هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

زمامناظره ديوه عيسايي راهب سره
زمامناظره ديوه عيسايي راهب سره (۱۰)
ګرانوخوږو لوستونكو!
دايواځي د۱۲ سوال ځواب دي چې مخكي دانټرنيټ دكرښې دڅه ستونځوله كبله نه وه خپره شوې.
12: متي العربي: حضرت عيسي عليه سلام په دې ترحضرت محمدصلي الله عليه وسلم غوره دي چي هغه ډېرې معجزې درلودې، هغه مړې ژوندي كول اومحمدصلي الله عليه وسلم نه دي ژوندي كړي؛ هغه مورزاده ړانده اوپيس ناروغان جوړكړيدي اومحمدصلي الله عليه وسلم نه دې ژوندي كړي چي دعيسي عليه سلام داټولې معجزې قران تصديقوي ته څه وايي؟
ځواب:حضرت يحي عليه سلام په بايبل كي ډېرلوړځاي لري بايبل وايي:
يحيي راتلونكي الياس دي، خوكه تاسوئې ومني څوك چي غوږونه لري هغه دي واوري (متي 11 باب، 14، 15)
روښتيادرته وايم چي ديحيي نه لوي زوي يوې مورنه دې راوړي (متي 11باب 11) اوداسي نور۔۔۔
 اوپه ټوله بايبل كي ئې يوه معجزه راوښايه؟
په بايبل كي راغلي دي(حضرت عيسي عليه سلام وايي :
درواغژن نبيان اودرواغژن مسيحان زماپه نامه سره راځي باورمه په كوي، اودوي به عجيبه كارونه اونخښې ښكاره كړي (معجزې به ښكاره كړي) اوكه ممكن وي نوډېربه ګمراه كړي ګوري ماحال دركړي ۔ (متي 24 باب، 23ـ 26)
 نودبايبل په اندمعجزه هيڅ ارزښت نلري، اودرواغژن مسيحان هم كولاي شي چي معجزې ولري۔
لومړي قرانكريم دمحمدصلي الله عليه وسلم لويه معجزه ده، چي داد1400كالوراهيسي چيلنج دي ، كه تاسي په دې كي شك لري نوددې قرانكريم ديوه ايات په شان يوايات يالس اياتونه جوړكړي خوتاسي نه ياست توانېدلې اونه به هم داتوان پيداكړي، اوبل داچي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم هره وينامعجزه ده، او14 پېړۍ مخكي ئې اُمت مسلمه دشرا بو، خماركولو، زنااونوروفحشاووڅخه منع كړيدي، تراوسه مسلمانان هغه كارونه نه كوي، وګوري په عيسايي نړۍ كي شراب ډېرخوړل كيږي كه په مسلمانه نړۍ كي؟ جرمونه فسادونه، زناوې اوظلمونه په عيسايي نړۍ كي ډېردې اوكه په مسلمانه نړۍ كي؟ چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم دژوندهره شيبه يوه معجزه ده تاسي ولي سترګې ورباندي پټوي؟ چي داستاسوبې انصافي اوكم عقلي  ده وبل لورته حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ډيرې معجزې  درلودې چې شمېر ئې تر(۳۰۰) زيات دي خوحضرت عيسي عليه سلام نه درلودې ددې معني دانه ده چي حضرت عيسي عليه سلام پېغمبرنه وو، ته وماته څنګه منطقې دلايل وړاندي كوي؟؟!!! په احاديثوكي وګوره خاتم الانبيا‌ء صلي الله عليه وسلم مړي ژوندي كړيدي اوداچې تاسي سترګې ورباندي پټوي داستاسوبې عقلي ده.په ۱۲۴۰۰۰ يولك څلورويشت زره پېغمبرانوكي دخاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم معجزې ډېري دي؛ چې دايوكوټلي حقيقت دي.زه به يووړوكي مثال دركړم، ۱۴۰۰ كاله وړاندي دبشريت سترلارښوداودخداي سپېڅلي استاذي صلي الله عليه واسلم فرمايلي دي چې شي په راسته لاس خوري او۱۴ پېړۍ وروسته هم دده صلي الله عليه واسلم يووړوكي سنت تراوسه ژوندي دي اوامت مسلمة ئې پلي كوي اياتردې ستره معجزه؟؟؟
