هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر٬ درمان بيټنئ
hv_Ni728146
شعر٬ درمان بيټنئ

غزل

 دادنـــــور روڼـــــــوچينوكښي  لمبېدلې پښتونخواده
دجنت تـــــــرمنظرونـــــــــو بلاښكلې پښتونخواده

څـــــــــه دژوند او دښايست رڼې چيني ترينه بهيږي
دغه سپينه تانــــــــده خوله دې بس سيځلې پښتونخواده

اوس به ژوندشي څانګه څانګه اوس به وسپړي ګلونه
مادزړه په هــــــــريو زخــــــــم كي كرلي پښتونخواده

له هرګل يې فرياد خيژي هر چينار يې اسوېلئ كړي
دبارودو په سره اوركښي سوځېدلې پښتونخواده

دغه كرښه كه اغزي ده  زموږ زړونوكي خو نشته
لـــه آمــــــونـــــه تـــــر اټـــكه غزېدلې پښتونخواده

  زه دچا پښتنې كونــــــډې غيرتــــــــي پښتنه ستن يم
ما دژوندپه هريو تـــــــار كښي راګنډلې پښتونخواده

كه هرڅوده زلفي زلفي كــــــــه هرڅو خوره وره ده
ما درمان په هر غـــزل  كښي رانغاړلې پښتونخوا ده
٬٬٬٬
درمان بيټنئ
كراچي
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ خرداد ۱۳۹۰ ساعت ۰۱:۱۱:۳۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬ عفت ملالۍ
hv_Ni728469
شعر٬ عفت ملالۍ

غزل
تشويق يه ګوره نــــــكړم حوصلي مي راته وژني
دپاكوپاكو هيــــــــلو سلسلي مي راتـــه وژنـــــــي

زمـــــــــا دارزوګانوپـــــــــه وژلــــويې صبر نسو
دهيلوپه مزاربـــــلي ډيوې مـــــي راتــــــه وژني

موږ خپلو مشرانــــــــو كـــړو دبل دلاس محتاجه
قلم يې رانه واخيست مــــــــدرسي مي راته وژني

دننګ توره راواخله چي بيا زوړ تاريخ ژوندئ كړو
دښمن  مو بيا راغلئ حماسي مـــــــي راته وژني

نور وس ددې ظلمونو دزغم نــــــــــــه لرم عفته
په چيغو چيغو ژاړم  تلوسي مـــــي راته وژني
٬٬٬
عفت ملالۍ
كوټه٬ پښتونخوا
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ خرداد ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۴۰:۴۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دابي بن كعب رضي الله تعالي عنه قصه
omari
دابي بن كعب رضي الله تعالي عنه قصه له يوه پيري سره
دآيت كرسي په باره كښي
٬٬٬
نسايي٬ حاكم٬ بيهقي٬٬ له ابي بن كعب رضي الله  تعالي عنه څخه روايت رانقل كړئ دئ
كعب رضي الله تعالي عنه فرمايي چي ما يوځاي درلودو چي په هغه ځاي كښي به مي خرماوي وچولي  يوه ورځ چي دې خرماوو ته متوجه شوم نو دغه خرماوي به كمي دلي سر مي نه په خلاصيدو چي داخرماوي ولي كميږي بس يو شپه بيداره شوم چي راسه پردې خرماوو باندې چوكيداري وكړه داڅه قصه ده چي داخرماوي كميږي٬ نو په دغه شپه چي پيره كومه  بې پامه  له يوه  حيوان سره مخامخ شوم چي خوراك يې كاوو سلام مي ورواچاوو دسلام جواب يې راكړو ورته ومې ويل  ته  څه شئ يې پيرئ يې كه انسان واي ده راته وويل چي زه پيرئ يم ورته ومي ويل چي لاس راكړه لاس چي يې راكړو دا لاس يې داسي وو لكه دسپي چمبه او ويښتان يې هم داسي وو لكه دسپي٬ ورته ومي ويل چي پيريان داسي وي لكه داته ده وويل چي پيريان پوهيږي چي ددوي  په ډول قوي څوك نشته دئ وايي چي ما دې جن ته وويل چي  له څه وجې دې دادنده شروع كړې ده يعني چي دا زما خرماوي خوري وئ دغه جن راته وويل چي ماته خبررسيدلئ وو چي  ته داسي سړئ يې چي له صدقې يعني خيرات كولو سره دې ډېره دوستي ده نو دامي خوښه كړله چي ستا په خوراك كښي  دځان دپاره يو حصه پيدا كړم وئ ما ورته وويل چي كوم شئ موږ له تاسو څخه په امن كي ساتلئ شي
وئ دغه پيري راته وويل چي  آيت الكرسي دشپي له لوري څخه ووايه چي ترسهاره له موږ څخه په امن كښي يې او سهار يې ووايه چي ترماښامه له موږ څخه په امن كښي يې
كعب رض وايي چي كله مي سهار كړو نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغلم او دغه  قصه مي ورته بيان كړه كعب رضي الله تعالي عنه وايي چي  
پيغمبر رض راته وويل
چي خبيث رښتيا درته ويلي دي
٬٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ خرداد ۱۳۹۰ ساعت ۰۲:۲۸:۲۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


