هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دكتاب مخكتنه او مشاعره وشوه ٬٬٬ دسهيلي پښتونخوا سيف الله كلا٬ كې دهېواد ادبي يون له لوري دكتاب مخكتنه او ازاده مشاعره وشوه ٬ سترګه دسبا٬ داكتاب دښاغلي جمال ناصِر جمال ٬ شعري ټولګه ده چي دهېواد ادبي يون ټولنې له لوري دهمدې دې كتاب په اړوند دكتاب مخكتنه وشوه چي دسهيلي پښتونخوا له بيلابېلو سيمو ورته ته ليكوالان او شاعران راغلي وو په دكتاب پر مخكتنه باندې يې خپلي مقالې ولوستلي٬ سهار پر لس ۱۰ بجې د كتاب مخكتنه پيل شوه چي تر ماذيګره پورې يې دوام درلودو وروسته بيا دوه ساعته وقفه وه٬ او دماښام له لمانځه څخه وروسته ليكوالان او شاعران چي د دوه سوه ۲۰۰ په شاوخواكې وو ټوله د ډوډۍ خوړلو دپاره ولاړو چي دهېواد ادبي يون ټولنې له لوري ورته په زړه پورې ميلمستيا شوې وه٬ كله چي دغه ليكوالان او شاعران له ډوډۍ خوړلو څخه فارغه شول بيا دشپې پر ۹ نهه بجې يوه خوندوره ازاده مشاعره پيل شوه چي دمشاعرې صدر مولوي عصمت الله حقياروو٬ مشاعرې ترسهاره پورې يې دوام درلودو٬٬٬
٬٬٬ هېواد ادبي ټولنه په سهيلي پښتونخوا سيف الله كلا ښارګوټي كښي يوه فعاله ټولنه ده چي په زيات شمير پښتو كتابونه يې چاپ كړي دي ٬٬٬٬٬ راپور٬ محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوامسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ ارديبهشت ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۰۳:۱۶ | آرشيو نظرات (0)
الكحل(شراب) په اسلام اوساينس كي (۶) شراب ځكه حرام دي؟؟؟ لكه څرنګه چې مخكي په انساني ټولنه كې شراب دټولوعذابونواومصيبتونوسرچينه وه نواوس هم شراب په هم هغه اندازه سره ناوړه او(اُم الخبائث) دي، په نړۍ كې په لكونوانسانان ددې شرابودكړاوونواوبدبختيوښكاردي، دټولنې ډېرمسائيل داسي دي چې شرابوخراب اوويجاړ كړيدي؛ دشرابولپاره داثبوت كافي دي چې په لكونوخلك دهمدې ناوړه عمل له كبله په ذهني اورواني ناروغيواخته دي. دانسان په زړه اودماغ كي يونظام شته چې (نفس لوَّامة) ورته وايي، چې ددې نظام دنده داده چې انسان له بدواوناوړوكړونوڅخه وژغوري، كله چې يوانسان شراب څيښئ نوهمدغه نظام چې انسان كنترولوي له منځه ځي اوانسان بياداسي خوځښتونه كوي چې دانسانيت خلاف وي، دبيلګې په ډول سره بيادي دخپل موراوپلارخلاف ناوړه الفاظ استعمالوي، بولي اونورڅه په كالوكي كوي اوداسي نور... خودي دانه محسوسوي چې داغلط كاردي. امريكا دمتحده ايالاتودعدل اوانصاف محكمې يوه سروې كړيده اووايي چې په ۱۹۹۶ ميلادي كال كي دزناباالجبر(دزورزنا)۲۷۱۳ پيښې ثبت شويدي، دازيات هغه زناكاره دي چې دشرابودنشې په حالت كي وه، پرښځوباندي دنورزورزياتي زيات لامل شراب دي. په امريكاكي ۸٪ سلنه امريكايان دمحرماتوسره (دبيلګې په ډول سره دمور، خور، لور، خواښې، مږور اوداسي نور...) جنسي اړيكې لري، چې په هرو۱۱ يوولسوكسانوكي يوامريكايي په دې ګناه اخته دي، چې په دې پيښوكې يويادوه دشرابودنشې په حالت كي وي، ددې څخه علاوه دايډز په شان مهلكه ناروغې هم دشرابوله كبله په نړۍ كې خپريږي. دشرابوله كبله زيات مرګونه واقع كيږي، چې