وبل لورته حضرت محمدمصطفي صلي الله عليه وسلم ستاسوعيسايي نړۍ هم مني چې په ټوله انسانيت كي ترخاتم الانبيا‌ء صلي الله عليه وسلم بل لوړشخصيت نشته اوزه به دلته دمايكل هارټ (Michael H. Hart) وكتاب ته راشم، حال داچې دي عيسايي واوده خپل دعقل اوپوهې مطابق دآدم عليه السلام څخه تراوسه پوره سل لوړشخصيتونه چڼ كړيدي اودي دهريوه لپاره دلايل لري، دده داكتاب چې كله چاپ شونوترډېره وخته يهودواوعيسايي نړۍ نه پرېښودي چا منظرعام شي؛ خوهغه عام شو زه ترټولولومړي مايكل هارټ درپېژنم.
دايډلفي پوهنتون څخه ئې دفزيك ماسټري حاصله كړي، دپرنسټن پوهنتون څخه ئې دعلم الفلكيات ماسټري لاسته راوړي، دډېروخت لپاره ئې دامريكاپه فضايي مركزناسا(NASA) كي كاركړي اواومريكا د(System and Appied Sciences Corporation) لوړ ساينس پوه دي، له دې څخه ماسوي دي د(American Astronomical Society) غړي هم دي اوددې څخه علاوه هغه دغيرځمكني مخلوقاتو دادارې مديرهم دي چې ډېركتابونه اوليكنې هم لري.
ده پخپل كتاب سل لوړشخصيتونه (The 100: A Ranking of the most Influential Persons of All Time)كي امام الانبياء صلي الله عليه وسلم ترټولولومړي ليكلي دي، اوداهرڅه انتخاب چې ده كړي دي داده دخپلوعقلي اوفكري احساساتو اوپوره پوهې په لمن كي انتخاب كړيدي، چې موږ دده ددې انتخاب ستاينه كوو، اوده يقيناداانتخاب دحقايقوپربنسټ كړيدي چې موږورڅخه مننه كوو، اوهغه څوك چې دي ئې نعو‌ذباالله خداي بولي(حضرت عيسي عليه السلام) اوهغه دخپل ځان ژغورونكي بولي هغه ئې په دريم نمبركي راوستي دي، اوهغه څوك چې داوسني عيسايت خښته ئې ايښې ده اوداوسني بايبل زياته برخه هم ده ليكلي ده (پولس ياساول) هغه ئې شپږم نمبركړيدي، اومايكل هارټ په دي كي ريښتني دي.
دي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په هكله وايي:
حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ترټولواغيزمن اوحيرانوونكي دي اودي يواځي هغه تاريخي هستې ده چې هم په مذهبي اوهم په دنياوي محاذونوكي كامياب شو.دي په دې كامياب شوچې ډيردښمنان ئې سره يوځاي كړل، ډيرې ټولنې اوتمدنونه ئې سره يومټي كړل چې داكارهيچادتاريخ په پاڼوكې نه وكړي.
ده دنبي كريم صلي الله عليه وسلم د لومړي انتخاب په هكله نورډېردلايل هم لري.
The 100: A Ranking of the Most Influential Persons of All Time
By: Michael H. Hart
Published by: Citadel Press, Kensington publishing corp. US.
۲:  كيت ايل مور:(Keith L. Moore)
ډاكټركيت ايل مورچي دامريكا اوكاناډادتشريح الاعضاء (Anatomy)پخواني مشروو،اودپه جنين پوهنه اواناتومي كي دنړۍ لوي ساينس پوه دي؛ اوپه 1994 كال كي ئې په همدې برخه كي د(جې، سي بي ګرانټ) جايزه هم ترلاسه كړل اوپه همدې برخه كي ئې ډېرخدمتونه هم كړيدي، وايي:
