هيـــــــــلـه
اسلامي ادبي ا و فرهنـــګـــي و يـبـلا ګ
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر٬ محمدعلي عمري
omari

شعر٬ محمدعلي عمري

غزل

سي پـــه نيمه شپــه پــــــه كارپسې وتلئ
داسي ښكاري چي پــه يـــــارپسې وتلئ

داښايست به يې څوزړونه راوړي كورته
هغــــه بيـــــا دزړونـــــوښكارپسې وتلئ


دپښتون پــــــركورسي چاكړئ ګوزاردئ
لــــــه خپل كـــــوره پـــه تلوارپسې وتلئ


مورچي مــاشوم قراروي داورته وايي
تاته خوږې راوړي ستا پلارپسې وتلئ


داماشوم بــــــه عمري دكارسړئ شي
سبق وايــــي هــــــرسهارپسې وتلئ

په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ اسفند ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۴۶:۲۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٬ محمدعلي عمري
omari

شعر٬ محمدعلي عمري

نظم
رسول الله ص ويلي
زمـــوږپېشوا ويلي

خپلــو يــارانو لره
دزړه ګلانو لـــره

زماپر امت را روان
يو بې انصافه دوران

شي به پيداپر جهان
داسي قاريان دقرآن

كړي به خندا پرجهاد
وايي به دا خو فساد

وي به وروستۍ زمانه
زما وامت لــــه هغــه
٬٬٬
په احترام
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ بهمن ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۲۰:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۶)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۶)
13: متي العربي:دنړۍ په كُره كي عيسايان ترمسلمانانوډېردي، اقتصادئې ډېرښه دي داځكه چي عيسايت دبشرلپاره يواځني حل دي؟
ځواب: كه زه وبرطانې اوامريكاته راشم، نوتاسي دومره ډېرنه ياست لكه تاسي چې ئې ادعاكوي بلكي دنفوسوپه شمېركي ټكې برګې كوي، اوهغه داچي تاسي هندوان هم په عيسايي فهرست كي ليكي، لادينه هم په عيسايي فهرست كي ليكي، يهود هم پخپل فهرست كي ليكي اوهرهغه څوك چي مسلمان نه وي تاسي ئې په پخپل فهرست كي ليكي، دبېلګې په ډول سره كه تاسي په يوه ايالت كي ۲۰۰۰۰ عيسايان ليكلې وې، نوهلته تاسي تر۸۰۰۰ زره عيسايانوڅخه اضافه نه ياست اوپاته غيرمسلمان خلك دي اوحال داچي هغه هم خبرنه وي۔
همدااوس تاسو(عيسايانو) دمځكې پركُرې چي كوم اوربل كړي دي اوهره ورځ په زرهاووانسانان وژني ، كورونه ورانوي، اوملتونه دخاوروسره برابروي دادبايبل كړنلاره اودبشريت چوپړته بولې؟، داپه ټول انسانيت كي چي اوس تاسي دايډزپه شان مهلكه ناروغې خپروي ودې ته تاسي دبشريت چوپړواياست؟، ښځه موديوې رقاصې په نامه وټولنې ته راوېستل اودجنسي فاحشواړيكويوه اله موګرځولې ده ودې ته تاسي دټولنې خدمت  اوپرمختګ واياست؟، خلك ژوندې سوځې ودې ته تاسي خدمت واياست؟، په زرهاووانسانان موپه ښكاره اوپټومحبسونوكي تعذيبوي، شكنجه كوي اوترحيواناتومو بدتركړل چي داسلسله دوام لري ودې ته تاسي بشردوستي واياست؟ دادبايبل خدمت دي، په ګوانتنامواوابوغُريب كي موانسانان لوڅ لغړپه سراوپښوځړولې دي، په سپوئې داړي، پرپتمنومسلمانوميرمنوباندي جنسي تيرې كوي چي داټول دعيسايت اودبايبل وانسانيت ته خدمتونه دي؟؟؟!!!!
14: متي العربي: زمابله پوښتنه داده چي څوخدايان دي، اوخداي څنګه دي؟
ځواب: خداي يودي اوهيڅ شريك اومثل نلري نه په ذات كي اونه هم په صفاتوكي قران كريم وايي:
قُل هُوَاللهُ أَحَدٌ(۱) اللهُ الصَّمَدُ(۲) لَم يَلِدوَلَم يُولَد(۳) وَلَم يَكُن لَّهُ كُفُواً أَحَدُ(۴)(سورت اخلاص)
ژباړه:ووايه: هغه الله يودي، الله هيچاته اړنه دي، نه ئې څوك زېږولې اونه له چازېږدلې دي، اودهغه هيڅ سيال نشته۔
دخداي پروحدانيت باندي بايبل هم ګواه دي:
واوري اي بني اسرائيلوخداوندزموږخداي يودي نوتاسوپه ټول زړه ټول روح اوټول ځواك سره دخپل واحدخداي په وړاندي مينه ولري. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)
عيسي ځواب وركړ، اول دادي چې اي اسرائيلوواوري! مالك زموږخداي يومالك دي، تاسي دخپل خداي سره دټول زړه سره، دخپل ټول روح سره دخپل ټول عقل اودخپل ټول طاقت سره مينه كوي. (مرقوس ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)
اوخداي دټولې نړۍ پاچاشو،هغه خداي يودي اودهغه نوم واحد(يودي). (زكريا ۴۱باب ۸)
اوخداي صرف يوخداي دي.(دپولس خط دروميانوپه نامه ۳باب ۳۰)
خداي يودي، ايمان يودي، بپتسمه اودټولوخداي يودي. (دپولس خط دافسويونوپه نامه ۴: ۶)
اوس دازلي پاشاه يعني غيرفاني ناليدلي واحدخداي عزت اوجلال دي تل ترتله وي. (اول خط دتيموتيوس په نوم ۱: ۱۷)
