هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

څړيكي او دردونه٫ او فني صلاحيتونه
دسيد باچا شينواري
څړيكي او دردونه٫ او فني صلاحيتونه
٫٫٫٫٫٫٫٫
ليكنه٫ عبدالباري اسير
٫٫٫٫
په دنيا كې دا يو منل سوئ حقيقت دئ چي په هرچا كښي څه نا څه شعري او فني صلاحيت موجودوي هغه نه پټيږي ولې دئ دهغه زړه دآئينې غوندي صفا ژبه يې دشاتو په شان خوږه او جذبات ئي په هرحال كښي دتميز طابع وي دحقيقي خيالاتو دغسي متلاشي كسان اكثره هميشه خپل زړه دنيك او سپيڅلي خيالاتو نشيمن جوړكړي وي چي داسي زړه په ژوندكښي دهرقسمه ستونزو مقابلې ته چمتو وي داسي زړه په صحيح معني دط،فانه بې نيازه او دكښتۍ په رنګه ددرانه بار زغملو جوګه وي نو هم دغسي زړه بې شكه دپولادي ازم حيثيت لري٫
دداسي زړونو خاوندان وسيع القلبي دترقۍ بنياد ګڼي او هم دغسي خلګ دماضي دلچسپيانې له زړه څخه باسي اوپه قوي زړه دمستقبل دښېګړې دپاره هركله سرګرم عمل وي هيڅكله زړه ويدېدو ته نه وركوي چي داسي يې هركله خپل زړه بيداره او ويښ ساتلئ وي چي داسي كسانو كښي ديو شاعر او اديب كردار له هيچا پټ نه وي چي همدغسي دشاعرانو دشعروشاعرۍ په اړوند رسول اكرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي بېشكه دشاعرانو په ځيني اشعاروكي ددانايي خبري موجودي وي له دې ټولو خبرو پرته يوه خبره دا هم ډيره اهمه ده چي له صديو كه چا پښتو ژبه وليك لوست په باره كې ژوندۍ ساتلې ده نو هغه صرف او صرف شاعران او اديبان دي ددغه خبرې څرګنده او دلمر په شان روښانه او ځلانده ثبوت دپښتو دستر شاعر او دتورې دقلم خاوند خوشحال خان خټك او صوفي شاعر عبدالرحمان بابا دئ چي دصديو دتيرېدو باوجود ددوي نمونه پردې نړۍ ياديږي
دلته بايد ووايم چي په دې لړكې همدغسي زموږ دغه دنن محترم درانه شاعر سيد باچا شينواري دزړه څړيكي او دردونه هم دپښتو دپاره جاري و ساري دي او خپل خدمت يې دپښتو دپاره ديو ښكلي كتاب ٫ څړيكي او دردونه٫ په نامه وپښتون قام او شاعرانو ليكوالانو ته وړاندې كړئ دئ دا كتاب دسپين غر پښتو ادبي ټولنې مسلم باغ له خوا خپور سوئ اوپر يوسلو شپږ اتيا مخه مبني ډئ او سريزه ئي دصوبه خيبر پښتونخوا دسيمې ليكوال ډاكټر راج ولي شاه خټك ليكلې ده او دسيد باچا شينواري صاحب دشاعرۍ په هكله دداحساساتو ارزښتناكه يې ټوله اړخونه په ډېره ښه توګه وړاندې كړي دي چي له هغه پس دمحترم قتيل خوګياڼي ليكنه موجوده ده چي هغه دشينواري صاحب دشاعرۍ په هكله دده درنګين تخيل ساتنه كوي دده دكتاب ترتيب عتيق الله عتيق وركړئ دئ اوكمپوز او ډيزائن دخواجه وحيدالله دئ دشاعرۍ په باب څه ويل غواړم ولي دئ دپښتون قام څخه په ګيله دئ اوپه خپل يو شعر كښي وائي

چي وران كړئ يې خپل كوردئ پښتون نه دئ
چي وژلئ يې خپل وروردئ پښتون نه دئ

دباچا شينواري صاحب كلام ډيره رواني اوموسيقيت لري او تقريبا دده ټوله كلام دپښټو پر آهنګو برابر دئ لكه دلته چي په يوه مطلع او شعر كښي وائي

نوردتهمت دپيغور نه يم پېغور مه راكوه
زه دركوم درله ګلونه او ته اور مه راكوه

راته په خوارو سترګو ګورې خوارمې ولې بولې
زرې زرې خاورې ايرې دې كړم زور مه راكوه

دلته دده ديوې بلې غزلې دشمعې شان دسيځلو وړاندې كوم

لكه شمع پرژړا يم تل ژړيږم
له اعماله او كرداره خپل ويريږم

كليسا ٫ مسجد٫ مندر راته يوښكاري
زه سيد تنها له ځان سره ګائيږم

باچا صاحب په خپلو ځينو شعرونوكښي د پښتو ژبې متلونه هم دشعر په شكل كښي خوندي كړي دي لكه په دامطلع كښي چي وائي

په كمزوري ورخ اوبه خيژي له سره
دامتل دئ په پښتو كښې معتبره

دباچا صاحب شاعري عشقيه رنګه څخه علاوه دمقصديت څخه خالي هم نه ده لكه دلته چي وائي

نه په سود دي نه په ګټه نه په زيان دئ
عجب خلګ ددې كلي مشران دئ

شېر بدل كړي په چغال غويئ په خره
بيا ډېر لا وائي چي هم دغه هوښياران دئ

وئيل كيږي چي شاهين ډير تېز نظره وي او او چت پرواز كوي باچا صاحب دشاهين پرواز په هكله دلته عجيبه ښه وائي

