جابررضي الله عنه څخه روايت دي چې ويلي ئې دي چې ديمن څخه يوسړي راغي هغه دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه دشرابودڅښلوپوښتنه وكړه هغه په يمن كي څيښل اوهغه به له جواروجوړيده هغه ته ئې (مزر) ويل نبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې اياهغه نشه لرونكي دي؟ هغه وويل چې هو! نبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې په الله تعالي باندي داوعده ده چې كوم سړي نشه راوستونكي شي څيښئ نوالله تعالي به په هغه (طينة الخبال) وڅيښئ، اصحابوكرامورضي الله عنهم اجمعين عرض وكي چې يارسول الله صلي الله عليه وسلم (طينة الخبال) څه شي دي؟رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې داددوږخيانوخوله ده،اوياددوږخيانوزوي دي. ۴: وعن وآئل الحضرمي ان طارق بن سويدسال النبي صلي الله عليه وسلم عن الخمرفنهاه فقال انما اصنعهاللدوآءفقال انه ليس بدوآء ولكنه دآء.(رواه مسلم) له وآئل حضرمي رضي الله عنه نه روايت دي چې طارق بن سُويدله نبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه دشرابوپه هكله پوښتنه وكړل نبي كريم صلي الله عليه وسلم ئې دڅيښلومنعه وفرمايل، طارق وويل چې زه ئې ددارودرمل په توګه څيښل غواړم نونبي كريم صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې دا(شراب) درمل نه بلكې ناروغې ده. ۵: عن عبدالله بن عمرقال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم من شرب الخمرلم يقبل الله له صلوة اربعين صباحافان تاب تاب الله عليه فان عادلم يقبل الله له صلوة اربعين صباحا فان تاب تاب الله عليه فان عادلم يقبل الله له صلوة اربعين صباحافان تاب تاب الله عليه فان عادفي الرابعة لم يقبل الله له صلوة اربعين صباحا فان تاب لم يتب الله عليه وسقاه من نهرالخبال. (رواه ترمذي ورواه النسآئي وابن ماجه والدارمي عن عبدالله بن عمرو) له عبدالله ابن عمرنه روايت دي چې ويلي ئې دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې څوك چې شراب وڅيښئ الله تعالي دهغه څلويښت ورځې لمونځ نه قبلوي، كه چيري توبه وكړي نوتوبه ئې قبلوي، كه ئې ددوهم ځل لپاره شراب وڅيښل نوالله تعالي دهغه څلويښت ورځي لمونځ نه قبلوي اوكه چيري ئې توبه وكړل نوالله تعالي ئې توبه ورقبلوي، كه ئې بياوڅيښل نوالله تعالي ئې څلويښت ورځې لمونځ نه قبلوي اوكه چيري ئې توبه وكړل نوالله تعال ئې توبه قبلوي اوكه چيري ئې په څلورم ځل شراب وڅيښل نوالله تعالي ئې دڅلويښتوورځولمونځ نه قبلوي اوكه چيري ئې توبه وكړه نوالله تعالي ئې توبه نه قبلوي اوپه ده باندي به ددوږخيانوزوي وڅيښل شي. ۶: وعن جابران رسول الله صلي الله عليه وسلم قال مآاسكركثيره فقليله حرام. (رواه الترمذي وابوداود وابن ماجه) دجابررضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې دكوم شي زيات څيښل نشه راولي دهغه لږڅيښل هم حرام دي. ۷: عن ام سلمة قالت نهي رسول الله صلي الله عليه وسلم عن كل مسكرومفتر.