ته په دې خبره ايمان ولره چې خداي يكي يو دي. (خط ديعقوب ۲: ۱۹)
خداي يواځي اويواځي يودي.(خط ديهوداه ۲۵)
په بايبل كي دخداي وحدانيت په ډيرځايوكه په ښكاره ډول سره راغلي دي، اوداتاسي چې ئې نه مني داستاسوبې عقلي اوګمراهې ده، وتاسوته دابايبل هم دهيڅ ارزښت نه دركوي.
الله جل جلاله دهيڅ شي سره موږنشوپرتله كولاي اوقران عزيزفرمايي:
ليس كمثله شي
الله جل جلاله ديوه شي په بڼه سره نه، چي موږئې ورسره تشبه كړو۔
۱۵: متي العربي: حضرت عيسي عليه السلام دخداي زوي دي ځكه:
1-      په بايبل كه راغلي دي چې دي دخداي زوي دي.
2-       په قرآنكريم كي دده دنامه سره دمريمې توري راغلي دي، مطلب داچې دي په معجزانه ډول سره پيداشوي دي اوپلارنلري.
3-       په قرآنكريم كي دده لپاره د(روح القدوس اوكلمې توري )راغلي دي نوكلمه اوروح دخداي دي، نوځكه دي هم خداي دي.
اوس ته څه وايي؟
ځواب: په بايبل كي چې كوم لفظ د(ځوي) استعمال شوي دي،چې په عبراني ژبه كي دخداي زوي دهرهغه چالپاره استعمالېده چې خداي ته به نژدې ؤلكه بايبل چې وايي:
چې هرڅوك چې دخداي دروح په هدايت چليږي هغه دخداي زوي دي.
 (خط دروميانوپه نوم ۸: ۱۴)
دبايبل ددې تعريف څخه وروسته دخداي دزوي استعمال دحضرت عيسي عليه السلام څخه ماسوي ونوروته هم شوېدي دبېلګې په ډول سره:
نودخداي زامنووليدل چې دانسانانولوڼې ښكلي دي. (تكوين ۴: ۲)
دخداي زامن دانسانانودلوڼوسره ولاړل.( تكوين ۴: ۴)
وفرعون ته ووايه چې اسرائيل (يعقوب عليه السلام) زمازوي دي بلكې زمالومړي زوي دي، اوزمازوي پرېږده چې زماعبادت وكړي. (خروج ۴: ۲۲- ۲۴)
زه داسرائيل پلاريم اوابراهيم زمالومړي زوي دي.(ارمياه ۳۰: ۹)
په هغوځايوكي چې وعيسي عليه السلام ته دخداي دزوي لفظ راغلي دي، نودبايبل په حواله ددې مطلب دادي چې عيسي عليه السلام دخداي زوي نه بلكې دالله دحكم منونكي وو.
اوراغلوودې خبرې ته چې دحضرت عيسي عليه السلام سره دمريمې توري راغلي دي، دازموږايمان اوعقيده ده چې حضرت عيسي عليه السلام په معجزانه ډول سره پيداشوي دي، چې ستاسوانګلكن عيسايان ئې اوس هم نه مني،اوده پلارهم نه درلودي، قرآنكريم وتاسوته وايي :
يَأَهلَ الكِتبِ لاَتَغلُوافِي دِينِكُم وَلاَتَقُولُواعَلَي اللهِ إِ لاَّ الحَقَّ إِنَّمَا المَسِيحُ عِيسَي ابنُ مَريَمَ رَسُولُ اللهِ وَكَلِمَتُهُ أَلقَهآ إِلي مَريَمَ وَرُوحٌ مِّنهُ فَامِنُوابِاللهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُوا ثَلاثةٌ انتَهُواخَيرًالَكُم إِنَّما اللهُ إِلَهٌ واحدٌ سُبحَانَهُ أن يَكُونَ لهُ وَلدٌ لَّهُ مَافِي السَّمَواتِ وَمَافِي الارضَ وَكَفي باللهِ وَكِيلاً (النسآ‌ء‌ ۱۷۱)  
ژباړه:اي اهل كتابو! مه كوي تاسي مبالغه (تجاوزله حدود)په دين ستاسوكښې اومه واياست تاسي پرالله مګرحق، بېشكه هم داخبره ده بله نه ده چې مسيح عيسي زوي دمريمې رسول دالله دي او(داسي) كلمه ده چې غورځولې ده (الله) دغه كلمه مريمې ته اوروح دي له جانبه دالله نوايمان راوړي په الله اوپه رسولانودده(الله) اومه واياست تاسي(داسي چې معبودان) درې دي، منع شي تاسي (له دې وينا، اختياركړي توحيد چې) خيردي تاسي ته، بېشكه هم داخبره ده چې الله حق معبوديودي( بې شكه بې عيبه) پاكې ده ده لره چې شي ده ته (نسبت د) ولد.
دلته چې كله الله جل جلاله دكلمې نوم اخلي نوهغه د(كن) كلمه ده، داچې بي بي مريمې رضي الله عنهاخاوندنه درلودي نوكله چې الله وويل چې (كن) يعني سه! حضرت عيسي عليه السلام دبي بي مريمې رضي الله عنهاپه نس كي موجودشواوبياالله روح ورداخل كړ؛ داهرڅه دالله د(كن) دكليمې له كبله پيداشوي دي داځمكې اواسمانونه ئې داسي پيداكړل چې الله ورته وويل چې موجودسي هغه ټول موجودشول نوددې مطلب دانه دي چې ځمكې اواسمانونه هم خدايان دي نعوذباالله، اوكه تاسي داسي عقيده لري لكه هندوان چې هرشي خداي پيداكړي وي هغه خداي مني نوبياتاسي دادعوه مه كوي چې موږدالهامي دين پيروان يوبلكې تاسي هم وهندومذهب ته نږدې يوه ډله ياست.هندوان تردرې ميليونه زيات خدايان لري اوځيني هندوان بياپه دې عقيده دي چې هرهغه شي چې خداي پيداكړي وي هغه خداي دي.
نوربيا...
 په خورااسلامي پاكه مينه ستاسوورور
عبدالغفارجُبير
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ بهمن ۱۳۹۰ ساعت ۰۸:۱۸:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دوالنټين ډې(دعاشقانو ورځ) په اسلام او عيسايت كي ليكونكي : عبدالغفارجُبير
دوالنټين ډې(دعاشقانو ورځ) په اسلام او عيسايت كي
 ليكونكي : عبدالغفارجُبير