زه دډېروخت راهيسي دسعودي عربستان په جده په العزيزپوهنتون كي پرجنين پوهنه (Embroilogy) باندي دسنتوپه رڼاكي كار كاركوم زه ډېرورته حيران شوم چي 1400 كاله مخكي څنګه دجنين پوهنې په اړه خاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم كوم معلومات وركړي وه اواوس هك پك هغه موږڅيړواوحال داچي په هغه وخت كي ددې علم په هكله هيچامعلومات نه درلودل اونه هم تصوركېداي شواي، هغه څه چي زه وايم داډېرښكاره دي،داچي دقرانكريم وړاندويني چي دجنين په هكله ئې كړي دي .
ده په مصركي په يوه كانفرنس كي يوه مقاله ولوستل اوداسي ئې پكښې ليكلي وه:
زه دقرانكريم معلوماتو دجنين پوهنې په اړوندډېرخوښ كړم چي څومره ښكلي مراحل اوكره معلومات پكښې دي، اوزما  لپاره دنورومعلوماتودراټولولولپاره سرچينه شول، اوزه دامنم چي دااحكامات وخاتم الانبياء حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ته دوحي په ډول سره راغلي دي، داځكه چي له ده څخه وروسته ترڅو پېړيوپوري لاساينس پوهان په دې هكله په هيڅ نه پوهېدل۔
دساينس دترقۍ له كبله جنين پوهنه نوره پېچلې شوه، اوپېچلې ده، اوكوم اصطلاحات چي په قرانكريم اوسُنت نبوي صلي الله عليه وسلم كي ذكرشوي دي، هغه ډېرساده، اوجامع دي، چي ددې علم بنسټ ئې جوړكړي هم دي اوزه ددې سره پوره موافق يم۔
دتيروڅلورولسيزوراهيسي ددې علم بنيادښكار شوي دي، اوحال داچي په قرانكريم كي ددې علم بنيادپه 7 عيسوي پېړۍ كي ايښودل شوي وو۔
۳: پروفيسرارمسټرانګ (Professor Armstrong)
پروفيسرارمسټرانګ دامريكاپه خلاي څېړنيزمركز (NASA) كي كاركاوي، اودكنساس په پوهنتون كي دفلكياتواستادهم وو۔
دپروفيسرارمسټرانګ څخه ډېرپوښتني وشوي، چي يوه پوښتنه داوه :
همدااوس چي كوم نوي الات اوفضايي بېړۍ تاسي لري اوپكښې تللي ياست اودافلكيات موخپله مشاهده كړيد دي، تاسي څه نظرلري چي كوم اياتونه 1400 كاله مخكي دفلكياتوپه هكله څه ويلي دي داڅنګه پرتله كوي؟
ددې سوال ځواب په داسي لنډوخت كي څه مشكل كاردي، داځكه چي ووخت ته پوره اړتيالري، زه په دې حيران يم چي 1400 كاله مخكي وړاندويني اوزمااوسني مشاهدات څنګه پرتله كړم، خوحقيقت دادي چي داهرڅه سره ورته دي، اوداهم درته وايم چي زه څه وايم هغه ډېرروښانه دي، داچي ساينس به داهرڅه مني دادراتلونكي تجربواووخت خبره ده۔
۴:پرفيسروليم هې (Professor William Hay)
وليم هې دامريكادكلوريډودپوهنتون دسمندرپوهنې (Oceanolgy) پروفيسردي۔
وليم هې دامريكادسمندرپوهنې يومشهوره پروفيسردي، دې بياپه ټولوكي مشوره اودلوړمقام څښتن دي، شيخ عبدالمجيد اې زنداني دهغه څخه دسمندردسطحې، لوړې ژورې، دسمندروپرمينځ واټنو نه، دسمندرځمكه اوداسي نورې پوښتني وكړي چي وليم هې ئې په ځواب كي وويل:
وماته داډېره په زړۀ پوري دي چي كوم معلومات په قرانكريم كي شته هغه معلومات زمالپاره دټولونورومعلومات سرچينه شول؛ اودقرانكريم معلومات دسمندرپه هكله ډېرنوي، هېښونكي اوپه زړۀ پوري دي۔
اوزه داتصديق كوم چي قرانكريم يوالهي كتاب دي، داځكه چي په هغه وخت كي دااياتونه په داسي وچ دښت كي نازل شويدي چي هيڅ سمندرهلته نه وه، اوپه دې علم كي ترډېروخته پوري موږواقف نه وو۔
په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير
نوربيا...
زمامناظره ديوه عيسايي راهب سره (۱۱)