داشمېره هركال زياتيږي اواوس ان ترلكونوپوري رسيږي زه نه غواړم چې پردې په تفصيل سره رڼاواچوم خولنډه يادونه ئې اړينه بولم. ۱: شراب دينې(ځيګر) دناروغۍ سبب ګرځي. ۲: دمعدې دنل دسرطان سبب ګرځي. ۳: دمعدې دنل، دمعدې اوينې دسوخت سبب ګرځي. ۴: دزړه عضلات له منځه وړي، فشارزياتوي، دزړه شريانونه ختوي دزړه ددردونو اونوروناروغيو سبب ګرځي. ۵: دماغ فلجوي اوله كاره ئې غورځوي. ۶: حافظه له منځه وړي. ۷: ذهني اختلال منځته راوړي، دهشت اونورمصيبتونه اجابوي. ۸: دوينې سره كُرويات تخريبوي، فولك اسيد كموي چې د(اينميا) سبب ګرځي. ۹: دوينې سپين كُرويات هم كموي. ۱۰: دبدن دمدافعې نظام مه منځه ځي اوياهم كمزوري كيږي. ۱۱: دسږوسوخت، سيل(ټي بي) اودسږونوري ناوړه ناروغيانې دشرابوله كبله دي. ۱۲: شراب دقي سبب كيږي، چې هغه عضلات چې تنفسي نالۍ ژغوري هغه فلجيږي، چې كله دادمرګ سبب هم ګرځي. ۱۳: شراب پرښځوباندي په ځانګړي ډول سره اغيزې كوي، چې ترټولوپرهغوښځوباندي اغيزې كوي چې حامله وي، اوپرنوي ماشوم پوره اوژورې اغيزې كوي. ۱۴: دپوستكي ټولې ناروغې دشرابوله كبله دي. ۱۵: دوېښتيانورژېدل، ګنجتوب، دنوكانوماتېدل اونورې ناوړه ناروغي دشراب له كبله دي. Replies to the Most Common Questions asked by Non- Muslims. Question # 11 By: Dr. Adul Karim Zaker Niak نوربيا... په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ ارديبهشت ۱۳۹۱ ساعت ۰۶:۱۵:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
غزل زرغون قميص چوڼيا ټيكري كوچۍ پر چول ولاړه لكه غوړيانځه چي تـــرخـــــواوي دغـــاټول ولاړه دغورېزه په زېړه درګه كــــــي نن داسي ښكاري لكه ســـورسانده دمـــــاخۍ په غېږكي تول ولاړه سترګي يې ډكي له حياء٬ مخ يې له نوره ډك دي لكه سپوږمۍ دڅــورلسم چي وي په شپول ولاړه ترې پورته كيږي خــــــوندوره خوشبويي دمينې لكـــه مشنګه پــر انــډي داستنبــــــــول ولاړه حقياره ستا لاره چي څـــاري ســادګۍ محبوبه لكه ليلا چي وي مجنون ته پــه تاتمول ولاړه ٬٬٬ مولوي عصمت الله حقيار كوټه
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ ارديبهشت ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۱:۰۳ | آرشيو نظرات (0)
ناكامه مينه ليكوال٬ رحمت زلمئ مندوخېل ٬٬٬ هغه پېغله چي لحد يې نن مسكن دي دناكامه غم داستان يې ډېر غمجن دي دغه پېغله هغه وخت چي وه ماشومه حياناكه وه دګل په څېر معصومــــه دكوڅې همځولي نجونه او هلكان هم چي په لاس كې به دټولووو قرآن هم هغه وخت چي داماشومه وه نادانه سيپاره به يې په لاس كې وه روانه ديني زده كړې يې هم وكړې تر اخيره دقرآن او دحديث شولـــــه مــــــــــاهره خپل حقوق ورته معلوم شول په قرآن كې وه سپېڅلې داغ يې نه وو په ايمـــــــان كې مدرسې څخه چي كله شــوه فــارغه دمورپلار عالمـه لـورهـــم وه بــالغه نوهغه وخت پلاريې وويـــل چي ګلې له تاجارشم پرمـــــا ګــــــرانې نازولې ته خبره يې چـــي مــــــوږ دافيصله كړو ستا كوزده هم ستا دتره له زوي سره كړو هغه لورچي وه عالمـــــه بـــــاخبره هغه لورچي دقرآن هـــــم وه مــاهره