هركال دفرورې دمياشتې (14) نېټه دوالنټېن د ورځې په نامه سره په نړۍ كې لمانځل كيږي؛ داورځ په ځانګړې ډول سره په اروپااوامريكاكي په زيات جوش، احساساتواوځانګړومراسموكي لمانځل كيږي؛ چي ددې ورځې ټولې تحفې دزړۀ په بڼه سه يوله بل سره استول كيږي په دې ورځ كي ددوي په اند، فكراوعقېدې به عاشق ومعشوق ته اومعشوق به وعاشق ته سوغاتونه استوې اوياهم نوې عشق سره پيل كيږي كه چيرې ددې ورځې وتاريخ ته ولاړشونوداورځ داسي يوسمبول هم نه لري چي ودې لمانځل شي اونه داسي كارپكښې شوېدي چي خوښې دې سړي پكښې ښكاره كړي، بلكه په كارخوداده چي په دې ورځ باندي ماتم وسي۔
ددې ورځې لمانځل دڅه مهاله پيل سوه؟
ددې ورځې په هكله ډېرې كېسې اوروايتونه اوتعبېرونه وينوخوترټولورېښتني حقيقت چي اكثره تارېخونه هم ورباندي متفق دي هغه داسي ده:
(Saint Volentine) سېنټ والنټېن چي په اصل كي دې (سېنټ) عيسايي زاهد نه وواومشهورپه دې نامه سره وو، اودې په اصل كي په روم كي دېوې كليسامشرووچي دده رتبه د (Priest) وو، يعني دكليسامتصرف؛ والنټېن په روم كي د (Claudius the Evil) كلاډېوس داېول، پاشاه پرمهال دكلېسامشروو، لكه څرنګه چي( پاشاه كلاډېوس د اېول) په جنګ اخته وو، نووزيات ځواك ته ئې اړتياوه اوپاشاه غوښتل چي برلاسه سي اوجنګ وګټي، خودپاشاه يوه ستونځه داوه چي ده دلومړي ځل لپاره په فوځ كي دشاملېدوامروكي چي بايدهرڅوك چي دروم ترسلطنت لاندي وي بايدوفوځ ته داخل شي، اوپه هغه وخت كي اوصول داسي وه، چي هرپاشاه كوښښ كاوه چي ښه ځواك په دې ولري چي يادخپل ځان دفاع وكي اوياهم پرخپل بل همسايه باندي يرغل وكي، دپاشاه وامرته اولس دومره ډېرارزښت ورنه كي، خلك په دې فكركي وه چي څه ضرورت دي چي ځانونه ووژنودښه ژوندخاوندان يو، دمينې ډك حالت مودي، اونه ئې غوښتل چي دخپله جونګړه اوخپل ژوندپه اوركي وسوځي؛ خپل دوستان، اوملګرې له لاسه وركړي نوډېرلږ كسان وفوځ ته داخل سول؛ له دې څخه وروسته پاشاه امروكي چي پرتاسي خوښې حرامه ده اوپه ټوله پاشاهۍكې ئې ودونه اوكوزدې بندې كړي اودااعلان ئې وكړكه هرچاياواده اوياهم كوزده وكړل دهغه سزامرګ دي؛ اوس پاشاه غواړي چي ددې فرمان دترسره كولوسره په خلكوفشارراوړي چي خلك ودې ته وهڅول شي چي په فوځ كي داخل شي، ټول خلك په پوره پرېشانۍ كي شول چي داڅه وشول كوزدې اوودونه اودخوښې مراسم بندكړل سول ؛ خوبياهم ډېرلږكسان ودې ته اماده سول چي فوځ ته ولاړسي؛ چي په دغه وخت دغه (والنټېن) دكلېسامشرپه پټه سره څوودونه وكړل حال داچي دولت بندكړي دي، پاشاه ډېرژرپه دې باندي خبرشوچي (پرېست والنټېن) دپاشاه دفرمان خلاف ودونه كړيدي،اودډېرونوروانجېنوسره ئې نامشروعې اړيكې برابرې كړېدې؛ نوئې والنټين ګيراوومحبس (زندان) ته ئۍ ورواچاوه، اودائې ورته وويل چي ستامرګ به په همدې محبس كي وي، طبعې خبره ده چي ومحبس ته هيڅوك دمېلمستيالپاره نه بېول كيږي اوهلته كړاونه، شكنجې، اوتكليفونه شتون لري؛ كله چي دوالنټين سرخلاص شوچي دژوندپاڼه دې اوړي اونورنوته ددې فانې دنياڅخه سترګې پټوې نوئې يوليك وليكي اوداليك ئې دمحبس دمشرولورته چي ده مخكي لاتارورسره غزولې وو، وركړچي ده خپله لاسليك هم پركړي وو، اولاندي ئې داجمله ورته ليكې وه:
From Your Volentine
يعني داليك (ستادوالنټين له خوادي) اوداښكاره كوي چي والنټين يواځي ستادي اوحال داچي څوودونه ئې درلودل اودډېرونوروښځوسره ئې بېله واده نامشروع اړېكې درلودې۔ اووالنټېن په محبس كي د (14) دفروري باندي مړشو، چي ددې څخه وروسته عيسايانوداورځ د (شهيدوالنټين) دورځې په نامه ونوموله اوهغه داچي داكارنورودكليسامشرانووكي اوپه هره كليساكي به دده بيان كې دي، چه ورو ورو دې ورځې په رسمي ورځوكي راغلل اوداورځ د (1668) ميلادي كال راهيسي لمانځل كيږي۔ داورځ په عيسايت كي هم بايد ونه لمانځل شي داځكه چي حضرت عيسي عليه سلام واده ونه كړنووالنټين دحضرت عيسي عليه سلام دطرېقې څخه مخالف كاروكړ، داځكه چي دې خوياعام عيسايي نه وو،بلكه دي دكليسامشروو ؛ اوس اكثره عيسايي مذهبې مشران لكه (بېشف، پريسټ، پاسټراونور۔۔۔)واده په دې نه كوي چي حضرت عيسي عليه سلام واده نه دې كړي، چي نتيجه ئې داشوه چي هركال په سلهاوودكليسامشران پرلواطت اوزناووباندي ، په ورځپاڼواوكله هم پرتلوېزنوباندي ښكاره كيږي چي يواځي ترټولو په لږشمېركي مذهبې عيسايي مشران د(300) په تعدادباندي په (2007) كي په بين المللي رسينوكي خپاره شول ، پرانټرنيټ باندي داهره ورځ دمعمول سره مطابق يورواجي بڼه غوره كړېده، همدااوس چي كله په هېتې كي زلزله وشوه د (30) ماشومان چي دچاپلارنه وو، چادموركۍ نارې وهلې اوچادورور۔۔۔داڅوك وه چي دوي ئې تښتول چي دهېتې حكومت ونېول ؟؟؟ داامريكاي عيسايي راهبان وه، داعيسايي مذهبې مشران وه چي دوي داماشومان تښتول اودخپلوجنسې اغراضولپاره ئې بيادوي استعمالوي، نه ئې پردې خلكوزړۀ وسو، نه ئې ددې ماشومانوپرچغوبوغوزړۀ وسو، اونه ئې هم ددوي پردرپه درۍ باندي زړۀ وسوبلكه دخپلونارواجنسې اړيكودترسره كولوپه خاطرئې داكاروكي، چي په ټوله نړۍ كي بياامريكايي راهبان پكښې زياته ونډه لري؛خلاصه داچي والنټېن له دې څخه هم سرغړونه وكړه، اوبل داچي والنټېن دخپل ددولت پاشاه خبر ه ونه منله اودهغه خبره ئې وغورځوله ددوالنټېن دوهم جرم دي، اودريم داچي په بايبل كي راغلي دي :
په لوقااومتي كي په (دتورات احكام) كي راغلي دي: زنامه كوي، خوزه (حضرت عيسي مسيح )درته وايم كه يوې ښځې ته دشهوت په نظروګوري نوپه زړۀ كي دي زناورسره وكړه، نوكه هغه سترګه چي درباندي ګرانه ده ، ستادګناه باعث شوه، ښه ده چي وئې باسې اولري ئې وغورځوې، تردې چي په دوږخ كي پرېوځې داغوره ده چي غړي دي ناقص وي۔
اوس داايات داوسني بايبل په هربايبل كي شتون لري، په هر(ورژن) كي داشته اوهرڅوك ئې كتلاي شي، لومړي والنټېن چي يومذهبې مشروودبايبل ددې ايات څخه مخالفت وكي ، دوهم داچي اوس داټوله عيسايي نړۍ ولې ددې ايات څخه انكاركوي ، اوعمل نه په كوي،عيسايان وايي چي دابايبل دخداي كتاب دي نوولې بياعمل نه ورباندي كوي؟؟؟!داهغه معماده چي له عيسايي نړۍ سره هيڅ ځواب نشته۔ دبايبل په حواله چي كله دسترګوزناوشوه نوبيادجنسي اړيكوهيڅ سوال نشته، اواوس ټوله عيسايي نړې بيادبايبل ددې ايات څخه مخالفت كوي:
(زنامه كوه، درواغ مه وايه۔۔۔۔۔۔۔دزيات ثروت خطر، لوقا)