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۰۲:۰۱:۱۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬ محمدعلي عمري
omari
شعر٬ محمدعلي عمري

غزل

سي پـــه نيمه شپــه پــــــه كارپسې وتلئ
داسي ښكاري چي پــه يـــــارپسې وتلئ

داښايست به يې څوزړونه راوړي كورته
هغــــه بيـــــا دزړونـــــوښكارپسې وتلئ


دپښتون پــــــركورسي چاكړئ ګوزاردئ
لــــــه خپل كـــــوره پـــه تلوارپسې وتلئ

ګمـــــان مـــكړه چي هغه به بريالئ شي
لاريـــوه پــــــــــر بلــــه لار پسې وتلئ


مورچي مــاشوم قراروي داورته وايي
تاته خوږې راوړي ستا پلارپسې وتلئ


داماشوم بــــــه عمري دكارسړئ شي
سبق وايــــي هــــــرسهارپسې وتلئ

په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۳۵:۰۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۹)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۹)
 
9: سوال: دحضرت عيسي عليه داوينادانه ثابتوي چي دي خداي نه ووبلكې  يورسول وو؟
زه پخپله هيڅ نشم كولاي زه فيصله كوم څنګه چي ماته ويلي شوي دي اوزما فيصله هم دانصاف ده ځكه چي زما مقصد زمادمرضې نه دي بلكي دهغه مرضي ده چي زه ئې رالېږلي يم۔ (يوحنا ۵باب ۳۰) بل ځاي حضرت عيسي عليه سلام وايي چي (زماخداي ترمالوي دي)، اوهغه ترټولولوي  دي؛
عيسي وويل: آياماتاسوته دانه وه ويلي چې كه تاسوايمان لري نودخداي جلال به وويني،نوهغوي ډبره ليري كړه بياعيسي پورته وكتل اووئې ويل اي ربه! زه ستاشكرادا‌‌كوم زماخبره دي واورېدل ماته داجوته وه چې ته تل زماخبره اورې، خوماددې حاضروخلكودپاره سوال وكي چې ددوي داباورراشي چې زه تااستولي يم. (يوحنا ۱۱ باب ۴۱- ۴۳)
نوعيسي په چيغووويل: كه يوڅوك پرماايمان راوړي نوهغه نه يواځي داچې پرمائې ايمان راوړ بلكې پرهغه چائې هم ايمان راوړچې زه ئې رالېږلي يم. (يوحنا ۱۲ باب ۴۴)
چي دي په واضح ډول سره وايي چي زه هيڅ شي نه يم اوهرڅه دخداي په امرسره ترسره كوم، كه چيري دي خداي واي نوده بيادبل چاواجازې اوواك  ته اړتيانه درلوداي كه څنګه؟
متي العربي:زه نه وايم چي دي خداي دي، بلكي دي دخداي ځوي دي، خوبيابه هم زه تفصيلي ځواب دركړم۔
10: سوال:تاسي ولي پرخاتم الانبياصلي الله عليه وسلم ايمان نه راوړي، داځكه چي په بايبل كي راغلي دي:
هغه څوك چي زماڅخه وروسته راځي هغه زماڅخه ډېرزوروردي، اوزه دهغه دڅپلودپورته كولوقابل هم نه يم۔ (متي 3باب 11)
دعربي بايبل متن دي:
لكني اقول لكم الحق انه خيرلكم ان انطلق لانه ان لم انطلق لاتاتيكم المُعزي ولكن  ان ذهبت ارسله اليكم (انجيل يوحنا 16: 7)
لكن زه وتاسوته روښتياخبره كوم اوداستاسولپاره خيرده،  چي زه ځم اوترڅوچي زه نه يم تلل هغه (المعزي) يعني مرسته كوونكي اوتسلي وركوونكي وتاسوته نه راځي اوكله چي زه ولاړشم هغه درته رالېږم۔
خومرسته كوونكي راځي اوهغه به تاسوته هرڅه ښايي اوبيابه درته هغه څه رايادوي چي ماتاسوته ويلي دي۔(يوحنا 16: 26)
اوزه دخداي څخه غوښتنه كوم چي وتاسوته دوهم مرسته كوونكي درولېږي چي ستاسوپوري ترادبده پوري وي۔(يوحنا 16: 14)
دحضرت عيسي عليه سلام نه وروسته څوك راغي؟ فخرالموجودات صلي الله عليه وسلم ولي ئې نه مني؟