ورته ويې ويــل واوره بـــاباجــــــانه ماذده كړي لـــــــه حديث او لـــه قرانه چي دزوي او لورواده دې په خوښي وي داښادي دې پـــــه رضا دخپل زړګي وي باباجانــــــــه داواده دژوند ښــــادي ده زما واده دي ځكه زما پكې مرضي ده دتره زوي سره هيڅكله كــــوزده نه كړم زما په زړه كې يو جانان دي زه هغه كړم ماته دغه حق راكړي لــوي څښتن دي زما ژوند هم امانت دخپــل څښتن دي اودپلار چي يې ترغوږ حقه كيسه شوه حق ترخه وو ځكه خوله دده ترخه شوه هغه دم پلاردتوپك پرخواكـــړه منډه لورغريبې يې دمورترشـا كــړه منډه تورتوپك چي بابا جان ورته راواخيست له تاخچې يې لورقران ورته راواخيست اوپه زور زور يې ژړل چي بابا جانه وسيله مـــې كــــړه قبولــــه لــه قرآنه خو دپلار سترګې خوني زړه يې ډبره نـــــه يې اورېـــده دخپلې لـــور خبره هغه لورچي يې په لاس زړه كې قران وو نن يې رنګ قران په وينو دخپل ځان وو هغه لورچي يوه پــــــاكـــه فـــــرشته وه نن هغه سپنه پـــه وينــو تـــــكه سره وه پاكه لوريې په مرميو نن غلبېل كړه په مرګي يې له جانانه څخه بېل كړه ٬٬٬ ليږونكي٬ محمدعلي عمري٬ مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۵ ارديبهشت ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۹:۴۳ | آرشيو نظرات (0)
الكحل(شراب) په اسلام اوساينس كي (۵) دشرابوهرډول اوپه هره اندازه سره حرام دي: هرڅومره چې لږ شراب وڅيښل شي هغه هم حرام دي، كه څه هم نشه رانه ولي، داځكه چې ددې څخه خونداخيستل كيږي اوبيادزياتوشرابودڅيښلوخواهش ورسره زيات اوپيداكيږي وبل لورته دزياتوشرابودڅيښلوڅخه نه منع كيږي داځكه چې ورسره عادي شي اووروسته دشرابواستعمال ورته دومره عادي شي چې حرام اوګناه ئې نه بولي، شراب كه نشه ولري اوكه ئې ونلري؛ كه لږوي اوكه ډېروي داټول په اسلام كي حرام دي ، دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په روايت كي راځي چې كوم سړي چې شراب څكي، يائې خرڅوي، يائې رانيسي(دتجارت لپاره)، يائې نستيږي (جوړوي)، يائې دنستيږوباعث ګرځي، يائې ساقي وي(لكه په اوسني وخت چې په هوټلانوكي ئې وخلكوته ايږدي)، هغه سړي چې داشراب وبل چاته وړي اوپورته كوي ئې دبل چالپاره(چې مرادورڅخه ترانسپورت والا دي اوياهغه خلك چې ترترانسپورته پوري ئې وړي اوياهم هغه مزدوران دي چې ترپلورنځيوپوري ئې رسوي)، اوهغه سړي ته چې شراب راوړل كيږي( چې ددې څخه موخه هغه پلورونكي، ياهغه ايجنسۍ ده ) پردې ټولوخلكوباندي دخداي لعنت دي؛ چې موخه ورڅخه داراوځي چې دشرابوهرډول كار، پلورل، پېرودل، وړل، رانيول، څيښل، جوړول اونور... داټول حرام دي، چې په دې كي نه حيله شته اونه هم بهانه؛ دااصل دي چې دهرهغه شي چې په حراميدوكي مصلحت وي نودهغه شي محوه كول اوليري كول والله جل جلاله ته منظوردي، نوځكه شريعت دهغه شي دحرام والي حكم صادروي اووخلكوته دااړينه ده چې خلك داحرام شي رواج اودودنكړي، اوددې كاروبارهم ونكړي اوپه داسي ځايونوكي روزګارهم ونكړي داځكه چې داهرڅه دمصلحت اوشريعت خلاف كاردي. په يوه حديث شريف كي راځي چې نبي كريم صلي الله عليه وسلم چې شراب ددووشيانوڅخه