پكارخوداده چي والنټېن دخپل مقدس كتاب بايبل، دخپل پاشاه چي اطاعت ئې پرده واجب وو، دهغه مخالفت، دحضرت عيسي عليه سلام دژوندخلاف كارئې وكړ بايدداورځ (توره ورځ ) ولمانځل شي ددې پرځاي چي داپه خوښيولمانځل كيږي؛ اوكه چيري لكه دعيسايانوپه اند ودې ورځې ته (دشهيدوالنټېن ) دورځې په نامه سره يادشي نوبيابايدپه د ې ورځ باندي دخوښيوپرځاي ماتم وسي، چي دابې ګناه ولې ووژل شو؟؟؟ اوس هرڅوك قضاوت كولاي سي چي په دې ورځ باندي بايدڅه وشې؟؟؟ اونن سباپه ټوله نړۍ كې داورځ دعيسايي مذهبې ورځې رنګ وركول سوي دي اولمانځل كيږي، چي په ميليون هاوونامشروع، اړيكې، نارواجنسي اړېكې اودمينې پيغامونه په ځانګړې ډول سره په اروپااوامريكاكي استول كيږي دوي ولي وخپل بايبل ته نه ګوري اوولې عمل نه ورباندي كوي ، دتعجب خبره ده، چي دمسلمانانووژل ، شكنجه كول اوداسلام ختمول په بايبل كي روادي، اوددې ايات څخه دويلوپرمهال ئې سترګې پلاستردي اوشي نه ويني۔ نوپه بايبل كي هم ددې ورځ لمانځل ګناه ده، اوهغه عيسايان چي داورځ لمانځې اودنوروسره ناروااړېكې پيل كوي، اويائۍ هم تودوې دبايبل په حكم بايدددوې سترګې ټولې وخېژول شي، داځكه چي دادحضرت عيسي عليه سلام امردي۔
دوالنټېن ورځ اواسلام:
اوس دايقينې معلومه شوه چي دادعيسايانويوه مذهبې ورځ ده ، اولكه څرنګه چي مامخكي وويل چي داورځ دومره ارزښت نه لري لكه دوي چي وركړيدي، اوددې ورځې لمانځل دبايبل په خلاف ، په اسلام كي په واضح ډول سره خاتم الانبياء حضرت محمدصلي الله عليه وسلم فرمايي: كه يوچاديوه قوم سره په يوعمل كي مشابهت وكي هغه دهغه قوم څخه دي۔ پېغمبرعليه سلام پخپل ژوندمبارك په ټولوهغومراسموكي چي دغيرمسلمانانوله خواڅخه لمانځل كېدل دمسلمانانوورتګ ئې منع كي، هغه دعيسايانومراسم وه، كه ديهودومراسم وه، كه دزردشتيانومراسم وه، اوكه هرڅوك وه، اوپېغمرعليه سلام وويل چي دوې ورځې ستاسولپاره الله جل جلاله ټاكلي دي يوه دكوچنې اخترورځ چي وه ئې لمانځي اوبله دلوي اخترورځ ، بس۔
لكه څرنګه چي په دې ورځ كي يوهلك اوانجلۍ نوې رابط پيداكوي، اوياهم هغه نارېنه اوښځې چي مخكي لاناروااړيكې لري نورې ئې تازه كوي، يودبله سره سوغاتونه ليږي داټول مطلق په اسلام كي حرام دي، بني كريم صلي الله عليه وسلم فرمايي چي كه ديومسلمان فكرنه وواووپريوې ښځې باندي ئې سترګې ولګېدي نودامعاف دي، اوكه دې مسلمان ددوهم ځل لپاره ورته وكتل داګناه ده، په بل حديث شريف كي راځي چي كله چي يونامحرم سړي ديوې نامحرمې ښځې سره يوځاي سي نودريم ئې شيطان دي۔
سږكال يواځې دسعودې حكومت ددې ورځې لمانځل په ټول هيوادكي بند كړل، چي داېې يوافتخاري اواسلامي كارئي وكي؛ اوداورځ بايدپه ټوله اسلامي هيوادونوكي بنده كړل شي ؛ خوافسوس پرهغو مسلمانانوچي دعيسايانوپه لوموكي راګيراوداورځ په وياړسره لمانځې اوپه حقيقت ئې هيڅ خبرنه دي؛ اوس لوستونكو!!! تاسو قضاوت وكي چي ددې ورځې لمانځل څنګه، اوڅه حقيقت لري؟؟؟
په اسلامي پاكه مينه ستاسوورورعبدالغفارجُبير
سرچينه : انسايكلوپيډيا، بايبل، اسلام اونړۍ، انټرنيټ، The Truth Inter National         , The World In Focus
4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ بهمن ۱۳۹۰ ساعت ۰۸:۱۳:۴۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۵)
ديوه عيسايي راهب سره زمامناظره(۵)
 