(رواه ابوداود) دام سلمه رضي الله عنهاڅخه روايت دي چې نبي كريم صلي الله عليه وسلم دهرنشه راوستونكي اوهرمفتر(په قوت كي سستي راوستونكي) منعه وفرمايل. ۸: وعن ديلم الحميري قال قلت يارسول الله انابارض باردة ونعالج فيهاعملاشديداوانانتخذمنه شرابامن هذاالقمح نتقوي به علي اعمالناوعلي بردبلادناقال هل يسكرقلت نعم قال فاجتنبوه قلت ان الناس غيرتاركيه قال ان لم يتركوم قاتلوهم.(رواه ابوداود) دديلم حميري رضي الله عنه څخه روايت دي چې ويلي ئې دي چې ماوويل چې اي دالله رسول صلي الله عليه وسلمه! موږديخي سيمي استوګن يوموږپكښې سخت كاركواوموږدغنموشراب جوړوو موږپخپلوكارونوكښې په دې قوت زياتوواودخپلي علاقي ديخنۍ نه ځان ژغورو، نورسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل اياهغه نشه راوستونكي دي؟ماورته وويل هو! نوبيائې راته وفرمايل چې ځان ورڅخه وساتي، ماورته وويل چې خلك ئې نه پريږدي، نونبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل كه چيري خلك ئې نه پريږدي نودهغوي سره جنګ وكړي. ۹: وعن عبدالله بن عمروعن النبي صلي الله عليه وسلم قال لايدخل الجنة عآق ولاقمارولامنان ولامدمن خمر(رواه الدارمي) دعبدالله بن عمرورضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې دموراوپلارنافرماني كونكي، قمار(خمار) كوونكي، احسان زياتونكي اوهميشه شراب څيښونكي به وجنت ته داخل نشي. ۱۰: حدثنااحمدبن صالح حدثناابن وهب قال اخبرني يونس عن ابن شهاب قال سمعت اباسلمة بن عبدالرحمن ابن المسيب يقولان قال ابوهريرة ان النبي صلي الله عليه وسلم قال لايزني الزاني حين يزني وهومؤمن ولايشرب الخمرحين يشربهاوهومؤمن ولايسرق السارق حين يسرق وهومؤمن. (بخاري) احمدبن صالح ابن وهب يونس ابن شهاب ابوسلمه بن عبدالرحمن اوابن مسيب دواړودحضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت كوي، چې هغه وويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې زناكوونكي زنانه كوي په داسي حال كي چې هغه مؤمن وي، اوشراب څيښونكي شراب نه څيښئ په داسي حال كي چې مؤمن وي، اوغلاكونكي غلانه كوي په داسي حال كي چې هغه مؤمن وي. دټولواحاديثونقل كول اودلته راوړل ناشوني كاردي، داځكه چې زښته ډيراحاديث دشرابوپه هكله شتون لري، همدومره كفايت كوي انشآء الله تعالي. ۱۱: وقال هشام بن عمارحدثناصدقة بن خالدعبدالرحمن بن يزيدبن جابرحدثناعطية بن قيس الكلابي حدثناعبدالرحمن غنم الاشعري قال حدثني ابوعامراوابومالك الاشعري والله ماكذبني سمع النبي صلي الله عليه وسلم يقول ليكونن من امتي اقوام يستحلون الحروالحريروالخمروالمعازف ولينزلن اقوام الي جنب علم يروح عليهم بسارحة لهم ياتيهم يعني الفقيرلحاجة فيقولواارجع اليناغدافيبيتهم الله ويضع العلم ويمسخ اخرين قردة وخنازيرالي يوم القيمة(بخاري كتاب الاشربه) هشام بن عماروايي چې ته صدقه بن خالد په واسطه دعبدالرحمن بن يزيد بن جابر، عطيه بن قيس كلابي، عبدالرحمن بن غنم اشعري، ابوعامرياابومالك اشعري بيان كوي، اوپه خداي چې هغه درواغ نه وايي اوهغه دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه واوريدل، ډيرژربه زماپه اُمت كي داسي خلك پيداشي چې زنا، وريښم، شراب اوباجې به حلال ګڼي اوځيني قومونه به داسي وي چې دغره برابربه اوسيږي اوكله چې ماښام دخپلي رمې سره واپس راځي هغه وخت به دوي ته فقيردڅه ضرورت لپاره راشي نوهغوي به ورته ووايي چې سباسحرراشه نوالله تعالي به دشپې هغوي هلاك كړي اوغربه ورباندي راوغرځوي اوپاته خلك به دبيزواوخنزيزانوپه بڼو سره مسخ كړي اودوي په ترقيامته پوري په دغه حالت كښې وي. نوربيا... په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ فروردين ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۲۹:۳۸ | آرشيو نظرات (0)
الكحل(شراب) په اسلام كي: يسئلونك عن الخمروالميسرقُل فيمآاثم كبيرومنافع للناس واثمهمااكبرمن نفعيما (البقرة ۲۱۹) ژباړه: پوښتنه كوي دوي له تانه (اي محمده!) (له حكمه دڅښلو) دشرابواو(له كولود) قمارنه، ووايه (اي محمده! دوي ته) په دې دواړوكښې ګناه لويه ده اوګټې دي له پاره دخلقواوګناه ددې دواړوډېره لويه ده له ګټې ددې دواړونه. په اسلام كي دشرابوحرمت په څومرحلوكې: داسلام په پيل كي دنوروجاهلوطريقورواجواودودوسره ـ سره دشرابوڅښل هم عام دودؤ، كله چې حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ومدينې منورې ته هجرت وكړنوهلته شراب څيښل اوخمار(قمار) كول يوه عامه خبره وه، خلكوددې دواړووظاهري اولږګټوته كتله اونورونقصانوته ئې نه كتل اوتوجه ئې نه وه؛ ومدينې منورې ته په رسېدوسره وصحابه كراموته ددې دواړوشيانودبدوالې ژوراحساس وشو دبيلګې په ډول سره حضرت عمرفاروق رضي الله عنه اومعاذبن جبل رضي الله عنه اونوروصحابه كرامورضي الله عنهم اجمعين ونبي كريم صلي الله عليه وسلم ته وويل چې شراب اوخمار(قمار) دانسان عقل اومال ټوله بربادوي، نو ستاسوحكم په دې اړه څه دي.؟نوداپورتني ايات نازل شو، په دې ايات كي ورته جوته شول چې په شرابو اوخماركي څه لږظاهرې ګټې شته خوپه اصل كي دانقصانات اوخرابيانې ډېرې لري اونقصانونه ئې ترګټوډېردي داځكه چې شراب عقل له مينځه وړي چې عقل دانسان دټولوكړونو، كمالاتواوشرافت ريښه اوبنسټ دي، داعقل دي چې انسان له بدوكاروڅخه ژغوري اوكله چې پرعقل ئې پرده ولويږي نوبيادټولوناوړوكړونوورپرانستل شو، چې دا دژونديو ريښتني حقيقت اوواقعيت دي. په دې ايات كي شراب نه شوه حرام بلكې نقصانات ئې بيان شول اودې ايات ومسلمانانوته مشوره وركړل چې داښه شي نه دي داځكه ترګټې ئې تاوان زيات دي،چې وروسته صحابه كرام پردووډلوووېشل شول؛ يوې ډلې دامشوره ومنل اوشراب ئې پرېښودل اوځينو صحابه كراموداشراب څيښل اواستدلال ئې داووچې حرام شوي نه دي،يوه ورځ حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه يوه بلنه كړيوه اودخوراك وروسته شراب وڅيښل شول، دلمانځه لپاره يوامام ترمخه شو چې (قُل يايهاالكفرون.....) سورت ئې غلط كړ، چې ددوهم ځل لپاره داايات نازل شو: يايهاالَذين امنوالاتقربواالصّلوة وانتم سُكري حتي تعلمواماتقولون..