څلوريځه
omari
څلوريځه

خـــــوږه يــــه ژبـــــه لـــكه بلبله
تــــه وا راغلې پاس لـــــــــه كابله

چي ورتــــه ګورم زړه راته وايي
داآينــــه دې كاشكي واي خپلــــه

څلوريځه
كه دې اغوستې هـــرڅـــــووي زغرې
له مرګه نــــــه يې پــــه دې كار لرې

له مرګه خلاص به پــه هيڅ حال نه شې
آن كــــــه آسمان تـــه وكــــړې وزرې
٬٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ خرداد ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۴۶:۵۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


وعده ماتول
omari
وعده ماتول
٬٬٬
كه څوك غواړي چي پيمان ٬ وعده ماتول دانسان په قالب كښي وويني٬  هغه دې يوه يهودي ته
نظر وكړي٬ يعني ورته ودې ګوري ځكه يهوديانو ډيري زياتي وعدي او پيمانونه  تر خپلو پښو لاندي كړي دي
او ددې پيمان شكني په واسطه يې شرافت دانسان پايماله كړئ دئ
هغه وخت چي داسلام پيغمبر ص خندق كيندلو او هدف يې داوو چي دښمن پر دې ونه توانيږي چي مدينې ته راداخل شي٬ دبني قريظه قبيلي يهود چي له محمدمصطفي صلي الله عليه وسلم سره يې پيمان هم كړئ وو٬ يوه بيړنۍ غونډه يې راوغوښتله په دې غونډه كښي يې پر دې اتفاق وكړو چي پرمحمدصلي الله عليه وسلم  به له دوو طرفو حمله كوو  او دهمدې يهودو په ګمان چي ښايي په دې حمله سره به موږ اسلام نابود كړو
ليكن دمحمدصلي الله عليه وسلم سرښندونكئ لښكر  دسلمان فارسي رضي الله تعالي عنه
درايې په منلو سره دخندق په كيندلو كښي بريالئ شو او ديهودو  اهداف يې له خاوروسره خاوري كړو٬ او دغه پيمان ماتونكي   دبني قريظه قبيلي يهوديان يې ۲۵ ورځې په محاصره كښي  راوستلو له هغه څخه وروسته
محمدصلي الله  عليه وسلم ته تسليم شو وروسته له تسليمۍ صحابه  كرامو ۷۰۰  يهودي اسيران چي په جنګ كې لوبېدل راوستو پيغمبر اسلام صلي الله عليه وسلم و دې يهوديانو ته وويل چي تاسو دا اجازه لرئ چي دخپل ځان دقضاوت دپاره چي هرڅوك انتخابوئ هغه انتخاب كړئ
دبني قريظه يهوديانو سعد بن معاذ رضي الله تعالي عنه په دې دليل  دقضاوت دپاره انتخاب كړو چي هغه  تر اسلام قبلولو وړاندې  يو له پيمان ماتونكو څخه وو٬ پيغبرصلي الله عليه وسلم سعد بن معاذ رضي الله تعالي عنه وروغوښت  هغه ته يې وويل چي اې سعده دې ۷۰۰ يهوديانو ته دقضاوت دپاره غوره كړئ
يې ته ددوي په حق كې څه وايې څه ډول پرېكړه كوې تاچي څه ډول پرېكړه وكړله 
هغه موږ ټولو ته منظوره ده
سعدبن معاذرض   په ډېره هوښياري او دبني قريظة قبيلي ديهودو دطبيعت موافق داپريكړه وكړه
چي ددې ۷۰۰ يهودو سرونه دي قلم كړل شي
محمدصلي الله عليه وسلم چي له سعدبن معاذ رض  څخه داخبره واورېده نو ورته يې وويل چي اې سعده   په الله مه دې قسم وي ستا پرېكړه دالله تعالي له پرېكړې سره برابره ده
بيا  اسلامي لښكر دسعدبن معاذرض دحكم مطابق دغه ۷۰۰  يهوديان ووژل
٬٬٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ خرداد ۱۳۹۰ ساعت ۰۱:۵۴:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است