10: متي العربي: ستاسي په قران كي راغلي دي چي (لااكراه في الدين) زورزياتي په اسلام كي نشته، نوتاسي ولي زموږخلك، كليساوې اومذهبي راهبان اوكشيشان په سوډان، اندونيزيااودنړۍ په نوروځايوكي وژني؟
ځواب:دا14 پېړۍ ستاسويوه تګلاره اوكړنلاره داده چي په اسلامي هيوادوكي تاسي لومړي نوك ځايوې، بياسوك ځايوي اوپه اخركي هغه قبضه كوي اوپه عيسايي رياست ئې بدلوي، كه وسوډان ته راشونوتاسي هلته په حقيقت كي 5 سلنه ياست خوتاسي واياست چي موږ 7 سلنه يو، چي په دې دېرش كلونوكي مودامريكااويهودوپه فوځي، سياسي اواقتصادي مرستوسره خلك عيسايان كړل اواوس موسوډان تجزيه كړ، په اندونيزياكي همداډرامه شروع ده، زه وخپل ګران هيوادافغانستان ته راځم، دلته په ټول هيوادكي عيسايت په صفركي وو، خواوس تاسي په پنځوولايتوكي كليساګاني لري، اونامعلوم شمېرخلك موعيسايان كړيدي، زموږدقران فيصله داسي ده چي هرڅوك چي له اسلامه څخه واوښتي (مرتد شو)نوهغه بايدووژل شي، اوهرهغه څوك چي خلك مرتدوي هغه هم بايدله مينځه ولاړشي۔
بل داچي تاوماته وويل چي زه (كاپټيك كرېسچن) يم، يعني داسلام څخه مخكي لاموږعيسايان وو، اوزموږتعدادستاسوپه اند16 ميليونه دي په مصركي، كه چيري مسلمانانوزوراستعمالولاي نواوس به يوعيسايي هم په مصركي نه واي، وبلي خبرې ته دي پام رااړوم، په نړۍ كي چاډېرانسانان وژلې دي؟ هغه ايډولف هټلردي هغه څوك وو؟، عيسايي كه مسلمان؟ همدااوس بوش اوباماپه عراق افغانستان كي تر 12 لكوزيات مسلمانان شهيدان كړل اوداسلسله لااوس هم جريان لري، اواوس ئې ونورواسلامي هيوادوته هم لاس وغځاوه؛ نواوس قضاوت ته وكه چي عيسايت دتشدددين دي اوكه اسلام؟ تاسي عيسايان زموږهيوادته راغلي ياست اوماپخپل كوركي وژني، نه مي وسپين ږرې ته ګوري، نه مي وښځې ته ګوري اونه مي هم وماشوم، ملا، مسجداومحراب ته ګوري، بلكي تاسي پخپل بايبل عمل نكوي، اوهغه داچي داايات به دي په يادوي، چي عيسي عليه سلام وايي كه يوچاپريوه باړخووواهلې نودابل باړخوورته راواړوه، اوكه يوڅوك لوڅ وونوخپله جوغه وروخېژوه؛ بيابه قضاوت وتاته دركړم چي اياموږپه قران عمل نكوواوكه تاسي په خپل تحريف شوي بايبل عمل نكوي؟ پرهندوستان باندي مسلمانانوڅوسوه كلونه حكومت وكړ، كه مو‌ږدزورڅخه كاراخيستي واي نونن به په ټوله هندوستان كي يوهندوهم نه واي؛ په اروپا، امريكا، اواندونيزياكي چااسلام په زورخپوركړ؟ داداسلاحقانيت دي چې پرمخ ځي اوبس.
11: متي العربي: دااوس په مصركي زموږيوه ښځه تاسوپه  ځان كړيده، اوحال داچي هغه يوه عيسايي وه، اواوس موږ هغه په كليساكي مجازات كړيده، تاسي زموږډېربې ګناه خلك ووژل داڅنګه اسلام دي؟
ځواب: ددې ښځې ټوله كيسه ماپرانټرنيټ باندي لوستې ده، هم په عربي كي اوپه انګلېسې كي، داښځه يقينايوه عيسايي ښځه وه، خودعيسايت څخه ئۍ نفرت وشواومسلمانه شول اويومسلمان ئې هم په نكاح كړ، كله چي دامسلمانه شول نودازموږديني خورده، ددې حفاظت اوساتنه زموږاسلامي وظيفه ده، كه تاسي په دې كي شك لري نوخوشي ئې كي اوخبريالان ورپرېږدي چي خپله ټوله كيسه درته وكړي۔ تاسودظلم څخه كارواخيستي هغه موووهل ومو ترټل اودكليساپه توروتياروكي موكښينول۔ نوځكه دچټك غبرګون سره مخامخ شواست؛ اوداهم درته وايم كه دامسلمانه خورخوشي نكړي نودډېروبدوپېښوانتظارولري۔ وبل لورته دعراق ، فلسطين اوافغانستان په زرهاووبې ګناه سپين ږري اوپيغلې ستاسوپه منګلوكي دي، څوك موبې عفته كړل، څوك موشهيدان كړل اودچاسره لاترحيواناتوبدترچلندكوي؛حتي څوك مووسوځل نو اوس ته قضاوت وكه چې اسلام دصلحې اوارامۍ دين دي اوكه عيسايت؟
 