اوهمداسي تقريباتردېرش ځايه زيات په بايبل كي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په هكله وړاندوينې  راغلي دي ولي ئې نه مني؟ كه بايبل تاسي دخداي كتاب بولي نوپرخاتم الانبيا‌ء صلي الله عليه واسلم ايمان راوړي اوستاسوڅخه مي داغوښته ده چې مسلمان شه كه څنګه؟
متي العربي:داهغه اياتونه دي چي دكشيشانودتل لپاره پكښې اختلاف دي، اوتراوسه ددې اياتوپه مفهوم څوك نه پوهيږي، دبايبل دوه مفسرين په يوه لاره نه دي؛ اوكه بالفرض دادمحمدصلي الله عليه وسلم په هكله وي نوولي ئې نوم نه دي ذكرشوي؟
ځواب: په عربي كي د(المعزي) په يوناني كي ورته د(فارقليط) نوم راغلي دي چي معني ئې (احمد، محمد، مهربانه، مرسته كوونكي، تسلي راستونكي) ولي تاسي سترګې ورباندي پټوي؟
كله چې  متي العربي ددي پښتونودځوابولوڅخه بې ځوابه شواو
په اخركي ده راڅخه غوښتنه وكړه چي نورې پوښتنې مه راڅخه كوه، اووماته وخت راكه چي ستادسوالوځوابونه پيداكړم، ماورڅخه وپوښتل چي څومره وخت غواړي؟ ده راته وويل چي يوه اونۍ، اوس ديوې اونۍ څخه پنځه مياشتې  تېره شوې اوهرڅه چې برېښناليكونه ورلېږم هيڅ ځواب نشم موندلاي، اوهغه دتليفون شماره چي ئې وماته راكړيده، هغه هم كارنكوي؛ اوده خپل دوه انځورونه ئې هم رالېږلې دي خودواړه سره مخالف دي اوډېرتوپيرلري، دده انځورونه ځكه نه خپروم چي زه شكمن يم چي دده به وي اوكه يا؟ ماخپل اخري برېښناليك ورولېږ اوورته مي وليكل چي وخت مه ضايع كوه، ددې سوالوځوابونه دنړۍ په سطحه كشيشان نشي راكولاي اوته خولاديوې.
 كليساواكمن ئې۔
نوګرانولوستونكوتاسو قضاوت وكي ، دوي دتل په شان پرمسلمانانوداسي سوالونه كوي چي هغه حيران كړي، اوكه علميت اوڅه دخداي جل جلاله سره اخلاص وي نوبياالله جل جلاله درسره مل دي اووداسي بېهوده پوښتنوته زموږمخكنيوعالمانوغاښ ماتوونكي ځوابونه وركړيدي، يواځي شهيدعلامه سيدجمال الدين افغان په مصركي ددوي سره 24 مناظري كړيدي اوپه هرمناظره كي ئې ودوي ته ماتي وركړي اوپه هرغونډه كي ئې ډېرعيسايان مسلمانان كړيدي، چي تاريخ ګواه دي۔
يادونه: كه چيري تاسي غواړي چي دعيسايت په هكله مكمل معلومات پيداكړي اودقرآن دحقانيت په اړوندڅه ولولي نوتاسي كولاي شي چي زمادا كتابونه ضروروګوري:
۱: ماولي اسلام قبول كړ؟(چاپ)
۲: اسلام اونوې ساينسي څېړنې (لومړي ټوك)چاپ
۳: ايابايبل دخداي كتاب دي(ناچاپ)
۴: دعيسايت حقيقت(ناچاپ)
۵: سوال ځواب(ناچاپ)
په سوال ځواب كي دغيرمسلمانانودډېروسوالوځوابونه په معقول ډول سره وركول شوي دي، په ځانګړي ډول سره دعيسايانو، يهودواومشركينو،چې دوي په مختلفووختوكي پراسلام اومسلمانانوكړيدي.
په دې كتابوكي تاسي په بايبل كي تحريفات، غلطيانې، نيمګړتياوې، دعيسايت بنسټ، اوحقيقت ډېرښه موندلاي شي.
داوس لپاره (ايابايبل دخداي كتاب دي؟) كارپرشروع دي اوډېرژربه چاپ كړل شي.
پاي
په اسلامي پاكه مينه
ستاسوورورعبدالغفارجُبير
‏چهار شنبه‏، 11‏/01‏/2012
ښاغلواواغلومينه والو!
سلامونه اوګلونه!
لوي څښتن دي وكړي چې جوړاوروغ ياست.
لكه وتاسوته چې جوته ده چې مناظره وپاي ته ورسيدل نواوس زموږټولنه تكل لري چي چاپ يي كړي لطفاموغوښتنه داده چې ددې مناظرې په هكله خپل ښكلي نظر,ونه په لاندني بريښناليك  راوليږي، اوموږغواړوچې دانظرونه دكتاب سره چا پ كړوچې دادهيوادوالوغوښتنه ده.
محمدمزمل
M_muzzammel@yahoo.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۵۷:۲۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