جوړيږي دخُرمااوانګوروڅخه، لكه څرنګه چې په هغه وخت ددې دووشيانوڅخه شراب جوړېدل عام وه نوځكه ئې بيان راغلي دي، يووخت دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه داوربشواوعسلودشرابوپه هكله پوښتنه وشوه نوفخرالموجودات صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې هره نشه راوستونكي شراب دي اوداحرام دي، يعني كه داشراب دانګورووي، كه داوربشووي، كه دعسلووي اوكه دخُرماوي اوداسي نور... په يوه بل حديث شريف كي راځي چې امام الانبياء صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې هرنشه راوستونكي خمر(شراب اوياعقل پټوونكي دي) نوځكه هره نشه راوستونكي حرام دي، هرهغه شي چې لږه اوډېره نشه ولري داټول حرام دي؛ دصحابه كرامورضي الله عنهم اجمعين په وخت داپنځه ډوله شراب وه: ۱: دانګوروشراب. ۲: دخُرماشراب. ۳: دعسلوشراب. ۴: اوربشوشراب. ۵: دغنموشراب داهم دصحابه كراموقول دي چې په كوم وخت كي چې دشرابودحرمت حكم نازل شو دانګوروشراب ډېرلږوه، په عمومي ډول سره دنيم پوخته (نيمې پخ شوي) خُرماشراب عام وه، نوكله چې دشرابوحرمت راغي نوهغه دخُرمادشرابومنګي اودنوروشرابوخُمان داټول مات كړل شول، په هرهغه شي كي چې نشه وي اوعقل ليري كوي هغه ټول حرام دي. په حديث شريف كي داهم راځي چې زماپه اُمت كي به ځيني خلك دشرابونوم بدل كړي اوبل نوم به ورته وضع كړي اوڅيښئ به يي ، يوچادنبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وكړه چې موږشراب دسُركې سره استعمالوو داڅنګه دي؟ نومصطفي صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې داحرام دي. يوبل چادنبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وكړه چې زه داشراب ددارواودرمل لپاره استعمالوم داڅنګه دي؟ فخرالموجودات صلي الله عليه وسلم ورته ځواب وركړ دادرمل نه دي، بلكې دامرض دي. مطلب داچې دشرابوپه څيښلوكه هيڅ عذراوحيله نشته. حجة الله البالغه ټوك ۲، مخ ۱۰۴۱ـ ۱۰۴۵ ليكوال: حضرت محدث دهلوي شاه ولي الله رحمة الله عليه شراب به ترداسي نامه لاندي څيښل كيږي خلك به وايي چې دابې ضرره اوحلال دي: دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په يوه حديث كي راځي چې زمادامت يوه ډله خلك شراب په دې حلام كړي چې نوم به ئې وربدل كړي. نن ورځ داموږوينوچې پردې موضوع باندي كتابونه ليكل شويدي اوخلك دااستدلال كوي چې ددې څيښاك نوم خوپه قرآن كي نشته، نوځكه ددوي په ګمان داحلال دي، دبيلګې په ډول سره بير(Beer) دوي ورته وايي چې دايواځي داوربشواوبه دي، اودنورومعمولي مشروباتوپه شان داهم يو عام څيښاك دي نوځكه داحلال دي؛ داهغه څه دي چې په پورتني حديث كي ذكرشول اوددې ذكرنبي كريم صلي الله عليه وسلم كړيدي ۱۴ پيړۍ مخكي اوداهرڅه اوپه هرنامه چې دي داټول حرام دي. Discourses on Islamic Way of Life Vol. 7, page: 243 By: Justice Muhammad Taqi Usmani نوربيا... په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۵ ارديبهشت ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۴:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
فردا بلاگ است
|