12: متي العربي: حضرت عيسي عليه سلام په دې ترحضرت محمدصلي الله عليه وسلم غوره دي چي هغه ډېرې معجزې درلودې، هغه مړې ژوندي كول اومحمدصلي الله عليه وسلم نه دي ژوندي كړي؛ هغه مورزاده ړانده اوپيس ناروغان جوړكړيدي اومحمدصلي الله عليه وسلم نه دې ژوندي كړي چي دعيسي عليه سلام داټولې معجزې قران تصديقوي ته څه وايي؟
ځواب:حضرت يحي عليه سلام په بايبل كي ډېرلوړځاي لري بايبل وايي:
يحيي راتلونكي الياس دي، خوكه تاسوئې ومني څوك چي غوږونه لري هغه دي واوري (متي 11 باب، 14، 15)
روښتيادرته وايم چي ديحيي نه لوي زوي يوې مورنه دې راوړي (متي 11باب 11) اوداسي نور۔۔۔
 اوپه ټوله بايبل كي ئې يوه معجزه راوښايه؟
په بايبل كي راغلي دي(حضرت عيسي عليه سلام وايي :
درواغژن نبيان اودرواغژن مسيحان زماپه نامه سره راځي باورمه په كوي، اودوي به عجيبه كارونه اونخښې ښكاره كړي (معجزې به ښكاره كړي) اوكه ممكن وي نوډېربه ګمراه كړي ګوري ماحال دركړي ۔ (متي 24 باب، 23ـ 26)
 نودبايبل په اندمعجزه هيڅ ارزښت نلري، اودرواغژن مسيحان هم كولاي شي چي معجزې ولري۔
لومړي قرانكريم دمحمدصلي الله عليه وسلم لويه معجزه ده، چي داد1400كالوراهيسي چيلنج دي ، كه تاسي په دې كي شك لري نوددې قرانكريم ديوه ايات په شان يوايات يالس اياتونه جوړكړي خوتاسي نه ياست توانېدلې اونه به هم داتوان پيداكړي، اوبل داچي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم هره وينامعجزه ده، او14 پېړۍ مخكي ئې اُمت مسلمه دشرا بو، خماركولو، زنااونوروفحشاووڅخه منع كړيدي، تراوسه مسلمانان هغه كارونه نه كوي، وګوري په عيسايي نړۍ كي شراب ډېرخوړل كيږي كه په مسلمانه نړۍ كي؟ جرمونه فسادونه، زناوې اوظلمونه په عيسايي نړۍ كي ډېردې اوكه په مسلمانه نړۍ كي؟ چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم دژوندهره شيبه يوه معجزه ده تاسي ولي سترګې ورباندي پټوي؟ چي داستاسوبې انصافي اوكم عقلي  ده وبل لورته حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ډيرې معجزې  درلودې چې شمېر ئې تر(۳۰۰) زيات دي خوحضرت عيسي عليه سلام نه درلودې ددې معني دانه ده چي حضرت عيسي عليه سلام پېغمبرنه وو، ته وماته څنګه منطقې دلايل وړاندي كوي؟؟!!! په احاديثوكي وګوره خاتم الانبيا‌ء صلي الله عليه وسلم مړي ژوندي كړيدي اوداچې تاسي سترګې ورباندي پټوي داستاسوبې عقلي ده.په ۱۲۴۰۰۰ يولك څلورويشت زره پېغمبرانوكي دخاتم الانبياء صلي الله عليه وسلم معجزې ډېري دي؛ چې دايوكوټلي حقيقت دي.زه به يووړوكي مثال دركړم، ۱۴۰۰ كاله وړاندي دبشريت سترلارښوداودخداي سپېڅلي استاذي صلي الله عليه واسلم فرمايلي دي چې شي په راسته لاس خوري او۱۴ پېړۍ وروسته هم دده صلي الله عليه واسلم يووړوكي سنت تراوسه ژوندي دي اوامت مسلمة ئې پلي كوي اياتردې ستره معجزه؟؟؟
نوربيا...
 په خورااسلامي پاكه مينه ستاسوورور
عبدالغفارجُبير