بال وپر مې دشاهين دي كلك وزر يم
چي په تيږه نه ماتيږي هغه سر يم

زړه توره دبابا كه راسره وي
پرشا نه ځم بيا ولاړلكه دغر يم

يوبل ځاي بيا دشعر په ژبه داسي شاهيني پر واز كوي

لكه شاهين په سردرو دپښتونخوا ګرزيږم
مالوړ پامير ته په هواكې رسولئ دئ ځان

داسي دئ دحالاتو په ګردش كښي دزمانې څخه داسي ګيلې كوي او وائي

راكوي پر مخ چاپيړې ورته ګورم
زمانې په څو څو وار رټلئ زه يم

ورقيب او دښمن او اغيارته بيا خپل ځان داسي ورپېژني او وائي

تكړه پښټو ن زوي دافغان يمه ماوپيژنه
اغياره زوي دمسلمان يمه ما وپيژنه

بل ځاي بيا دخپل محبوب ته په ډير ناز وائي

كه دې وغوښتتم چي ومې كړه پوښتنه
دګيلو سره به درسم لوي اختركښي

غرض داچي دباچا صاحب دشعور سترګي او احساس ئي ويښ دئ او دخزان سره دبلدتيا په هكله بيا وائي

لمبې دي سره اورونه په بدن زما بليږي
بهارپه سترګو نهوينم خزان سره بلديم

هم داسي چي كله دهجران غمونه ئي لا هوكړي نو وائي

ستا غمونه او هجران به مې لاهو كړي
انديښنې اولوي طوفان به مې لاهو كړي
داچي ستا له غمه ژاړمه يواځې
دغه اوښكي او ګريوان به مې لاهو كړي

دخپل ګران هېواد څخه دراتللو او بې وسي ذكر په دومره پر سوزه انداز كوي او وائي

چي راتلم له خپل وطنه يك تنها وم
پټ په زړه كښي ژړيدمه يك تنها وم

باچا صاحب په ځينو داسي نوو مځكو كښي غزلې ليكلي دي چي دډيرې ستاينې وړدي لكه دلته دنمونې په توګه داغزلې څو شعرونه وړاندې كوم

څيرې ئي لمن كړه داغيار لمنه څيري كړه
ونيسه غدار دغل غدار لمنه څيري كړه
جوړ كړه ورته قبر دخپل يار څنګ كښي
مرم سيده ژر دننګرهار لمنه څيري كړه

په دا غزل كښي ده په دوو قافيو كښي غزل ليكلې ده چي دا دده دتمرين او تجربې لويه نخښه ده هسي به دومره قدر لا ووايم چي دباچا شينواري شعري صلاحيت او ذهني كاوشونه ډېر دقدر او ستاينې وړ دي او دده دشعور سترګي ډيري بينا دي او دفكر باغيچه ئي ډيره تروتازه ده دباچا صاحب شاعرانه لطآفت يوښكلئ او دحصول خوشبو لري دده دكلام عام فهم ساده روان اوپه لنډو او اوږدو بحرونو كښي ده دخپل فكر نيلئ زغلولئ دئ چي داسي دئ دشعري صلاحيت ومنزل ته رسيدلئ دئ او كاميابه دئ دغه ديو كاميابه شاعر دشاعرۍ نخښه وي په پاي كښي زما دادعا ده چي خداي دې ده ته دپښتوژبې دنورو چوپړ وهلو توفيق ورپه برخه كړي چي نور خدمت دخپلې ګرانې طبې پښتو وكړي

خداي دې ورك كړه له بدنه دغه څړيكي او دردونه
دپښتو ژبې مينه دغه څړيكي او دردونه
٫٫٫
اوپه آخر كښي دده مختصر غوندي لنډه پېژندنه هم كوم هغه داچي سيد باچا شينواري په كال ۱۳۳۴ هجري شمسي كال دننګرهار جلال اباد ولايت دشينوارو دلويې ولسوالۍ دشير ګر كلي كښي داخونذاده ملاګل حسن په يوه غريبه كورنۍ كښي سترګي پرانيستلې اوپه ۱۳۴۲ كال هجري شمسي دغني خيلو په منځني ښوونځي كې شامل اوپه ۱۳۵۴ كال دايمل خان دلېسې ددولسم كال څخه فارغ سوئ دئ څه ديني علم ئي دخپل ورور ملا نور حسن اوخونذاده څخه ذده كړئ دئ مورنۍ ژبه ئي پښتواوپه دري ژبه هم خبري كولاي شي د ۱۳۳۸ كال حخه رادېخوا ده شاعري پيل كړئ دئ چي دا وخت دذكر سوي كتاب ٫ څړيكي او دردونه٫ مصنف اويوبل كتاب ئي ناچاپه پروت دئ دادې هم درمعلومه وي چي حال في الحال په مسلم باغ كشي دفعال ادبي تنظيم سپين غر پښتو ادبي ټولنې مسلم باغ مشر هم دئ

ليكنه٫ عبدالباري اسير
سهيلي پښتونخوا پښين
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱ دى ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۴۴:۰۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است