(سورت انسآء ۴۳) ژباړه:اي هغه كسانوچې ايمان موراوړي دي مه نژدې كيږي تاسي لمانځه ته حال داچې تاسي مست ياست (له نشې) ترهغه پوري چې پوه شي تاسي پرهغه شي چې تاسي ئې واياست. دادشرابوپه هكله دوهم ايات وچې الله جل جلاله نازل كړ، چې په دې ايات كي دلمانځه پرمهال دشرابواستعمال حرام كړل شول، اوپه نورووختونوكي ئې لادجوازموقع ده، ځيني صحابه كرام په دې پوه شول چې كو م شي چې ولمانځه ته نقصان رسوي نودهغواستعمال پكارنه دي ، خوبياهم په عاموحالاتوكي شراب څيښل كېدل؛ لكه دعتبان بن مالك رضي الله عنه په يوه ميلمستياكې دډوډۍ څخه وروسته شراب وڅيښل شول دنشې په حالت كې دشعراوشاعرۍ بيان پيل شوسعدبن ابي وقاص رضي الله عنه په يوه قصيده كي دانصاروبداودخپل قوم ښه ئې بيان كړل، يوه انصاري زلمي رضي الله عنه ته قهراوغصه ورغله اوداوښ دزامې په هډوكي ئې سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه ئې په وويشتي ، چې ډېرسخت ئې ژوبل كړ، حضرت سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه ونبي كريم صلي الله عليه وسلم ته حاضرشواوانصاري زلمي ګيله ئې ورته وكړل نو نبي كريم صلي الله عليه وسلم دادُعاوكړل: اللهم بَيِّن لنافي الخمربياناً شافياً اي خدايه!وموږته دشرابوپه هكله ښكاره بيان اوقانون راكه چې دشرابوپه هكله ددريم ځل لپاره داايات نازل شو: يايُهاالذين امنوآانماالخمرُوَالميسرُوالانصابُ والازلامُ رِجسٌ مِّن عمل الشيطن فاجتنبوهُ لعلّكُم تُفلِحون (سورت المآئدة ۹۰) ژباړه:اه هغه كسانوچې ايمان ئې راوړي دي بېشكه هم داخبره ده چې شراب اوخمار(قمار) اوبتان اوغشي (دفال، داڅلورواړه ټول) پليت دي له كاردشيطان څخه دي نوځان وساتئ تاسي له دې څخه له پاره ددې چې نجات ومومئ تاسي. له دې څخه وروسته څلورم ايات نازل شواوددې دحُرمت فلسفه بيانوي: انّمايُريدُالشيطنُ ان يُّوقع بينكم العداوة والبغضآءفي الخمرِوالميسرويصُدّكم عن ذكرالله وعن الصّلوة فهل انتم مُنتهون (سورت المآئدة ۹۱) ژباړه:بېشكه چې همداخبره ده، غواړي شيطان چې واچوي په منځ ستاسي كښې عداوت (دښمنې) اوبغض(كينه) (په څښلو) دشرابوكښې او(په كولود) خماركښې اوواوړي تاسي له ياده دالله اوله لمانځه څخه نوايائې تاسي منع كېدونكي(اوښتونكي له دي بدوكارونو؟ بلكې واوړي) فائده: په دغودواړواياتونوكي دشرابواوخماردحُرمت تائيداوتاكيد په لس ډوله شوي دي: ۱: داچې جمله ئې په ((انما) سره پيل شوې ده تاكيدفائده كوي. ۲: دبت پرستۍ په شان ئې وفرمايل. ۳: پليت ئې وبلل. ۴:دشيطان عمل ئې وباله. ۵: داجتناب امرئې ترې صادركړ. ۶: داچې اجتناب ئې دخلاصون سبب دي. ۷: داچې دبغض، عداوت اوكينې موجب دي. ۸: داچې دخداي له ذكراويادڅخه ګرځوونكي دي. ۹: داچې حصاروونكي دي له لمانځه. ۱۰: داچې صريح امرصادرشوي دي چې دشرابوله څښلواوخماروهلوڅخه واوړي. دشرابوبندېدل په تدريجي ډول سره صورت ونيوي، داځكه چې دعربولپاره ئې پرېښودل ناشوني وو، اودانسان تروس هم تېره وه، نوځكه په درومرحلوكي شراب بندشول؛ نبي كريم صلي الله عليه وسلم ورته (اُمُّ الخبايث) يعني دټولوناوړوريښه، او(اُمُّ الفواحش)يعني دټولوبې حياكارونوريښه، ويلي دي اوهمدارنګه دنسائي په يوه حديث كي راغلي دي چې شراب اوايمان نشي سره يوځاي كېدلاي، اودترمذي په يوه حديث كي دشرابوپه هكله ئې پرلسوكسانولعنت ويل شوي دي نوربيا... په اسلامي پاكه مينه ستاسوورور عبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ فروردين ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۱۱:۲۵ | آرشيو نظرات (0)