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ بهمن ۱۳۹۰ ساعت ۰۵:۴۶:۰۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ]
معرفي وبلاگ
 



د ا ړ يكـــــو پـــتـه omari.zabul@gmail.com

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
اسلامي ليكني
شعرونه
خبرتياوي
بيلابيلي ليكني
غونډي
ناول
انځورونه
كتابونه
ادبي ټوټي
د اړ يـــكو پـتـه
مقالي
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۹۰
بهمن ۱۳۹۰
دى ۱۳۹۰
آذر ۱۳۹۰
آبان ۱۳۹۰
مهر ۱۳۹۰
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير ويب پا ڼـه
رو مــا ل و يب پــا ڼه
لر او بر ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ننګر هار ويب پاڼه
سلګۍ ويب پاڼه
وړانګه ويب پاڼه
امين زئ ويب پاڼه
نړۍ ويب پاڼه
دعوت نيټ ويب پاڼه
مختار لونګ ويب لاګ
روهي ويب پاڼه
ديدنونه ويب پاڼه
هيواد ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
ټول افغان ويب سايټ
تل افغان ويب پاڼه
دتهران ريډو
چين ريډو ويب پاڼه
دازادۍ ريډو ويب پاڼه
زرلښته ويب پآڼه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
مورچل ويب پاڼه
خپله پښتو ويب پاڼه
خيبر ويب پآڼه
پژواك خبري اژانس ويب پاڼه
دين ويب پاڼه
زماني ويب پاڼه
پيښور انټرنيشنل ويب پاڼه
اجمل خټك
شرنګ ويب پآڼه
بلاګونه ويب پاڼه
افغان ننګ ويب پاڼه
سپرغۍ ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
سمسور ويب پآڼه
خوست ويب پآڼه
پښتونخوا ويب پاڼه
پكتيا ويب پاڼه
لواغر ويب پآڼه
ډاكټركبير ستورئ ويب پاڼه
كندهار راديو تلويزيون
سنګر ويب پاڼه
سلام فرهنګي ټولنه
مستانه ويب پاڼه
سورغر ويب پاڼه
ارواښاد رشاد
لوي افغانستان ويب پاڼه
افغان سهاك ويب پاڼه
افغان اسلامي اژانس
قاموسونه ويب پاڼه
تل افغان ويب پاڼه
روهي ويب
ميرمن بهير ويب پاڼه
پيكټ راډيو
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پانه
دتركيې ريډيو
ټاټوبئ ويب پاڼه
خوست ويب پاڼه
دالمان ږغ ريډو
موزيك ويب پاڼه
عمري بلاګ
مشال ريډو
هوډ ويب پاڼه
بورا ويب پآڼه
سپوږمۍ نيوز
اشنا ريډو
نن آسيا ټكئ
افغان سبا
سمون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY FardaBlog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به فردا بلاگ است