نظم٬ محمدحيدر زابلي وقار
نظم٬ محمدحيدر زابلي وقار

قاتله ډېوه

ډېوې بس ده نوره مړه شه
دبدن لمبې سړې كړه
ددې غټوغټو څاڅكو
اوښكوبندې سلسلې كړه
ستاپرسرچي اوربليږي
دالمبه دبل دسرده
يادځوانو هيلودوګ ده
يادځوان پتنګ ځيګرده
يادموردسترګو نورځي
ياد ناوې دسرلمرده
يادزړه دتل ټوټه وړې
يادهيلوپيغامبرده
بس ده بس ده ډېوې بس ده
بندې ساندې غلبلې كړه
ستا روڼا زموږه نه ده
ستا روڼا دبل دكورده
ستا ورغوئ ستا خپل نه ده
ترتا لاندې دبل شورده
زما اميدچي راته وژني
دهغه دسكه ورورده
چي پرتاباندې څوك سوځي
ځاي يې  تور دېوال تورګورده
نو
ډېوې خداي ومنه بس ده
ماتې پښوكي زولنې كړه
٬٬٬
په احترام
محمدحيدر زابلي وقار
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۳۱:۱۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬محمدحيدر وقار
شعر٬محمدحيدر وقار

غزل

دزړه لــــــه كوره مې غمونــــه ستازړګئ وباسي
پـــــــه ماپسې وي لــــه وجوده مې داشئ وباسي

زه چي دښكلي مـــــــخ نظرته لپه ډكـــه دروړم
لمبه يې مړه كړي بادظالم ترې سپېلنئ وباسي


خوب وي كه پرېشاني يوڅوك وحشي ګونډه ووهي
زمـــــوږلـــــه كلي دولي غوندي سړئ وبــــــاسي


دازه يواځې يـــــم كـــــه ټوله په غــــم زړه سړوي
زه خـــــوفقط لــــــكه له زخمه چي ازغئ وباسي


خــــاطرمي داسي دوجـــــــــــــــودولې راولړزوي
لكه ځنګله كې چي پريادزخمي زمرئ وبـــــــاسي

دلته چي وخت پرچاتيريږي لېونتوب شروع كوي
وقاره تابه هم يووخـــــت څوك لېونئ وبـــــاسي
٬٬٬
په درناوي
محمدحيدروقار٬ پښتونخوا٬ مسلم باغ
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۲۷:۲۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
ارديبهشت ۱۳۹۱
فروردين ۱۳۹۱
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
ازادي ريډو پښتو
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است