بسم الله الرحمن الرحيم الكحل(شراب) په اسلام اوساينس كي (۱) دالكحل(شراب) پېژندنه: دالكول، الكحل (Alcohol) توري په اصل كي له عربې ژبې څخه اخيستل شويدي، اوپه عربې ژبه كي درانجووكاڼي اوياهم وميده رانجوته ويل كيږي، چې داتوري دشرابولپاره د۱۶۷۲ ميلادي كال راهيسي استعماليږي، اواوس وهغه څښاك ته استعماليږي چې دالكولودخاندان څخه يوالكول پكښې وي دبېلګې په ډول سره ايتانول چې دانشه هم لري. الكحل: درانجووكاڼي ته ويل كيږي، اوهرهغه شي ته ويل كيږي چې په سترګوكي دشفاء لپاره اچول كيږي. داكېداي شي چې ددې لپاره دالكولو(شراب) لپاره استعمال شوي وي چې يوخوئې دشرابوعام نوم په الكحل بدل كړ اوبل داچې وخلكوته به دوي (دشرابوجوړونكو اوخرڅونكو) ويل چې لكه څرنګه چې رانجه دسترګولپاره شفاء ده همداسي الكحل دانسان وبدن ته كيمياده، چې داهرڅه اوس برعكس دي، اوالله جل جلاله دادشيطان په عملوكه داخل كړاووټول امت مسلمه ته ئې داامروكړ چې دانجس دي اوځانونه ورڅخه ليري كړي، چې اوس ئې وموږته دالله جل جلاله ددې امرفلسفه معلومه شوه چې يقيناپه شرابوكي چې څومره ناروغيانې، كړاوونه ، بدمرغيانې اوبدبختيانې نغښتې دي،دهغه تصورانسان نشي كولاي ددُنيوي ناورين څخه علاوه دآخرت سزاخولانوره ده. دالكحل كيمياوي تعريف: الكول هغه عضوي مركب دي چې يودهايدروكسيل وظيفوي ګروپ (OH) ولري البته پرته دهغه حالت څخه چې د(OH) ګروپ په يوه اروماتيكه كړۍ پوري نښلېدلي وي ځكه په دې صورت كي يادشوي مركب دفنول په نوم ياديږي، الكول له دې كبله چې له (OH) ګروپ سره نښلېدلي كاربن ئې له يو، دوه يادرې نوروكاربني اتومونوسره وصل شوي دي په اوليه، ثانويه او ثالثه ډولونوباندي ويشل كيږي، همدغه راز د(OH) ګروپونودشمېرپراساس موهايدريك، داي هايدريك اوتراي هايدريك ډولونه لري، دوه وروستي حالتونه ئې ددايوال اوترايول ترنامه لاندي مطالعه كيږي. شراب په انګليسې ژبه كې: وشرابوته په انګليسې ژبه كه واين (Wine)ورته وايي، چې داتوري دجرمني ژبې له (Winam) څخه اخيستل شويدي،دجرمني ژبي داتوري دلاتيني ژبې د(Vinum) څخه اخيستل شويدي ، چې ددې لاتيني توري معني شراب ده اودالاتيني توري بياد(Vine) څخه اخيستل شويدي چې وانګوروته ويل كيږي، لكه څرنګه چې قوي شراب دانګوروڅخه جوړېدل نوځكه سرچينه ئې همداتوري دي. شراب په عربي ژبه كې: په عربي ژبه كه ورته (خمر) وايي چې خمرومطلق پټېدوته وايي، وپورڼي ته په دې (خمار) وايي چې دابدن پټوي لكه په سورت نوركي چې راغلي دي ،اوشرابوته په دې (خمر) ويل كيږي چې عقل پټوي، داځكه چې شراب يونشيي څښاك دي. وفي الحديث: (والخمر ما خامر العقل) البخاري 10/39. قال: فيه دليل واضح على بطلان قول من زعم أن الخمر إنما هي من عصير العنب، أو الرطب، بل كل مسكر خمر. انتهى. په حديث شريف كي راغلي دي هرهغه شي چې عقل پټوي هغه شراب دي، چې دادهغه ګمان رددي چې ځيني خلك ئې كوي چې هغه دادي چې شراب دانګوروياخرماڅخه جوړيږي، بلكې هرهغه شي چې مستې راول، عقل پټوي اونشه رولي هغه ټول حرام دي. (خمر) : يعني پټول، دانګوروشرابواوهرنشه كوونكي شي ته ويل كيږي، داځكه چې داشراب عقل پټوي اومستې راولي. خُمار: دشرابومست اونشه ته ويل كيږي المخمور: وهغه چاته ويل كيږي چې په شرابومست اوبې هوښه وي. شراب اوالكحل دتاريخ په پاڼوكي: دالكحل اوشرابواستعمال دميلادڅخه مخكي (۲۰۰۰-۶۰۰۰) كلونوپوري رسيږي، په هغه وخت كي شراب يواځي جنګياليواستعمالول اودائې دانګورو، ورجو، ګني اونورومېووڅخه لاسته راوړل، اوهغه سيمه چې دلومړي ځل لپاره دشرابواستعمال پكښې دودشودځينومؤرخينوپه اندهندوستان اوچين دي خوځيني بياپه دې آنددي چې دلومړي ځل لپاره شراب په لرغوني مصركي دودشول دوي دااستدلال كوي چې كله په مصركي دتوحيدټغرټول شو اوشرك وده وكړه نوهغه چاچې به دخدايي دعوه كړېوه هغه به داوربشو شراب دخپل ځان لپاره جوړول اودابه ئې اړين ګڼل؛چې ديو تر۱۷ ډوله څخه زيات شراب جوړول، چې ورو وروبيادشرابوخوړل په هره خوښۍ كي دوداورواچ شول. په لرغوني بابل كي دشرابواستعمال په (۲۷۰۰) ترميلاده مخكي وو، په لرغوني يونان كي (۲۰۰۰) ترميلاده مخكي وو، په ايران چې كومې دشرابومرتبانې پيداشوي دي دهغوموده (۵۰۰-۵۴۰۰) ترميلاده مخكي ښودل شوېده؛په چين كي چې كومې مرتبانې موندل شويدي دهغونېټه (۷۰۰۰) ترميلاده مخكي اټكل شوېده؛ ځيني بياپه دې آنددي چې شراب دلومړل ځل لپاره په جورجياكي (۸۰۰۰) كاله مخكي پيداشوي وه، اوشواهدئې شته چې وروسته بياپه لرغونه يونان، مصر، بابل اوپه تدريجي سره په ټوله نړۍ كي خپاره شول. دځينوڅېړنكوپه آندشراب دلومړي ځل لپاره (۸۰۰۰) كاله مخكه په جورجيا كي، (۷۰۰۰) كاله مخكي په ايران كي او(۶۰۰۰) كاله مخكي په ارمنيستان كي جوړشويدي. شراب په يهوديت اوعيسايت كي: دفسح په ورځ هرنراوهره ښځه بايدضرورڅلورپيالې شراب وڅيښي، چې په يهوديت كي دالويه قرباني ده، دوي دخپل سپېڅلي كتاب وروسته داسي وايي: وخداي ته دي حمدوي، زموږخداي، دمخلوقاتوپاچااوپيداكوونكي دمېوواوشرابو. په عيسايت كي هم شراب يوځانګړي ځان لري، چې په اوسني بايبل كي شته، ټول عيسايان (كاتوليكان، پروتستان، انګلكن، ميتودستان اوارترودوكس) وشرابوته تقدس لري داځكه چې په بايبل كه دروندځاي لري لكه: زه به بياترهغې دانګورواوبه ونه څيښم ترڅوچې دخپل پلارپه بادشاهۍ كي له تاسوسره تازه دانګورواوبه ونه څيښم. (متي ۲۶ باب ۲۹، لوقا: ۲۲ باب :۱۹، مرقوس ۱۴ باب: ۲۲- ۲۶، كورنتيان ۱۱باب: ۲۳- ۲۵) نوربيا... په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ فروردين ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۰۶:۰۲ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|